Author: Admin

ژباړه محمداکبرحقمل معینزیپه دې وروستیو کې د لېزر خبرې ډېرې کېږي، ډاکټران داسې دروغ اعلانونه خپروي، چې د دوی په وینا د لېزر په واسیطه د مخ اضافي وېښتان د تل لپاره له منځه وړل کېږي، خو په حقیقت کې داسې نه ده.څېړنو ښودلې ده، چې د مخ اضافي وېښتان د تل لپاره په لېزر باندې له منځه نشي تلای؛ که چېرې یو کس په لېزر باندې د خپل مخ اضافي وېښتان له منځه وړي، نو له یو څه مودې وروسته به هرومرو په خپله بیا ځلې راخېژي.د مخ او د بدن د نورو غړو اضافي وېښتان په راز راز…

Read More

د خندا (۳۳ ) ګټې ژباړه: بخت جان ملګری ۱- خندا د انسان عمر زیاتوي. ۲- خندا انسان له رنګه ځوان ښایي. ۳- خندا د وینې فشار کموي. ۴- خندا انسان د معېدې له زخم ساتي. ۵- خندا د کورتېزول په نامه هورمونونه تولېدوي چې، په دې سره انسان ته د ناروغیو په مقابل کې قوت ورکوي. ۶- خندا د سروتنین او اندروفین هورنونه تولېد کوي چې، بیا انسان د خواښۍ احساس کوي. ۷- خندا د انسان د زړه درزه فغاله ساتي. ۸- خندا پوستکی سپينوي او تور داغونه لمنځه وړي. ۹- خندا مو خافېظه پیاوړې کوي او د زیات…

Read More

د ډیرو بوختیاو له کبله ذهني خپګان/ډپریشن یوه عامه ناروغي ګرځېدلې ده، د پوهانو په وینا د نړۍ هر درېیم کس د ذهني فشار یا خپګان سره مخ دی، او دغه ناروغي د زیات کار او په ژوند کې د ډول ډول پېښو سره مخ کېدلو نه رامنځته کیږي. پوهانو څیړنه ترسره کړې چې د بدني فعالیت او ورزش کولو سربېره په ګرمو اوبو غسل کول له انسان څخه د ذهني خپګان په له منځه وړلو کې مرسته کوي. ددې لامل دا ښودل شوی چې په ګرمو اوبو غسل سره د انسان بدن د حرارت درجه نورمال حالت ته راشي،…

Read More

ایا د مستو له ګټو خبر یاست؟ ایا پدې پوهېږئ، چې دا هغه خوراک دی، چې نړۍ په هر دسترخوان باندې شته، څه ګټې لري؟ مستې: تومنه شوې شيدې مستې دي. او د شیدو ډېرې ښې ځانګړتیاوې پکې دي. دا خوراک چې ريښه یې د اروپا له ختیځ څخه ده. اوس د نړۍ د ټولو خلکو له خوا استعمالېږي. مستې لدې سره چې ښه خوند لري، د درملو قدرت هم لري، او د سلامتۍ له پاره بې شمېره ګټې لري. مستې ډېر مغذي مواد لري، او د کلسیم یو لویه منبع ده. دا خوارک د بدن له ژوندي ارګانیسم جذبوي…

Read More

موږ باید په دې اړوند ځینو شیانو ته پوره پاملرنه وکړو په دې شپه لومړنۍ د پام وړ مساله د بکارت پرده ده چې ځیني نجوڼې ذاتاً پرده نه لري د ډېری خلکو باور دا دی چې د بکارت پرده ضرور د جنسي اړیکو له امله له مینځه تللې چې دا باور خو کله کله تر بېلتون او طلاق پورې هم رسیږي نو باید په دې وپوهېږو چې پرده پرته له جنسي اړیکي په استمنا (ځان ارضا کولو) او ګام اچولو هم له منځه ځي او په دې باید سر خلاص کړو. ښایي تاسې سره پوښتنه پیدا شي چې د…

Read More

شیدې او بادام د زړه د ناروغیو مخه نیسيشیدې او بادام د سالم کلسټرول درلودونکي دي او په وجود کې د مضرو کلسټرولو مخه نیسي، همدا لامل دی چې د زړه ناروغۍ له منځه وړي. که په ورځني ډول بادام او شیدې وخوړل شي، د زړه له ناروغیو مو ساتي.شیدې او بادام د وزن په کمېدو کې مرسته کويکه غواړئ وزن مو کم شي او غذایي رژیم مو نیولی وي، نو شیدې او بادام له یاده مه باسئ، شیدې او بادام دواړه ۶۰ کالري انرژي لري چې د وزن د کموالي لپاره تر ټولو ښه ټاکنه ده.شیدې او بادام هډوکي…

Read More

رګونه د انسان په بدن کې د وینې د لیږد کار کوي چې تر ټولو اړین دي، په رګونو کې د وینې بندش یا خرابوالی د هرې ناروغۍ رامنځته کېدلو بیناد دی، د زړه، شکر، فالج، فشار، ویښتان تویېدل، ستړیا، ستومانتیا او داسې نورې ډيرې ناروغۍ په رګونو کې د وینې ناسم چلند له کبله رامنځته کیږي. خو ځینې کسان به مو لیدلي وي چې رګونه یې د نورو په پرتله ډیر پړسیدلي وي، که څه هم دې ته زیاتره خلک تر هغې پاملرنه نه کوي تر څو چې یې په سمدستي ډول د بدن رګونه وپړسیږي خو ددې ځینې…

Read More

تازه پیاز یو له معجزه کوونکو خوړو څخه دي چې بې شمیره روغتيايي ګټې لري، د باکتریاو پر وړاندې سخت مبارزه کونکي او د بدن ډیرو برخو ته روغتیايي ګټې لري. اوسني وخت کې د ویښتانو توییدل معمول ګرځېدلی، هر ځوان او زوړ یې د مخنیوي لارې چارې لټوي، خو د امریکې د ډرمېټالوژي اکادیمۍ لخوا په یوه ترسره شوې څیړنه کې ویل شوي چې د پيازو اوبه کولای شي توی شوي ویښتان یوار بیا راشنه کړي. د یادې څیړنې له مخې زیاته شوې، که د پیازو اوبه د توی شوي ویښتانو بیخونو باندې واچول شي او یا هم د…

Read More

په ګډ ژوند کې د ښځې طبعيت د نارينه له طبعيت سره کاملا فرق لري، د مثال په ډول نارينه د ورځې کوروالی زيات خوښوي خو ښځه بيا د کوروالي کول يا همداسې د عشق او مينې کول د شپې په وختونو کې په تياره کې خوښوي، ډېری کسان په دې خبره پوهېږي خو په سبب یې دقیق نه پوهېږي. خبره داده چې ښځه محرميت ته ډېر زيات ارزښت ورکوي، نارينه په ځان چندان کنټرول نلري او غواړي سمدلاسه خپله اړتيا پوره کړي او کوروالی وکړي، خو ښځه بيا غواړي چې په ډېر ښه امنیت او ښه چاپیریال کې په…

Read More

زیاتره خلک له خوړو وروسته د معدې سوزش څخه شکایت کوي، دغه ستونزه نن سبا یو معمول ګرځېدلې ده، او دغه یو شمېر لاملونه لري، زیات مهال لوږه تېرول، زیات چای او څښل، سګریټ یا بله نشه کول، او داسې نور ډیر لاملونه شتون لري چې د معدې سوزش ورسره زیاتیږي او د سختو ستونزو او اندیښنو لامل کیږي. د معدې یا سینې تیزابیت یا سوزش څخه د ځان ژغورلو لپاره د «لونګ» استعمال ګټوره نسخه ده، لونګ د ښه بوی ترڅنګ یو شمېر ګټې لري او د بېلا بېلو ناروغیو مخنیوي کې خورا ګټور ثابتیږي. لونګ یو طبیعي بوټی…

Read More