پنځه (۵) څېزونه چې ښځې يې بايد د اميدوارۍ په وخت کې پوره پاملرنه وکړي
د حمل يا اميداورۍ دوره د مور لپاره ډېره اړينه او له پاملرنې ډکه دوره ده، کله چې يوه ښځه اميدواره وي او يا حمل ولري، نو په کورني ژوند کې يې په دې پار بايد لاسنوی وشي، چې د دوو کسانو ژوند او روغتيا د يو کس په ژوند او روغتيا کې نغښتي دي.
اړيڼه ده، چې د اميدوارۍ په وخت کې د هر ډول درنده کارونو، اندېښنو او کورني تاوترېخوالي مخ ډب شي، پر ځای يې د مور لپاره روغتياي خواړه، استراحت او د خوښ وخت زمينه برابره شي.
په دې لېکنه کې درته هغه پنځه شيان په ګوته کوو، چې د مور يا اميداورې ښځې لپاره د اميداورۍ يا حمل په وخت تر جدي پاملرنې لاندې بايد وساتل شي.
۱- کوم څېزونه بايد وخوړل شي او کوم بايد ونه خوړل شي: د اميدوارۍ په وخت کې غذايي رژيم داسې نه وي لکه کوم ډول چې په عادي وخت کې وي. ډاکټران د ځينو ځانګړي خوراکونو د خوړلو، د ځينو نورو د نه خوړلو توصيه کوي.
هغه څېزونه چې د اميدوارۍ په وخت کې يې په لومړۍ درجه د نه خوړلو توصيه کيږي، نشه يي توکي، الکول او کافئين استعمال دی. د اميدوارۍ په وخت کې د الکلو او کافئين څخه ګټه اخېستنه لامل کيږي، ترڅو ماشوم مخکې له وخت څخه پيدا شي، چې په انګلېسي کې ورته premature وايي.
هغه خوراکونه چې د اميدوارۍ په وخت کې يې د خوړلو توصيه کيږي، عبارت دي له ميوې، ترکارۍ، ويټامين او پروټين لرونکي خواړ او نور.
۲- فزيکي تمرين: د سالم ماشوم زږېدنه د اميدوارۍ په وخت کې او همدارنګه د ماشوم د زېږدنې په وخت کې د مور سالم او روغتيايي وجود ته اړتيا لري. د اميدوارۍ په وخت کې د استراحت په نوم په ځای کېناستل او يوازې خوب کول، د ګتې نه بلکې د ضرر خبره ده.
د ماشوم مور اړه ده، ترڅو په منظم ډول سره سپورټ او فزيکي تمرين ولري، چې په وجود کې وينه په ښه ډول سره حرکت وکړي، مور او ماشوم ته دواړو ته په پوره اندازه اکسېجن او غذايي مواد ورسيږي.
فزيکي تمرين کولی شي چې د اميدوارۍ او زېږون په وخت کې په مور باندې درد کم کړي. د اميدوارۍ په وخت کې د مور نس دروند وي نو د يو لړ دردونو لامل کيږي او همدا ډول د زېږون په وخت کې د ماشوم پيدا کېدل د دردونو سبب ګرځي، نو که چېرې مور د اميدوارۍ په وخت کې منظم فزيکي تمرينونه تر سره کړي، نو د اميدوارۍ او زېږون د دردونو په کمښت کې ورسره مرسته کولی شي.
خو بايد ياودنه وشي، چې درنده فزيکي کارونه چې د ماشوم د له منځه تګ لامل کيږي او په منظم فزيکي تمرين توپير لري او بايد توپير يې وشي.
۳- لباس او بوټان: د اميدواري په وخت غوره ده چې تر ډېره ازاد لباس واغوستل شي. ازاد لباس د مور او ماشوم دواړو لپاره روغتيايي دی. هغه لباس چې ډېر تنګ وي نو پرته له اميدوارۍ يې هم د نه اغوستلو توصيه کيږي، خو د اميدوارۍ په وخت بايد په جدي ډول ترې ډډه وشي.
همدا ډول هغه بوټان او يا څپلۍ چې جګ او لوړ پوندې ولري، بايد وانه غوستل شي، چې د وجود موازنه خرابه وي او همدا ډول د لوېدول امکان يې زيات وي.
۴- د کورني تاوترېخوالي مخنېوی: په کور کې د ښځې او خاوند او همدا ډول د کورنۍ د نورو غړو ترمنځ ستونزې، جګړې او تاوترېخوالي په عادي ډول هم د اندېښنو، تشويش او خپګان لامل کيږي، چې کورنۍ خوږ ژوند په تريخ او له اندېښنو په ډک ژوند بدلوي.
د اميدوارۍ په وخت کې د مور تشويش او اندېښنې نه يوازې په مور اغېز کوي، بلکې مستعقيم اغېز يې په ماشوم باندې هم وي. د ماشوم روغتيا د مور په روغتيا کې نغښتې ده، چې بايد پاملرنه يې وشي.
۵- طبي معاينات: د حمل له لومړۍ مياشتې څخه بيا تر ورستۍ پورې، د روغتيايي معايناتو ترسره کولو د زېږون په وخت کې ستونزې له منځ وړي او ماشوم سالم او روغ نړۍ ته راځي.
که چېرې په حمل کې کومه ستونزه موجوده وي او يا هم ځېني نورې ناروغۍ چې په ماشوم او زېږون باندې بد او منفي اغېز لري، نو غوره ده چې مخکې له ډېروالي او سختوالي يې درملنه او اعلاج وشي.