Author: Admin

  • په ګرمو اوبو حمام کولو حيرانوونکو ګټو څخه خبر شٸ

    په ګرمو اوبو حمام کولو حيرانوونکو ګټو څخه خبر شٸ

    د ډیرو بوختیاو له کبله ذهني خپګان/ډپریشن یوه عامه ناروغي ګرځېدلې ده، د پوهانو په وینا د نړۍ هر درېیم کس د ذهني فشار یا خپګان سره مخ دی، او دغه ناروغي د زیات کار او په ژوند کې د ډول ډول پېښو سره مخ کېدلو نه رامنځته کیږي.

    پوهانو څیړنه ترسره کړې چې د بدني فعالیت او ورزش کولو سربېره په ګرمو اوبو غسل کول له انسان څخه د ذهني خپګان په له منځه وړلو کې مرسته کوي.

    ددې لامل دا ښودل شوی چې په ګرمو اوبو غسل سره د انسان بدن د حرارت درجه نورمال حالت ته راشي، چې په مرسته یې له درمل او ورزش څخه هم ښه او چټک اغیز کوي.

    د جرمني فرائبراګ پوهنتون پوهانو د یوې څيړنې له مخې له ۴۵ ناروغانو چې عمرونه یې په اوسط ډول ۴۸ کاله و ازموینه واخیسته، دوی په دغه ازموینه کې په ډپریشن او ذهني خپګان اخته ناروغان د دوه اوونیو لپاره په اوونۍ کې دوه واره په ګرمو اوبو غسل ورکړ او ورسره یې د ورزش سپارښتنه هم وکړه.

    پوهان زیاتوي چې په ګرمو اوبو غسل کول د انسان د حرارت درجه نورمال او داخلي سیستم غوره کوي چې ورسره ذهني خپګان، فشار او ډپریشن کمیږي.

  • د مستو ۸ ګټې چې ټول باید په پوه شئ!

    د مستو ۸ ګټې چې ټول باید په پوه شئ!

    ایا د مستو له ګټو خبر یاست؟ ایا پدې پوهېږئ، چې دا هغه خوراک دی، چې نړۍ په هر دسترخوان باندې شته، څه ګټې لري؟
    مستې: تومنه شوې شيدې مستې دي. او د شیدو ډېرې ښې ځانګړتیاوې پکې دي. دا خوراک چې ريښه یې د اروپا له ختیځ څخه ده. اوس د نړۍ د ټولو خلکو له خوا استعمالېږي. مستې لدې سره چې ښه خوند لري، د درملو قدرت هم لري، او د سلامتۍ له پاره بې شمېره ګټې لري.
    مستې ډېر مغذي مواد لري، او د کلسیم یو لویه منبع ده. دا خوارک د بدن له ژوندي ارګانیسم جذبوي او د کلسیم له جذب سره مرسته کوي.
    مستې همدارنګه د پروتینو یو ډول دی، چې په اسانۍ سره هضم کېږي. او نور ګټور مغذي مواد چې په مستو کې دی عبارت دي: ریبوفالوین، ویټامین ب۲، د ب ګروپ ټول ویټامینونه، اسید فولیک، اسید لاکتیک، پوتاشیم، فاسفورس او داسې نور…
    د مستو ګټه او خواص د بدن له سلامتیا په دې اندازه ګټور دي، چې ډېری خلک له هغه نه خبر نه دي، په سلامتۍ په ورځني ژوند کې مصرفوي. د مستو ټولې هغه ډولونه چې نن سبا په پلورنځيو کې موجودې دي، ګټورې دي.
    تر ټول ګټوره ټاکنه مستې دي، چې د ژوندیو او فعاله ارګانیسم درلودنکي دي. دا ډول مستې د پروبیوتیک مستو په نوم یادېږي.
    ۱ – مستې د غذا له هضم سره مرسته کوي.
    مستې یوه خوارکي ماده ده، چې په اسانۍ سره هضمېږي. سربېره پردې ښې باکتریاوې یا هم پروبییوتکونه په مستو کې شته، چې د غذا په هضم کې مرسته کوي. مستې د هغو کسانو له پاره چې په بېلابېلو ناروغیو مبتلا دي. لکه: اسهال، معده دردي، ډېرې ورته توصیه کېږي.
    په ورځينۍ توګه یو کاشوغه مستې له کمو غوړو لرونکې مستې چې د فعالو ارګانیسونو درلودنکي وي، چې وخوری تر څو مو معده ارامه شي، او معده به مو په ښه توګه فعالیت وکړي.
    ۲ – د بدن ایمني سیسټم پیاوړی کوي.
    د څېړنو له مخې د بدن ایمني سلولونه هغه کسان چې د درېيو میاشتو په جریان کې دوه کیلو مستې چې د فعالو ارګانیسمونو درلودنکي وي، د هغو کسانو سره په پرتله چې هېڅ مستې نه خوري د هغوی بدن ډېر پیاوړی وي.
    ګټورې باکتریاوې په بدن کې رامنځته کوي. او له بدن سره مرسته کوي، چې غذایي مودا جذب کړي او معده پیاوړې کوي. ټول دا عوامل د بدن ایمني سیستم پیاوړی کوي.
    د بدن د دفاعي سیستم د پاوړي کېدو له پاره هره ورځ د فعالو ارګانیسمونو لرونکې مستې وخورئ.
    ۳ – مستې تاسې سره مرسته  کوي، چې بدن وزن مو کم شي.
    د مستو خوړل درسره مرسته کوي، چې ستاسې د بدن وزن په سرعت سره کم کړي. د مستو ګټورې باکتریاوې لکه پروبیوتیک د بدن د وازدو په ویلو کولو کې مرسته کوي، دا ددې لامل کېږي، چې غذا په ښه توګه هضم کړی. او د زیات وخت له پاره د لوږې احساس ونه کړی.
    او سربېره پردې د کلسیم لوړه کچه چې په مستو کې موجوده ده، د بدن غوړو سره مو اړیکه رامنځته کوي او کورتیزول لږ ازاد کړي، او سر بېره پدې ستاسې د بدن وزن کموي. او همدارنګه امینو اسیدونه چې په مستو کې موجود دي، د بدن د غوړو په اوبه کولو کې مرسته کوي.

    څېړنو ته په کتو داسې ویل کېږي، کومې څېړنې چې په ۲۰۱۲ کال کې په امریکا کې د زړه په انجمن کې وشوې، هغه کسان چې د وینې د لوړ فشار په ناروغۍ باندې اخته وي، هغوی چې بې غوړو مستې خوري د هغو کسانو په پرتله چې مستې نه خوري ۳۱ سلنه کمه ده. په اکثر ډول هغه کسان چې نیمه کیلو مستې د ورځې وخوري، د وینې د لوړ فشار وېره یې په مکمل ډول له منځه ځي.
    ۵– کلسترول کموي.
    د مستو له ځانګرتیاوو یوه دا ده، چې مستې د فعالو او ژوندیو ارګانیسمونو درلودنکي دي. چې د بدن د کلسترول په کموالي کې مرسته کوي. فعاله ارګانیسمونو چې په مستو کې موجود دي، د کلسترول پایې په بدن کې نړوي. پروبیوتکونو کوم چې په مستو کې موجود دي، دصفراوي اسیدو د کموالي سبب په بدن کې کېدی شي. چې دا ډله منرالونه هم د کلسترول په کمښت کې مرسته کوي. مستې په ځانګړې توګه هغه کسان چې د زړه په ناروغیو اخته دي، ډېرې ګټورې دي.
    ۶– د لوې کولمې د سرطان له اخته کېدو نه مخنیوی کوي.
    مستې د لوې کولمې په سالمه ساتلو کې ډېره مرسته کولای شي. د لاکتوباسیلوس د لوې کولمې له پاره یوه ګټوره باکتریا ده. چې په مستو کې موجوده ده، مستې ددې باکتریا د په درلودلو سره د لویې کولمې د سالمه ستالو سره ډېره مرسته کولای شي. او په پایله کې د لوې کولمې د هر ډول ناروغیو د رامنځته کېدو مخنیوی کوي.
    دا ډول ښې باکتریاوې میکروارګانیسمونه ددې مضرو باکتریاوو  او د سرطاني حجرو د رامنځته کېدو مخنیوی کوي. او سرطاني حجرې ودې ته نه پرېږدي.
    د لوې کولمې د سالمه ساتلو له پاره سهار وخته په نهاري مستې وخورئ.
    ۷– د هډوکي په پیاوړتیا کې مرسته کوي.
    کلسیم، ویټامین ډي، فعاله او ژوندي ارګانیسمونه په مستو کې د هډوکو د سالمه ساتلو سره مرسته کوي او د هډوکي له منځه تلو ته نه پرېږدي. ددې له پاره مو چې هډوکي پیاوړي او کلک شي، نو ډېرې د ډي ویټامن لرونکي مستې وخورئ.
    ۸– د وېښتو د سالمه ساتلو سره مرسته کوي.
    د مستو یو بله ځانګړنه دا ده، چې د وېښتو په سالمه او روغ ساتلو کې مرسته کوي. که مستې وخوری، نو نوره اړتیا نه شته چې قیمت بعیه دواګانې واخلی او په خپلو وېښتو یې مصرف کړی. مستې د اسید لاکتیک، پروتینو، کلسیم او نور ګټور غذایي موداو درلودنکي دي چې د وېښتو په سالمه او درخشانه ساتلو کې مرسته کوي.
    مستې مو وېښتان ډېروي، د سر او وېښتو پخه له منځه وړي. او د وېښتو د بخار د له منځه وړلو له پاره مستې ډېرې ګټورې دي.
    او که غواړی چې کلک او پیاوړې وېښته ولری نو له مستو سره مو خپل وېښته ومنځئ او د ۳۰ دقیقو له پاره په خپلو وېښتو پرېږدئ او وروسته یې له شامپو سره ومنځئ دا به مو د وېښتو په سالمه او روغ ساتلو کې مرسته وکړي.
    ژباړن: شبیراحمد سلیمي نړیوال

  • د واده شپه، د بکارت پرده او ځیني حقيقونه چي هر ځوان بايد ځان پري پوه کړي

    د واده شپه، د بکارت پرده او ځیني حقيقونه چي هر ځوان بايد ځان پري پوه کړي

    موږ باید په دې اړوند ځینو شیانو ته پوره پاملرنه وکړو په دې شپه لومړنۍ د پام وړ مساله د بکارت پرده ده چې ځیني نجوڼې ذاتاً پرده نه لري د ډېری خلکو باور دا دی چې د بکارت پرده ضرور د جنسي اړیکو له امله له مینځه تللې چې دا باور خو کله کله تر بېلتون او طلاق پورې هم رسیږي نو باید په دې وپوهېږو چې پرده پرته له جنسي اړیکي په استمنا (ځان ارضا کولو) او ګام اچولو هم له منځه ځي او په دې باید سر خلاص کړو.

    ښایي تاسې سره پوښتنه پیدا شي چې د واده شپه له نورو شپو سره څه توپیر لري؟ لومړۍ جنسي اړیکه څه ډول وي او په څه باید پوه شوو.

    بلې دا هغه شپه ده چې نارینه او ښځینه په لومړي ځل لومړۍ جنسي اړیکه او ګډ ژوند پیلوي چې یاد ژوند له تېر ژوند سره خورا توپیر لري، زفاف یا د لومړۍ جنسي اړیکي شپه ښایي زموږ په ټولنه کې ډېره د ارزښت وړ وي ځکه چې زموږ ټولنه له دې اړخه ډېره محدوده او محرمه ټولنه ده د مینې اړیکي په کې بیخي ډېرې جدي نیول کیږي له همدې امله د واده په لومړۍ شپه ډېری ځوانان یوې بلې نړۍ ته درومې چې له پخوانۍ نړې سره ډېر توپیر لري.

    اصله موضوع داده چې چې په لومړۍ شپه د جنسي اړیکي نیول ښه نه دي ځکه دواړه لوري ستړي او ستومانه وي نو پر هغه مهال د جنسي اړیکو نیول د دواړو لور په تېره د مېرمنې لپاره ستړي کوونکي تمامیږي ستړیاوې مو په پام کې ونیسئ تر څو دواړه له اروایي اړخه پوره چمتو شئ.

    اضطراب، وېره او ډار له منځه یوسئ او دا کار په ډېره مینه کیږي هرکله چې مېرمن له عاطفي اړخه چمتو شي او پوره مینه او محبت وویني وروسته جنسي اړیکې پیل کړئ مېرمنې له نارینه وو سره پوره توپیر لري هغوی باید لومړی جنسي اړیکو ته چمتو شي وروسته له هغه جنسي اړیکې پیل کړيد د ناوې خوا ته ورشئ او کیسه او مینه ناکي خبرې پيل کړئ ان ښایي په لومړی شپه یې پرته له جنسي اړیکی ارګازم ته ورسوی، وحشت، تاوتیرخوالی، څو ځله اړیکه، تهدید او اخطارونه دا ټول د جنسي اړیکو پر کیفیت منفي اغېزه لري چې باید له پامه ونه غورځول شي.

    خونه او ځای باید هوسا وي ځکه د مېرمنو لپاره خونه د خونې رڼا بستره ان د بسترې رنګ هم ځانګړی ارزښت لري او په جنسي اړیکو اغېز ښندي او همدارنګه د میرمنې امیدوارۍ ته هم پاملرنه وکړۍ په دې پوه شئ چې د میاشتني عادت څخه څو ورځې وروسته باید ژوره جنسي اړیکه ونیسئ.

    خواړه، اوبه او د اړتیا وړ توکي هم ځانګړی رول لري د قوي خواړو څخه باید په ډېره پیمانه ګټه واخیستل شي تر څو په جنسي اړیکو کې د سستۍ مخه ونیول شي.

    کولی شئ پرته له دخول نورې کړې وکړئ او یا هم ځانکړي کریمونه وکاروی تر څو درد او بدني ستونزې رفعه شي، پاکې جامې، نوکان او ویښته سندرې، حمام، مساج او عطر وهل دا ټول هغه څه دي چې په یو ډول په جنسي اړیکو کې ارزښت لري.

    يو بل ته د زړه خبره او خپله وېره ووایی او که وېرې دوام وکړ اړیکه ودروئ ځکه په هغه مهال اړیکه د زړه له کومې نه وي او خوند یې هم راکمیږي ځانونه مه بربڼدوئ او بریښنا هم ګل کړئ تر څو دواړه د امن احساس وکړئ او همدارنګه دا شپه په ښه خاطره بدله کړئ نه دا چې ستاسو یا مو د مېرمنې لپاره تر ټولو بده خاطره پاتې شي.

    پایله: کولی شو ووایو چې د واده لومړۍ شپه زموږ په ټولنه کې ډېره مهمه ده چې باید له وړاندې ورته چمتو واوسو د جنسي اړیکو ځیني مهارتونه زده کړو د مېرمنو په هکله مطالعه وکړو او همدارنګه مشاوره واخلو چې نارینه څوک دي او جنسي اړیکي څه ډول او په څه شکل ترسره کېږي زموږ بچي زامن او لورګانې دا حق لري چې د موروپلار په حیث د یوه ملا په حیث د یوه استاد په حیث د یوه ډاکټر مشر او ارواپوه په هیڅ مرسته ورسره وکړو زه په دې اړوند له ډېرو عجیبو مراجعینو او اروايي جنسي ناروغیو سره مخ شوی چې په خپل وخت مې مرسته ورسره کړې خو دا مرسته محدوده وه او اوس خوشحاله یم چې دا دی ټول خویندې او ورونه به له دې لیکنې او غږ څخه ګټه پورته کړي

  • دشيدو او بادامو حيرانوونکې ګټې چي حيران به شى

    دشيدو او بادامو حيرانوونکې ګټې چي حيران به شى

    شیدې او بادام د زړه د ناروغیو مخه نیسي
    شیدې او بادام د سالم کلسټرول درلودونکي دي او په وجود کې د مضرو کلسټرولو مخه نیسي، همدا لامل دی چې د زړه ناروغۍ له منځه وړي. که په ورځني ډول بادام او شیدې وخوړل شي، د زړه له ناروغیو مو ساتي.
    شیدې او بادام د وزن په کمېدو کې مرسته کوي
    که غواړئ وزن مو کم شي او غذایي رژیم مو نیولی وي، نو شیدې او بادام له یاده مه باسئ، شیدې او بادام دواړه ۶۰ کالري انرژي لري چې د وزن د کموالي لپاره تر ټولو ښه ټاکنه ده.
    شیدې او بادام هډوکي کلکوي
    شیدې او بادام د کلسیم او ويټامینو تر ټولو ښه سرچینه ده چې په مستقیمه توګه د هډوکو په وده او پیاوړتیا کې ونډه اخلي.
    سترګې روغې ساتي
    شیدې او بادام په خپل ترکیب کې ويټامین اې، ډي او اي لري چې د سترګو له ځیر سره مرسته کوي. دغه راز کولی شي چې د نور پر وړاندې د سترګو مقاومت لوړ کړي.
    پوست مو روغ ساتي
    دا چې شیدې او بادام په لوړه کچه انتي اکسیدان او د اي ويټامین لري، نو د پوستکي د تازګۍ لامل کېږي. که په ورځني ډول وخوړل شي، د پوستکي له ښایست سره هم مرسته کوي.
    عضلې مو پیاوړې کوي
    شیدې او بادام د ويټامین ډي، اوسپنې او کلسیم په درلودو سره د عضلو د پیاوړتیا لپاره تر ټولو مناسب خواړه بلل کېږي.

  • د ځینو خلکو رګونه ولې د ځینو نورو په پرتله ډير پړسیدلي وي؟

    د ځینو خلکو رګونه ولې د ځینو نورو په پرتله ډير پړسیدلي وي؟

    رګونه د انسان په بدن کې د وینې د لیږد کار کوي چې تر ټولو اړین دي، په رګونو کې د وینې بندش یا خرابوالی د هرې ناروغۍ رامنځته کېدلو بیناد دی، د زړه، شکر، فالج، فشار، ویښتان تویېدل، ستړیا، ستومانتیا او داسې نورې ډيرې ناروغۍ په رګونو کې د وینې ناسم چلند له کبله رامنځته کیږي.

    خو ځینې کسان به مو لیدلي وي چې رګونه یې د نورو په پرتله ډیر پړسیدلي وي، که څه هم دې ته زیاتره خلک تر هغې پاملرنه نه کوي تر څو چې یې په سمدستي ډول د بدن رګونه وپړسیږي خو ددې ځینې لاملونو ته مو پام را اړوو.

    که چیرې مو په سمدستي ډول د لاس یا پښو رګونه وپړسیدل نو ډیر د فکر وړ خبره نه ده، په عام ډول پړسیدلي یا غټ رګونه د ښې روغتیا نښه ګڼل کیږي، خو ایا د رګونو پړسوب د کومې ناروغۍ خوا ته اشاره ورکوي؟

    لاملونه یې:

    پوستکی: ځینې مهال د سپین رنګه کسانو په پرتله د تور یا غنم رنګه کسانو د بدن رګونه زیات غټ یا پړسیدلي وي، همدا ډول د ډنګر کسانو رګونه هم نسبت چاغو ته ډیر پړسیدلي وي، د پوستکي نری والی هم یو لامل کیدلی شي، ویل کیږي چې د عمر په زیاتېدلو د پوستکي لاندې غوړ کمیږي چې له کبله یې رګونه په پوستکي غټ ښکاري، همدا لامل دی چې د کشرانو په پرتله د مشرانو رګونه ډیر زرغونه او پړسیدلي ښکاري، یوه بله په زړه پورې لامل دا هم کیدلی شي چې د ځینو خلکو رګونه په طبیعي ډول پوستکي ته ډیر نږدې وي.

    ورزش: د ورزش کولو پرمهال کله چې د بدن غړي په حرکت راشي او بدن کې وینه په چټکۍ سره حرکت پېل کړي د انسان رګونه زرغونه کیږي، او په رګونو کې د وینې چټکتیا او پوره رسېدل د غوره روغتیا نښه ده.

    امیندواري: د امیندوارو میرمنو د نورو په پرتله رګونه ډیر پړسیدلي وي، لامل یې دادی چې په دغه مهال کې رګونه په چټکۍ سره ګردش ته اړ کیږي، په اسانه اصطلاح چې د عامو میرمنو په پرتله د امیندوارو میرمنو رګونه زیات کار کوي چې له کبله یې رګونه پړسیږي، د بچي زیږیدلو نه وروسته عام حالت ته راځي.

    بدني کمزورتیا: په بدن کې د غوړ کچه کمېدل او یا نوره کمزورتیا د رګونو پړسیدلو لامل کیږي، د ډنګر او کمزورو کسانو د پوستکي لاندې غوړ کم وي چې رګونه یې د نورو په پرتله زیات پړسیدلي وي.

    یادونه: که د رګونو پړسیدلو پرمهال مو بدن کې د سینې درد، په ساه اخیستلو کې ستونزه، د رګونو شاوخوا پړسوب او ځینې نورې نښې څرګندې شي باید ډاکټر ته رجوع وکړل شي، ځکه چې دا د نورو ناروغیو خوا ته اشاره ده.

  • دوه اوونیو کې مو د پیازو اوبو په واسطه توی شوي ویښتان راشنه کړئ

    دوه اوونیو کې مو د پیازو اوبو په واسطه توی شوي ویښتان راشنه کړئ

    تازه پیاز یو له معجزه کوونکو خوړو څخه دي چې بې شمیره روغتيايي ګټې لري، د باکتریاو پر وړاندې سخت مبارزه کونکي او د بدن ډیرو برخو ته روغتیايي ګټې لري.

    اوسني وخت کې د ویښتانو توییدل معمول ګرځېدلی، هر ځوان او زوړ یې د مخنیوي لارې چارې لټوي، خو د امریکې د ډرمېټالوژي اکادیمۍ لخوا په یوه ترسره شوې څیړنه کې ویل شوي چې د پيازو اوبه کولای شي توی شوي ویښتان یوار بیا راشنه کړي.

    د یادې څیړنې له مخې زیاته شوې، که د پیازو اوبه د توی شوي ویښتانو بیخونو باندې واچول شي او یا هم د تیلو په څير په دغو اوبو یې بیخونه لامده کړل شي د وتلي ویښتانو راشنه کولو کې خورا زیاته مرسته کوي، یوازې دا نه؛ بلکه د توییدو مخه یې هم نیسي او له وخت وړاندې سپيندو مخنیوی هم کولای شي.

    له دې وړاندې یو شمېر څیړنو ثابته کړې، کوم مواد چې د ویښتانو اوږدېدلو پر وړاندې خنډونه جوړوي د هغې ختمولو لپاره هم پیاز یوه طبیعي نسخه ده، په پيازو کې داسې مواد موجود دي چې ويښتان له کمزورئ او ماتولو څخه ژغوري.

    لارې چارې يې:

    یوه دانه پياز به راواخلئ او له هغې به اوبه وباسئ، (که د پيازو بوی ډیر وي لیمو ورګډ کړئ)، او د توی شوي ویښتانو په بیخونو یې استعمال کړئ، خو پام مو وي چې د ویښتانو بیخ ته یې ښه پوره اثر ورسیږي، څه موده یې پریږدئ او بیا یې په یوه غوره شامپو پریمنځئ.

    دغه کار د دوه اوونیو لپاره پرلپسې په ورځ کې دوه وار تکرار کړئ توی شوي ویښتان به مو یو وار بیا راشنه او سپینوالی به یې له منځه ولاړ شي، خو که چیرې تاسې د پياز سره کوم ډول حساسیت لرئ باید له دغې لارې ځان وژغورئ.

    د یادونې ده چې پیاز د سر پخې په ختمولو کې هم خورا ښه اثر کوي، ځکه چې په دې کې اکسیډنټ ضد «Anti-Oxidant» مواد شتون لري، چې بېځایه ویښتان له منځه وړي او د سر د وینې جریان ښه کولو کې مرسته کوي.

  • ښځې د شپې کوروالی خوښوي‌ که د ورځې؟

    ښځې د شپې کوروالی خوښوي‌ که د ورځې؟

    په ګډ ژوند کې د ښځې طبعيت د نارينه له طبعيت سره کاملا فرق لري، د مثال په ډول نارينه د ورځې کوروالی زيات خوښوي خو ښځه بيا د کوروالي کول يا همداسې د عشق او مينې کول د شپې په وختونو کې په تياره کې خوښوي، ډېری کسان په دې خبره پوهېږي خو په سبب یې دقیق نه پوهېږي.

    خبره داده چې ښځه محرميت ته ډېر زيات ارزښت ورکوي، نارينه په ځان چندان کنټرول نلري او غواړي سمدلاسه خپله اړتيا پوره کړي او کوروالی وکړي، خو ښځه بيا غواړي چې په ډېر ښه امنیت او ښه چاپیریال کې په آرامه کوروالی وکړي.

    د شپې له لوري ډېری خلک ويده وي او ښځه په دې وخت کې کوروالی کول هم خوندي هم خاص ګڼي، عموماً کله چې لس بجې کېږي او پخه تياره حاکمه شي نو ښځه په دې وخت کې غواړ کوروالی وکړي.

  • له خوړو وروسته د معدې سوزش ستونزه لرئ؟ دلته یې حل لاره ولولئ!

    له خوړو وروسته د معدې سوزش ستونزه لرئ؟ دلته یې حل لاره ولولئ!

    زیاتره خلک له خوړو وروسته د معدې سوزش څخه شکایت کوي، دغه ستونزه نن سبا یو معمول ګرځېدلې ده، او دغه یو شمېر لاملونه لري، زیات مهال لوږه تېرول، زیات چای او څښل، سګریټ یا بله نشه کول، او داسې نور ډیر لاملونه شتون لري چې د معدې سوزش ورسره زیاتیږي او د سختو ستونزو او اندیښنو لامل کیږي.

    د معدې یا سینې تیزابیت یا سوزش څخه د ځان ژغورلو لپاره د «لونګ» استعمال ګټوره نسخه ده، لونګ د ښه بوی ترڅنګ یو شمېر ګټې لري او د بېلا بېلو ناروغیو مخنیوي کې خورا ګټور ثابتیږي.

    لونګ یو طبیعي بوټی دی چې د خوراک ترڅنګ په درملو، عطرو، تېلو او نورو ډیرو څیزونو کې استعمالیږي، لکه په وینه پاکولو کې مرسته کوي، د غاښونو درد، خیټې درد، سر درد، ستوني درد ختموي، د مخ پوستکی تازه کوي، د شکر ناروغۍ او وزن کمولو کې مرسته کوي.

    خو دلته یې د معدې تیزابیت او سوزش له منځه وړلو ګټې وړاندې کوو، لونګ ددومره بې شمېره ګټو ترڅنګ د معدې تیزابیت په مخنیوي کې خوار ښه رول لري.

    پوهان وایي چې لونګ په طبیعي ډول د خوړو په نالۍ کې ګاز رامنځته کېدلو مخه نیسي، له خوړو وروسته د لاچي او لونګ په خوله کې میده کول او بیا تېرول د معدې سوزش له منځه وړي او د تنفس بدبویي هم ختموي.

    د پوهانو په وینا دوی په یوه څيړنه کې له ۲۰۰ کسانو ازموینه ترسره کړه، دغې ۲۰۰ کسانو ته ویل شوي وو چې د هر خوړو نه وروسته د یوې میاشتې لپاره پرلپسې لونګ وخوري، په پایله کې پر دغو ازمویل شویو کسانو حیرانونکې ګټې ښکاره شوې، په ځانګړي ډول په دوی کې د معدې سوزش ستونزه بلکل له منځه ولاړه.

    د لونګ تېل هم د یو شمېر ناروغیو درمل دی، په ځانګړي ډول د ویښتانو لپاره، چې د اضافي ویښتانو له منځه وړلو او په سپین ویښتان تورولو کې مرسته کوي.

    د یوه عام ناروغ لپاره د لونګ استعمال باید د نسخې په شکل وشي او یا له استعمال مخکې له ډاکټر سره مشوره وشي، ځکه چې ددې همیشه استعمال او یا په استعمال کې ناغیړي یا بې باکي کول ممکن د نورو ناروغیو لامل وګرځي، ځکه که لونګ د کومې لارې نه پوزې ته داخل شي تنفس زیانمنوي.

  • ممپلي او حيرانوونکې ګټې يي

    ممپلي او حيرانوونکې ګټې يي

    اکثره خلک فکر کوي چې ممپلي به روغتيا ته تاوان رسوي نو د همدې لامله یې له ډیر خوراک څخه ځان ژغوري، خو دغه خواړه په یخنۍ کې له غوره خوند سربېره بې شمېره روغتيايي ګټې هم لري چې دلته مو د نمونې په ډول له څو ګټو سره اشنا کوو.

    ممپلي د سرطان په مخنیوي کې ګټور خواړه دي، هغه ستونزې چې د سرطان رامنځته کېدلو لامل کیږي د ممپلي خوړلو له لارې یې مخه نیولی شئ.

    ممپلي د هډوکو ځواکمنولو لپاره غوره میوه ده، په ممپلیو کې د پوټاشیم ماده زیاته کچه موندل کیږي چې هډوکي پياوړي کوي.

    ممپلي خوړلو سره غاښونه سپين او پیاوړي کیږي، ځکه چې په ممپلیو کې زنک «جست» او نور داسې منرالونه شتون لري چې د غاښونو پياوړولو لامل کیږي.

    ممپلي اعصاب پیاوړي کوي او حافظه ښه کوي، په ممپلیو کې د ویټامن بي ۳ ماده شتون لري چې په ځانګړي ډول اعصاب او حافظې ته تقویه ورکوي.

    ممپلي د سږو لپاره خورا ګټور دي، په دې کې داسې طبیعي منرالونه شتون لري چې سږو ته قوت ورکوي.

    ممپلي د وینې کولیسترول ټیټوي، دغه میوه له انرژۍ څخه ډکه ده، کمزورو او کم خونو خلکو ته په کار ده چې ممپلي وخوري، که څه هم زیات کالوري او غوړ لري خو بیا هم پوهان وایي چې ممپلي د وینې کولیسترول کچه له وزن زیاتولو پرته ټيټوي.

    د ممپلیو له غوړوالي خلک ویره کوي، خو ویل کیږي چې د نړۍ پر مخ د ممپلیو غوړ یو له غوره څخه دي، ځکه چې ددې په مرسته د کولیسترول کچه ټيټيږي او وزن کمولو کې مرسته کوي.

    همدا ډول څیړنو ښودلې چې ممپلي خوړل د زړه د ناروغیو لرونکو کسانو لپاره ګټور درمل دي، دغه راز ممپلي د شکر لپاره هم مفید دي او هغه کسان چې له دې ناروغۍ کړیږي باید ترې ګټه پورته کړي.

  • شین چای؛ د بې شمیرو ناروغیو یوازینۍ درمل یوه بله ګټه هم لري

    شین چای؛ د بې شمیرو ناروغیو یوازینۍ درمل یوه بله ګټه هم لري

    شین چای له سلګونو کلونو راهیسې د بې شمیرو ناروغیو د درمل په ډول استعمالیږي. خو اوس اروپا کې دغه مشروب د پوټکي د ناروغیو څخه خلاصون لپاره هم کارول کیږي.

    د جرمني یوې خپروونکي ادارې راپور پر بنسټ شین چای اوس د پوټکي مختلفو کریمونو جوړولو یوه اړینه برخه ده او د پوټکي لپاره استعمالیدونکي ټولو کریمونو کې استعمالیږي.

    د غیر طبیعي ښکلا لپاره استعمالیدونکي توکي تولیدوونکو اتحاديي مشر برګټ هوبر وویل چې په شین چای کې شته ویټامینونه، معدنیات او ځینې نور روغتیايي مواد د زخم رغولو خاصیت لري.

    نوموړی زیاته کړه چې شین چای د پوټکي روغتیا لپاره هم ډیر زیات ګټور دی ځکه چې په شین چا د چای د نورو ډولو په پرتله ځانګړی کیمیاوي عملیې نه ترسره کیږي د کوم پر بنسټ چې د دغې مشروب طبیعي خواص پر خپل ځای پاتې کیږي.

    په میونخ ښار کې د نورکاویر اسکول اف کاسمیټکس یو پروفیسر الیګزازنډرا کیزلر وايي چې په شین چای کې شته کلوروفیل د انسان پوټکی تازه ساتي او په شین چای کې شته کیفین بیا پوټکی ښکلی کوي.

    د شین چای یوه بله ګټه دا ده چې دغه مشروب کې شته ګټور ویټامینونه، منرالونه او نور ګټور مواد یوازې څو ساعتونو کې د انسان په بدن اثر کوي او د اوږدې مودې لپاره يي اثر پاتې کیږي.