موږ ډېر کله داسې فکر کو چې د خاوند او مېرمنې رضايت او خوشحالي د کوروالي څخه د کوروالي په شمېر پورې اړه لري، خو په دې هکله بايد سترګې پټې نکړو چې يوه مکمله او با کيفيته جنسي اړيکه د څو بې کيفيته او سرسري جنسی اړيکو څخه بهتره ده.ډېر پوهان په دې باور دي، لکه څنګه چې په ورځ کې د ۸ ګيلاسه اوبو څښل د يو انسان د روغتيا لپاره اړين دي په همدې ډول د کوروالي اړيکې هم مهمې دي، خو د پوښتنې وړ مسله دا ده چې په اونۍ کې څو ځل، څه ډول يوه جنس اړيکه کولی شي ښځینه او نارینه دواړه يو په بل ماړه او تسکين کړي.
په اونۍ کې څو ځله کوروالی نجونې او ښځې ښې مړوي او تسکین کوي؟د جنسي اړيکو د مسلو متخصص ډاکټر ساری کوپر وايي چې وروسته د ډېرو څېړنو، تجربو دې پايلې ته رسېدلی چې په يوه اونۍ کې يوه مېرمن په دوه او يا هم درۍ ځلې کوروالي تسکین کېږي، يانې يوه مېرمن او نارينه که په يوه اونۍ کې دری او يا هم دوه ځله انز-ال شي نو د کوروالي ژوند به یې د رضايت او شکر په مرتبه کوي.خو په نړۍ کې د جوړو ترمنځ روان حالت دا ډول دی؛ هغه جوړې چې په خپله شل کلنۍ کې دي، يوه ورځ وروسته د کوروالي اړيکې ټينګوي او يو بل انز-ال ته رسوي، خو هغه خلک چې عمرونه یې ۳۰ ته رسیدلي وي په دوه ډلو وېشل کېږي، په یوه ډوله کې وروسته تر ۳۰ کلنۍ لار ډېر اور ګرمېژي، دوی د همغه شل کلنۍ په ډول يا يوه ورځ وروسته کوروالی کوي او یا یې هره ورځ کوي، په بله ډله خلکو کې بيا حالت داسې دی چې وروسته له ۳۰ کلنۍ یې حالت ارامښت پيدا کوي او په اونۍ کې يوازې دوه ځله اړيکې ټينګوي.
په ټوله کې بيا په نړۍ کې نورمال حالت په اونۍ کې دری ځله د کوروالي ټينګول دي.پوهان په دې باور دي چې که د کوروالي اړيکې ښه کیفیت ولري، خاوند او مېرمن کم تر کمه ۴۵ دقيقې د يو بل سره ج-س اړيکې ټينګې کړي نو که د کوروالي تعداد کم هم شي ستونزه نلري، ځکه که يوه جوړه یو ښه اړيکه ولري، يو د بل سره يو ساعت اړيکې ټينګي کړي نو دوی حداقل دوه ورځې تسکین وي، يانې که د کوروالي د اړیکو کيفيت ډېر ښه وي په اونۍ کې دوه ځله هم بسنه کوي.