Author: Admin

  • که د پښو له بدبويۍ کړیږئ نو لاندې طریقې تجربه کړئ

    که د پښو له بدبويۍ کړیږئ نو لاندې طریقې تجربه کړئ

    پښې بدبويي دوه لاملونه لري چې یو يي د بدن زیاته خوله کول او دوهم يي د باکتریا ځینې ډولونه دي. باکتریا په بدن کې ځینې ګازونه تولیدوي چې د پښو بدبویۍ لامل ګرځي.

    د پښو بدبويي له منځه وړلو لپاره لاندې لارې ډیر ګټور ثابتیدلی شي:

    ۱- اپسوم (Epsom) مالګه: اپسوم مالګه د پښو بدبويي له منځه وړلو سربیره د پښې درد هم اراموي.

    ضروري توکي:

    ۱/۲ پیاله اپسوم مالګه

    ۸ ګیلاسه ټړمې اوبه

    پښو وچولو لپاره ټوټه

    طریقه: ۲/۱ پیاله مالګې په ۸ ګیلاسه ګرمو اوبو کې واچوئ او خپل پښې د ۳۰ دقیقو لپاره دغه اوبو کې کیږدئ. دغه عمل د څه مودې لپاره د ورځې دوه ځلي تکرار کړئ.

    ۲- بکینګ سوډا (Baking Soda) او ستروس: بېکینګ سوډا د استعمال ډیر ځایونه لري خو د پښو په برخه کې معجزه کوي. بېکینګ سوډا په طبیعي ډول د پښو بدبويي له منځه وړي، مضر باکتریا ختموي او پښې په ارامولو کې مهمه ونډه لري.

    لیمو د بدن او پښو خوله کوم چې د پښو بدبويي سبب ګرځي مخه نیسي او انسان تازه کوي.

    ضروري توکي:

    ۱/۴ پیاله بېکینګ سوډا

    ۸ ګیلاسه اوبه

    د ۱ لیمو اوبه

    پښو وچولو لپاره ټوټه

    طریقه: ۱/۴ پیاله اوبه په یوه لوښي کې واچوئ او ۸ ګیلاسه ګرمې اوبه پرې زیاته کړئ. دغه محلول کې د یو لیمو اوبه زیاته کړئ او خپل پښې دغه اوبو کې ډوب کړئ. دغه عمل ۱۵-۲۰ دقیقو لپاره ادامه ورکړئ او بیا خپلې پښې وچې کړئ.

  • په ګرمو اوبو حمام کولو له دغه حيرانوونکو ګټو خبر شى

    په ګرمو اوبو حمام کولو له دغه حيرانوونکو ګټو خبر شى

    د ډیرو بوختیاو له کبله ذهني خپګان/ډپریشن یوه عامه ناروغي ګرځېدلې ده، د پوهانو په وینا د نړۍ هر درېیم کس د ذهني فشار یا خپګان سره مخ دی، او دغه ناروغي د زیات کار او په ژوند کې د ډول ډول پېښو سره مخ کېدلو نه رامنځته کیږي.

    پوهانو څیړنه ترسره کړې چې د بدني فعالیت او ورزش کولو سربېره په ګرمو اوبو غسل کول له انسان څخه د ذهني خپګان په له منځه وړلو کې مرسته کوي.

    ددې لامل دا ښودل شوی چې په ګرمو اوبو غسل سره د انسان بدن د حرارت درجه نورمال حالت ته راشي، چې په مرسته یې له درمل او ورزش څخه هم ښه او چټک اغیز کوي.

    د جرمني فرائبراګ پوهنتون پوهانو د یوې څيړنې له مخې له ۴۵ ناروغانو چې عمرونه یې په اوسط ډول ۴۸ کاله و ازموینه واخیسته، دوی په دغه ازموینه کې په ډپریشن او ذهني خپګان اخته ناروغان د دوه اوونیو لپاره په اوونۍ کې دوه واره په ګرمو اوبو غسل ورکړ او ورسره یې د ورزش سپارښتنه هم وکړه.

    پوهان زیاتوي چې په ګرمو اوبو غسل کول د انسان د حرارت درجه نورمال او داخلي سیستم غوره کوي چې ورسره ذهني خپګان، فشار او ډپریشن کمیږي.

  • څلور وژنکې ناروغۍ چې د جن،سي اړيکو له امله منځ ته راځي

    څلور وژنکې ناروغۍ چې د جن،سي اړيکو له امله منځ ته راځي

    د ښځې او خاوند ترمنځ د جنسي اړيکو تر سره کولو د اسلام په مبارک دين کې او همدا ډول د اوسني دور په طب او روغتيا کې د پاملرنې وړ ټکي لري. هر کله چې د ښځې او خاوند ترمنځ په بې پروا ډول او پرته له ځانګړې پاملرنې جنسي اړيکې تر سره شي، نو شونې ده، چې په کم وخت د دواړو (ښځې او خاوند) د مرګ سبب شي.

    د ټېکنالوژۍ او صنعت په ودې سره، مختلفې نوې ناروغۍ او ويروسونه منځ ته راغلي او همدا ډول د نړۍ د انسانانو ترمنځ د پرمخ ودې اړيکو له امله دغه ناروغۍ او ويروسونه د نړۍ له يوې برخې څخه بلې ته لېږدول کيږي. ساري ناروغۍ په بېلا بيلو لارو له ناروغ کس څخه جوړ کس ته انتقاليږي، چې د انتقال يوه عمده لار يې غېرې روغتيايي او پرته له احتياط څخه جنسي اړيکې هم دي.

    په دې لېکنه کې هغه څلور عامې ناروغي درته په ګوته کوو، چې له ناروغ کس څخه روغ کس ته د جنسي اړيکو د تر سره کولو له امله منځ ته راځي.

    ۱- کلاميديا Chlamydia: په دې ناروغۍ ځوان کسان، نارينه او ښځينه اخته کېدای شي. کلاميديا د Chlamydia trachomatis بکتريا په اساس تناسلي سېستم تر بريد لاندې نيسي. کلاميديا په ښځو کې څرګندې نښې – نښانې نه لري، خو په نارينو کې يې د ادرار په ټيوب کې له يو وخت وروسته نښې را ښکاره کيږي.

    کلاميديا په نارينو کې د سپرم کڅوړې يا بيضې ميکروبي کوي او که درملنه يې تر سره نه شي، نو د جنسي اړيکو په پايله کې ميرمنې ته هم لېږدول کيږي. کلاميديا په لومړيو کې تناسلي سېسټم له منځه وړي او د وخت په تېرېدو سره د انسان ژوند هم ګواښي.

    ۲- سوزاک Gonorrhea: سوزاک د تناسلي سېسټم مشهوره ناروغي ده. دغه ناروغي په ښځه او خاوند دواړو کې منځ ته راځي. د سوزاک لومړنۍ نښې د ادرار کولو په وخت خارښت او سوزېدل دي، چې وورسته له ادرار سره وينه هم مله وي. د سوزاک منځ ته رواړنکې بکتريا د Neisseria gonorrhoeae په نوم ياديږي. کله چې ښځه او خاوند په سوزاک اخته شي، نو لومړی اغېز يې په تناسلي سېسټم وي، چې وروسته يې اغېز په مقعد، مرۍ او د وجود په نورو برخو کې هم را ښکاره کيږي.

    د سوزاک له اوږدوالي وروسته بله نښه يې، د بندونو درد يا joint pain دی. د يادونې وړ ده، چې سوزاک د کلاميديا او کلاميديا بيا د سوزاک لپاره لار پرانيزي. د يوې ناروغۍ په شتون کې بله په اسانۍ سره خپل فعاليت زياتولی شي.

    ۳- تريکومونا Trichomoniasis: تريکومونا لومړۍ نښې نه لري، خو د وخت په تېردو سره، له تناسلي آلو څخه سپين رنګه او زيړ رنګه ميکروبي ماده بهيږي. تريکومونا د تناسلي سېسټم د ټپ يا زخمي کېدو لامل کيږي او د درملنې ورستۍ لاره يې بيا جراحي عمليات دي، خو په لومړيو وختونو کې د انټوبيوټيک په وسيله يې درملنه ارزانه او اسانه ده.

    ۴- هپاتيت Hepatitis: د هپاتيت ناروغۍ دوه ډولونه لري، چې د هپاتيت بي او هپاتيت سي په نومونو ياديږي. هپاتيت د تناسلي سېستم ناروغۍ ده او د جنسي اړيکو له امله منځ ته راځي، خو مستقيم اغېز يې بيا په ځيګر باندې دی.

    هپاتيت بي ويروس يا HBV او هپاتيت سي ويروس يا HCV پرته د جنسي اړيکو څخه، د وينې په ورکړې هم له ناروغ کس څخه روغ کس ته انتقاليږي.

    هپاتيت بي ويروس HBV چې د جنسي اړيکو او يا د وينې د ورکړې له امله رامنځ ته شي، نو اغېز يې په ځيکر باندې وي، چې د نه درملنې له امله د ځيګر سرطان رامنځ ته کوي او د مرګ سبب کيږي.

    د هپاتيت Hepatitis په اړه د اندېښنې خبره دا دده، چې تر ډېره يې نښې – نښانې نه ښکاري، خو که يو ځل يط اغېز ډېر شي، نو بيا يې درملنې لارې – چارې هم ناشونې دي.

    پورته ټولې ناروغۍ په لومړنيو پړاونو کې په اسانۍ سره د انټي بوتيک درملو په اساس له منځه تللی شي، خو د وخت په تيردو او د ناروغۍ په اړه بې پروايي دغه ناروغۍ جدي کوي، چې بيا يې درملنه مشکله او د مرګ تر پولو رسيږي.

    هغه ډاکټر چې د تناسلي سېسټم د ناروغيو درملنه کوي، د يورولېجسټ Urologist په نوم ياديږي. نو هر کله چې په تناسلي سېسټم د کډوډۍ نښې – نښانې ولېدل شي، نو لومړی بايد د جنسي اړيکو له تر سره کولو په کلکه ډډه وشي او وروسته پرته له دې چې، د شرم احساس وشي، د تناسلي ناروغيو له متخصص ډاکټر يا Urologist سره بايد مشوره وشي او ناروغي تر درملنې لاندې ونېول شي.

  • په جنسي اړیکه کې دغه دوه کارونه کول ډېر خطرناک دي، نوي ځوانان ترې بې خبره دي

    په جنسي اړیکه کې دغه دوه کارونه کول ډېر خطرناک دي، نوي ځوانان ترې بې خبره دي

    نوي ځوانان په کوروالي کې د خطرناکو کارونو په هکله چندان معلومات نلري، د معلوماتو دا نشتون سبب کېږي چې دوی په کم وخت کې د ډول ډول جنسي ناروغيو، حتی خپلو جنسي غړو ته د زيان رسولو سبب شي.

    پخوا په جنسي اړیکو کې یوه لویه ناروا دا وه چې ډېرو خلکو به علاقه درلوده د شا له لارې د خپلې ښځې سره کوروالی وکړي، دا کار د یوه لوري د ديني فرمانونو له لوري منعه شوی و د بل لوري یې ښځې ته سخت زيان درلود.

    په اوس وخت کې بيا یوه بله ناروا د غوړېدو په حال کې ده، دا ناروا د خولې له لارې جنسي اړیکې دي، په حقيقت کې دې ته جنسي اړیکې نشو ویلی خو حقيقت یې داده چې ښځه او نارينه د يو بل جنسي غړي په خوله باندې انزال ته رسوي.دا ډول کړنې په صحي ډول د بدن لپاره خطرناکې دي، د ډول ډول ناروغيو د پيدا کېدو او انتقال کېدو سبب کېږي، ان د خولې د سرطان سبب کېدی شي.

  • کوروالی باید تل په ګرمه کوټه کې وشي ځکه چې د نارينه جن.سي غړی پکې ترټولو زيات

    کوروالی باید تل په ګرمه کوټه کې وشي ځکه چې د نارينه جن.سي غړی پکې ترټولو زيات

    په نړۍ کې په هره ثانیه کې ۴۰۰۰ نفر په کوروالي باندې بوخت وي، دا په دې مانا ده چې کوروالی په نړۍ کې يو ترټولو زيات ترسره کېدونکی کار دی. په دې ټولو کې د هر نارينه هڅه داده چې کوروالی یې ډېر وخت ونيسي او ښه کوروالی وکړي.

    په کوروالي کې د اطاق هوا ډېر زيات مهم عنصر دی، هڅه وکړئ د کوروالي خونه مو ګرمه وي، په ګرمۍ کې نارينه ښه کوروالی کوي، د وينې رګونه پراخېږي جنسی غړی خپل ترټولو لوړې اندازې ته رسېږي.

    د خونې يا کوټې د ګرم ساتلو ترڅنګ کوروالی په داسې وخت کې کول چې بشپړه آرامی وي لا دا چاره خوندوره کوي، عموماً کله چې د شپې مکمله تياره او خاموشي حاکمه شي کوروالی ترټولو په ژور او خوندور شکل صورت مومي.

    ښځې په کامله خاموشۍ کې ځان ډېر خوندي احساسوي او په داسې شرايطو کې بهترين کوروالی کوي، دوی په دې ډول حال کې هېڅ نه شرمېږي او څه یې چې په زړه کې وي هغه ترسره کوي.

  • درې (۳) شيان چې جن،سي تحريک او جنسي لېوالتيا وژني

    درې (۳) شيان چې جن،سي تحريک او جنسي لېوالتيا وژني

    درې (۳) شيان چې جنسي تحريک او جنسي لېوالتيا وژني
    ډاکټر نېک محمد ويال – د روهي وېب پاڼې څښتن

    د ښځې او خاوند ترمنځ جنسي اړيکې هغه وخت رامنځ ته کيږي، چې دواړه په جنسي ډول هڅول شوي وي او د جنسي اړيکو د تر سره کولو لېوالتيا ولري. که د جنسي اړيکو په وخت کې يو لوری په جنسي ډول تحريک شوی وي او بل نه، نو هغه کس چې په جنسي ډول نه وي تحريک شوی، د جنسي اړيکو تر سره کولو ورته تحميلي وي.

    لاندې درې شيان تحريک شوې جنسي اړيکې وژني؛ د ښځې او خاوند ترمنځ د جنسي اړيکو د نه تر سره کولو لامل کيږي.

    ۱- ځيني درمل: دا به مو اورېدلي وي، چې د ېوې ناروغۍ لپاره درمل ښايي د وجود په بله برخه يا په وجود کې په بله موجوده ناروغۍ بد اغېز وکړي، چې ورته عوارض جانبي يا Side Effects وايي. دغه عوارض جانبي په جنسي اړيکو باندې هم اغېز کوي او شوني ده، چې دجنسي اړيکو لېوالتيا له منځه يوسي.

    د پروستات غدې، سرطان او شمېر نورو نارغيو درمل، جنسي هڅونه وژني. نو ديادو درملو په خوړلو سره، که جنسي اړيکې بې خونده وي، نو ستونزه يې څرګنده او دغه درمل دي. د جنسي هڅونې د نه شتون له امله بايد اندېښنه ونه شي.

    ۲- الکول او کافئين: په ډېره اندازه سره د الکولو او کافئين څښل لومړی، له انسان څخه دا هيروي، چې څوګ دی او په کوم حالت کې دی. نو کله چې نارينه او ښځينه په عادي ډول د ځان کنټرول ونه لري، نو شونتيا شته چې په جنسي غرېزې بد اغېز پرېوځي او د ډېرې نشې په وخت کې يې جنسي تحريک له منځه لاړ شي.
    کافئين او الکول په وجود په جنسي هورمونونه داسې اغېز کوي، چې د جنسي هورمونو درجه راښکته کوي.

    ۳- ذهني ګډوډۍ: هر ډول روحي فشار، اندېښنې، کورنۍ ستونزې، تشويش او فکري خرابتيا هم، جنسي هڅونه وژني. په روحي او ذهني فشارونه سره، د جنسي هورمونو ترشح کونمې غدې خپل فعاليت سستوي او د خوب په حالت کې پاتې کيږی.

    نو پا يله کې ويلي شو، چې د جنسي غرېزې کموالی دوه لامولونه لري، لومړی يې پورته يادو شوي لاملونه دي، چې په غېر مسعقيم ډول په جنسي هڅونه اغېز کوي او جنسي تحريک او غرېزه وژني. دويم په تکثري سېسټم ستونزېې او يو شمېر نور فزيکي ناروغۍ دي.

  • په ښځو کې د جن،سي ستونزو لاملونه، نښې او درمنله

    په ښځو کې د جن،سي ستونزو لاملونه، نښې او درمنله

    د اسلام مبارک دين امر کوي، چې نکاح ارزانه کړئ، نو زنا به قيمته او سخته شي. د دغه خبرې مطلب په دې کې دی، چې د هلک او جينۍ له بلوغ وروسته يې، مور او پلار بايد په دې لټه کې شي، چې په شرعي طريقي سره يې وادونه وکړي.

    هر کله چې هلک او جيني سره واده کوي، نو دوی د ژوند يو ډېر مهم پړاو ته دننه کيږي، چې په ورځنۍ اصلاح ورته ګډ ژوند وايي. د ښځې او خاوند ګډ ژوند دوی، د دوی د اولادونو او هم دا ډول د ټولنې د ښې راتلونکې سبب کېدای شي. خو که چېرې په ګد ژوند کې ستونزې موجودې وي، نو اغېز به يې په ښځه او خاوند او هم دا ډول په اولادونو بد وي.

    د ګډ ژوند له ستونزو څخه يوه ستونزه د ښځې او خاوند ترمنځ د جنسي اړيکو د سر ته رسولو په وخت کې، نه همغږۍ، په اجباري ډول د جنسي اړيکو سرته رسول، جنسي ستونزې، ويره او نور دي، چې کولی شي نوی پيل شوی ګد ژوند د تيارې په لورې يوسي. ښځې او خاوند دواړو ته په کار ده، چې د ژووند په ټولو برخو کې؛ په ځانګړې ډول په جنسي ستونزو او نا برابريو کې، د يو او بل په څنګ کې وي او پر وخت کې درملنه او حل پيدا کړي.

    په دې لېکنه کې د جنسي اړيکو په وخت کې هغه ستونزې درته په ګوته کوو، چې ښځې ورسره مخ دي.
    ۱- جنسي ستونزه څه ته وايي؟
    جنسي ستونزه هغه ستونزه ده، چې د ښو، مثبتو، همغږه، قانع او روغتيايي جنسي اړيکو مخنيوی کوی.

    ۲- په ښځو کې د جنسي ستونزو نښې – نښانې:
    که څه هم په ښځو کې جنسي ستونزې له يوې تر بلې ښځې، او همدا ډول د عمر، ځای، کورني ژوند او نورو لاملونه په اساس توپير لرونکې دي، خو په عمومي ډول په ښځو کې د جنسي ستونزو څو نښې په لاندې ډول دي.
    – د جنسي اړيکو د تر سره کولو په پار کمه او يا په مکمل ډول د جنسي اړيکو د نه ترسره کولو هيله.
    – په مشکل ډول ښځه جنسي اړيکو ته هڅول او تحريک کيږي او يا د جنسي اړيکو د تر سره کولو هيله په کې مړاوې وي.
    – د جنسي اړيکې وروسته ښځه جنسي اوج يا ارګازم ته نه رسيږي.
    – د جنسي اړيکو په وخت کې، د درد حس او شتون.

    ۳- په ښځو کې د جنسي ستونزو لاملونه: مخکې له دې چې په ښځو کې د جنسي ستونزو په لاملونو خبرې وکړو، لومړی بايد په ښځو کې د جنسي ستونزو لاملونه په دوو لويو برخو ووېشو. چې يو يې فزيکي لاملونه دي او دويم هم روحي فشارونه او لاملونه دي. په عمومي ډول په ښځو د جنسي ستونزو لاملونه په لاندې ډول ښودلی شو.

    – تريخ کورنۍ ژوند، اندېښنې، ذهني فشار، په تېر وخت کې ورسره د بدو پېښو لکه جنسي تيري او يا د جنسي زورونې خاطرې.
    – د هورمونو ګډوډي، عصبي مشکل، په تناسلي سېسټم کې ستونزې او ناروغۍ.
    – د ځينو ناروغيو څخه د درملو خوړل هم په ښځو کې جنسي ستونزې رامنځ ته کوي. د بلېګې په ډول دوينې د فشار او شکرې د ناروغۍ درمل د جنسي ستونزو لامل کېدای شي.

    ۴- په ښځو کې د جنسي ستونزو درملنه: تر ټولو غوره لاره دا ده، چې لومړۍ جنسي ستونزه تشخيص شي؛ چې روحي ده او که فزيکي؟ که چېرې په ښځه کې جنسي ستونزه د اندېښنو، ويرې، تشويش، روحي فشار، تريخ کورني ژوند، په ژوند کې د ناهيلۍ او نورو په وجه وي، نو بهتره درملنه يې دا ده، چې له خاوند سره دغه پورته ستونزې شريکې شي. خاوند ته په کار ده، چې په پوره پاملرنې سره د پورته يادو ستونزو په اړه فکر وکړي او د ژوند له ملګرې سره يې په داسې ډول حل کړي، چې نوموړې په ځان باور پيدا کړي او د ناهيلۍ له رنځ خلاصه شي.

    که چېرې ستونزه روحي نه بلکې فزيکي وي، لکه د هورمونونو ګډوډي، عبصي مشکل، د تناسلي سېسټم ناروغۍ او نور، نو بيا غوره ده، چې په وخت سره له اړوند متخصص ډاکټر سره مشوره وشي، درمل وخوړل شي او د مخنيوي هڅه يې وشي.

    که چېرې د ښځې او خاوند دواړو، جنسي ستونزو ته په کم نظر سره وکتل شي، نو لېرې نه ده، چې خو خوږ ګډ ژوند به د تيارو په لور ټيل وهي، هم به د ښځې او خاوند ګډ ژوند د نورو ستونزو ښکار شي او هم به يې اولادونه له رنګ – رنګ ستونزو سره مخ وي.

  • د جن،سي اړيکو په وخت کې، د زر انزال (مني وتلو) لامولونه او درملنه

    د جن،سي اړيکو په وخت کې، د زر انزال (مني وتلو) لامولونه او درملنه

    د جنسي اړيکو په وخت کې، د زر انزال (مني وتلو) لامولونه او درملنه
    ډاکټر نيک محمد ويال – د روهي وېب پاڼې څښتن
     
    ډېری نارينه له دې ويرې واده نه کوي او په ځان داسې بې باوره وي، چې ښايي د جنسي اړيکو په وخت کې به زر انزال ته ورسيږي، اولاد به يې پيدا نه شي او يا به هم د خپلې ميرمنې پر وړاندې وشرميږي.

    بيا ځينې نور کسان چې واده يې کړې وي او متاهل وي له همدې ويرې نه غواړي، له خپلې ښځې سره جنسي اړيکې ترسره کړي. دوی فکر کوي، چې د جنسي اړيکو په وخت د زر انزال ستونزه د شرم وړ خبره ده، چې بايد د ژوند له ملګرې (ښځې) څخه هم پټه وساتل شي او يا هڅه کوي، ترڅو داسې درمل وخوري، چې د جنسي اړيکو په وخت د انزال د زر ستونزې سره مخ نه شي.

    خو دا بايد ذکر شي، چې هغه خلک چې له وخت مخکې انزال ته رسيږي، طعبي او غوره درملنه يې له خپلې ښځې سره د ستونزې شريک کول دي او په دې اړه تمرين کولو ته اړتيا ده.

    ۱- زر انزال څه ته وايي:
    له وخت مخکې د مني وتلو ته په انګلېسي کې premature ejaculation وايي. دا هغه ستونزه ده، چې د جنسي تحريک او هڅونې سره سم، مخکې له دې چې جنسي نېږدوالی وکړي، انزال کيږي او مني يې بهر کيږي.

    زر انزال يا PE هغه حالت دی، چې د خاوند او ښځې د توقع له وخت وړاندې خاوند انزال ته ورسيږي.

    ۲- د زر انزال يا premature ejaculation لاملونه:
    – سېروټونېن serotonin: سېروټونېن يوه طعبي عصبي ماده ده، هر کله چې سېروټونېن په غېرې نارمل ډول سره په وجود کې شتون ولري او يا په دماغي سېسټم کې سېروټونېن له ستونزو سره مخ وي، نو په پايله کې نارينه له وخت مخکې انزال ته رسيږي او مني خارجيږي.

    – روحي لامولونه: بېلا بېل روحي او ذهني فشارونه لکه ويره، په ځان بې باورۍ، کورنۍ ستونزې، اندېښنې، تشويش، له جنسي اړيکو وړاندې نه تحريک، د ښځې او خاوند ترمنځ بې له کومې مقدمي په سمد لاسه توګه د جنسي اړيکو تر سره کول او داسې نور هم، د زر انزال لاملونه کېدای شي.

    – بيولوژيکي لامولونه: د نارينه د وجود د جنسي هورمونو ګډوډي، د تناسلي سېسټم ناروغۍ، د عصبي سېسټم ګډوډي، د تناسلي غړو ستړيا، د پروسټاټ غدې التهاب او نور هم د زر انزال لاملونه دي.

    ۳- د زر انزال يا premature ejaculation درملنه:
    – د زر انزال ستونزه بايد د ژوند له ملګرې سره شريکه شي، د جنسي اړيکو په وخت کې د هڅه وشي، چې دومره تحریک رامنځ ته شي، ترڅو انزال ته نېږدې شي، بيا د انزال له کولو ډډه وشي. دا کړنه بايد په يوې اونۍ کې څو ځلې تکرار شي، ترڅو هغه عضلي چې د زر جنسي انزال لامل دي او سستې شوې دي، غښتلي او قوي شي.

    – د کاندم څخه دې ګټه واخېستل شي. د جنسي اړيکو په وخت کې د کاندم اغوستل د نارينه هغه زيات تحريک او جنسي هڅونه کموي، چې د زر انزال سبب کيږي. د ښځينه تناسلي آلو سره د نارينه د تناسلي آلو مسقيمه لږېدنه د زر انزال لامل دی، خو که چېرې کاندم واغوستل شي نو هغه حساسيت چې د زر انزال سبب کيږي له منځه وړي.

    – له لومړي انزال وروسته د دويم ځل لپاره انزال د يو څه اوږد وخت لپاره دوام کوي. کله چې په لومړی وار کوروالی يا جنسي اړيکې ترسره او د زر انزال ستونزه منځ ته راشي، نو د ويم ځل لپاره جنسي هڅونه کولی شي، چې انزال اوږد کړي.

    – که چېرې د زر انزال يا وخت څخه مخکې د مني د خارجېدو ستونزه ډېر او جدي وي، نو غوره ده چې يورولوجېسټ يا د تکثري او تناسلي نارغيو له متخصص ډاکټر سره پرې وکتل شي او اړونده درمل يې وخوړل شي.

    ډېری خلک د خپلو تناسلي نارغيو په اړه د شرم احساس کوي، تر دې چې هڅه کوي، دغه ناروغي له خپلې ښځې او متخصص ډاکتر څخه هم پټه وساتي. چې دغه ناوړه کړنه يې په ناروغي د جديت او ډېروالي لامل کيږي او په راتلونکې کې خپل کورنۍ ژوند د ځان لپاره تريخ او له ستونزو ډکوي.

  • پنځه (۵) څېزونه چې ښځې يې بايد د اميدوارۍ په وخت کې پوره پاملرنه وکړي

    پنځه (۵) څېزونه چې ښځې يې بايد د اميدوارۍ په وخت کې پوره پاملرنه وکړي

    پنځه (۵) څېزونه چې ښځې يې بايد د اميدوارۍ په وخت کې پوره پاملرنه وکړي

    د حمل يا اميداورۍ دوره د مور لپاره ډېره اړينه او له پاملرنې ډکه دوره ده، کله چې يوه ښځه اميدواره وي او يا حمل ولري، نو په کورني ژوند کې يې په دې پار بايد لاسنوی وشي، چې د دوو کسانو ژوند او روغتيا د يو کس په ژوند او روغتيا کې نغښتي دي.

    اړيڼه ده، چې د اميدوارۍ په وخت کې د هر ډول درنده کارونو، اندېښنو او کورني تاوترېخوالي مخ ډب شي، پر ځای يې د مور لپاره روغتياي خواړه، استراحت او د خوښ وخت زمينه برابره شي.

    په دې لېکنه کې درته هغه پنځه شيان په ګوته کوو، چې د مور يا اميداورې ښځې لپاره د اميداورۍ يا حمل په وخت تر جدي پاملرنې لاندې بايد وساتل شي.

    ۱- کوم څېزونه بايد وخوړل شي او کوم بايد ونه خوړل شي: د اميدوارۍ په وخت کې غذايي رژيم داسې نه وي لکه کوم ډول چې په عادي وخت کې وي. ډاکټران د ځينو ځانګړي خوراکونو د خوړلو، د ځينو نورو د نه خوړلو توصيه کوي.

    هغه څېزونه چې د اميدوارۍ په وخت کې يې په لومړۍ درجه د نه خوړلو توصيه کيږي، نشه يي توکي، الکول او کافئين استعمال دی. د اميدوارۍ په وخت کې د الکلو او کافئين څخه ګټه اخېستنه لامل کيږي، ترڅو ماشوم مخکې له وخت څخه پيدا شي، چې په انګلېسي کې ورته premature وايي.
    هغه خوراکونه چې د اميدوارۍ په وخت کې يې د خوړلو توصيه کيږي، عبارت دي له ميوې، ترکارۍ، ويټامين او پروټين لرونکي خواړ او نور.

    ۲- فزيکي تمرين: د سالم ماشوم زږېدنه د اميدوارۍ په وخت کې او همدارنګه د ماشوم د زېږدنې په وخت کې د مور سالم او روغتيايي وجود ته اړتيا لري. د اميدوارۍ په وخت کې د استراحت په نوم په ځای کېناستل او يوازې خوب کول، د ګتې نه بلکې د ضرر خبره ده.

    د ماشوم مور اړه ده، ترڅو په منظم ډول سره سپورټ او فزيکي تمرين ولري، چې په وجود کې وينه په ښه ډول سره حرکت وکړي، مور او ماشوم ته دواړو ته په پوره اندازه اکسېجن او غذايي مواد ورسيږي.

    فزيکي تمرين کولی شي چې د اميدوارۍ او زېږون په وخت کې په مور باندې درد کم کړي. د اميدوارۍ په وخت کې د مور نس دروند وي نو د يو لړ دردونو لامل کيږي او همدا ډول د زېږون په وخت کې د ماشوم پيدا کېدل د دردونو سبب ګرځي، نو که چېرې مور د اميدوارۍ په وخت کې منظم فزيکي تمرينونه تر سره کړي، نو د اميدوارۍ او زېږون د دردونو په کمښت کې ورسره مرسته کولی شي.

    خو بايد ياودنه وشي، چې درنده فزيکي کارونه چې د ماشوم د له منځه تګ لامل کيږي او په منظم فزيکي تمرين توپير لري او بايد توپير يې وشي.

    ۳- لباس او بوټان: د اميدواري په وخت غوره ده چې تر ډېره ازاد لباس واغوستل شي. ازاد لباس د مور او ماشوم دواړو لپاره روغتيايي دی. هغه لباس چې ډېر تنګ وي نو پرته له اميدوارۍ يې هم د نه اغوستلو توصيه کيږي، خو د اميدوارۍ په وخت بايد په جدي ډول ترې ډډه وشي.

    همدا ډول هغه بوټان او يا څپلۍ چې جګ او لوړ پوندې ولري، بايد وانه غوستل شي، چې د وجود موازنه خرابه وي او همدا ډول د لوېدول امکان يې زيات وي.

    ۴- د کورني تاوترېخوالي مخنېوی: په کور کې د ښځې او خاوند او همدا ډول د کورنۍ د نورو غړو ترمنځ ستونزې، جګړې او تاوترېخوالي په عادي ډول هم د اندېښنو، تشويش او خپګان لامل کيږي، چې کورنۍ خوږ ژوند په تريخ او له اندېښنو په ډک ژوند بدلوي.

    د اميدوارۍ په وخت کې د مور تشويش او اندېښنې نه يوازې په مور اغېز کوي، بلکې مستعقيم اغېز يې په ماشوم باندې هم وي. د ماشوم روغتيا د مور په روغتيا کې نغښتې ده، چې بايد پاملرنه يې وشي.

    ۵- طبي معاينات: د حمل له لومړۍ مياشتې څخه بيا تر ورستۍ پورې، د روغتيايي معايناتو ترسره کولو د زېږون په وخت کې ستونزې له منځ وړي او ماشوم سالم او روغ نړۍ ته راځي.

    که چېرې په حمل کې کومه ستونزه موجوده وي او يا هم ځېني نورې ناروغۍ چې په ماشوم او زېږون باندې بد او منفي اغېز لري، نو غوره ده چې مخکې له ډېروالي او سختوالي يې درملنه او اعلاج وشي.

  • تازه واده کړي نارينه ولې د کوروالي څخه پوره خوند نشي اخيستلای؟ څلور علتونه لري

    تازه واده کړي نارينه ولې د کوروالي څخه پوره خوند نشي اخيستلای؟ څلور علتونه لري

    ډېری نوې جوړې د کافي تجربې، معلوماتو د نشتون له وجې د خپل جنسي ژوند څخه هغه خوند نشي اخيستلای څه ډول یې چې دوی خيال کړی و، ډېر کله دا د هلک او نجلۍ د خیالونو ماتیدل شي، هلک چې فکر یې کړی و مست او ښکلي جنسي ژوند به لري اوس ګوري چې هرڅه ېر معمولي دي.

    ډېری نارينه سمدلاسه د خپلې مېرمنې ملامتول شروع کوي، فکر کوي که یې د بلې لا ښې ښځې سره واده کړی وی نو ګډ ژوند به یې اوس داسې نه و.

    خو په حقيقت کې د وخت په تېرېدو باندې دوی تجربه ترلاسه کوي او ورو ورو د اړيکې څخه خوند اخيستل شروع کوي، ددې لپاره چې يو کس د بې تجربه ګۍ له کبله ډېر ونه ځوریږي نو ښه ده چې په دې هکله کافي معلومات او علم ترلاسه کړي ترڅو پورې په هرڅه مخکې له مخکې پوه وي.د موټي وهل، بربنډو فلمونو کتل، رواني فشارونه، تنګ لاس او زنده ګي، د عمر زیاتوالی، ډول ډؤل ناروغۍ هم ددې سبب کېږي چې يو کس د جنسي اړیکې څخه د پام وړ خوند ترلاسه نه کړي.