Author: Admin

  • له خپلې ښځې سره بايد په څه ډول کوروالى وکړل شي؟

    له خپلې ښځې سره بايد په څه ډول کوروالى وکړل شي؟

    زما پوښتنه داده چی زما واده په دی نږدی ورځو کښی کیږی نو له همدی کبله ما له څو عالمانو څخه د خپلی نکاح سره د جماع په هکله پوښتنی کړی دی خو هغوی ماته داسی واضح او قانع کونکی ځواب ندی راکړی. ستاسو څخه هیله لرم چی ماته به زما د ایمیل له لاری د دی پوښتنی ځواب راکړی چی آیا د بدن دکومو ځایونو له لاری له خپلی نکاح سره جماع جایزه ده او په کومو ځایونو کښی ناروا ده او که څوک د ناروا ځای له لاری جماع وکړی نو د هغی په نکاح څه اثر پریوزی او کنه او د کفاری له پاره څه باید وکړی.

    ځواب: دوکتور رفيع الله عطاء

    محترم ورور فريد احمد السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

    د الله پاک د حمد او ثنا او د رسول الله صلى الله عليه وسلم په پاک روح باندې د درود او سلام څخه وروسته ستاسې پوښتنې ته په لاندې توګه ځواب درکوو:

    تاسې د خپلې منکوحې(ښځې) سره په داسې حال کې ، چې د مياشتيني مرض څخه پاکه وي په ولاړه ، ناسته ، ملاسته او څرنګه چې غواړئ جماع کولى شئ ، خو په دې شرط چې په دبر(مقعد) کې به نه وي، يعنې د ولادت په ځاى کې وي ، الله جل جلاله په قرانکريم کې فرمايي: (نِسَاؤُكُمْ حَرْثٌ لَّكُمْ فَأْتُواْ حَرْثَكُمْ أنَّى شِئْتُمْ)

    معنى دا ، چې ستاسې ښځې ستاسې لپاره د کرنې د ځاى مثال لري نو تاسې خپل فصل ته ورشئ څرنګه مو چې خوښه وي (په ولاړه ، ناسته  او ملاسته) خو دا خبره دې ياده وي ، چې د حرث ځاى هماغه يو ځاى دى ، چې د ولادت ځاى دى ، په دبر کې جماع کولو ته لواطت وايي او لواطت د خپلې ماندينې يا منکوحې سره که هم وي نو د اسلام د ټولو علماوو په نزد باندې حرام دى او که څوک دا کار وکړي نو د يوې غټې ګناه مرتکب شوى به وي نو په کار ده ، چې په دبر کې د جماع څخه ځان وساتل شي .

    او که چا دا کار (په دبر کې لواطت) حلال وگڼلو؛ نو کافر ګڼل کېږي .

    او که حرام يې ګڼي خو د داسې جرم مرتکب شي نو په کار ده ، چې ژر تر ژره توبه وباسي تر څو د الله پاک  قهر او غضب ورباندې نازل نه شي، خو په نکاح کوم اثر نه پریوزي .

    د خپلې ماندينې (منکوحې) سره لوبې کولى شي ، هغه ښکلولى شي ، خو جماع ورسره فقط په هماغه يوځاى کې کولى شي ، چې مخکې ذکر شو.

    سرچینه: واسع ویب

  • که پښتورګي ژغورۍ دا عادتونه پرېږدئ

    که پښتورګي ژغورۍ دا عادتونه پرېږدئ

    پښتورګي د انسان د روغتیا لپاره ډیر اړین دي او په بدن کې مهمې دندې په غاړه لري. پښتورګي له بدن څخه زهري مواد خارجوي، وینه فلټر کوي، مینرالونه جذبوي او اسیدونه خنثی کوي.

    د پښتورګو ناروغي تر څو کلونو پورې هم پټ پیدا کیدی شي ځکه که چیرې پښتورګي یوازې ۲۰٪ پاتې وي او نور له منځه تللی وي بیا هم خپل فعالیت ته ادامه ورکوي. له همدې امله د پښتورګو ناروغیو ته غلې ناروغي هم وايي.

    په کافي اندازه اوبه نه څښل

    پښتورګي د خپلو فعالیتونو ساتلو لپاره کافي اندازه اوبو ته اړتیا لري. په کافي اندازه اوبه نه څښل د دې لامل ګرځي چې زهرجن مواد په وینه کې ټول شي ځکه چې پښتورګي یوازې د اوبو په مرسته کولی شي زهرجن مواد له بدن څخه خارج کړي.

    ادرار ځنډول

    د زیات وخت لپاره ادرار ځنډول د ادرار فشار زیاتوي چې په پایله کې په پښتورګو کې د تیږې پیدا کیدو او یا هم په بشپړ ډول د پښتورګو کار پریښودلو لامل ګرځیدی شي.

    د مالګې زیات استعمال

    بدن خپل فعالیت ساتلو لپاره مالګه او سودیم ته اړتیا لري. خو ځینې خلک بیا له اندازې زیاته مالګه استعمالوي کوم چې په پښتورګو فشار اچوي او د وینې فشار اوچتوي. په ورځنی ډول باید له پنځو ګرامو څخه زیاته مالګه استعمال نشي.

    د بورې زیات استعمال

    هغه کسان چې په ورځنی ډول دوه یا له هغې څخه زیات خواږه مشروبات څښي د هغوی په ادرار کې پروټین د عامو خلکو پرتله زیات وي. په ادرار کې پروټین د پښتورګو فعالیت زیانمنوي او د مختلفو ناروغیو لامل ګرځي.

    د جاپان په پوهنتون کې په یوې شوې څیړنې کې څرګنده شوې چې په ورځنی ډول دوه او یا له هغې څخه زیات بوره لروونکي مشروبات څښل د پښتورګو د ناروغیو خطر زیاتوي.

    په ادرار کې د پروټین شتون د دې ښکارندوی دی چې پښتورګي زیانمنې شوي او خپل فعالیت په سمه توګه نشي ترسره کولی خو په دغه مرحله کې بیا هم پښتورګي د درملنې وړ وي .

    په کافي اندازه خوب نه کول

    د شپې لخوا په کافي اندازه او ارامه خوب نه یوازې دا چې د انسان روغتیا ته ډیر ګټور او اړین دی بلکه د پښتورګو لپاره هم ډیره ګټه لري. د پښتورګو حجرات د شپې له لوري بدلیږي چې له همدې امله په وخت نه ویده کیدل پښتورګي زیانمنوي.

    د منرالونو او ویټامینونو کموالی

    خپل خوړو کې د سبزیجاتو او میوو استعمال د بدن عمومي روغتیا او پښتورګو ته ډیره زیاته ګټه لري. کله چې بدن د مینرالونو او ویټامینونو له کموالي سره مخ شي نو په پښتورګو کې د تیږې پیدا کیدل او د پښتورګو د کار پریښودلو خطر زیاتیږي. مګنیزیم او ویټامین بي ۶ د پښتورګو د ناروغیو څخه مخنیوي په برخه کې مهم رول لوبوي.

  • د سهار له لورې د کوروالي کولو حيرانوونکې ګټې چي تر اوسه نه وى خبر

    د سهار له لورې د کوروالي کولو حيرانوونکې ګټې چي تر اوسه نه وى خبر

    سهار وختی چی کله جماع تر سره شی نو ټوله ورځ به دی جنسى خواهشات کنټرول وی او ورځ به دی نشیطه وی.

    1- د سهار خوب نه ځان ژغورل، ځکه د سهار لمانځه نه روسته خوب کول شرعا منع دی او د رزق د تنګیدو سبب دی.

    2- د جسم دفاعی قوت زیاتول:

    د ورځی په اخر کی جماع کول سړی سستوی تر دی چی سهار مانځه ته هم نشی پاڅیدی او خپلی وضیفی ته هم په خپل وخت ځان نشی رسولی ،او دسهار نه روسته چی وشی نو وختی به دجنابت غسل هم وشی او وظیفی ته به هم ځان تیار کړی.

    3- د بلاربی ښځی لپاره دقئ د زړه خرابیدلو علاج دی ،که بلاربه ښځی سره سهار وختی جماع وکړی شی نو ټوله ورځ به یی طبیعت برابر وی او زړه به ورته نه خرابیږی.

    5- سهار وختی د سړی زړه نورو ټولو اندامونو ته په شمول د تناسلی اندام ته وینه ډیره ورکوی نو د هغی د وجی د سړی تناسلی اندام هم خه کار کوی.

  • د نارينه د ژر انزال يا خلاسيدو ته دتمرين حيرانوونکې ګټې لومړى بايد وويل شي چي

    د نارينه د ژر انزال يا خلاسيدو ته دتمرين حيرانوونکې ګټې لومړى بايد وويل شي چي

    يوه نوې طبي موندنه: نارينو کې د ژرانزال غوره درملنه تمرين دی

     

    د Trends in Urology and Men’s Health په نوم ژورنال د  Anglia Ruskin پوهنتون يوه څېړنه خپره کړې ده، چې د نارينو د ژرانزال غوره، طبيعي او پرته له اړخيزو اغېزو درملنه په کې ښوودل شوې ده. 

     

    دغه ژورنال کې راغلي دي چې ژرانزال يا Premature ejaculation يوه عامه ناروغي ده، چې ډېر نارينه ترې کړيږي، خو تمرين هغه غوره او بهترينه لار ده چې د ژرانزال مخه نيسي. 

     

    ددغه موندنې او څېړنې اړوند  ورزش او په ځانګړي ډول د خاصرې لګن تمرين له يوې تر درېيو دقيقو پورې په نارينو کې د ژر انزال ستونزه حلوي خو په دې شرط چې دغه تمرين درې مياشتې پر له پسې تر سره شي.

  • دوه چټکې لارې دښځې د چټک انزال لپاره

    دوه چټکې لارې دښځې د چټک انزال لپاره

    انزال د جنسي اړيکې اوج وي چېرته چې په بدن کې هیجان ترټولو لوړې کچې ته رسېږي، انزال يو ډېر قوي حس دی. د جنسي اړیکې په جريان کې جنسي غړو ته د وينې جريان ور زياتېږي او دا په جنسي غړو کې د حساسیت د زياتېدو سبب کېږي.

    په دې سره د زړه ضربان زياتېږي، د وينې فشار لوړېږي، او د ساه اخيستل چټکېږي، د یو نرم پيل وروسته نارینه کولی شي پرته له ډېر ځنډ او وخت څخه خپله مېرمن په جوش کې راولي او هغه ته د جنسي اړیکې د اوج خوند ور په برخه کړي.

    ددې لپاره چې ښځه په اسانۍ انزال ته رسېږي نارينه دوه لارې لري يو دا چې مخکې به ښه حوصله کوي لومړی به د خپلې ښځې سره جنسي خبرې کوي هغه به تياروي، وروسته به ورسره مينه پيل کوي.

    په دې مانا چې ښکلول او لمس کول به کوي له هغه وروسته به کوروالی پيل کوي د بل لوري بيا ډېر نارينه دا کار کوي چې د ښځې شرمګا موښی او يا هم د هغه څخه غوښتنه کوي چې د شرمګا حساسه برخه وموښي.

  • ذهين ته د لوڅو فلمونو کتلو خطرناک زيان ښکاره شو

    ذهين ته د لوڅو فلمونو کتلو خطرناک زيان ښکاره شو

    د امریکا د اعصابو د جراحي برخې غړي ډاکټر ډونالډ هیلټن د یوې څېړنې پایله داسې بیانوي؛هغه کسان چې د لوڅو فلمونو او انځورونو په کتلو روږدي دي،د مغز مخکینۍ برخه یې را ټوله ښکاري.دي همدا راز وایي: پورنوګرافۍ د انسان له مغز څخه د طبیعي خوند اغیزه اخلي او د انسان د قضاوت او معلومونې قوه یې په منفي ډول اغیزمنیږي چې پایله کې دا ډول انسانان ډېر ژر خوابدي او احساساتي کېږئ.
    بلخوا یوې سروې روښانه کړې چې، له ۱۸ څخه بیا تر ۲۴ کالونو عمر لرونکي ځوانان په یوه عادي میاشت کې اویا په سلو کې داډول فلمونه او انځورونه ګوري،شل په سلو کې سړي په خپلو رسمي دفترونو کې دا ډول فلمونه او انځورونه ګوري.۶۸ میلیونه ځله په ورځ کې د دې ډول انځورونو، ویډیوګانو او ویبپاڼو لپاره په سرچ انجنونو کې لټون کېږي او دوه عشاریه پنځه میلیونه پورنو ګرافیک بریښنالیکونه د ورځې په نړۍ کې تبادله کېږي.

  • د کوروالي په وخت کي د موبايل استعمال  غټ زيانونه ښکاره شوه

    د کوروالي په وخت کي د موبايل استعمال غټ زيانونه ښکاره شوه

    ډېر نارینه موبایل په جیب او یا د پتلانه جیب کې ږدي.
    دې ته یې پام نه وي، چې د دوی بیضیو( خوټو) ته د موبایل نیږدې والی خورا بد تاوانونه لري.
    تاوان له دې جوړیږي، چې یادې برخې ته د موبایل نیږدې والی پر دغې برخې د الکترومگنتیک د څپو د خطرناک اغېز سبب ګرځي.
    سربېره پردې د موبایل راډیویي څپې د نارینه وو پر سپرم هم منفي اغېز لري.
    په دې اړه د پوهانو ترسره شویو څېړنو ښودلې ده، چې د موبایل راډیویي څپې د سپرم کیفیت او کمیت دواړه خرابوي او دا خرابوالی د نارینه وو په نسلي تولید او تکثیر باندې منفي اغېز پرېباسي.
    دا هم باید وویل شي، چې که کوم نارینه له داسې مشکل سره مخ کیږي، لامل دې یوازې موبایل نه ګڼي.
    ګڼ نور داسې لاملونه هم شته، چې د دې ستونزې له رامنځته کیدو سره مرسته کوي، خو یو عام لامل یې اوس موبایل ځکه دی، چې هر کس څو دانې جیب ته اچولي وي.
    نو موبایلونو سره پام کوئ، که عاجل ضرورت نه وي، زیات یې درسره نیږدې حتا مه ږدئ، په جیب کې ایښودل یې ضرورت وګڼئ او که د غلو ډار او د موبایل د پاتې کیدو تشویش نه وي، ښه به وي، چې لاس کې یې ونیسئ، یا که درسره کوم بیک یا خلته وي، هغلته یې هم د نه ضرورت وخت کې ایښودی شئ.

  • کوروالي ته دسپورت کولو حيرانوونکې ګټې

    کوروالي ته دسپورت کولو حيرانوونکې ګټې

    هغه کسان چې سپورټ کوي په اوتوماتيک ډول یې په ځان باور زياتېږي، خپل بدن ورته جذاب ښکاري او دا ددې سبب کېږي چې په ځانيې باور ډېر شي او دا يقين او باور هغه د ج–س–ي اړیکې په جريان کې بريا ته رسوي.

    هغه خلک چې منظم سپورت کوي د زړه روغتيا یې په ځای وي، د وينې دوران یې ښه کار کوي او د بدن هورمونونه یې ښه وده ومومي، داټول د کوروالي لپاره د انسان د وینې جوش په کافي سويه لوړوي.

    هغه خلک چې سپورت کوي په بدن کې يې د اندوفرين هورمون کوم چې د انسان په خوشحالۍ کې ډېر ژور

  • نارينه ولي په جن،سې اړيکه کي تر ښځينه ځان پياوړى بولي؟

    نارينه ولي په جن،سې اړيکه کي تر ښځينه ځان پياوړى بولي؟

    ولې نارينه تل هڅه کوي چې په ج سي اړيکه کې ځان قوي ښکاره کړي؟
    ددې پوښتنې ځواب تر ډېره وخته پورې ساده نه و، خو د ارواپوهنې د‌علم د پرمختګ سره نن کولی شو دې پوښتنې ته يو قانع کوونکی ځواب پيدا کړو.
    نارينه د ج سي اړیکې په ترڅ کې په دې هڅه کې وي چې خپل ځان ډېر غښتلی وښيي حتی څومره یې چې مېرمن ځوریږي او دده غښتلتيا حس کوي هومره نارينه خوشحاله کېږي.
    ددې حس علت د نارينه ايګو يا انانیت دی، د انسان ايګو يا جعلي هويت تل پدې هڅه کې وي چې ځان تر نورو ښه او قوي وښايي، او په ج سي اړیکه کې چې دا يو نارينه ډېر ښه فرصت وي چې مقابل طرف ډېر سخت ذليل کړي.
    د بل دا ذلت انسان ته يو ډول د ځان غښتلتيا او قوي توب حس ورکوي، له همدې کبله نارينه هڅه کوي ځان قوي وښيي او څومره چې کېږی پخپله مېرمن فشار وروړي.
    دا کار ډېر ښځينه ته په زړه پورې نه وي، ج سي اړیکې د خوند لپاره نيول کېږي او په کار ده د دواړو طرفونو خوند پکې په نظر کې ونيول شي.

  • کوروالي کې د نجونو د خوښې ټکي

    کوروالي کې د نجونو د خوښې ټکي

    کوروالي په اړيکه کې خبرې تر هغه ډېرې مهمې دي څومره يې چې فکر کېږي، ډېری نارينه د خپلې مېرمنې سره واضح خبرې نکوي او د يو بل څخه شرم کوي، يوه څېړنه ښيي چې هغه ښځې چې لېزبين دي يانې ښځې د ښځې سره واده کړی وي يو بل ته هیڅ شرم نلري او واضح خبرې کوي، دا ډول ښځې په مختلفو لارو چارو ۸۷ سلنه يو بل انز-ال کوي خو دا څېړنه په عامو جوړو کې ښيي چې صرف ۴۶ سلنه نارينه خپلې مېرمنې انز-ال ته رسولی شي.
    دا موږ ته راښيي چې خبرې څومره په یوه اړيکه کې مهمې دي، مطلب د مېړه او ښځې ترمنځ بايد صميمي توب او يو بل ته نېږدې والی دومره ډېر وي او خبرې بايد یو بل ته دومره واضح وکړی شي چې هېڅ ډول شرم پکې مطرح نه وي.
    ښځينه اړيکه په مجموعي ډول ويني او په تدريجي ډول یې حس کوي، يانې داسې نه دي چې صرف په دخول سره انز-ال ته ورسېږي بلکې دوی بايد ورو ورو ويلې شي او دا ډول انزال ته ورسېږي.