ولې نارينه تل هڅه کوي چې په ج سي اړيکه کې ځان قوي ښکاره کړي؟
ددې پوښتنې ځواب تر ډېره وخته پورې ساده نه و، خو د ارواپوهنې دعلم د پرمختګ سره نن کولی شو دې پوښتنې ته يو قانع کوونکی ځواب پيدا کړو.
نارينه د ج سي اړیکې په ترڅ کې په دې هڅه کې وي چې خپل ځان ډېر غښتلی وښيي حتی څومره یې چې مېرمن ځوریږي او دده غښتلتيا حس کوي هومره نارينه خوشحاله کېږي.
ددې حس علت د نارينه ايګو يا انانیت دی، د انسان ايګو يا جعلي هويت تل پدې هڅه کې وي چې ځان تر نورو ښه او قوي وښايي، او په ج سي اړیکه کې چې دا يو نارينه ډېر ښه فرصت وي چې مقابل طرف ډېر سخت ذليل کړي.
د بل دا ذلت انسان ته يو ډول د ځان غښتلتيا او قوي توب حس ورکوي، له همدې کبله نارينه هڅه کوي ځان قوي وښيي او څومره چې کېږی پخپله مېرمن فشار وروړي.
دا کار ډېر ښځينه ته په زړه پورې نه وي، ج سي اړیکې د خوند لپاره نيول کېږي او په کار ده د دواړو طرفونو خوند پکې په نظر کې ونيول شي.
Previous Articleکوروالي کې د نجونو د خوښې ټکي
Next Article کوروالي ته دسپورت کولو حيرانوونکې ګټې