Author: Admin

  • هغه پنځه (۵) شيان چې د جن،سي اړيکو مخکې يې، ښځه او خاوند په هېڅ صورت بايد هېر نه کړئ

    هغه پنځه (۵) شيان چې د جن،سي اړيکو مخکې يې، ښځه او خاوند په هېڅ صورت بايد هېر نه کړئ

    هغه پنځه (۵) شيان چې د جنسي اړيکو مخکې يې، ښځه او خاوند په هېڅ صورت بايد هېر نه کړئ

     نیک محمد ویال

    د اسلام په مبارک دين کې ښځه د خاوند او خاوند د ښځې لپاره جامه او لباس ياد شوې دي. د ښځې او خاوند ترمنځ د کورني ژوند او همدارنګه د جنسي اړيکو يا جنسي نېږدېوالي په اړه د اسلام مبارک دين ټولې لارې –

    چارې ښوودلې او په ګوته کړې دي، چې د ورځې عصري علومو او طب يې په اوسنيو وختونو کې په ثبوت رسوي، ګتې او زيانونه يې وړاندې کوي.

    لکه څه ډول مو چې په نورو لېکنو کې هم ويلي وو، چې جنسي اړيکې بايد يوازې په دې پار ترسره نشي، چې جنسي غرېزه په کې مقصد او مراد وي، بايد موخه يې ګډ خوښ کورنی ژوند او د اولادونو روښانه راتلونکی وي.

    په دې لېکنه کې درته هغه پنځه شيان په ګوته کوو، چې ښځه او خاوند يې بايد د جنسي اړيکو وړاندې هېر نه کړي.

    ۱- د زياتې او درندې غذا نه خوړل:

    کله چې ښځه او خاوند اراده ولري ترڅو جنسي اړيکې تر سره او له دې وړاندې ډېره ډوډۍ وخوري، نو شونې ده، چې د جنسي اړيکو غرېزه يې کمه شي او د خوب احمتال زيات شي. همدا ډول له جنسي اړيکو وړاندې د ډېرې غذا خوړل په معده باندې فشار او زرو راوړي، هم د جنسي اړيکو پر وړاندې خنډ ګرځي او هم د هضمې په سېسټم کې ستونزې رامنځ ته کوي.

    بايد يادونه وکړ، چې د جنسی اړيکو د ترسره کېدو وړاندې د ټولو هغه خوراکونو له خوړلو ډډه وشي، چې تېز بوی ولري. پياز، هوږه، ګندنه او نور هغه خوراکونه دي، چې د تنفس بوی بد کوي، او د جنسي اړيکو په وخت کې د ناراحتۍ لامل کيږي.

    ۲- اندېښنه نه کول او پر ځان باور:

    ډېر خلک د خپل اقتصادي حالت، فزيکې څېرې، کورنيو ستونزو او نورو اندېښنو له امله هڅه کوي، چې د جنسي اړيکو له تر سره کېدو ځان لېرې وساتي. داسې کسان هم شته چې د زر ارګازم له امله د شرم احساس کوي او غواړي؛ په یوې نه، په بلې بهانې سره جنسي اړيکې ترسره نه کړي.

    بايد په ياد ولري، چې د ارګازم زر رسېدنه او ځېنې نورې ستونزې د خپل د ژوند له ملګرې سره شرېکې شي، ترڅو ورسره مرسته وشي او له شر يې خلاص شي.

    که چېرې نارينه د زر ارګازم ستونزه ولري، نو د خپلې ښځې سره د جنسي اړيکو په وخت د يادې ستونزې تر ټولو هغه درملنه کيږي، نو هڅه دې وشي، چې خپلې ستونزې له يو او بل سره شريکې کړي.

    ۳- ادرار (تشې متيازې کول):

    له جنسي اړيکو وړاندې او وروسته د ښځې او خاوند دواړو لپاره توصيه کيږي ترڅو ادرار وکړي. له جنسي اړيکو وړاندې ادرار کولو مثانه خالې کوي او د جنسي اړيکو په وخت کې په مثانه فشار کميږي.

    له جنسي اړيکو وروسته د ادرار کول په دې مفيد دي، چې هغه مضرې بکترياوې چې د جنسي اړيکو په وخت کې د خاوند بولي مجرا ته دننه شوې دي او همدا ډول هغه مني چې له جنسي ارګازم وورسته په بولې مجرا کې پاتې دی، بهر شي.

    د ښځې لپاره هم له جنسي اړيکو وروسته د ادرار کولو غوره کړنه ده. د ښځې د تناسلي آلې لارې د جنسي اړيکو په وخت کې يو شمېر مضرې بکترياوې مثانه ته دننه کيږي، چې له جنسي اړيکو وروسته دغه مضرې بکترياوې د ادرار په وسيله بيرون کيږي.

    ۴- د اولاد د مخنيوي درمل:

    که چېرې ښځه او خاوند د روغتيايي ستونزو او نورو کورنيو مشکلاتو پر اساس نه غواړي، چې ښځه حمل واخلي، نو بيا اړينه ده چې د جنسي اړيکو د تر سره کېدو وړاندې، کندم او يا نور داسې درمل چې د اولا د منځ ته راتګ مخنېوی کوي؛ وخوړل شي.

    ۵- جنسي هڅونه:

    له جنسي اړيکو وړاندې بايد جنسي هڅونه چې په انګلېسي کې ورته Foreplay وايي ترسره شي. که چېرې ښځه له جنسي اړيکو وړاندې تحريک نه شي، نو تناسلي آله يې وچه پاتې کيږي، چې د جنسي اړيکو په وخت کې د درد او ناراحتۍ لامل کيږي.

    همدارنګه له جنسي اړيکو وړاندې جنسي تحريک او هڅونه، هغه وېره، ډار، اندېښنې او پر ځان نه باوري له منځه وړي، چې له ښځې او خاوند سره موجودې وي.

  • په ښځو کې د بکارت پرده څه ته وايي؟ په اړه اووه (۷) اړين حقيقتونه

    په ښځو کې د بکارت پرده څه ته وايي؟ په اړه اووه (۷) اړين حقيقتونه

    په ښځو کې د بکارت پرده (Hymen) څه ته وايي؟ په اړه اووه (۷) اړين حقيقتونه

    الله (ج) د انسان وجود په دسې ډول سره خلق کړی دی، چې که په اړه يې ژور فکر وشي، نو دې پايلې ته رسيږو چې الله واحد او په هر څه قادر ذات دی.
     
    له عصبي سېسټم شروع بيا د ويني دوران سېسټم، هاضمې سېسټم، تنفسي سېسټم، اطراحيه سېسټم، تناسلي سېسټم او نور. ياد ټول سېسټمونه په دوامداره توګه کار کوي او مهمه يې دا ده چې د يو سېستم غړي مختلفې دندې پر مخ وړی شي. د نارينه او ښځينه تناسلې سېسټومونه نه يوازې د تکثر دنده پر غاړ نه لري، بلکې اطراحيه، تکثري او د جنسي غرېزې د پوره کېدو ټولې دندې پر مخ وړي.
     
    په دې لېکنه کې، په ښځو کې له واده مخکې د يو مهم نسج په اړه مالومات او ځينې نور اړين ټکي په ګوته کوو.

    د بکارت پرده: د بکارت پرده چې په انګليسي کې ورته (Hymen) وايي، هغه پرده يا نازکه غشاء ده چې د ښځې د مهبل يا تناسلي آلې دننه تيوب یې پوښلی دی. يا په بل عبارت، د بکارت پرده د يو شمېر نسجونو مجموعه ده، چې د ښځو د تناسلي آلې سوری له دننه څخه پوښي او همدارنګه، د بکارت پرده مهبل (Vagina) له فرج (Vulva) څخه جدا کوي.
     
    ۱- د بکارت پردې بڼه او رنګ: د بکارت پرده د هلال په څېر (کله چې سپوږمۍ يا مياشت مکمله نه وي یعنې نيمه وي نو دغه شکل ته هلال وايي) بڼه يا شکل او ګلابي وزمه رنګ لري. د بکارت پرده په اسانۍ سره نه لېدل کيږي خو لېدنه يې شونې ده.
     
    ۲- د بکارت پرده په مکمل ډول مهبل Vagina يا دښځې د تناسلي تيوب نه پوښي: په نارمل او روغتيايي ډول سره د بکارت پرده د مهبل يا د ښځې تناسلي آلې لاندې برخه يا سوری پوښوی نه ټول مهبل.
    که چېرې د بکارت د پردې په وسيله ټول مهبل پوښل شوی وي، نو دا بيا د بکارت پردې غشاء په غېرې روغتيايي ډول سره نمو کړي او صحي نه ده.
     
    ۳- د بکارت پرده مياشتني ناروغۍ يا Menstruation دوينې د بهر کېدو لار ده: په بکارت پرده کې دوه کوچني سوري دي، چې له دغه سوريو څخه د مياشتني ناروغي يا Menstruation وينه بهر کيږي، کله چې د بکارت پرده په غېرې نارمل ډول سره نمو وکړي او ياد سوري بند کړي، نو بيا په ښځو کې مياشتنۍ ناروغۍ منځ ته راځي خو وينه نه بهر کيږي، چې دغه ستونزه بيا جراحي عملياتو ته اړتيا لري. ځيني وخت ښځې وايي چې هېڅ مياشتنۍ ناروغي نه لرم، په حقيقت کې مياشتنۍ ناروغي شته، خو د بکارت پردې د سوريو د بندېدو له امله وينه بهر نه وځي.
     
    ۴- د بکارت پردې دنده: تر ډېرو څېړونو وروسته هم طبي ساينس پوهان په دې نه دي توانېدلي، چې ديادې پردې ځانګړې دنده او ګټه په څه کې ده، دا ځکه چې له جنسي اړيکو وروسته د بکارت پرده له منځه ځي خو کومه روغتيايي ستونزه نه رامنځ ته کوي.
     
    ۵- د بکارت پردې د پرې کېدو لامل يوازې جنسي اړيکې نه دي: په عامو او نالوستو خلکو کې تر ډېره دا عقيده شتون لري چې د بکارت پردې پرې کېدل او له منځه تلل يوازې او يوازې د جنسي اړيکو پر اساس کېدای شي. دا سمه ده چې د جنسي اړيکو وورسته د بکارت پرده له منځه ځي، خو جنسي اړيکې د بکارت پردې يواځنی لامل نه دی. ټوپ وهل، باېسکل، آس چلول، جمنسټيک کول او ځيې نورې ناروغۍ هم لامل کېدای شي ترڅو د بکارت پرده پرې شي.
     
    ۶- له جنسي اړيکو پرته د بکارت پردې پرې کېدل نه احساسيږي: کله چې د آس سورلۍ، باسيکل او جمنسټيک تمرين په کولو سره د بکارت پرده څېرې شي، نو درد او نور حس يې نشي کېداي، خو يوازې وينه ترسترګو کېدای شي. د جنسي اړيکو له امله د بکارت پردې پرې کېدنه بيا په ډېره کمه اندازه سره درد لري او حس يې کيږي.
     
    ۷- د بکارت پرده په ژوند کې يو ځل وي: د بکارت پرده چې يو خل له منځه لاړه شي بيا په هېڅ صورت سره منځ ته نه راځي، تر اوسه داسې جراجي عمليات نه دي تر سره شوي، ترڅو له منځ تللې د بکارت پرده بيا منځ ته راوړي.

  • د پښو د بدبوۍ لاملونه او اسانه درملنه

    د پښو د بدبوۍ لاملونه او اسانه درملنه

    تر ډېره به مو لېدلي وي، چې د بوټانو او جورابو په اغوستلو د ځيني کسانو پښې بد بوی ورکوي، چې چاپيره نورو کسانو ته د ناراحتۍ لامل کيږي او همدارنګه هغه کس چې دا ستونزه ولري د شرم احساس کوي، په خپله جورابي د پښو د بوی لامل نه دی، ځکه که پرته له بوټانو څخه د څو روځو لپاره هم يوازې جورابې واغستل شي نو کوم بد بوی نه ورکوي، خو له بوټانو سره يوځای دجورابو اغوستل د بدبوۍ لامل کيږي.

    د پښو بدبوي ډېر لاملونه لري او په اسانۍ سره يې مخنيوی هم شونی دی. په دې لېکنه درته په دې خبرې کوو، چې د پښو د بدبوۍ لاملونه په څه کې دي او څه ډول کولاي شو چې دپښو د بدبوۍ مخنيوی وکړو.
     
    ۱- د پښو د بدبوۍ لاملونه:
    – خولې sweat: د ډېر پلي مزل، فزيکي کار، ډوډۍ خوړلو او ګرمۍ په وخت کې د انسان وجود خولې کيږي، د انسان د وجود خولې هېڅ ډول بوی نه لري، خو د خولو په شتون کې مضرو بکترياوو ته داسې يو ځای به لاس ورځي چې بکترياوې په کې خوښې وي، په خولو کې د بکترياوو فعاليت د خولو بوی په ناراحت کوونکي بوی بدلوي. نو په پايله هغه بوی چې د بکترياو له امله يې خولې يې ورکوي، ناراحت کوونکی او خراب بوی دی، چې ډېری خلک ورڅخه د خلاصون او لېرې والي هڅه کوي.

    د پښو د بدبوۍ يو عمده لامل هم خولې دي. هرکله چې هوا ګرمه وي، بوټان او ډبلې جورابي په پښو وي، نو پښې خولې کيږي، چې له دوو يا درو ساعتونو وروسته بيا بد بوی ورکوي.

    – پليسټر او نايلون جورابې: جورابې تر ډېره له پليسټر او نايلون څخه جوړيږي، هغه جورابي چې له پليسټر او نايلون څخه جوړې وي په اغوستو سره يې د پښو بدبوي زياتيږي، پليسټر او نايلون داسې ټوکر دی، چې هوا ورڅخه په اسانۍ سره نه تېرېږي. نو هر کله چې نايلوني او پليسټري جورابې په پښو شي، پښې هوا نشي اخېستلی، خولې کيږي او بدبوی ورکوي.

    – پرته له جورابو بوټان: پرته له جورابو د بوټانو اغوستل د پښو بدبوي زياتوي، کله چې يوازې بوټان واغوستل شي، نو ټولې هغه خولې او په خولو کې بکترياوې چې د بندې هوا له امله منځ ته راغلې دي، په پښو پورې نښلي او بدبوي زياتوي. خو که له بوټانو سره جورابې واغوستل شي، نو بيا د خولو او بکترياوو ډېره شمېره د جورابو په وسيله جذب کيږي چې د پښو د بدبوۍ په کموالي کې مرسته کوي.
     
    — د پښو پوستکی: هغه کسان چې وزن يې ډېر وي نو پوستکی يې په ډېر شمېر مړې حجرې توليدوي، د وجود د نورو برخو په ډول پښې هم مړې حجرې غورځوي. له خولو پرته د پښو د پوستکي مړې حجرې هم د بدبوۍ لامل کيږي.

    د پښو د بدبوۍ مخنوی او درملنه:
    – هرکله چې پښې مينځی نو يوازې پر اوبه او صابون مه وهئ، پښو ته مو مالش ورکړئ يعنې په لاسونو سره يې کلکې – کلکې ومېنځئ. په دا کار سره هغه بکترياوې چې د خولو په اساس منځ ته راغلي او همدا ډول د پوستکي هغه مړې حجرې چې د بدبوۍ لامل کيږي له منځه ځي.

    – پښې مو په مکمل ډول وچې کړئ: هر کله چې بوټان او جورابې په پښو کوئ، نو پوره متوجې اوسئ چې په لندو پښو يې په پښو نه کړئ. لندې پښې د بکترياو لپاره داسې يو چاپيريال منځ ته راوړي چې د بکترياوو د خوښې وړ وي، چې په پايله کې د پښو د بدبوۍ سبب کې کيږي. کل چې پښې ومېنځي او لندې شي او يا هم د خولو په وسيله لندو پښو باندې جورابې او بوټان مه اغوندئ، ترڅو مو چې په يوې نرمې ټوټې سره وچې کړي نه وي.

    – د خولو ضد پوډر او يا مايع څخه ګټه واخلئ: په اوس وخت کې په بازار کې د خولو او بکترياوو ضد ډول ډول صابون، شامپو، پوډر او نور پيدا کيږي چې ورته antiperspirant وايي، نو که چېرې د پښو بوی زيات وي غوره ده چې له يادو څېزونو ګټه واخېستل شي.

    -بوټان و که دپښو بدبوي ډېره وي، نو پرته له اړين وخت څخه بوټان مه اغوندئ، پرځای يې څپلۍ او نور خلاص بوټان واغوندئ، چې د پښو پوستکی په ازاده فضاء کې تازه هوا واخلي.

    – په ورځ کې دوه ځلې او يا هره ورځ جورابې بدلې کړئ: غوره ده چې د پښو د زیات بوی په وجه په ورځ کې دوه ځلې جورابې بدلې شي، که دوه ځلې نه وي نه هره ورځ بايد پاکي او مېنځل شوې جورابې واغوستل شي. او همدارنګه د ډېرو ډبلو جورابو له اغوستلو هم ډډه وکړئ.

    – په بوټانو کې د لونګو دانې واچوئ: که د ډېر اوږد وخت لپاره بوټان په پښو کوی، نو بيا د لونګو څو دانې په بوټانو کې واچوئ، د لونګو دانې به د بکترياوو په وسيله رامنځ ته شوی بوی پټ کړي.

    – يوه جوړه بوټان هر وخت مه اغوندئ: هڅه وکړئ چې دوه يا څو جوړې بوټان ولرئ، هغه د بوټان چې د خولو له امله لونده شوې دی، پرېږدئ چې وچ شي، پرځای يې بل جوړ بوټان په پښو کړئ.

    بوټان مو وباسئ: کله چې په موټر او يا بل څه کې ناست وی او مزل نه کوئ نو په دغه وخت کې مو بوټان وباسئ، ترڅو جورابې او بوټان دواړه ښه وچ شي.

    – په مالګه سره مو پښې ومېنځئ: مالګه سره د پښو مېنځل بکترياوې وژني، کله چې په مالګه سره پښې مينځئ نوبيا يې په صابون مه پاکوئ، پښو مو پرېږدئ چې د مالګې اوبه پرې وچې شي.

  • پنځه (۵) لاملونه چې د جنسي اړيکو په وخت کې، ښځو ته د درد او ناراحتۍ لامل کيږي

    پنځه (۵) لاملونه چې د جنسي اړيکو په وخت کې، ښځو ته د درد او ناراحتۍ لامل کيږي

    هر کله چې د ښځې او خاوند ترمنځ جنسي اړيکې ترسره کيږي، نو هغه جنسي اړيکي چې يو ډول درد او د ناراحتۍ لامل کيږي په انکليسي کې ورته (Painful Intercourse) وايي او علمي نوم يېDyspareunia دی.

    درد لرونکي جنسي اړيکې يا dyspareunia په خپله يو ډول جنسي ناروغي ده، چې رواني، حسي، روغتيايي او يا ښايي نور لاملونه ولري.

    په دې لېکنه کې درته هه پنځه لاملونه په ګوته کوو، چې د جنسي اړيکو په وخت کې د ښځو لپاره د درد او ناراحتۍ لامل کيږي.

    ۱- وېره Fear: که چېرې له جنسي اړيکو وړاندې ويره شتون ولري او يا داسې احساس موجود وي چې جنسي اړيکې به درد لامل شي، نو د وجود (لګنې خاصرې عضلې) (Pelvic Floor Muscles) سختيږي او په خپل منځ کې سره ننوځي. د خاصرې لګن د ياد عضلو سختوالی په ښځو کې د جنسي اړيکو په وخت کې د درد لامل کيږي.

    همدا ډول د نارينه فزيکي څېره، اندېښنې، تشويش، د ښځې او خاوند ترمنځ نامناسبې کورنۍ اړيکې ياد عضلو د سختوالي لامل دی.

    ۲- د هورمونونو په اساس وچوالی Hormonal Dryness: ښځينه تناسلي غړي هغه وچوالی پيدا کوي، چې له جنسي اړيکو وړاندې، جنسي تحريک او هڅونه نه وي، او يا هم د ځينو نارغيو په اساس تناسلي آله نشي کولای د جنسي اړيکو لپاره هورمون توليد کړي. د تناسلې آلې وچوالی په ښځو کې د جنسي يوځای کېدنې په وخت کې د درد او ناراحتۍ يو بل لامل شمېرل کيږي.

    په ښځو کې د ماشوم له پيدايښت وروسته او هغه وخت چې ماشوم د مور شېدې خوري، د اېسټروجن هورمون اندازه کميږي، تناسلې آله وچوالی پيدا کوي او د درد لامل کيږي.
    د ښځو د تناسلې آلې يا فرج د وچوالی يو لامل په صابون سره د هغې پرېمنځل دي، نو د وچوالی د مخنيوي لپاره غوره ده چې ياده برخه په صابون سره پرې نه مېنځل شي.

    ۳- د خاصرې لګن ډېر سختوالی Pelvic floor muscle over-activity: لکه څه ډول مو وړاندې يادونه وکړه، د جنسي اړيکوو په وخت کې د ښځو لپاره د درد پو عمده لامل، د خاصرې لګن د عضلاتو سخوتوالی دی، ياد سختوالی د وېرې او يا هم نورو مختلفو لاملونو له امله وي.

    ۴- د فرج او مقعد ترمنځ د برخې عمليات surgical incision of the perineum: د فرج او مقعد ترمنځ د برخې عملياتو ته episiotomy وايي. اپي زياتومي له عملياتو وروسته سخت او کلک ټپ پرېږدي، ياد عمليات هغه وخت ترسره کيږي چې د ماشوم په زېږون کې ستونزه شتون ولري، چې د جنسي يوځای کېدنې په وخت کې ياد ټپ هم ښځو ته د درد لامل کيږي.

    ۵- له زېږون وروسته جنسي اړيکې: د جنسي اړيکو په وخت کې د ښځو د درد يو بل لامل د ماشوم زېږون دی، په نوې څېړونو کې راغلي ده، چې په سلو کې ۴۵ سلنه ميرمنې له زېږون وروسته تر يو وخت لپاره د جنسي اړيکو په وخت کې د درد احساس کوي.

    درملنه:
    د يادو ټولو ستونزو د هواري په موخه غوره درملنه د ښځې او خاوند ترمنځ د ښې، ډاډمني او مينې فضاء شتون دی. ښځه بايد له خپل خاوند سره په داسې يو حالت کې جنسي اړيکې ولري چې ترمنځ يې روحي ستونزې، کورنۍ فشار او ويره موجوده نه وي.

    له جنسو اړيکو مخکې يو غوره او ښه جنسي تحريک چې په انګليسي کې ورته (Payfore) وايي، بايد ترسره شي، نو شوني ده چې د کورني ژوند د جنسي اړيکو برخه به د خوښ ژوند لامل شي.

  • هغه اته (۸) لاملونه چې د نارينه لپاره د جنسي اړيکو په وخت کې د درد او ناراحتی لامل کيږي

    هغه اته (۸) لاملونه چې د نارينه لپاره د جنسي اړيکو په وخت کې د درد او ناراحتی لامل کيږي

    هغه اته (۸) لاملونه چې د نارينه لپاره د جنسي اړيکو په وخت کې د درد او ناراحتی لامل کيږي
    ډاکټر نيک محمد ويال – د روهي وېب پاڼې بنسټګر او  مسوول مدير 

    هر کله چې د ښځې او خاوند ترمنځ جنسي اړيکې ترسره کيږي، نو هغه جنسي اړيکي چې يو ډول درد او د ناراحتۍ لامل کيږي په انکليسي کې ورته (Painful Intercourse) وايي او علمي نوم يې Dyspareunia دی.

    درد لرونکي جنسي اړيکې يا dyspareunia په خپله يو ډول جنسي ناروغي ده، چې رواني، حسي، روغتيايي او يا ښايي نور لاملونه ولري.

    په دې لېکنه کې درته هغه اته لاملونه په ګوته کوو، چې د جنسي اړيکو په وخت کې د نارينه (سړيو) لپاره د درد او ناراحتۍ لامل کيږي.

    ۱- د پروستات غدې التهاب Prostatitis: د پروستات غده په نارينه او يا نورو تي لرونکو حيواناتو کې د تکثري سېستم غده ده، چې کابو ۳۰ سلنه مني ذخيره کولی شي. د پروستات د غدې التهاب او ميکروبې کېدنې ته Prostatitis وايي، د Prostatitis ناروغۍ له امله د نارينه د تناسلې آلې لاندې برخه پړسوب پيدا کوي، د اغېزمنې برخې د پوستکې رنګ هم سور وي.
    کله چې نارينه ادرار (تشې متيازې) کوي او يا هم انزال ته رسيږي، نو تناسلي آله سخت درد کوي.

    ۲- د بولي يا ادراري برخو عفونې (ککړلېدنه) کېدنه Urinary tract infections: په Urinary tract کې پښتورګي، حالبين (له پښتورګو څخه تر مثانې پورې ۳۰ سنتې متره اوږده پيپونه)، مثانه او بولې مجرا شامله ده، چې ورته اطراحيه سېسټم هم وايي.
    د Urinary tract له پورته برخو څخه چې هره يو زيانمنه شوې وي او يا کوم ډول ناروغي ولري، نو د نارينه لپاره د جنسي اړيکو په وخت کې د درد لامل کيږي او همدارنګه شونې ده چې يو شمېر ويرسونه او ناروغۍ د ژوند ملګرې ته هم ورسيږي.

    ۳- د مخمر ککړېدنه Yeast infections: مخمر يا Yeast يو ډول فنجي دی، چې د نارينه د تناسلي آلې د ميکروبي کېدو لامل کيږي. کله چې د مخمر ککړېدنه شتون ولري، نو د نارينه د تناسلي آلې سر خارښت کوي او د سوځېدنې احساس موجود وي، چې په پايله کې يې د نارينه لپاره جنسي اړيکې دردلرونکې وي.

    ۴- د بولې مجرا د پوستکي ناروغي Dermatitis: د صابون، شامپو، سپرې او نورو کمياوي شيانو پر وړاندې د نارينه تناسلي آله حساسيت يا الرجي پيدا کوي، ياد حساسيت د تناسلي آلې د پړسوب، سوروالي او درد لامل کيږي، چې د جنسي اړيکو په وخت کې درد او ميکروبي کېدنه منځ ته راتلی شي.

    ۵- هرپېس Herpes: د نارينه د تناسلې آلې بله خطرناکه ناروغي د هرپېس په نوم ده. په هرپېس کې د بولي مجرا په سر او يا لاندې برخه کې ټپ او زخم پيدا کيږي، نو غوره ده چې د يادې ناروغۍ په شتون کې د جنسي اړيکو له ترسره کولو ډډه وشي.

    ۶- پسارای سېس Psoriasis: پسارای سېس د بولي مجرا د پوستکي بله ناروغي ده، چې د بولي مجرا پوستکی خارښت کوي او سرې کوچنۍ دانۍ په بولي مجرا راپيدا کيږي. پسارای سېس جنسي اړيکو ته د درد او ناراحتی لامل کيږي، چې له درملنې وړاندې يې بايد له جنسي يوځای کېدنې مخنيوی وشي.

    ۷- فېموسېس Phimosis: په دې ناروغۍ کې د بولې مجرا د سر پوستکی زیات کش، سور، وچ او سخت وي، چې نارينه د جنسي اړيکو په جريان کې او پرته له جنسي اړيکو درد احساس کوي.

    ۸- پارا فېموسېس Paraphimosis: پارا فېموسېس د فېموسېس د ناروغۍ سخت ډول دی، په دې ناروغي کې د نارينه د تناسلي آلې پوستکی دومره وچ او سخت وي، چې د تناسلي آلې د سر په لورې نه کشکول کيږي، ياده ستونزه تر ډېره په هغه کسانو کې وي، چې سنت شوي Circumcise شوي نه وي.

    درملنه:
    پورته ذکر شوې ټولې ناروغۍ بېلا بېل لاملونه لري او په کورنۍ درملنه ښايي ستونزه نور هم ډېره شي، نو غوره ده چې له يورولوجېسټ Urologist ډاکټره سره پرې مشوره وشي او د ناروغۍ اړوند درمل خوړل شي.

  • پوستکي ته دشيدو حيرانوونکي ګټه ښکاره شوه

    پوستکي ته دشيدو حيرانوونکي ګټه ښکاره شوه

    نن سبا په نړۍ کې ګڼ شمېر ښځې او نارینه خپلې ډېرې پیسې په سینګار توکو لګوي څو ښایسته ښکاره شي او پوستکی یې خراب نه شي؛ خو شيدې بیا هغه څه دي چې هم ارزانه دي او هم پر ښایست سربېره، د روغتیا لپاره ګټورې دي. په شيدو کې شته مواد د پوستکي د زړښت مخه نیسي، ځوان او تازه یې ساتي. په شیدو کې شته لاکتیک اسید د بدن پوستکي ته یو پوښ ورکوي، چې د دغه پوښ ځلا په پوستکي کې د ښایست لامل کيږي. څېړنو ثابته کړې ده، چې په شيدو کې شته ويټامین B12، پروټین او کلسیم د پوستکي د خرابېدو او وچېدو مخه نیسي. تر ډېره په هغه کريمو کې چې د مخ د نرموالي لپاره کارول کيږي، لاکتیک اسید شتون لري چې دغه ماده په زیاته کچه په شېدو کې هم موندل کيږي. دغه راز که په اونۍ کې یو یا دوه ځله د شيدو له ماسک څخه ګټه واخیستل شي، له وخت مخکې د زړښت او د مخ د پوستکي د ګونځې کېدو مخه نیسي. دغه راز که په ورځني ډول یو ګيلاس شیدې وڅښل شي، د روغتیا لپاره ګټورې دي، غاښونه، نوکان او وېښتان هم روغ ساتي.

  • د جن،سي اړيکو په اړه لس (۱۰) مهم ټکي، چې د نارينه او ښځو لپاره اړين دي

    د جن،سي اړيکو په اړه لس (۱۰) مهم ټکي، چې د نارينه او ښځو لپاره اړين دي

    د ښځې او خاوند ترمنځ جنسي اړيکې يوازې د جنسي غرېزې او اولاد د منځ ته راوړلو په موخه نه ترسره کيږي، بلکې جنسي اړيکې د ګډ ژوند يو مهم اړخ دی.

    د جنسي اړيکو په اړه نه پوهوی، ستونزې او ناروغۍ په ګډ ژوند باندې بد اغېز کوي.
    اړينه ده، چې ښځه او خاوند دواړه د جنسي اړيکو په اړه ښه پوهوی ولري، ترڅو خپل او د اولادونو ژوند يې خوښ او روښانه وي.
    په دې لېکنه لس هغه مهم ټکي درته په ګوته کوو، چې د نارينه او ښځو لپاره اړين دي.

    ۱- د جنسي غرېزې زياتوالی Aphrodisiacs: د سړيو په پرتله په ښځو کې جنسي غرېزه سسته او کمه وي، د جنسي غرېزې سوړوالی جنسي اړيکې هم سړې کوي.
    چاکليټ د ښځو لپاره د جنسي غرېزې په زياتېدو کې په طعبي ډول سره مرسته کوي. د چاکلېټو په خوړولو سره د ښځو په وجود کې د کې د سروټونين serotonin هورمون په ډېره اندازه سره خوشی کيږي. سروټونين د وجود طعبيت يا موډ خوښ او لوړه وي. کله چې چاکليټ وخوړل شي نو سروټونين خوشی شي د سروټونين په خوشې کېدو کې سره ښځو جنسي غرېزه هم لوړيږي.

    ۲- د نارينه مني Semen: مني يا سېمېن يوازې په سلو کې يو سلنه سپرم Sperm لري، نور مني په خپل جوړښت کې ۲۰۰ نور مختلف پروټېنونه لکه کلسېم، د سي ويټامين، د بي ۱۲ ويټامين، کلورين، سېتريک اسيد، فروکتوز او نور.

    ۳- ټولې ښځې د جنسي يوځای کېدو په وخت کې ارګازم ته نه رسيږي: په هر سلو ښځو کې ۱۱ ښځې هېڅ جنسي ارګازم ته نه رسيږي او په سلو کې درې ښځې د جنسي ارګازم يا جنسي خلاصېدنې په وخت کې له ستونزو سره مخ وي.

    ۴- هورمون او جنسي اړيکې له يو بل سره نېغ په نېغه اړيکه لري: کله چې ښځې مياشتنۍ ناروغي ولري، نو په هورمونونو کې یې توپيرونه رامنځ ته کيږي چې ورته hormonal fluctuations. له مياشتنۍ ناروغۍ وروسته په ښځو کې د جنسي اړيکو د ترسره کولو حس ۲۴ سلنه پورته ځي.

    ۵- هغه جنسي اړيکې چې د خولې له لارې ترسره کيږي، د STI د ناروغۍ لامل کيږي:
    لکه څه ډول چې د اسلام په مبارک دين کې د خولې له لارې جنسي اړيکې حرامې بلل شوي، دا ځکه چې له يوې خوا په خوله باندې د قران کريم تلاوت او نور ذکر کيږي او له بلې خوا خوله د هضمې سېسټم غړې ده، چې خوراک او څښاک پرې کيږي.
     
    په اوسني ساينس کې هم، د خولې له لارې جنسي اړيکې د STI ناروغۍ لامل کيږي. STI د Sexually transmitted infections لڼد نوم دي، چې مانا يې ده، د جنسي اړيکو پر بنسټ میکروبونو او ويروسونو لېږد.
    نو هر کله چې د خولې له لارې جنسي اړيکې نېول کيږي، د بېلا بېلو ناروغيو د بېلګې په ډول د سوزاک د پيدا کېدو لامل کيږي.

    ۶- چوچوله Clitoris: کېټورېس د ښځو د تناسلي آلې په سر باندې کوچنۍ دانه ده، چې د جنسي هڅونې دنده پر غاړه لري. کله چې ښځه د ۳۰ څخه تر ۴۰ کلنۍ په عمر کې وي، نو چوچوله Clitoris څلور برابره لويږي، د هغه وخت پرتله چې نوې بلوغ ته رسېدلې وي.

    ۷- له جنسي اړيکو ورسته ادرار (تشي متيازې) کول د UTI ناروغۍ مخنيوی کوي: UTI د Urinary Tract Infections لنډ نوم دی، چې مطلب يې د اطراحي سېسټم عفوني کېدنه يا مېکروبې کېدنه ده.
    د ښځې او خاوند ترمنځ له جنسي اړيکو وروسته تشناب ته تګ اړين دی، تر ډېره له جنسي اړيکو وروسته ښځه او خاوند خوب ته غوره والی ورکول کيږي.
    له جنسي اړيکو وروسته ادرار کول مثانې ته دبکترياوو په لېږد کې مخنيوی کوي.

    ۸- جنسي اړېکې کلوري سوځوي: په څېړنو کې ښودل شوې ده، چې د ۳۰ دقيقو لپاره جنسي اړيکې د وجود ۲۰۰ کلوري سوځوي. چې د روغتيا لپاره غوره عمل دی.

    ۹- ارګازم ته د رسېدو سلنه: د څېړونو له مخې په سلو کې ۷۵ سلنه نارينه جنسي ارګازم ته رسيږي، چې ياده شمېره په ښځو کې ۲۹ سلنه او له دې هم ټېټه ده.

    ۱۰- د نارينه تناسلي آله: په منځني ډول د نارينه د تناسلي آلې اوږدوالی هغه هم په کلک حالت کې له ۵ څخه تر ۷ اينچو پورې رسيږي او محيط يا circumference يې له ۴ څخه تر ۶ اينچو پورې رسيږي

  • د خولې بدبوي څه ته وايي، لاملونه او درملنه يې

    د خولې بدبوي څه ته وايي، لاملونه او درملنه يې

    د خولې بدبوي څه ته وايي، لاملونه او درملنه يې
    ډاکټر نيک محمد ويال – د روهي وېب پاڼې بنسټګر او  مسوول مدير 

    د خولي بدبوي چې د تنفس يا ساه بدبوي هم ورته وايي په انګليسي کې ورته Bad Breath وايي او علمي نوم يې Halitosis دی. د خولي بدبوي په خپله د ناروغ لپاره کومه د ډېرې اندېښنې خبره نه ده، خو ټولنيز ژوند باندې بد اغېز کوي او چاپيره خلک درسره ناراحت احساس کوي.

    د خولې بدبوي يا Halitosis په دوه ډوله ده، يو يې لنډمهاله او بل يې بيا اوږد مهاله ده.
    لنډمهاله هغه ده، چې د ځينو ځانګړو خوراکونو لکه پياز، هوږې، ګلپي، ګندنې او نورو پربنسټ منځ ته راځي او له درېيو او يا دوو ساعتونو وروسته له منځه ځي.

    اوږد مهاله بيا د بدن د داخلي سېسټمونو سره تړاو لري او سرچينه يې د بدن له داخل څخه وي، ترهغه پورې له منځه نه ځي ترڅو چې د سرچينې ستونزه له منځه نه وي تللي.

    د خولې د بدبوۍ يا Bad Breath لاملونه:
    ۱- د خولې وچوالی: د خولې د بدبوۍ تر ټولو لوی لامل د خولې وچوالی دی، تاسو به هم تجربه کړې وي، چې هرکله سهار له خوبه پاڅيږي له خوراک او څښاک وړاندې مو خوله وچه وي او په پايله کې د خولې بدبوي منځ ته راځي. همداډول د روژې په مبارکه مياشت کې، چې د ورځې په يوه لويه برخه کې خوراک او څښاک نه شو کولی، نو بيا هم خوله بدبوۍ ورکوي.
    يادونه: د اسلام د سپيڅلې دين د ارشاداتو اړوند، د لوی خدای (ج) پر وړاندې د روژه لرونکي کس د خولې بوی د عطر او مشک څخه بهتر دی.

    ۲- خوراک: يو شمېر خوراکونه لکه پياز، هوږه، ګلپي، ګندنه او داسې نور چې تيز بوی لري، د خولې د بدبوۍ سبب هم کيږي. خو څه ډول مو وړاندې يادونه وکړه، چې اغېز د لنډ وخت لپاره وي او وروسته له منځه ځي.

    ۳- تنسلونه: د خولې دننه په لاندنۍ برخه او له مرۍ څخه د پاسه دوه ګردۍ غوټۍ شتون لري چې تنسلونو په نوم ياديږي. په تنسلونه پورې اکثر وخت مړې شوې حجرې او بلغم نښلي، چې يادې حجرې او بلغم د خولې د بد بوۍ يو بل لامل ګڼل کيږي.

    ۴- د معدې ټپ يا Ulcer: د معدې د تېزابو په ډېروالي او هم په ځينو نورو لاملونو سره معده زخم پيدا کوي، د معدې زخم د هضمې سېسټم ګډوډ کوي، دا چې خوله هم د هضمې د سېسټم يو غړی دی نو يې په پايله کې بده ساه ورکوي.

    ۵- د وريو يا Periodontal ناروغي: د وريو ناروغي د بکترياوو په وسيله د غاښونو د چاپيره ساحې خراب کول او ميکروبي کول دي. که چېرې خپل غاښونه هره ورځ کريم – بورس کوي خو بيا هم د خولې د بدبوۍ له ستونزې ځوریږي، نو پوهه شئ، ستونزه او ناروغي په اوريو کې ده.

    ۶- سګرېټ: د سګرېټو څکول په خوله کې په Saliva يا لعابيه غدو باندې د وچوالي اثر کوي او په خوله کې لعابيه لاړې وچيږي، چې په دې سره هم د خولې د بدبوۍ سبب منځ ته رتللی شي.

    ۷- ځيني ناروغۍ: شګور، نفس تنګي، د برنشونو ناروغي، د معدې او کولمو ګډوډي او ځېني نور ، د خولې د بدبوۍ لاملونه شمېرل کيږي.

    ۸- د غاښونو سوري: خراب غاښونه او په غاښونو کې سوري د خولې د بدبوۍ يو بل لامل دی. د غاښونو په سوريو کې د ډوډۍ زرې پاټې کيږي چې د بکترياوو په وسيله پرې پروسه ترسره کيږي او يا يادې زرې خوسا کيږي او بدبوۍ منځ ته راوړي.

    ۹- ژبه: د ژبې په سر يو ډول نرم پشم شتون لري. کله چې خوله بورس کوي خو بيا هم د خولې بدبوۍ له منځه نه ځي، نولامل يې په ژبه باندې د خوراکي موادو د زراتو پاتې کېدنه ده.

    ۱۰- زيات وزن: څېړنو ښوودلې ده، چې ډېر وزن لرونکي کسان هغه کسانو په پرتله چې هم وزن د خولې د بدبوۍ له ناروغۍ ډېر ځوريږي. ډېر وزن له يادې ستونزې پرته لسګونه نورې ستونزې لکه فشار، د زړه ستړيا، نفس تنګي ….. هم منځ ته راوړي.

    د خولې د بدبوۍ نښې: د خولې وچوالی، د ژبې په سطحه سپين والی، د خولې د خوند ترېخوالی د خولې د بدبوۍ نښې دي.

    د خولې دبدبوۍ درملنه:
    ۱- غاښونه او ژبه: د خولې دبدبوۍ د مخنيوي لپاره يوه اسانه لاره دا ده، چې په منظم ډول مو غاښونه او ژبه کريم – بورس کړئ. په ځانګړې ډول هڅه وکړئ، چې د ډوډۍ له خوړلو وروسته او له خوب وړاندې دغه کړنه ترسره کړئ.

    ۲- خوله مو لنده وساتئ: څه ډول مو چې وړاندې په لاملونو کې يادونه وکړه، نو هڅه وکړئ چې ډېرې اوبه او يا نور مشروبات وڅښئ ترڅو خوله مو په پوره اندزه سره له وچوالي ساتلې وي.

    ۳- سګېرټ پرېږدئ: که چېرې د سګرېټو، نسوارو او تمباکو معتاد وي، نو خوشې يې کړئ.

    ۴- ژوالې Gum: هغه ژوالې چې په ډېر مقدار سره خواږه او بوره ونه لري، خوله هروخت لنده ساتي، د ژوالو ژول درسره مرسته کوي له دغه ستونزې خلاص شی.

    ۵- داخلي ناروغۍ: که چېرې مو په خوله او ژبه کې هغه نښې او نښانې نه وي چې وړاندې مو ذکر کړې، نو بيا ستونزه د داخلي غړو د ناروغيو له امله ده، غوره ده چې له اړونده ډاکټر سره پرې وګورئ.

    ۶- غاښونه: د غاښونو سوري مو ډک کړئ، که غاښونه مو زيړ او تور شوي وي نو پر وخت يې درملنه وکړئ او له اړونده ډاکټر سره د غاښونو د مېنځلو په اړه مشوره وکړئ.

  • تور چای هډوکي ته حيرانووکي ګټي ښکاره شوي

    تور چای هډوکي ته حيرانووکي ګټي ښکاره شوي

    څېړنو ثابته کړې، هغه کسان چې تور چای څښي د هغو په پرتله چې هېڅ چای نه څښي، پياوړي هډوکي لري او د هډوکو د وروستوالي پر ناروغۍ نه اخته کيږي. چینایي څېړونکو تر ۱۵ کلنو څېړنو او پلټنو وروسته ثابته کړې چې په ورځ کې د درې یا څلور ګيلاسه چای څښل، ۳۷ سلنه د هغو عواملو مخنیوی کوي، چې د هډوکو د وروستوالي سبب کيږي. دغه راز ويل شوي، چې ټول څښاک ورته خاصیت یا ځانګړنه نه لري. د بېلګې په ډول، قهوه چې ډېر کاله د چايو پر ځای کارول کيږي د هډوکو له پياوړي کولو سره مرسته نه کوي. څېړونکي لا نه دي بريالي شوي چې ثابته کړي، چای ولې د هډوکو له پياوړتيا سره مرسته کوي. ډاکټران وایي، فلوراید، کلیسم او نور معدني مواد هډوکي قوي ساتي. دغه راز تور چای د انټي اکسیدانو تر ټولو ښه سرچینه ده چې د بدن دفاعي سيسټم پیاوړی کوي او د وینې د لوړ فشار مخه هم نيسي. څېړونکي وایي، د تور چای ښېګڼې یوازې دا نه دي، بلکې د شکرې ناروغۍ د کنټرول لپاره هم ګټور تماميږي.

  • هغه درمل چې ښځې يې د اميدوارۍ حمل په وخت کې بايد ونه خوري

    هغه درمل چې ښځې يې د اميدوارۍ حمل په وخت کې بايد ونه خوري

    هغه  درمل چې ښځې يې د اميدوارۍ (حمل/ډکوالي) په وخت کې بايد ونه خوري (لومړۍ برخه) 
    ژباړه: ډاکټر نيک محمد ويال – د روهي وېب پاڼې بنسټګر او  مسوول مدير 
     
    اميدوارو ښځو ته ډېر وخت مختلفې مشورې ورکول کيږي او دوی هم په دې فکر کې وي، چې کوم څېزونه تر سره کړي او کوم نه؛ کوم شيانو وخوري او کوم نه؛ کومه دوا ښه پايله ورکوي او کوم درمل بيا د مور او ماشوم لپاره ضرري دي؟
     
    د مور او کورنۍ لپاره دواړه، د مور او ماشوم ژوند او روغتيا مهمه ده، او په همدې اړه اندېښنې لري. 
    په دې لېکنه درته هغه پنځلس درمل په ګوته کوو، چې د اميدوارۍ په وخت کې يې بايد له خوړلو څخه ډډه وشي.
     
    ۱- اسپيرين Aspirin ګولۍ: اسپيرين هغه درمل دي چې د سر دردۍ، تبې او ځينو نورو دردونو لپاره خوړل کيږي، دا درمل د يادو ناروغيو او ستونزو لپاره په رېښتيا هم ښه پايله ورکوي، خو د اميدوارۍ په وخت کې يې بايد له خوړلو څخه ډډه وشي.
    د اميدوارۍ په وخت کې په ډېره اندازه د اسپيرين خوړل شونې ده، چې ارثي ستونزې لکه له پېداېښت وړاندې د جنين د زړه د رنګونو بندېدل، د جنين د زړه د ضربان د درېدو او نورو سبب شي.
    ۲- کافين Caffeine: کافين يو ډول خوړونکي او انرژي ورکونکي ماده ده، چې په قهوه، چاي، کاکائو او نور بوټو کې پيدا کيږي. کافين تحريک کوونکي درمل دي، چې د زړه ضربان زياتوي او پايله کې يې د وينې فشار هم زياتيږي. د اميدوارۍ په وخت کې د کافينو په ډېر شمېر سره خوړل له دې وجې نه دي ګتور، چې په عادي ډول د انسان وجود د دې وړتيا لري، چې کافين وخوري او د مېتابولېزم عمليه پرې ترسره شي، خو کله چې د اميدوارۍ په وخت کې کافين وخوړل شي، د وجود دننه جنين دا وړتيا نه لري چې په کافينو باندې د مېټابولېزم عمليه ترسره کړي.

    د جنين زړه د تېز ضربان او د هغې له امله د وينې د لوړ فشار وړتيا نه لري، په کمه اندازه سره د کافينو خوړل کومه ستونزه منځ ته نه راوړي.

    ۳- د کرچک غواړي Castor Oil: د کاستور غواړي له نباتاتو څخه لاس ته راتلونکي غواړي دي، چې د صابون، پلاستيک او نورو شيانو په جوړولو کې ورڅخه ګټه اخېستل کيږي. 
    دغه غواړي د پوستکي لپاره کارول کيږي، ترڅو پوستکی غوړ، نرم، ښوي وساتي او د اضافي وېښتانو مخنيوی وکړي.
    د اميدوارۍ په وخت د ځينې ميندو له خوا دغه غواړي په نس (خېټه) باندې وهل کيږي، ترڅو په خېټه کې پيدا شوې ګونځې هوارې کړي، چې په دې سره د نس پوستکی په خپل منځ کې سره ټوليږي او د جنين لپاره د مور رحم کوچنی او تنګيږي.

    ۴- Bismuth subsalicylate: دغه درمل د معدې د درد، ګاز او د معدې د جوش لپاره کارول کيږي. د اميداورۍ په وخت کې د يادو درملو خوړل ماشوم معيوب پيدا کوي او د جنين لپاره زهري دي. 
    د بېسمت سبسالېسېلېټ خوړل له د ماشوم له پيدا کېدو وروسته هم تر هغه وخته پورې غوره نه دي، ترڅو چې ماشوم د مور شيدې خوري، دا ځکه چې ياد درمل يوه اندازه زهري دي، نو د شيدو له لارې کولی شي د ماشوم وجود ته هم دننه شي.

    ۵- برامفېن – اراماين Bromphen-iramine: دغه دوا د زکام او مختلفو نورو حساسايتونو لپاره خوړل کيږي. دغه درمل د زړه ضربان ډېروي او د وجود اوبه کمه وي، د اميدوارۍ په وخت بايد د يادو درملو له خوړلو څخه ډډه وشي، ترڅو جنين له دغه ستونزو څخه خوندي وي.
     
    ۶- ايبوپروفن Ibuprofen: په ټوله نړۍ د درد وژنکي يا Painkiller مشهور درمل Ibuprofen دي. ايبوپروفن د درد او سوځېدنې مختلف ډولونه له منځه وړي، ياد درمل د ګولۍ، مايع او شربت په ډول په ټولو درملتونو او روغتونو کې پيدا کيږي.
    کله چې د اميدوارۍ په وخت کې ايبوپروفن وخوړل شي، نو د جنين په بڼه او شکل باندې بد اغېز کوي او ماشوم بد شکله نړۍ ته راځي، نو په دې اساس پرته د ډاکټر له مشورې يې له خوړلو ډډه وکړئ.

    ۷- ناپروکسن Naproxen: ناپروکسن هم د التهاب، درد، د ټپ شوې برخې د سوځېدو او په لويه کې درد وژونکي يا Pain Killer درمل دي. هغه کسان چې، چې د زړه اړوند ناروغۍ، نفس تنګي، د معدې زخم لري بايد ناپروکس ونه خوري، اميدواري ښځې هم په دې لړ کې شاملې دي، چې د اميدوارۍ په وخت کې بايد د ناپروکسن له خوړلو ډډه وکړي.
    د اميدوارو ميندو لپاره دا توصيه کيږي، چې په ډېره کمه اندزه دغه درمل وخوري او هغه هم د ډېر زيات ضرورت په وخت کې، د اميدوارۍ په لومړنيو درېيو مياشتو او همدا ډول کله چې ماشوم د مور شېدې خوري، بايد دغه درمل ونه خوړل شي.

    ۸- ايزوترتينوئين Isotretinoin: ايزوترتينوئين د پوستکي دوا ده، ايزوترتينوئين په پوستکي باندې د بخار، دانو او سوروالی لپاره کارول کيږي. د اميدوارۍ په وخت کې د يادې دوا خوړل د ماشوم په ظاهري څېره باندې اغېز کوي او دا شونتيا هم شته چې ماشوم له پيدا کېدو سره يوځای معيوب پيدا شي.

    يادونه: که کمه په اندازه او د زياتې اړتيا په وخت کې پورته ذکر شوې درمل خوړل شي، نو ډېرې ستونزې منځ ته نه راوړي، خو که چېرې ميندې اميدوارې وي نو بيا د اميدوارۍ په وخت کې، د نورو نارغيو له پيدا کېدو سره غوره ده چې له اړوند ډاکټر سره پرې وګوري.