هغه درمل چې ښځې يې د اميدوارۍ (حمل/ډکوالي) په وخت کې بايد ونه خوري (لومړۍ برخه)
ژباړه: ډاکټر نيک محمد ويال – د روهي وېب پاڼې بنسټګر او مسوول مدير
اميدوارو ښځو ته ډېر وخت مختلفې مشورې ورکول کيږي او دوی هم په دې فکر کې وي، چې کوم څېزونه تر سره کړي او کوم نه؛ کوم شيانو وخوري او کوم نه؛ کومه دوا ښه پايله ورکوي او کوم درمل بيا د مور او ماشوم لپاره ضرري دي؟
د مور او کورنۍ لپاره دواړه، د مور او ماشوم ژوند او روغتيا مهمه ده، او په همدې اړه اندېښنې لري.
په دې لېکنه درته هغه پنځلس درمل په ګوته کوو، چې د اميدوارۍ په وخت کې يې بايد له خوړلو څخه ډډه وشي.
۱- اسپيرين Aspirin ګولۍ: اسپيرين هغه درمل دي چې د سر دردۍ، تبې او ځينو نورو دردونو لپاره خوړل کيږي، دا درمل د يادو ناروغيو او ستونزو لپاره په رېښتيا هم ښه پايله ورکوي، خو د اميدوارۍ په وخت کې يې بايد له خوړلو څخه ډډه وشي.
د اميدوارۍ په وخت کې په ډېره اندازه د اسپيرين خوړل شونې ده، چې ارثي ستونزې لکه له پېداېښت وړاندې د جنين د زړه د رنګونو بندېدل، د جنين د زړه د ضربان د درېدو او نورو سبب شي.
۲- کافين Caffeine: کافين يو ډول خوړونکي او انرژي ورکونکي ماده ده، چې په قهوه، چاي، کاکائو او نور بوټو کې پيدا کيږي. کافين تحريک کوونکي درمل دي، چې د زړه ضربان زياتوي او پايله کې يې د وينې فشار هم زياتيږي. د اميدوارۍ په وخت کې د کافينو په ډېر شمېر سره خوړل له دې وجې نه دي ګتور، چې په عادي ډول د انسان وجود د دې وړتيا لري، چې کافين وخوري او د مېتابولېزم عمليه پرې ترسره شي، خو کله چې د اميدوارۍ په وخت کې کافين وخوړل شي، د وجود دننه جنين دا وړتيا نه لري چې په کافينو باندې د مېټابولېزم عمليه ترسره کړي.
د جنين زړه د تېز ضربان او د هغې له امله د وينې د لوړ فشار وړتيا نه لري، په کمه اندازه سره د کافينو خوړل کومه ستونزه منځ ته نه راوړي.
۳- د کرچک غواړي Castor Oil: د کاستور غواړي له نباتاتو څخه لاس ته راتلونکي غواړي دي، چې د صابون، پلاستيک او نورو شيانو په جوړولو کې ورڅخه ګټه اخېستل کيږي.
دغه غواړي د پوستکي لپاره کارول کيږي، ترڅو پوستکی غوړ، نرم، ښوي وساتي او د اضافي وېښتانو مخنيوی وکړي.
د اميدوارۍ په وخت د ځينې ميندو له خوا دغه غواړي په نس (خېټه) باندې وهل کيږي، ترڅو په خېټه کې پيدا شوې ګونځې هوارې کړي، چې په دې سره د نس پوستکی په خپل منځ کې سره ټوليږي او د جنين لپاره د مور رحم کوچنی او تنګيږي.
۴- Bismuth subsalicylate: دغه درمل د معدې د درد، ګاز او د معدې د جوش لپاره کارول کيږي. د اميداورۍ په وخت کې د يادو درملو خوړل ماشوم معيوب پيدا کوي او د جنين لپاره زهري دي.
د بېسمت سبسالېسېلېټ خوړل له د ماشوم له پيدا کېدو وروسته هم تر هغه وخته پورې غوره نه دي، ترڅو چې ماشوم د مور شيدې خوري، دا ځکه چې ياد درمل يوه اندازه زهري دي، نو د شيدو له لارې کولی شي د ماشوم وجود ته هم دننه شي.
۵- برامفېن – اراماين Bromphen-iramine: دغه دوا د زکام او مختلفو نورو حساسايتونو لپاره خوړل کيږي. دغه درمل د زړه ضربان ډېروي او د وجود اوبه کمه وي، د اميدوارۍ په وخت بايد د يادو درملو له خوړلو څخه ډډه وشي، ترڅو جنين له دغه ستونزو څخه خوندي وي.
۶- ايبوپروفن Ibuprofen: په ټوله نړۍ د درد وژنکي يا Painkiller مشهور درمل Ibuprofen دي. ايبوپروفن د درد او سوځېدنې مختلف ډولونه له منځه وړي، ياد درمل د ګولۍ، مايع او شربت په ډول په ټولو درملتونو او روغتونو کې پيدا کيږي.
کله چې د اميدوارۍ په وخت کې ايبوپروفن وخوړل شي، نو د جنين په بڼه او شکل باندې بد اغېز کوي او ماشوم بد شکله نړۍ ته راځي، نو په دې اساس پرته د ډاکټر له مشورې يې له خوړلو ډډه وکړئ.
۷- ناپروکسن Naproxen: ناپروکسن هم د التهاب، درد، د ټپ شوې برخې د سوځېدو او په لويه کې درد وژونکي يا Pain Killer درمل دي. هغه کسان چې، چې د زړه اړوند ناروغۍ، نفس تنګي، د معدې زخم لري بايد ناپروکس ونه خوري، اميدواري ښځې هم په دې لړ کې شاملې دي، چې د اميدوارۍ په وخت کې بايد د ناپروکسن له خوړلو ډډه وکړي.
د اميدوارو ميندو لپاره دا توصيه کيږي، چې په ډېره کمه اندزه دغه درمل وخوري او هغه هم د ډېر زيات ضرورت په وخت کې، د اميدوارۍ په لومړنيو درېيو مياشتو او همدا ډول کله چې ماشوم د مور شېدې خوري، بايد دغه درمل ونه خوړل شي.
۸- ايزوترتينوئين Isotretinoin: ايزوترتينوئين د پوستکي دوا ده، ايزوترتينوئين په پوستکي باندې د بخار، دانو او سوروالی لپاره کارول کيږي. د اميدوارۍ په وخت کې د يادې دوا خوړل د ماشوم په ظاهري څېره باندې اغېز کوي او دا شونتيا هم شته چې ماشوم له پيدا کېدو سره يوځای معيوب پيدا شي.
يادونه: که کمه په اندازه او د زياتې اړتيا په وخت کې پورته ذکر شوې درمل خوړل شي، نو ډېرې ستونزې منځ ته نه راوړي، خو که چېرې ميندې اميدوارې وي نو بيا د اميدوارۍ په وخت کې، د نورو نارغيو له پيدا کېدو سره غوره ده چې له اړوند ډاکټر سره پرې وګوري.
Author: Admin
-
هغه درمل چې ښځې يې د اميدوارۍ حمل په وخت کې بايد ونه خوري
-
انزال يا جنسي خلاصېدنه څه ته وايي؟ او څنګه د زر خلاصېدو مخنيوی او درملنه وکړو؟
د نارينه د توليدي يا تکثري غړي (Penis) څخه له جنسي تحريک سره يوځای د مني (Semen) وتل چې په عمومي ډول له تکثري حجرې (Sperm) ورسره مل وي، انزال يا جنسي خلاصېدنه بلل کيږي.
په منځني يا اوسط ډول نارينه له جنسي تحريک وروسته له ۳ څخه تر ۶ دقيقو وروسته انزال ته رسيږي. ډېری داسې کسان شتون لري چې د خپل مقابل لورې له هيلو وړاندې انزال ته رسيږي، زر انزال ته رسېدونکي کسان له ۳۰ ثانيو او يا له دې هم په کم وخت کې انزال ته رسيږي چې د شرم او مايوسۍ احساس کوي.
لکه څنګه چې د اسلام په سپېڅلې دين کې راغلي دي، چې ښځه د سړي او سړی دښځې لپاره جامه ده، نو د اسلامي احکامو اړوند هر نارينه بايد د خپلې کورودانې يا ښځې ټولې شرعي اړتيا په شمول د قربت يا جنسي يوځايوالي پوره کړي. ډېری سړي د انزال له ستونزې زوريږي.
ولې زر انزال ته رسيږو؟ د حال لارې يې درته په ګوته کوو.
له وخت وړاندې انزال لاندې نښې لري:
۱- زر انزال چې تر يوې دقيقې هم په کم وخت کې ترسره کيږي.
۲- د انزال په وخت کې کنټرول شتون نه لري، په بې کنټروله ډول سړی انزال ته رسيږي.
۳- جنسي اړتيا نه پوره کيږي، د خپلې ښځې پر وړاندې د مایوسۍ، ناهيلۍ او شرم احساس.د زر او له وخت مخکې انزال درملنه:
۱- مخکې له دې چې له خپلې ميرمني سره يو ځای شي، هڅه وکړي چې جنسي تحريک مو کم کړئ. که شوني وي نو د ژوند له ملګرې سره مو خپله ستونزه ګډه کړئ. لومړي د خپلې کورودانۍ سره داسې يو ځای شي چې زر انزال ته ورسيږي، که څه هم په دې کړنه سره به مو جنسي قناعت حاصل نشي، خو دوه يا درې ساعته وروسته د بيا ځلې په يوځای کېدو سره به مو جنسي تحريک کم شوي وي او کولای چې دځان او دژوند د ملګرې جنسي اړتيا ور پوره کړی.۲- لوڅ فلمونه او تصويرونه: د لوڅو فلمونو او تصويرونو له کتلو ډډه وکړئ. ياد فلمونه او تصويرونه تاسې هر وخت تحريک شوي ساتي او د جنسي قربت په وخت کې زر انزال ته رسيږی. د لوڅو فلمونو او تصويرونو کتل مو هغه عضلې سستوي، کومې چې د انزال د کنټرول دنده پر غاړه لري.
۳- د خلاصولو او بندلو مېتود: ځان مو دومره تحريک کړئ چې فکر وکړی نور انزال ته رسيږي، نو بيا مو جنسي هڅونه را کمه کړي او هڅه وکړئ چې انزال ته ونه رسيږئ، دې ته د (start-stop) مېتود وايي.
په دې مېتود سره کولای شی، هغه عضلې چې د مني د بهر کېدو کنټرول لري تاسو يې په خپل کنټرول کې راولي. دا طريقه د ادرار په وخت کې هم عملي کولای شي. هر کله چې ادرار کوي نو د يو څو ثانيو لپاره مو ادرار بند کړئ او بيا يې خوشی کړئ، دا کړنه د يو ځل ادرار په وخت دوه يا درې ځلې تکرار کړئ.۴- پيړ کنډوم (Thick Condom): ډبل کنډم (هغه پوکڼۍ چې د اولاد د پيدا کېدو مخنيوی کوي) مو تناسلي آلې ته واچوئ. ډبل يا پېړ کنډوم د جنسي تحريک مخنيوی کوي او ستاسو مرسته کوي چې زر انزال ته ونه رسيږی.
۵- روحي فشار، ويره او اندېښنه: که چېري د جنسي يوځای کېدنې په وخت درسره يو ډول روخي فشار، ويره او اندښنې مل وي، نو ډېر زرر به انزال ته رسيږي. کله چې غواړئ ژوند د جنسي قربت له ستونزو سره مخ نه وي، نوبيا پر ځان باور ولري او هر ډول ويره او شرم له ځان لېرې کړئ.هغه خواړه چې د زر انزال مخنيوی کوي:
۱- شنه پياز: د شنو پيازو بيخونو څخه اوبه وباسئ او بيا يې له اوبو سره ګډ کړئ. په يوه ورځ کې يې درې ځلې له ډوډۍ مخکې وڅښئ، دا کړنه تر هغه ترسره چې پوه شی، چې ژر انزل مو له منځه تللی.۲- زنجبيل او کبين (عسل): زنجبيل مو په بدن کې د وينې د حرکت لپاره ګټور دي. زنجبيل کولای شي په بېړې سره مو وينه تر تناسلي عضلو ورسوي، هر شپه له خوب وړاندې نيمه کاشوغه زنجبيل له شاتو سره ګډ کړئ او ويې خورئ.
۳- هوږه: هر سهار د هوږې يو څو دانې په وږې ګېډه وخورئ، په کمه موده کې به وګورئ چئ هم مو د مني په شمېر کې زيات والی راشي او هم به د زر انزال له ستونزې خلاص شی.
۴- بنډۍ: د بنډۍ يا باميايه خوراک د زر انزال لپاره ښه لاره او درملنه ده. په يو ورڅ د يو وخت ډوډۍ هر وخت بنډۍ وخورئ نږ د زر انزال له ستونزې په خلاص شي.
۵- ګازرې: که چېرې جوش کړل شوې ګازرې له شاتو او هګيو سره يوځای وخوړل شي، نو د بې وخته انزال غوره درملنه ده.
-
د کوروالي کولو 5 غوره ګټې
هر کله چې يوه ښځه او خاوند په ګډ ژوند کې له نورو چارو او مسوليتونو سره يوځای، يو فعال جنسي ګډ ژوند هم ولري، نو د ژوند ګډ مزل به يې پوره بريالی وي. تر ډیره د ښځې او خاوند ترمنځ جنسي اړيکې د يو لورې په خوښه او غوښتنه او د بل لورې له خوا په اړ ډول باندې وي او يا هم دواړه يوازې د اولاد د منځ ته راوړلو لپاره جنسي قربت کوي.
د ښځې او خاوند ترمنځ يو همغږه ګډ جنسي ژوند او یوځای کېدنه له نورو ډېرو برياوو سره لاندې پنځه ګټې هم ور په برخه کولی شي.
۱- جنسي اړيکې روحي فشار او اندېښنې له منځه وړي:
جنسي يوځای کېدنه د انسان مرکزي عصبي سېسټم او همدارنګه د پېټويټري غده هڅوي، ترڅو د (اندورفین) په نوم هورمون توليد کړي. اندورفین په طعبيي ډول د خوښ او خوشحاله احساس هورمون دی. په نيويارک کې د سټېټ پوهنتون له خوا په ترسره شويو څېړونو کې په ګوته شوېده، چې هغه ښځې چې په منظم ډول جنسي اړيکې ساتي، روحي فشار او اندېښنې يې ډېرې کمې دي، د هغه ښځو په پرتله چې له واده وروسته جنسي اړيکې نه لري او يايې هم شمېره ډېره کمه ده.
۲- د ښځې او خاوند ترمنځ جنسي اړېکې دواړه ځوان ساتي:
هر کله چې ښځه او خاوند خوښ کورنۍ ژوند او جنسي اړېکې ولري نو تر ډېره ځوان پاتې کيږي. څېړونو ښودلې ده، چې هغه جوړه چې په منظم ډول سره جنسي اړېکې ساتې د خپل ريښتني عمر په پرتله ۱۲ کاله په ظاهري بڼه کې ځوان او تازه ښکاري. د جنسي اړيکو په ترسره کېدو د ځوان پاتې کېدو لامل په دې کې دی، چې جنسي اړيکې د اندېښنو محنيوی کوي، د زړه ځينې ناروغۍ له منځه وړي او همدارنګه وجود ته د پوره انرژۍ په ورکړه کې مرسته کوي.
۳- جنسي اړيکې د وجود دفاعي سېسټم غښتلی کوي:
هغه کسان چې جنسي يوځای کېدنه په منظم او همغږه ډول ساتي، د وجود دفاعي سېسټم يې د هغه کسانو په پرتله ډېر غښتلی وي، چې جنسي اړېکې نه ساتي. جنسي اړېکې د انسان په بدن کې د امينوګلوبين (immunoglobulin ) درجه لوړه ساتي.
۴- جنسي اړيکې په طعبيي ډول سره درد له منځه وړي:
کله چې اسنان د جنسي اړيکو په وسيله تحريک کيږي او مخکې له دې چې انزال ته ورسيږي، د انسان په بدن کې د اکسېټېسين (Oxytocin ) هورمون درجه له عادي حالت څخه پنځه برابره لوړيږي. اکسېټېسين هورومون د ملا درد، د بندونو درد او د مياشتنۍ ناروغۍ پر بنسټ د لېدنۍ ملا او خېټې درد له منځه وړي.
۵- جنسي اړيکې د بې خوبۍ ښه درمل:
څېړونو ښودله چې د جنسي اړيکو وروسته د ارامه او يو ښه خوب چانس ډېر وي. د ارامه ژوند لپاره بايد ښه د شپې خوب ولرو ترڅو له اندېښنو مو لېرې وساتي، هر کله چې جنسي اړيکې تر سره شي او انزال رامنځ ته شي، نو پرته درملو د ژور خوب احساس کيږي. -
لاسونو او پښې مو ولي پوستکې اچوي؟
ډېر ځلې به مو لېدلي وي چې لاسونه او پښې مو پوستکی اچوي، وچ وي او ځيني وخت خارښت هم کوي. دې حالت ته په انګلېسي کې (Skin Peeling) وايي او علمي نوم يې (desquamation) دی. دا ناروغي په لاسونو او پښو کې د مستقيم ټپ کېدو او يا هم د نورو داخلي نارغيو او د وجود له بې نظميمو څخه منځ ته راځي.
د پوستکې اچونه ښايي د وجود په يوه ځانګړي برخه کې وي او يا هم په ټول وجود کې، چې د ناروغۍ په ډول پوري تړاو لري.
که چېرې د مالوم ټپ او ژوبل کېدو پر بنست ياده ناروغي رامنځ ته شوې وي، نو درملنه يې آسانه ده. دا ځکه چې د ناروغۍ تشخيص له وړاندې شوی دی. خو که د وجود د داخلي بې نظميو او نارغيو په اساس مو وجود پوستکی اچوي، تر څو چې د داخلي نارغۍ درملنه نه وې تر سره شوي په ملهم، او کريم او يا نورو درملو سره يې درملنه نه کيږي.
لاملونه يې:
۱- لمرسوځېدنه: په لمر کې د UV وړانګو په نوم، وړانګې شتون لري. هغه خلک چې ډېر حساس پوستکی ولري نو يادې وړانګې، د دې سبب کيږي چې مخ او يا ټولې هغه برخه چې لمر پرې مستقيم لګيږي، پوستکی واچوي.
۲- اکزیما يا خارښت: د وجود هغه برخه چې خارښت کوي او د لاسونه په وسېله ګرول کيږي د پوستکي اچولو بل لامل دی.
۳- حساسيت يا الرجي: که چېري کوم کس الرجي ولري نو د ځينو شيانو په لېدلو اويا هم ورسره په لامس کېدو يې وجود پوستکي اچوي.
۴- فنجي: ځينې وخت يو ډول فنجي د انسان پښو او لاسونو ته لار پيدا کوي او د يادې ناروغۍ سبب کيږي.
۵- سرطان يا کنسر: د سرطان ناروغي هم د پښو او لاسونو د پوستکي توېدو لامل کيږي.
۶- د پوستکي وچووالی او د بوټونو پرځای په څپليو کې تګ او راتګ کول.
۷- د بلې ناروغۍ له امله: د ځينو درملو خوړل په وجود کې نورې ستونزې پیدا کوي چې عوراض جنابي او (Side Effects) ورته وايي. چې ممکن ده، ځينې درمل مو د پوستکې اچونې لامل شي.
۸- خو تر هرڅه ډېر د پستکي اچونې لامل د پوستکي وچوالی دی.
د پوستکې اچونې په اړه ځينې سپارښتنې:
۱- کله مو چې د وجود کومه برخه پوستکی اچوي نو هغه مه لرې کوئ. هر څومره چې تاسې راپورته شوې برخه لرې کوی، همدومره به نور هم زيايږي.
۲- که پوستکی اچونکي برخه خارښت کوي نو مه يې ګروئ، د ګرولو په وسيله ياده برخه ژوبله کيږي او ويرسونه د وجود داخل ته ځي.
۳- که چېرې د راپورته شوي پوستکي سره په تکليف وي، نو د لاس پرځاي يې په قيچي لرې غوڅ کړئ.
۴- پوستکی مو وچوالي ته مه ورکوئ، هر وخت يې مرطوب او لوند وساتئ.
۵- داسې ډودۍ وخورئ چې په ډېره شمېر د پروټينو، اوسپنې، اې، بي او سي ويټامينونو درلودونکي وي.
۶- بدرنګ دايروي ټوټه کړئ، او ټوټې يې په پوستکي ومښوئ. دا کړنه مو پوستکی په طعبيي ډول نرم او لوند ساتي. او که شوني وي د بدرنګ له ټوټو سره ګبين او زيتون هم يوځای کړئ. -
د جن،سي اړيکې دګټو به خبر يي نن يي ددي خطرناک زيان څخه هم خبر شٸ
څېړونو ښودلې ده چې جنسي اړېکې ښايي د انسان د زړه د ودرېدو سبب شي، د زړه ناڅاپي درېدنه چې بې هوشۍ لامل کيږي د جنسي اړيکو پايله ده.
په څېړنو کې راغلي دي، چې د يو ساعت په موده کې، د ۴۵۵۷ د زړه درېدنې په پېښو کې، ۳۴ يې د جنسي يوځايوالې له امله رامنځ ته شوې دي چې په دې کې يې، ۲ په ښځو او پاتې ۳۲ يې په سړيو کې وې.
د سډیر- سینا د زړه انسټېټيوټ يو څېړونکی (سیمټ چغ) وايي، “جنسي اړيکې او جنسي يوځاي کېدنه د زړه درېدنې لپاره يو پټ لامل دی، چې د ناڅاپې زړه درېدنې سبب کيږي.”
زړه درېدنه د زړه له حملې سره توپير لري، د زړه په حمله کې د انسان زړه د وينې پمپ کول دروي او د مرګ سبب کيږي، خو زړه درېدنه د زړه حملې يو ډول دی، چې په کې زړه په ناڅاپي ډول ضربان ودروي او د بې هوشۍ يا Uncounciousness سبب کيږي.
د زړه حملې ته Heart Attak او زړه دريدنې ته Cardaic Arrest وايي، Cardiac Arrest په نويو څېړونو کې موندل شوی دی، پخوا جنسي اړيکې د زړه د حملې يا Heart Attak سره تړلې بلل کېدې خو اوس د جنسي اړيکو په پايله کې Cardaic Arrest منځ ته راځي نه د زړه حمله يا Heart Attak. -
په يوه اونۍ او مياشت کې څو ځلې جنسي اړېکې تر سره کړو؟ چې د خوښ او روغ ژوند لامل کيږي
د ښځې او خاوند ترمنځ څومره يوځای کېدنه د خوښ او روغ ژوند لامل کيږي؟
آيا کوم ځانګړی شمېر شته، چې په ورځ، اونۍ او مياشت کې بايد څو ځله ښځه او خاوند سره يوځای شي؟په دې لېکنه درته د هغه خلکو د ژوند په اړه مالومات وړاندې کوو، چې خوښ او روغ ژوند لري، دوی څه ډول جنسي اړېکې لري؟
۱- هغه ښځه او خاوند، چې هره ورځ سره يوځای کيږي:
که چېرې ښځه او خاوند په ورځني ډول جنسي اړېکې ساتې په روغتيا يې بده اغېزه کوي او ترمنځ يې مينه کميږي، چې دا کړنه يې بيا راتلونکی ژوند له بې خوندۍ سره مخ کوي.
څېړنو ښودلې ده، چې په هره ورځ د جنسي اړېکو ترسره کولو د هغه خلکو لپاره چې عمر يې شاوخوا ۲۵ کاله وي او نوي يې واده کړي وي، کومه ستونزه نه لري، خو هغه جوړه چې د دواه يې وخت تېر شوی وي او عمر يې له ۲۵ لوړ وي، نو بيا هره ورځ د جنسي اړيکو ساتل يې ژوند بې خونده کولی شي.هغه ښځه او خاوند، چې په اونۍ کې درې او يا څلور ځلې جنسي اړېکې ساتي:
په ۲۰۱۳ کال کې د جنسي اړيکو په اړه د (Normal Bar) په نوم يو کتاب خپور شو، چې درېيو امريکايي لېکولان لېکی وو. په ياد کتاب کې راغلي، چې په يوه اونۍ کې د ښځې او خاوند ترمنځ درې او يا څلور ځلې د جنسي اړېکو ساتل ډېر غوره او د خوښ ژوند سبب کېدای شي.
خو دا بايد ذکر شي، چې په يوه اونۍ کې د درې او يا څلور ځله جنسي اړيکو نېول د هغه جوړې لپاره غوره دي چې بچيان ونه لري، او که چېرې اولادونه و لري نو بيا بايد په يوه اونۍ کې له درې او څلورو کم جنسي قربت ترسره شي.هغه ښځه او خاوند، چې په يوه اونۍ کې يوازې يو ځل جنسي اړېکې ساتي:
په ترسره شويو څېړنو کې ويل شوي، چې په يوه اونۍ کې يو ځال جنسي اړېکې درلودل ترټولو غوره او دا په عمومي دول د اکثريت جوړو ترمنځ تر سره کيږي.
يوې نويې امريکايي څېړنې، چې په ۲۴۰۰ جوړو باندې ترسره شوې ده، په يوه اونۍ کې يو ځل جنسي اړېکې درلودل يې د خوښ او بريالی ژوند لامل بللی.هغه ښځه او خاوند، چې په يوه مياشت کې درې او يا څلور ځلې جنسي يوځای والی کوي:
د انګلستان مشهورې څېړنې د (Britain’s Bedtime Habits) په نوم، چې په ۲۰۱۳ کال کې خپره شوې ده، په يوه مياشت کې درې يا څلور ځله جنسي قربت يې، له هرې اونۍ جنسي قربت څخه غوره ګڼلی دی. په څېړنه کې راغلي دي، چې هرڅومره د جنسي يوځاي کېدنې ترمنځ زيات وخت تېر شي، همدومره يې تحري زيات وي، چې د ښځې او خاوند ترمنځ مينه زياتولی شي. -
د خوراک پسې سمدستي چای څښلو لوى زیان ښکاره شو
یو امریکایی په یو راپور کې وويل چې خوراک پسې سمدستي چای څښل ډير زیانونه لري او باید لږ تر لږه تر دېرشو دقيقوڅښاک ونه شي.
راپور کې راغلي چې بدن ته بايد د وسپنې د جذبولو فرصت ورکړل شي. وسپنه په شنو سابو، لوبيا، دالونو، فاصلې، ماهي، چرګ، غوښه او غنمو کې پيدا کيږي. کله چې انسان غذا وخوري نو بايد معده پرېښودل شي، خوراک هضم کړي او بدن ترې خپله وسپنه واخلي.
خوراک سره يا ورپسې سمدستي چای د غذاء ګټي له منځه وړي او بدن نه شي کولای مطلوبه اندازه قوت واخلي. -
د وېښتانو د ښه روغتيا له پاره ۱۰ مهمې لارښوونې
ښکلي وېښتان د انسانانو د ښايست او جذابيت له پاره ډېر مهم بلل کيږي. خو وېښتان تر وېښتانو پوري فرق لري او ښه ساتنه يې ګټوره ثابتېدلای سي. د وېښتانو د ښه ساتنې له پاره څو وړانديزونه دلته ولولئ:
یو ښه بنسټ
ښايسته وېښتانو له پاره يو حتمي څيز د سر د پوستکي ښه روغتیا ده. که د سر پوستکی روغ نه وي نو د خانګرې او ورته ستونزو سبب ګرځي. د سر د پوست مالِش د وينو د ښه جريان او په دې توګه د وچو وېښتانو د مخنيوي سبب کيږي. د ځانګړو غوړو په مرسته د سر د پوست غوړول هم ګټور ثابتېدلای سي.
په سمه توګه د وېښتانو مينځل
د وېښتانو د مينځلو له مخي د هغوی ږمونځول هم ګټور ثابتېدلای سي. د شامپو يا صابن لګولو وروسته بايد وېښتان په ښه توګه په اوبو ومېنځل سي چي صابن يا شامپو پکښي پاته نه سي. په زياتو ګرمو اوبو مېنځل وېښتانو ته زيان اړولای سي.
کنډیشنر، فايده رسوي که نه؟
کنډيشنر شامپو ته ورته يو ډول هغه موادو ته ويل کيږي چي په شامپو د وېښتانو له مينځلو وروسته ورباندي بيا وېښتان مينځل کيږي. د کنډيشنر د استعمال وروسته لانده وېښتان په آسانه ږمونځيږي ولي چي دغه مواد پر وېښتانو يو ډول سطحه پرېږدي. خو د لندو وېښتانو ږمونځول بايد په ډېر احتياط وسي چي وېښتان مات نه کړي.
د وېښتانو وچول
په ټوال يا په ورته ټوکر د لندو وېښتانو وچول يا پکښي د وېښتانو پېچل د وېښتانو روغتيا ته زيان رسولای سي. په ډېره زياته ګرمه هوا د وېښتانو وچول هم ګټور نه وي. له همدې کبله يا خو په قدرتي توګه وېښتان دې تر پرېږدئ چي پخپله وچ سي او يا يې په کمه ګرمه درجه د وېښتانو د وچولو په برقي آله وچ کړئ.
د وېښتانو غوړول
د وېښتانو او د سر د جلد يا پوستکي غوړول یا مالِش کول ګټور ثابتېدلای سي. د بيلو بوټو غوړي د وېښتانو له پاره ګټه رسوي. خو څوک خپل کنډيشنر يا د وېښتانو د غوړولو مواد پخپله هم جوړولای سي. د بېلګي په توګه د اوکادو مېوې سره که څوک د لمرګل څو قاچوغي غوړي او د ليمبو لږ اوبه يوځای کړي نو ورڅخه وېښتانو ته ښه کنډيشنر جوړولای سي.
د وېښتانو ماتي څوکي
د وېښتانو د ماتېدو څو لاملونه وي. توند لمر، وچه هوا او د وېښتانو د وچوونکې برقي آلې زياته ګرمه هوا د وېښتانو د ماتېدو سبب ګرځېدلای سي. په دې ترڅ کي احتياط مفيد ثابتيږي.
د ږمونځولو طريقه
د وېښتانو د ږمونځولو له پاره د وېښتانو د ښه برس يا ږمونځي اهميت ډېر زيات وي. هغه برسونه چي له طبعي موادو څخه جوړ سوي وي، زيات ګټور وي. د ښه ږمونځي په مرسته د سر د جلد غوړي په ښه توګه تقسيمېدلای سي. ږمونځ او د وېښتانو برس بايد هميشه پاک وي.
د وېښتانو رنګول
د وېښتانو تقريبا ټول رنګونه کيمياوي اجزا لري. تر زيات وخت پوري د وېښتانو رنګ بدلوونکي رنګونه د وېښتانو تر بيخ پوري رسيږي او له همدې کبله زيانمن وي. که يو ځل پر وېښتانو نکرځي لګول سوي وي نو باندي په آېنده کي رنګ لګول زيانمن تمامېدلای سي.
متوازن خوراک
د وېښتانو د ښه صحت له پاره متوازنه غذا ډېره مهمه ده. په بدن کي د مهمو مالګو يا مينرلز او ويټامنونو کمښت پر وېښتانو هم منفي اغېز لري. سابه، کبان يا ماهي، ميوه او ورته ښه خوراک د ټول بدن او په همدې شان د وېښتانو د روغتیا له پاره ګټور وي.
سپورټ او آرام
دوامداره ذهني فشار د کورټيزول د زياتېدو لامل کيږي چي د دغه اغېز په مستقيمه توګه پر وېښتانو هم کیږي. محقيقين د دغې پدېدې په بشپړه پوهېدلو کي لا نه دي بريالي سوي. خو يوه خبره چي اوس لا روښانه ده، هغه دا ده چي سپورټ او اړين ارام د ذهني فشار په کمولو کي مرسته کوي چي د نورو ګتو تر څنګ وېښتان هم روغ ساتي.
-
د موږې هغه حيرانوونکې ګټې چي حيران به مو کړي
په تیرو وختونو کې ټولو پیژندل شويو طبیبانو د زیات شمیر ناروغیو لپاره هوګه د درمل په توګه کاروله. اوسنی ساینس هم ثابته کړې چې هوګه بې شمیره روغتیايي ګټې لري.
د هوږيروغتیاييګټوسرهاشناسی:
۱– اوومه هوګه د باکتریا ضد خاصیت لرلو سره د مثانې د ناروغیو مخه نیسي.
۲– په طبیعي ډول باکتریا له منځه وړي.
۳– په هوګې کې شته روغتیايي مرکبات د زړه د حملې مخه نیسي.
۴ـ د وینې فشار نورمالوي.
۵ـ د زړه د له منځه تللو څخه مخنیوی کوي.
۶ـ د سږو د سرطان مخه نیسي.
۷– د دماغو د سرطان څخه مخنیوی کوي.
۸– د پروستات د سرطان مخه نیسي.
۹– هوګه د الیسین (Allicine) نومې مواد لري کوم چې پیاوړی روغتیايي خواص لري.
۱۰– د ناروغیو په وړاندې مقاومت زیاتوي.
۱۱– د زکام په وړاندې تر ټولو ستر خنډ جوړوي.
۱۲– د کولسټرول د زیاتیدو مخه نیسي.
۱۳– په انسان کې د الزایمر د ناروغۍ میکروبونه وژني.
۱۴ـ د عقل د زوال څخه مخنیوی کوي.
۱۵– د انسان روغتیايي ستونزې حلولو سره عمر زیاتوي.
۱۶– له هوګې څخه جوړ شوي خواړه ورزشي وړتیاوې زیاتوي.
۱۷– له بدن څخه پیاوړی او غښتلی زهري مواد خارجوي.
۱۸– هډوکي غښتلی کوي او له ناروغیو څخه يي مخنیوی کوي.
۱۹ـ د اوسپنې میتابولیزم غښتلی کوي.
۲۰ ـ د وزن زیاتیدو حجرات کنټرولوي.
۲۱– د ښایسته او غوره ویښتانو په شنه کیدو کې له اندازې زیاته مرسته کوي.
۲۲– د ستونې درد لپاره: د هوګې یوه پلۍ دوه ټوټې کړئ او دواړو غومبورو کې يي ځای پر ځای کړئ. د هوګې د میده کولو هڅه وکړئ. په هوګې کې شته مرکبات په ستونې کې شته هغه باکتریاوې چې د ستونې د درد لامل شوی له منځه وړي.
۲۳– تازه هوګه خوړل د پوزې په خلاصولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.
۲۴– په هوګې کې شته د سلفر (Sulfur) مرکبات د پړسوب مخه نیسي. -
د مخ اضافي وېښتانود له منځه وړلو تر ټولو اسانه لار
ژباړه محمداکبرحقمل معینزی
په دې وروستیو کې د لېزر خبرې ډېرې کېږي، ډاکټران داسې دروغ اعلانونه خپروي، چې د دوی په وینا د لېزر په واسیطه د مخ اضافي وېښتان د تل لپاره له منځه وړل کېږي، خو په حقیقت کې داسې نه ده.
څېړنو ښودلې ده، چې د مخ اضافي وېښتان د تل لپاره په لېزر باندې له منځه نشي تلای؛ که چېرې یو کس په لېزر باندې د خپل مخ اضافي وېښتان له منځه وړي، نو له یو څه مودې وروسته به هرومرو په خپله بیا ځلې راخېژي.
د مخ او د بدن د نورو غړو اضافي وېښتان په راز راز لارو له منځه وړلای شو؛ لکه په کښلو او یا له اړوندو ښودل شوو خواړو او میوو څخه په ګټه اخیستنې سره.
که چېرې یې په داسې ډول وکاږو په کوم ډول، چې له رېښو سره را ووځي، نو د بیا ځل شنه کېدلو او راختلو موده به یې ځنډ وکړي او د څو ځلې په را ایستلو سره به په خپله له منځه ولاړ شي.
که غواړئ د مخ اضافي وېښتان مو له منځه یوسئ، نو د هګۍ سپین را واخلئ او د مخ پر اړونده برخه یې وموښئ، چې دا کولای شي د مخ د اضافي وېښتانو په له منځه وړلو کې درسره مرسته وکړي.
که غواړئ د مخ اضافي وېښتان مو له منځه یوسئ، نو یو څه اندازه بوره او اوړو په اوبو کې سره حل کړئ او پر مخ مو یې وموښئ، چې دا هم کولای شي د مخ د وېښتانو په له منځه وړلو کې درسره مرسته وکړي.
بل ځای ویل شوي، چې د هګۍ سپین، بوره او اوړه سره ګډ کړئ او تر هغې پورې یې ووهئ ترڅو یې چې د خمیرې شکل او جوړښت نه دی غوره کړئ او ورسته له هغې یې پر مخ وموښئ او تر هغې یې پرېږدئ ترڅو، چې وچ نه وي. په یاد ولرئ څو ځله دا کار تکرارول ددې لامل ګرځي، چې وېښتان مو له منځه یوسي.
بیا هم یادونه کوم، چې لېزر کولای شي د وېښتاو وده کمزورې کړي، خو د تل لپاره یې له منځه نشي وړلای.