Author: Admin

  • لونګ د ٧  ناروغیو لپاره ګټوردی

    لونګ د ٧ ناروغیو لپاره ګټوردی

    لونګ دنړۍ په کچه له پخوانیـو اومشهورو مساله جاتو څخه شمیرل کیږی

    پردی سربیره ډیرښکلی بوی هم لری لونګ یوشمیرروغتیایی ګټی لری چی ډیرخلک تری خـبرهم نه دی

    لونګ هاضمی دستونزو لپاره ډیرښه دی دخـیټی پړسوب اوګازلپاره هم ګټوردی ان دمعدی دزخم لپاره هم ښه دی که دچاسـرګرځی یایی زړه بـدیږی اویودانه لونګ وخوری سر درد به یی لری شی

    لونګ دستونی دردلپاره ښه درملنه ده لامل یی دادی چی ډیر ښه تیل لری اودردکموی

    لونګ دغاښ درد لپاره اغیزناکه درمل دی دلونګو دانی میکروب ضـد اغیزلری اوپه عامه توګه دخـولی دپاکوالی لپاره کارول کــیږی

    لونګ دا وړتیا لری چی وینه له تسمم ذهرڅخه خلاصه کړی پردی سربیره په وینه کی دشکر اندازه کنترولوی

    دلونګو دوینی جریان ته سرعت وربښی له عقل سره مـرسته کوی چی دیوی ځانګړی موضـوع په اړه تمرکز وکړی دبی خوبی اوخــفګان مخه نیولای شـــی.

  • پنځه خوږې میوې چې د شکر ناروغ یې هم خوړلی شي

    پنځه خوږې میوې چې د شکر ناروغ یې هم خوړلی شي

    شکر د نړۍ تر ټولو چټکه خوریدونکې او زیاته اخته کېدونکې ناروغي ده، تازه راپورنه وايي چې اوسمهال په نړۍ کې تر ۴۵۰ ملیونو زیات کسان په دغه ناروغۍ اخته دي.

    شکر دوه ډوله ناروغۍ لري، کم شکر او زیات شکر، چې په یوه کې باید ناروغ خوږه وخوري خو په دویم ډول کې باید له خوږې څخه پرهیز وکړي، همدا ډول ډاکټران ناروغ له بېلا بېل څښاک څخه هم منع کوي.

    د شکر ناروغان یوازې په دغه ناروغۍ نه، بلکې ورسره په پښتورګو او زړه ناروغۍ او د چاغوالي ستونزو سره هم مخ کیږي، د همدې لامله ډاکټران ناروغ ته د زیاتې پاملرنې او ډول ډول تازه میوو نه خوړلو توصیه کوي.

    دلته هغه میوې وړاندې کوو چې د شکر ناروغ یې په خوړلو له کومو ستونزو سره نه مخ کیږي.

    امرود:

    امرود کې زیاته کچه فایبر موندل کیږي، دا په وینه کې شکر زیاتوالي ته نه پریږدي، امرود د هاضمې سیستم ښه کولو سربېره یو شمېر نورې روغتیایي ګټې لري.

    شفتالو:

    شفتالو په سلاد کې هم استعمالیږي، د شکر ناروغ کولای شي شفتالو بې له کومې ستونزې یا د شکر زیاتوالي فکر کولو څخه وخوري.

    کیوي:

    کیوي په میوو کې ځانګړی خوند لري، په دې کې ویټامن ای او سي دواړه شتون لري، کیوي په وینه کې د شکر کچه نه لوړوي.

    مڼه:

    هره ورځ سهار په نهاره یوه مڼه خوړل مو ډاکټر ته له ورتلو څخه ژغوري، په شکر ناروغۍ اخته کسان کولای شي مڼه وخوري، په دې کې فایبر موجود دي، همدا ډول د هاضمې سیستم غوره کولو کې هم مرسته کوي.

    مالټه:

    مالټې د شکر ناروغ لپاره غوره میوه ښودل شوې ده، په دې کې فایبر، ویټامن سي او پوټاشیم زیاته کچه موندل کیږي، چې د شکر ناروغ لپاره ښه دي.

  • د وکوروالي کولو آداب وپیژنئ

    د وکوروالي کولو آداب وپیژنئ

     چي دحیض دئ هغه دنفاس یعنی کوچني دذوکړې وروسته دراتلونکې وینې هم دئ دحیض په وخت او نفاس کې به هم سړئ له خپلې ښځې سره نزدېکت نه کوي تر څو هغه ښه پاکه نه شي٬

    عزل

    دکوروالي یو صورت عزل دئ یعنی داسي ډول نزدېکت وکړل شي چي دښځې په شرمګاه کې مني توي نه سي زیاتره فقهاء دا مکروه ګڼي په دې باره کښي روایتونه مختلف دي دځينو څخه حراموالي او له ځینو څخه حلال کېدل او له ځينو څخه په کراهیت سره جواز ظاهیریږي او زیات صحیح دادئ چي دا له مکروهاتو څخه خالي نه دئ شا ولی الله رح چي دلومړۍ درجې دحدیث عالم دئ او دشریعت په رمزپوه دئ هغه هم دا آخیرنۍ رایې ته قائل دئ

    ( حجة البالغة اداب المباشرت)

    که څه هم شارع علیه السلام دجماع دپاره څه خاص کیفیت او هیئت نه دئ ټاکلئ لیکن عالمانو ښودلي دي چي کوم هیئت او طریقه غوره او کومه طریقه نغاوړه ده٬ ابن قیم لیکلي دي چي تر ټولو غوره طریقه داده چي ښځه دې لاندې وي او سړئ دې پر سربېره وي اوپردې باندې ئې ډیر لطیف استدلال کړئ دئ چي په حدیث کې ښځه دنارینه فراش ګرځول شوې ده ددې غوښتنه ده چي ښځه به لاندې وي او قرآن کریم سړئ٬ قوام٬ ښودلئ دئ او قوامیت ددې غوښتنه کوي چي سړئ به ورباندې سربېره وي بل داچي قرآن کریم زوجین یودبل جامې ګرځولې دي یعنی ښځه او سړئ ئې یو دبل جامې ګرځولي دي په دې طریقه سره ښځه دفراش او سړئ دتلتک په صورت کښي وي او دادواړه یو دبل دپاره دجامې په ډول دي په دې طریقه کښي طبي فایدې هم شته دي او ترټولو زیات او ناوړه صورت دادئ چي سړئ ستوني ستغ پروت وي او ښځه

    ورباندې سربېره پرته وي

    ( زادالمعاد ۱۷۴۲)

    ٬٬٬٬

    په جماع کې دښځې حق

    مسئله داده چي آیا له نارینه څخه ښځه دنزدېکت غوښتنه کولای شي اوپه دې صورت کښي جماع شرعا ورباندې واجبیږي او کنه؟ حنفیان او شافعیان په یوه خیال دي چي یوپلا جماع دښځې حق ده که یو پلا کوروالئ وشو نو بیا دښځې دجماع حق دهمیشه دپاره ساقط شو دامام احم رح په نزد جماع دښځې حق ده او که نارینه ته څه عذر نه وي نو پرده باندې دخپلې ښځې طبعي غوښتنه پوره کول واجب دئ او دغه زیات صحیح دئ دحضرت عمر رضی الله تعالی عنه دخلافت دزمانې واقعه مشهوره ده چي حضرت کعب رضی الله تعالی عنه داسي ډول خاوند ته امروکړو چي هغه دې هره څلورمه ورځ خامخا له خپلې ماینې سره جماع وکړي دغه دقیاس غوښتنه هم ده ولې که داسي ونه کړل شي نو دښځې دپاره سخت ضرر او پاک لمني ته ئې خطر شته٬ پاته شوه دا خبره چي جماع یواځې دنارینه حق دئ دښځې حق نه دئ نو داپه هیڅ ډول صحیح نه ښکاري ولې چي دنکاح په وسیله چي څه حقوق په ذمه سوي دي په هغه کښي ماینه او میړه دواړه شریک دي دغه وجه ده که له ماینې سره عزل کول یعنی نزدېکت نو له ماینې څخه اجازه اخیستل ضروري دي.

    سرچینه: واسع ویب

  • میرګي ناروغي، نښې، لاملونه او درملنه

    میرګي ناروغي، نښې، لاملونه او درملنه

    ناروغي زیاتوي، لکه د شپې ناوخته بیده کېدل، ذهني فشار، ګرمي کېدل، د الکول استعمال او د تلویزون او کمپیوټر زیات استعمال.
    درملنه:
    د میرګي ناروغۍ درملنه ۷۰ سلنه په درمل سره شونې ده، او نور ۳۰ سلنه یې په احتیاطي ډول کنټرول کیدلای شي.
    لومړی لاندې ټکي په نظر کې ونیسئ!
    د میرګي ناروغ دې پوره خوب وکړي، ځکه بېخوبي اکثره ددې ناروغۍ د حملې لامل کیږي، همدا ډول ناروغ دې هڅه وکړي چې تیزې روښنایي کتلو او په تېز اواز د موسیقۍ اوریدلو څخه ډډه وکړي، او باید له سخت ورزشه هم ځان وژغوري.
    که چیرې ناروغ ښځینه وي، نو دغه ناروغي د حمل پر مهال هم ډېره پېښیږي، باید جدي پاملرنه ورته وشي.
    دویم د میرګي د له منځه وړلو لپاره لاندیني درمل استعمال کړئ!
    ددې لپاره یو څه پخوانی درمل لکه Sodium Valproate، Phenobarbitone، Carbamazepine او داسې نور درمل، او همدا ډول نوی درمل لکه Levitericetam او Lamotrigine او داسې نور درمل څخه ګټه پورته کړئ.
    د خوراک له لارې هم د میرګي درملنه شونې ده، لکه یو ځانګړی خوراک چې په اصطلاح Ketogenic Diet نومیږي، ورکول کیږي، او سربېره پر دې Vagal Nerve Stimulation او Epilepsy Surgery د لارو په واسطه هم ددې ناروغۍ درملنه شونې ده.
    په یاد ولرئ چې د میرګي ناروغي د درملنې وړ ناروغي ده، په دې وجه د میرګي ناروغ په ټولنه کې د عادي انسان په شان ژوند کولای شي، او په منظم ډول درمل اخیستل دغه ناروغي له منځه وړلی شي، د نړۍ پر مخ داسې ډیرې مشهورې څیرې شته چې د میرګي ناروغۍ سربېره یې هم ستر شهرت او نومونه خپل کړي دي.

  • جنسي اړیکو ټینګول ستاسو پر بدن کومې مهم اغېزې لري؟

    جنسي اړیکو ټینګول ستاسو پر بدن کومې مهم اغېزې لري؟

     مواد په ښه او زياته اندازه اطراح کېږي.

    ١٤. د عمر زياتېدل: هغه کسان چې په اونۍ کې دوه وارې ارګازم تجربه کوي هغوي د هغو کسانو په نسبت چې د مياشتې په اوږدو کې يواځې يو ځل ارګازم تجربه کوي دوه برابره عمر لري.

    ١٥. جنسي اړيکه په ښځو کې د اسټروجن هورمون د کچې د لوړېدو سبب ګرځي: ددې هورمون له امله د ښځو د مهبل انعطاف پذيري او ښوئيدنګ زياتېږي او هم ښځې د زړه د ناروغيو په وړاندې ساتي.

    ١٦. جنسي اړيکه د ذهني فشار او وېرې په له منځه وړلو کې اغېزمن رول لري: همدا لامل دى چې جنسي اړيکه د خوب څرنګوالى ښه کوي.

    ١٧. جنسي اړيکه چې له مينې سره يو ځاى وي په هغه کې شفا او درمليز اغېز وي: دا ځکه چې تاسو داسې انګېرئ چې داسې هم څوک شته چې تاسو ته د قدر په سترګه ګوري او درسره مينه کوي او ددې په مقابل کې تاسو هم يو چاته په درنه سترګه ګورئ او ورسره مينه کوئ له احساسي او جسمي اړخه له يو بل سره زيات صميمي و اوسئ نو بيا به تاسو د يو ناڅاپي مرګ له پېښو سره ٣-٥ ځلي لږ مخامخ شئ او هم به په همدې کچه له ډول ډول ناروغيو سره نه مخامخ کېږئ. دا ځکه چې د جنسي اړيکې په وخت کې دغه ډول مثبتې اغېزې د لمس کېدو څخه منځته راځي. که په غېږ کې يې ونيسئ او ناز ورته ورکړئ نو بيا ستاسو په بدن کې د کيمياوي ترکيباتو د بدلون سبب ګرځي.

    ١٨. يوه ښه سالمه حلاله جنسي اړيکه کولى شي چې په ښځو او نارينه و کې ( په ځانګړي ډول په نارينه و کې) پر خپل ځان د باور او عزت نفس د زياتېدلو ډېر زيات ښه اغېز ولري.

  • څنګه د لوڅو فلمونو کتلو له عدت څخه واوړم؟

    څنګه د لوڅو فلمونو کتلو له عدت څخه واوړم؟

    کیدای شي چې د لوڅو سایټونو کتل د استمناء په پرتله ډیرخطرناک وي، ځکه چې ډیر کسان یې حرام نه ګڼي، بلکې یو عادي کار ورته ښکاري، نو ځکه کیدای شي د علاج لټون ونکړي، خو چې یې په کتو پیل وکړي کیدای شي پریښودل ورته ډیرګران تمام شي، لکه په هرویینو یا الکولو چې روږدی وي.

     

    پوښتنه:

     

    زه یو دیرش کلن ځوان یم، تر ډیره په اسلامي شعائرو ټینګ یم، خو د ضعف ټکۍ مې د ښځو سره بې سارې مینه او شهوت دی، چې کله ناکله یې په انټرنيټ کې لټوم، ساعتونه پکې تیروم، کله چې ورڅخه وزګارشم، نو ځان ډیرملامت احساسوم، خدای ته توبه باسم، تلاوت کوم، د توبې لمونځ اداء کوم، په پاک نیت د کړې ګناه څخه ځان باسم، خو وروسته له څه وخته په چټکۍ سره همدا کرغیړن کار بیا پیلوم.ما ته د هدایت غوښتنه وکړئ، څومره به زما جزاء لویه وي چې زه دغه شرموونکي عکسونه ګورم، پرې روږدی شوی یم او ځان ځینې نشم خلاصولی.

     

    ځواب:

     

    زما ګرانه وروره! په ځان آساني راوله، له دې کرغیړن کاره خلاصۍ د خدای په فضل سره آسانه دی، له تا نه ډیره مننه چې مهمې موضوع ته دې زموږ پام واړاوه، اجازه راکړه ترڅو د سؤال په تړاو څو ټکي درته مخکې کیږدم.الله جل جلاله د ښځې په ښایسته جسم کې داسې فتنه اچولې چې په وړاندې یې دریدل ډیرسخت دي، او دا نه یوازې په ښځو کې بلکې د نارینه وو په جسم کې هم شته، ګورو چې د ځینو فطرت وښویيږي نو نارینه وو ته هم په عجیبه سترګو ګوري، ځینې خو لا تر دې وړاندې آن حیواناتو ته میلان لري.ښکاره ده چې الله جل جلاله دا فتنه د ښځو او نرو لپاره امتحان ګرځولې، بل دا چې الله جل جلاله له دې ښایست څخه اراده لري تر څو په انسانانو کې د نکاح مینه پیاوړې کړي، نو ځکه یې شرعي حجاب لازم بللی، تر څو دا فتنه په ټولنیزه توګه پټه پاتې شي او فساد یې عام نشي، یوازې په هغه اندازه یې ښکارول روا دي چې الله ورته اجازه کړې، چې هغه یوازې په کورني چاپیریال کې امکان لري(د ښځې او میړه خپل منځي کړنې).جنسي اړیکې، ښځو ته میلان او د هغوی سره مینه کول، او کوم څیزونه چې په جسد پورې تړاو لري، په اسلام کې له منکراتو څخه نه ګڼل کیږي، دا یهود او نصارا دي چې د جنسي اړیکو څخه بد تعبیر کوي، او وایي چې دا اړیکې د روح سره په ټکرکې دي… په اسلام کې جنسې اړیکې شته، مینه او شهوت شته، چې دا ځواک د خدای یو لوی نعمت ګڼل کیږي، همغه پاک خدای دغه ځواک پیداکړی، او زموږ په جسدونو کې یې اچولی، او بیا یې د استعمال او ګټې اخیستو لارې چارې راښودلې.د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د سپیڅلو صحابه وو په کړنو کې موږ د جنسي اړیکو ریښتینولي لیدلی شو، وینو چې د اسلام په لمړنۍ ټولنه کې هم د جنسي اړیکو خبرې په تاوده شکل موجودې وې، خو په هغه ټولنه کې دا اړیکې په حلال چوکاټ کې ترسره کیدې، په تړاو یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مجلس کې ټول شرعیه احکام بیانیدل، تر دې چې کله نا کله به یې په تړاو له اووم آسمان د پاسه څرګندونې نازلیدې، ځکه جنسي اړیکې د ژوند یوه برخه ګڼل کیږي، او اسلام د یوه کامل ټولنیزنظام په حیث د ټولنې ټولو برخو ته شامل دی.بربنډوالی په نورو ټولنو او کلتورونو کې د فني کارو لپاره کارول کیږي، په اقتصادي، نفسي او ټولنیزو برخو کې ترې ګټه اخیستل کیږي، که موږ لویدیځې ټولنې ته نظر وکړو نو وبه ګورو چې له بربنډوالي یو ځانګړی هدف لري، او هغه دا چې دوی غواړي مسلمان ځوانان او مسلمانې پیغلې له خپل مداره وباسي، فاسد یې کړي، او په ترڅ کې یې اسلامي ټولنه بدمرغه کړي، نو اې زماوروره! زموږ فکر، عقیده، تګلاره او اصول خو له دوی څخه ډیر توپیرلري، باید خپلو بنسټونو ته نظر وکړو.

     

    انترنټ ډیره خطرناکه وسیله ده.

     

    انترنیت یو له هغو خطرناکو شبکو څخه حسابیږي چې بربنډوالی پکې ډیر عام دی، په کتلو یې انسان له واده کولو زړه توری کیږي، ځکه د انترنیت انځورونه د نورو بربنډو انځورونو په پرتله په نفسونو ډیرې منفي اغیزې کولی شي، چې په اړه یې کره څیړنې ته اړتیا لیدله کیږي، یوازې موعظه او شرعي حکم زما په آند بسنه نه کوي.• ته د جنسي اړیکو همیشه والی خوښه وې، د ښځو د ښکلیو لوڅو جسمونو سره مینه لرې، غواړې چې ویې وینې … دغه یو طبیعي کار دی، د هر چا ورسره مینه شته، ټول انسانان يې خوښوي، خو په پرله پسې توګه د انترنیت حرام عکسونه ډیر زیانونه د ځان سره لري چې سره شریک به یې کړو.• دغه کار ډیرې منفي اغیزې درلودلی شي، چې ته ورسره لاس او ګریوان کیدلی شې، تر دې چې ستا له پریښودو وروسته هم خپل تاثیرات لري، خو د دې کار علاج امکان لري، او اسانه دی.

     

    ډیرې خطرناکې اغیزې یې دادي:

     

    د شهوت را پورته کول:

     

    چې د اعصابو توازن له منځه وړي، وینې په فشار راځي، تناسلي آلات خوځي، یو ډول اوبه ځینې جریان پیدا کوي، جسم په تمامه معنا جنسي اړیکې ته اماده کیږي، که چیرې ترسره نشي، نو اعصاب همداسې نیولي پاتې کیږي، چې دا په خپله د ښځې او نر په عصبي او تناسلي جهازونو د اوږدې مودې لپاره منفې اغیزې لري

     

    د وخت او مال زیان

     

    د انترنیت په دې سایټو کې ډیر وخت تیرول، سړی اړباسې تر څو په اړه یې ډیره هڅه وکړي، چې دا خپله د وخت لویه ضایعه ده، او ډیر خطرناک نفسي او جنسي تاثیرات لري، ان تردې چې سړی د لوړو مالي زیانونو سره مخامخ کوي. وړیا لوڅ سایټونه ستاسو د مالونو د هلاکت لپاره یو پلان دی، چې په تدریجي توګه ستاسو مالونه بې ځایه مصرفیږي، چې ډیر ځوانان یې له مالوخلاص کړي، او هیڅ ګټه یې هم نه ده کړې.

     

    جنسي طبیعت بدلوي

     

    د وخت په تیریدو سره، نفس او ذهن پرې روږدی کیږي، انسان داسې فکر کوي چې پرته له دې د وخت تیرول ناشوني دي، همدغه د جنسي اړیکو نیغه لار ده، همداسې مخ په وړاندې ځي، تر دې چې طبیعي حالت یې بدلیږي، اوبه سیلان پیدا کوي او پردې سره د هغه میرمنې ته ډیر ضرر رسیږي.د ښځو او سړیو ډیر داسې غیرطبیعي حالات ثبت شوي، چې د دوی کورنۍ ژوند یې تباه کړی، ځکه دوی دواړه په انټرنیټ باندې جنسي اړیکې تر طبیعي جنسي اړیکو غوره ګڼي، په ترڅ کې یې یو له بله زړه توري کیږي، او کورنۍ ژوند له منځه ځي، ډاکټران وايي چې ډیر داسې حالات راغلي چې یوه ځوان خپل اعصاب له لاسه ورکړي، ځکه دی په انترنیت یوه داسې ښځه پیژني چې د میړه یې نه ده خوښه غواړي د ځان لپاره بل ځوان ولټوي، خو دی نه دی پرې خبر چې میړه یې شته، د ده سره یې وعده ایښې ترڅو د لرې هیوادونه راشي، وروسته له دې چې د خپل میړه سره یې اړیکې شلولې، غواړي د دې ځوان سره ازدواج وکړي کوم چې په انترنیت ورسره نیښتی، خوږې مهالنۍ خبرې یې ورسره لاندې باندې کړې، بیچاره ځوان تر آخرې شیبې نه وو خبر چې نوموړې ښځه میړوښه ده، چې کله یې سر خلاص شو نو ونه توانیده چې خپل نورمال عصبي حالت کنترول کړی شي، نو ځکه یې عصبی توازن له لاسه ورکړ.

     

    هغه چې په دې سایټو روږدی شوی:

     

    که چیرې مجرد وي، نو ډیره به ورته سخته وي چې د ځان لپاره ښځه غوره کړي، تر څو سترګې ېې پرې ډکې شي، هره یوه چې ګوري زړه یې ورته پورته پورته کیږي، د هر رنګ خاونده یې خوښیږي.که چیرې واده لري: نو ضرور به یې له خپلې ښځې زړه توریږي، کله چې نورې ګوري ښکلې ښکلې، سپینې سپینې، د خپلو جسدو سره ژوند کوي، په خپلو جنسي اړیکو پیسې پیدا کوي، نه د ولادت سختۍ زغمي، نه په کور کې کارکوي، نه په خارج کې څه دنده لري… یوازې دا ده او خپل کرغیړن کار، نو دا رنګه ښځه به د کور د ښځې سره څنګه پرتله شي، هغه چې مور ده اولاد لري، د کورکارونه کوي، سختۍ ګالي، ضرور به یې په ښکلا کې فرق راځي.دا رنګه میړه په بد مرغۍ سره له خپلې ښځې کرکه کوي، غواړي همغه پرمختللې ښځه د ځان لپاره ولټوي، د شته عادي ښځي ځان خلاص کړي، تل په هررنګه خیالو کې ورک وي، د انترنیت انځورونو لیونی کړی، مثال یې داسې دی لکه څوک چې تږی وي، په وړاندې یې د اوبو دکه پیاله ایښی وي خو دی د بل هڅه کوي، خپل خیالونه په هوا کې ګوري.هغه څوک چې دا رنګه سایټونه ګوري، نارینه یا ښځینه وي، وروسته له کتو د سختې پیښمانۍ سره مخ کیږي، د درندې ګناه احساس کوي، زړه یې مړاوې کیږي، او دغه شعور د انسان په عام مزاج کلکې اغیزې درلودلی شي، یوې خوا نفس د بدمرغیو ټینګه غوښتنه کوي، بل خوا د ګناه احساس تر سترګو کیږي، چې په ترڅ کې شیطان مداخله کوي، د انسان د متزلزل حالت څخه ګټه پورته کوي، په خړو اوبو کې یې راګیروي، د خپلې خوښې بدمرغۍ ته ټیل وهي، چې په دې حالت کې انسان لاندې کارونو ته اړ ایستل کیږي.• د ژوند له شریک سره جنسي اړیکي.• د استمناء کول• همداسې په ورک او ګنګس حالت کې پاتې کیدل چې هره شیبه د شهوت په اور کې سوزي.پرته له لمړي حالت څخه نور ټول خطرناک دي، ځکه استمناء کول او د لوڅو سایټو کتل سره ورته دي، پر دواړو روږدي کسان د یوه مرض سره اخته دي، غواړي د خپل شهوت لپاره حرامه لار وګوري،دا له استمنا نه خطرناک دیخو کیدای شي چې د لوڅو سایټو کتل د استمناء په پرتله ډیرخطرناک وي، ځکه چې ډیر کسان یې حرام نه ګڼي، بلکې یو عادي کار ورته ښکاري، یو خوند لرونکی غیرمضر کار یې بولي، نو د دي لپاره کیدای شي دعلاج لټون ونکړي، چې په کتو یې پیل وکړي کیدای شي پریښودل ورته ډیرګران تمام شي، لکه په هرویینو یا الکولو چې روږدی وي.

     

    علاج:

     

    د دې کارپریښودل یو څه وخت ته اړتیالري، لکه څرنګه چې پرې روږدي کیدل یې تدریجي وو، همدرانګه پریښودل یې هم تدریجي بڼه لري، وخت او کوښښ ته اړتیا لري.په دې کار سره د روږدیدلو معنا دا ده چې د آخته کس سوچ او فکر په همدې راڅرخي، ژوند ېې په طبیعي توګه په بدمرغۍ کې تیریږي، یوازنۍ هیله یې د همدې کرغیړن کار تر سره کول وي، علاج یې په دې معنا چې د خلاصون لارې چارې یې ولټول شي، کله چې یې په خیال کې راګرځي، نو ځان را کابو کړي او د ولکې څخه یې ځان لري وساتي.لاندې لارې چارې به تاسې ته ګټورې وي• توبه کوه خو نا هیلۍ کیږه مه.د نفس مړاوې کول ښه نه دي، تل ملامتیا د نوي پيل سوچ له منځه وړي، په ځان باورختموي، چې په پایله کې یې روح د ژورې ناهیلۍ سره مخ کیږي، په داسې حال کې چې الله جل جلاله وايي:(انه لاییأس من روح الله الاالقوم الکافرون)(بې شکه چې د الله له رحمته نه مأیوسه کیږي مګر قوم د کافرانو)دا سمه ده چې د ځان ملامتول په توبه کې راځي، خو کله نا کله ډیره ملامتیا هیلې مړاوې کوي، کله چې هیلې مړاوې شوې، نو بیا کوښښ او سمون نه رامنځته کیږي، نو ضرور دا ده چې په داسې حالاتو کې د حکمت څخه کار واخلو، او هغه دا چې له ځان سره داسې وانګیرو چې ګناوې خو ټول خلک کوي، خو غوره د ګنهکارانو، په بیړه توبه کوونکي دي،(خیرالخطائین التوابون).دا چې بیرته خپل دیني کوښښ پيل کړي دا به د دې معنا ورکړي چې توبه کوونکی په خپله توبه کې ریښتینی دی، په ریښتیا یې ګناه پرې ایښې، په خپله توبه ټینګ دریدل، او په اړه یې نیک کارونه کول خدای ته د نږدې کیدو لامل ګرځي، څوک چې خدای ته یوه لویشت نیږدې شي پاک خدای به یو ګز ورته نیږدې شي، څوک چې د خدای لوري ته ور روان شي، نو خدای به د هغه بنده لوري ته په منډه شي…لکه څرنګه چې په قدسي حدیث کې راغلي،• د ګناه په پریښودو د خدای شکرانه اداکول پکاردي، دا سهي نه ده چې ګناه کله کوې اوکله یې پریږدې، بلکې غوره داده چې په اړه یې ټینګ تصمیم ونیسې، دالله نه یې په اړه مرسته وغواړې.ښکاره ده چې په یو ځل پریښودل یې سخت کار دی، خو په خپل خدای توکل وکړه، هره ګناه د تکرار امکان لري، خو تکرار یې په دې معنا نه دی چې نور يې د پریښودو هڅه پریږدو، د خدای په معصیت ځان روږدي کړو، توبه تیر ګناهونه سپکوي او نفس خدای ته نیږدې کوي،• د مشکل د حل لپاره تل هڅه کوه، په ژوند کې ځانته ټاکلي اهداف وټاکه، تر څو په اړه یې ستا نفس دهدف لوري ته میلان پیدا کړي.کیدای شي د ګناه د پریښودلو لارو چارو او پلانونو ته تغیرورکړې، ته ډیرکوښښ ته اړتیا لرې، کله چې د ملامتیا له دایرې څخه رابهر شوې، د شهوت له خطا د ځان وزګار کړ، نو بیا کیدای شي په ټینګه د بریالیتوب هڅه وکړې، خپل بریالیتوب وساتي، چې ورو ورو شفا ترلاسه کړې،• کله چې د ناکامۍ سره مخ کیږې، نو راګیر یې کړه، نوره مخه مه ورکوه، داسې فکر وکړه چې یو تصادفي کار وو، بیا به نه تکراریږي، بیرته د خپلو پلانونو عملي کولوته پاملرنه وکړه، همدغه د ګناه د پریښودلو ښه لاره ده،• کله دې چې ګناه لیده، نو مثبت فکرکوه او مه ورته تسلیمیږه.• د نن ورځې بریاوې دې د سبانفس ته نورځواک ورکوي، همداسې په پرله پسې توګه، کوښښ وکړه چې نن ورځ بریالی واوسې. دغه ګناه درنه ونه شي، هره ورځ همداسې تیروه تر څو د ګناه نه دې کرکه راشي.د فکرونو کنترول:د لوڅو عکسونو کتل ستا عقل په لړزه راولي، پرې روږدي کیدل ستا ذهن را لاندې باسي، خپل شېطاني اغیز ستا په ګډووډو فکرونو غوړوي، خپل کرغیړن وجود بیا نورو ته ښکاره کوي، خو نور یې دومره په کیسه کې نه دي، یوازې ته یې چې ډیره پاملرنه ورته کوي، نو خپل فکرونه هم په تدریجي ډول بیرته لارې ته راوله، د ذهن سمون دعلاج ښه لار ښودل شوې، چې په پایله کې ستا فکرونه ستا سره په ژوندانه کې مرسته کولی شي، تا ته د وړ او مناسبو کارونو لارښوونه کولی شي، نیک ملګري درته پیداکولی شي چې ستا په غم غمجن او ستا په خوشحالی خوشحاله شي، تا ته ریښتینې مینه در بښلی شي، ستا روح ته وده ورکوې تر دې چې مینه دې یوازې خدایي بڼه غوره کړي.• د بیکاره وختونو ډکول یو له مناسبو علاجو څخه شمیرل کیږي، که چیرې ته بیکاره وې نو خپله پخوانۍ ناروا دنده له سره پیلوې، نو اې ځوانه خپل بیکاره وختونه د نیکو ملګریو سره تیروه، یا د ځان د ګټې لپاره کومه دنده ونیسه، تر څو د دغه بیکاره وخت په خوند پوه شې، دا د دې لپاره نه چې ته یوازې خپل ځان کنترول کړې، بلکې د دې لپاره چې بیکاره پاتې کیدل په هیڅ صورت سهي نه دي، باید وخت بې ځایه تیر نکړو.• که چیرې په خالي وختونو کې د ځان لپاره نیک ملګری نشې موندلی، بیا نو ځانته نور پلان جوړکړه، وخت په ګټور کار تیر کړه، ځکه له بد ملګري څخه د ځان سره کیناستل غوره دي، د ځان سره سوچ کول هم د ژوند یوه برخه ده، چې ځینې یې په کور کې تیروي، نور بیا په آزاده هوا کې تنها ناست وي.• د مسلمان لپاره ضرور دا ده چې په هر وخت کې د خدای ذکر له یاده ونه باسي، د خدای ذکر په تنهایۍ کې ډیرښه ملګری دی ، چې په ذکرکولو سره به ستا روح آرام وي، ذکر به ستا لپاره نوی ژوند دروبښي، تا ته به څرګنده شي چې ته د کوم شي سره مینه لرې، او په پایله کې به ستا نفس مشغول وي، نو خپل فکرونه باید کنترول کړو تر څو خپل ځانونه له خطره بچ وساتو، خپل خالي وختونه په بې ځایه کارو ډګ نکړو، خپل یوازې وخت کنترول کړو، چې ځواکمن کوښښ ته اړتیا لري.

     

    د ورځني پلان نمونه:

     

    • خپله ورځ په بسم الله سره پیل کړه• له ټولو بربنډو انځورونو، انترنیتي سایټونو، او نورو بې ګټې کارونو څخه ځان د ورځې په پیل کې وزګارکړه.• کیدای شي هره ورځ ستا دغه جهاد ادامه پیدا کړي، خالي وختونه په ګټورو کارو ډک کړه.• د ناکامۍ د پیل په وړاندې ټینګ ودریږه.• له یواځې پاتې کیدو دې سالمه ګټه پورته کړه• پوره وخت خدايي کارونو ته وقف کړه، د لوی خدای نه په هر څه کې مرسته وغواړه، په هر کار کې هغه ته رجوع وکړه. لوی خدای به تاته بریا در په برخه کړي که چیرې ته په خپل نیت کې ریښتینۍ وې.• پوه شه! چې د خدای سره تړاو خپل بنسټیز اصل وګرځوه، د خپل شخصیت، روح او ژوند اطمینان پرې حاصل کړه.• که چیرې ته مخکې له خپلې توبې ګرځیدلی وې، نو دا ځل په توبه کې ډیر اصرار وکړه، تر څو د الله جل جلاله رحم درباندې نازل شي.• د خپل پالونکي سره په خپله ژبه خبره یاده کړه، د ماثوره دعاګانو سره سره په خپله ژبه هم هغه ته شته ستونزې ووایه، خپل هوډ ورته څرګنده کړه، د خپلو اړتیاوو غوښتنه ځینې وکړه.

     

    ځان ته جایزه وټاکه

     

    • د ځان سره محاسبه وکړه چې ته باید په ورځ کې څومره روپۍ ځان ته په خپل بریالیتوب ورکړې، خپلې جایزې ځان له ټولوه.• لمړۍ هدف دې ترسلو ورځو پورې ونیسه چې سل ورځې به زه لوڅ سایټونه نه ګورم، په بدله کې یې ځانته مکافات او جایزې هم وټاکه.• بیا وروسته له سلو ورځو خپل هدف تر۲۵۰ ورځو وټاکه او خپلې جایزې، په ځانګړي ځای کې ټولوه.• وروسته بیا دجایزو لپاره کلنۍ مهال ویش وټاکه، تر څو د کال په آخرکې له دغه لوی مرض څخه خلاص شې. د خپلو پیسو لپاره ځانته صندق سمبال کړه.• که نشوې کامیاب بیا هغه ټولې پیسې خیرات کړه، او له سره خپل پلان پیل کړه.• هروخت د دغه کرغیړن کار له مقدمو ځان وژغوره.• خدای ته مخ کړه، له هغه مرسته وغواړه، لکه څرنګه دې چې مخکې کړي وو.

     

    په پایله کې به ته ضرور کامیابیږې، خپل منظم ژوند به پیلوې د خپلې میرمنې سره به خوږ ژوند تیروې، د خدای ثنا به یادوې. د لوی خدای نه د نیکمرغه ژوند هیله درته لرم او په ژوندانه کې د نورو بریاوو دعا درته کوم.

  • څلور هغه کارونه چې په کوروالي کې یې تر کولو نه کول ښه دي

    څلور هغه کارونه چې په کوروالي کې یې تر کولو نه کول ښه دي

    ځینې کارونه داسې دي چې تر کولو څخه یې نه کول ډير ښه دي، ددې ډول کارونو ترسره کوونکي ډېری خلک نه پوهيږي چې کوم کار ترسره کوي د هغه تاوان تر ګټې زيات دی.

     

    د کوروالي په مهال باندې هېڅکله خپل ټول وزن پخپله مېرمن باندې مه ور اچوی، دا کار ستاسې په مېرمن باندې د کوروالي خوند هېروي او هغه د شديد بې خونده فشار سره مخ کوي.

    د کوروالي په جریان کې هېڅکله په بشپړ ډول خاموش مه پاتې کېږی، ځينې نارينه داسې دي چې د کوروالي په مهال باندې هېڅ خبرې نه کوي صرف لکه مزدوري چې کوي لګيا وي هڅه کوي چې ژر ژر خپل کار خلاص کړي.

  • د واده د لومړنۍ شپې آدابونه چي هر ځوان بايد ځان خبر کړي

    د واده د لومړنۍ شپې آدابونه چي هر ځوان بايد ځان خبر کړي

    د واده داولی شپی اداب خو ډیر زیات دی،خو دبعضی ملګرو په غوښتنه پدی لنډو خت کی درته په مختصره توګه هغه اداب بیانوم چی په صحی سنت کی ثابت وی او دانکار ترینه هیڅ مجال نوی،تر دی چی هر مسلمان په بصیرت،او اعتماد باندی وی په خپل کار کی ،او دالله تعالی نه امید لرم چی دغه نوی زندګی په سعادت،خوشحالۍ او دسنت په تابعدارۍ سره شروع شی او ښځه او بچی ورته الله تعالی دسترګو یخوالی وګرځوی﴿ربنا هب لنا من أزواجنا وذرياتنا قرّة أعين واجعلنا للمتقين إماما﴾.

    1- دخپلی ناوی سره نرمی کول او هغی ته یوه تحفه وړاندی کول، حدیث کی رازی، اسماء بنت یزید رضی الله عنها فرمایی:چی ما درسول الله صلی الله علیه وسلم لپار عائشه رضی الله عنها ښائسته کوله،نو بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلم چی دهغی مخ ورته وخایم،نو رسول الله دهغی څنګ ته کیناست دشودو یو لوخی یی راوغوښته چی اول یی ترینه خپله وسکل اوبیا یی عائشی رضی الله عنها ته ورکړه،نو هغی دحیاء دوجی سر ټیټ کړه،نو ما ورته ویل چی واخله درسول الله صلی الله علیه وسلم دلاسه،بیا یی واخسته او شوده یی وسکل نورسول الله هغی ته ویل چی دی ملګری ته دی هم ورکړه…

    2- دښځی او خاوند لپاره دوه رکعته مونځ مستحب دی، لکه ابو سعید صحابی ته دغه کار عبدالله بن مسعود او حذیفه رضی الله عنهما خودلی وه.

    3- دښځی په سر لاس کیښودل،او هغی ته دا دعاء کول:اللهم إني أسألك من خيرها وخير ما جبلتها عليه، وأعوذ بك من شرّها وشر ما جبلتها عليه.

    4- کله چی جماع شروع کوی نو باید دا دعاء وایی:(بسم الله، اللهم جنبنا الشيطان، وجنب الشيطان ما رزقتنا )چی کله دا دعاء وایی نو که الله تعالی د دوی لپاره پدی ملاقات کی بچی مقدر کړی وی نوشیطان ورته ضرر نشی ورکولی.

    5-دجماع دشروع کولو نه مخکی باید دخپلی ناوی سره لوبی وکړی،ښکل یی کړی خندا مندا وسره وکړی،ځکه دیو ناشنا جنۍ سره اول ملاقات وی او په جانبینو باندی ویره او رعب ډیر زیات وی،تر څو دغه ویره ختمه شی او دمحبت فزا راشی.

    6- جماع باید په ډیره په نرمۍ سره شروع شی ځکه په اول ځل کی دجنۍ دبکارت پرده شلیږی نو هغی ته تکلیف وی،او یو څه کومک باید دجنۍ لخوا هم تر سره شی هسی مړی به دځان نه جوړه وی،ځکه بعضی خاوندان ډیر ساده وی دتناسلی اندام پر ځایی ورله په کونه ورپناه کړی.

    7- که دواده ناوی پیغله(باکره) وی باید خاوند ورسره 7 شپی تیری کړی،او که کونډه وی،نو باید 3 شپی ورسره تیری کړی.

    8- که پدغه شپه دښځی حیض وی،باید خاوند ځان وژغوری او تر هغه وخته صبر وکړی چی دحیض نه پاکه شی.

    9-که څوک د دوهم ځل لپاره دجماع اراده لری،باید دهری جماع نه روسته اودس وکړی او که غسل وکړی نوداکار ډیر بهتر دی.

    10 په نکاح کی به ښځه او خاوند دواړه دخپلو فرجونو دحفاظت او دنبی علیه السلام دامت د ډیروالی نیت وکړی،تر څو دغه نکاح یی عبادت وګرځی.

  • د ډېر وخت لپاره کوروالی نکول د نارينه اعصابو ته دوه لوی مشکلات پيدا کوي

    د ډېر وخت لپاره کوروالی نکول د نارينه اعصابو ته دوه لوی مشکلات پيدا کوي

    ډېر خلک د جنسي اړیکو د نه ټینګولو په زیانونو باندې نه پوهېږي، د بل لوري خلک هم په خپله اراده باندې د جنسي اړیکو څخه انکاري نه وي، بلکې شرايط داسې وي چې دوی نشی کولی جنسی اړيکې ټينګې کړي او خپل حاجت رفعه کړي.

     

    په هر حال بېلابېل لاملونه شتون لري چې يو کس د اوږده مدت لپاره جنسي اړیکې ټينګې نه کړي، زيانونه يې دلته په منظم ډول بیانوو.

     

    د اوږده مهال لپاره کوروالی نه کول د انسان په مغزو باندې ترټولو زیات منفي تاثيرات پرېباسي، هغه کارونه چې د مغزو سره اړیکه لري هغوی په شديد ډول متاثره کېژي، د مثال په توګه حافظه کمزورې کېږي، ددې ډول کسانو د مغزو حجرې په سالم ډول وده نه کو‌ي.د عاجلو يا سختو حالاتو د کنټرول قابليت له لاسه ورکوي، کوم کسان چې د ډېر وخت لپاره کوروالی نه کوي هغوی ژر تر تاثیر لاندې راځي کله چې کوم عاجل حالت رامنځته شي او يا هم کوم لوی مشکل رامنځته شي په دوی باندې لاره ورکېږي د کنټرول او حل لارې قابلیت یې ډېر کم وي.

  • د ښځو د شرمګا د زياتو سپينو اوبو راوتلو ترټولو لوی دوه سببونه

    د ښځو د شرمګا د زياتو سپينو اوبو راوتلو ترټولو لوی دوه سببونه

    په حقيقت کې د ښځو د شرمګا مايعات او اوبه ددې سره مرسته کوي چې د يوې مېرمنې توليدي سيستم روغ پاتې شي، له همدې کبله د شرمګا اوبه يا ترشحات په ټوله کې بد شی نه دي او مېرمنې دې زیات تشويش نکوي.

    دغه مايعات د ښځو په شرمګا کې د ځينو غدو له لوري جوړېږي، دا مايعات دا دنده لري چې رحم د بکترياو او نورو ميکروبي مضرو موادو څخه خوندي وساتي، له همدې کبله د شرمګا مايعات کوم بد شی نه دي بلکې د ښځو د جنسي او توليدي سيستم د روغتيا نښه ده.

    کله چې د مياشتينی عادت د بدلون نیمايي ته يوه ښځه رسېږي نو په دې وخت کښې د تخم ګذارۍ مرحله وي او ورسره د شرمګا مايعات په بې سارې توګه زياتېږي، دا مايعات شفاف او کش خوړونکي وي.