ګډ ژوند
د کنډوم کارونې په اړه بايد په دي حقيقت خبر شى
کندوم یو ډول پلاستیکي پوښونه دي، چې د جنسي اړیکو پر وخت د ماشوم زېږولو د مخنیوي او هم له جنسي ناروغیو د خوندیتوب لپاره کارول کیږي.
ډېر خلک ممکن د پلورلو پر وخت درمل پلورونکي ته په نوم اخیستو لا وشرمیږي؛ دا خو پریږده چې د ډولونو په اړه یې لکه د نورو شیانو بحث او خبرې وکړي او تر ټولو غوره ډول یې وپېري.
په دې مطلب کې به درته د کنډوم اړوند ټول لازم معلومات او د استعمال غوره لارې ـ چارې معرفي شي.
ولې کنډوم؟ ګټې یې څه دي؟
کنډوم تر اوسه یوازې داسې تعبیر شوی، چې د ماشوم زېږولو د مخنیوي لپاره کارول کیږي، خو نورې ګټې یې هم شته:
ـ د جنسي اړیکو اطمینان رامنځ ته کوي، که د جنسي اړیکې یو لوری (نارینه یا ښځینه) په خپله تناسلي برخه کې کوم میکروب یا ناروغي ولري، مقابل لوری یې د کنډوم له استعمال سره ده ته د دغې ناروغۍ د لېږدیدو اندیښنه نه کوي.
ـ یو ډول کنډومونه د جنسي اړیکو د پیاوړتیا یانې وخت زیاتولو خاصیت هم لري. په دې مانا چې کنډوم ستاسې د جنسي اړیکې د وخت زیاتولو سره هم مرسته کولی شي.
ـ د کنډوم له استعمال سره ښځینه وو ته د ماشوم زېږولو د مخنیوي د درملو اړتیا نشته. کنډوم سبب کیږي، چې د نارینه د جنسي آلې سپرم د ښځینه د تناسلې آلې پر ځای په دغه پلاستیکي پوښ کې تش او د ښځې په ګېډه کې د ماشوم د پیدا کیدو مخه ونیسي.
د کنډوم ډولونه:
کنډوم د جوړښت له مخې ګڼ ډولونه لري. تاسې حق لرئ، چې په استعمال کې یې خپل ذوق او سلیقه وپالئ.
که ستاسې تناسلې آله غټه وي، کولی شئ اوږده او غټ او که لنډه وي، لنډ او واړه کنډومونه وکاروئ.
همدا شان ډبل او نازک کنډومونه هم شته، نازک یې داسې دي چې هیڅ د کنډوم د موجودیت احساس نه درکوي. د دې کنډومونو له استعمال سره هیڅ فکر نه کوئ، چې جنسي آلې ته مو کنډوم ور اغوستی.
نازک کنډومونه عیناً د بې کنډومونه جنسي اړیکې خوند درباندې تجربه کوي.
البته د ډېرو نازکو کنډومونو یو تاوان هم شته؛ هغه دا چې کیدای شي ډېر مقاومت ونه کړي، وشلیږي او ستاسې د تناسلې آلې اوبه مو د مېرمنې تناسلي آلې ته سرایت وکړي.
یو ډول نور کنډومونه هم شته، چې (خارداره) ورته وایي. دا کنډومونه تر ټولو غوره ځکه ګڼل کیږي، چې ستاسې جنسي مقاومت زیاتوي او ورسره اوږدې اړیکې لرلی شئ.
کوم ډول کنډوم واخلو؟
په کنډوم اخیستو کې شرم مه کوئ، حتماً به مو مختلف ډولونه اخیستي او استعمال کړي وي.
هغه، ډول یې چې ډېر ورسره راحت یئ، په نښه او هر ځل یې د پېرلو پر وخت پوښتنه وکړئ او پیدا یې کړئ.
خپلې جنسي سلیقې ته په کتو سره هماغه ډول کنډوم واخلئ او ښې جنسي اړیکې ورسره ولرئ.
که په افغانستان کې ژوند کوئ او حیا مو راځي، چې د خوښې وړ کنډوم په اړه له درمل پلورونکي سره سپین ـ سپین وغږیږئ، کولی شئ پر کاغذ یې نښې ولیکئ او درمل پلورونکي ته د درملو د نسخې په شان مخې ته کیږدئ.