ژر انزال يا خلاصېدل زياتره وخت د روهي نا آرامی له وجهي کيږي.
د ژر انزال څخه د مخنيوي لپاره لاندي کړني ښه په پوره توګه عملي کړئ، ترسو له جنسي اړيکو څخه ښه خوند حاصل کړی.
- ذهني فشار يا خپګان څخه ځان خلاصول
د جسمي يا فزيکي عمل (جماع) له شروع څخه تر مخه بايد تاسي کوم ذهني ټينشن يا خپګان و نه لري. کله چې تاسي کوټې ته داخليږی، د مصيبتونو اس مو دباندې تړئ او ښه په پيار او خوښحالی سره دا عمل پېل کړئ.
- د جماع له شروع نه مخکي کړني اجراکول
له جنسي اړيکو نه مخکې وخت ډېر په مچولو، لمسولو او خبرو تېر کړي، چې ترسو تاسو ذهني ارام او هوسا کړي. يو کوچنی دلاس مساج د بعضو اندامو دا خو بيخي جار سم.
- د جنسي قرابت په وخت کي وقفې کول
د جماع کولو په وخت کي کوچنی لنډي وقفې کول تر ټولو غوره طريقه ده چې د ژر انزال د مخنيوی کوي. کله چي تاسو د انزال و حالت ته رسېږی، نو په مکلمله توګه جنسي اړيکي وشکوي او يوه لنډه وقفه وکړي.
- خپل خوند هېر کړي، و جانب طرف ته په خوند وربښلو کي ځان مصروفه کول
کله چي تاسو جماع کوی، خپل د ځان په هکله هيڅ سوچ مه کوئ، کوښښ وکړي چي و خپل جانب طرف په هکله فکر وکړئ.
- نوي طريقې اجرا کول
جنسي اړيکې عمل يو دی خو خندونه يې بېل بېل دي.
هر وخت په يو رقم شکل سره بايد اجرا نه شي. په طريقو کي خو مو تر ما تاسي ښه پکښې ماسټران ياست. البته، طريقې بايد اخلاقي او د اسلام په چوکاټ کي دننه وي. د بربنډو فلمونو طريقې خو بیخي غير اخلاقي وي. سر مو خلاص.
- مساج کول
خپل تناسلي آله مو په يوڅو ورځو کي په تيلو مساج کوئ، البته د مساج په وخت کي يې مه انزال کوئ. دا يې هم يو ښه طريقه دي.