Author: Admin

  • کوروالى او هوږه خوړل ديوي مهي ناروغى مخنيوى کوي

    کوروالى او هوږه خوړل ديوي مهي ناروغى مخنيوى کوي

    زړه ناروغي اوس هم د نړۍ په کچه تر نورو ناروغیو مشهوره او ډېره ده، موږ تر ننه لګیا دا زده کوو، چې څرنګه هغه لارې وپيژنو، چې د زړه روغتیا مو پیاوړی او خوندي شي.

    ټیلګراف  ورځپاڼې ته د زړه مشهور طبیب یوهانس هینریتڅ، ځینې داسې لارې په ګوته کړې دي، چې نااشنا او نوې دي، خو د زړه دروغتیالپاره ګټورې دي.

    فون بورستل وايي: د زړه درګونو تنګوالی او ستونزه هغه ناروغي ده، چې هر انسان دخپل عمر په ۵۰ کلنۍ کې ورسره مخ کیږي، ۱۰۰٪ وګړي پر همدې ناروغۍ اخته کیږي.

    سکس/ کوروالی

    فون بورسټل وايي: سکس/ کوروالی هغه تمرین دی، چې د زړه لپاره ګټور دی نوموړی زیاتوي: له تمرین سربېره ، سکس داسې هرمون تولیدوي، چې د زړه سیستم او دوینې جریان خوندي کوي.

    دکوروالي پرمهال یو ځل خوځیدل نږدې ۵۰ مختلف کیمايي پیغامونه لیږي، چې یویې اوکسیتوسین نومیږي، چې د دوو جسدونو له پیوستون څخه راپیدا کیږي، دوینې فشار ټیټوي، ټپونه رغوي او ورخطايي له منځه وړي.

    نوې څېړنه، چې دمیشیګان پوهنتون نږدې ۲۲۰۰ کسانو په کې ونډه درلوده دا څېړنه لیکي: هغه مېرمنې، چې عمرونه یې له ۵۰ کلونو ډېر وي او په منظمه توګه  سکس/ کوروالی کوي، دوی دوینې د لوړ فشار له ناروغۍ څخه ژغورل کیږي یا یې مخه نیول کیږي.

    اندروفین بل مهم هرمون دی، چې دکوروالي پرمهال تولیدیږي، د زړه ضربان ټیټوي، د سپورټ پرمهال د وینې دلوړ فشار مخه نیسي، په ورته وخت کې استروجین هرمون کچه لوړیږي دا دپړسوب مخه نیسي، تستوستیرون هم ډیروي، چې  دسکس پرمهال په وینه کې دکولسترول مخه نیسي.

    هره ورځ  داومه هوږدې خوړل

    فون بورسټل وايي: هغه سبزي او میوې چې کیمیاوي نباتي مواد لري دنورو ګټو سربېره د زړه لپاره ګټورې دي.

    سونډ، پیاز او هوږه  له هغو مهمو خوړو څخه دی، چې دوینې له جریان سره مرسته کوي، دبدن هر غړي  او رګونو ته د وینې دلیږد بهیر اسانوي، خو هوږه به باید په متوازنه بڼه وخوړل شي. هوږه او پیاز دالیسین په نوم مهم عنصر او توکي لري، چې دګردو لپاره ښه دي، دهرمون کچه  بدلوي، رګونه پراخوي، که دورځې ۱۰۰-۲۰۰ ګرامه ترمنځ پیاز یا هوږه وخوړل شي، دنورو ګټو سربېره د پړسوب مخه نیسي.

  • د نارینه جن،سي کمزوري او درملنه يي

    د نارینه جن،سي کمزوري او درملنه يي

    تر ټولو مهمه دا ده، چې د جنسي کمزورتيا ستونزې له متخصص ډاکټر او د ژوند له ملګرې سره شريکې شي او د ناروغۍ له تشخيص وروسته يې درملنه تر سره شي.

    درنو لوستونکو!

    زۀ د جلدي او جنسي ناروغیو ټرینر متخصص یم، چې هره ورځ دا ډؤل ناروغان ګورم د پاک خدای پۀ مرسته او د خپلو تجربو پۀ مټ یې درملنه کؤم.

    ما ته د درملنې لپاره ډېری لوستي خلک راځي؛ دوی زما څخه د زده کړو او کارونو پۀ اړه پوښتنې کوي؛ دوی غواړي چې د جلدي او جنسي ناروغیو پۀ اړه لیکلي معلومات تر لاسه کړي، د همدې غوښتنو لۀ مخې غواړم چې د همدې پاڼې له لارې د هغوی سره مرسته وکړم خدای دې وکړي چې په اړین وخت کې مو پۀ درد وخوري.

    ما خپلې لوړې زده کړې پۀ مسکو ښار کې د «ولسونو د دوستۍ پوهنتون» (People’s Friendship University) کې پای ته رسولې او د فارغېدلو څخه وروسته مې کلونه، کلونه د کابل پۀ مرکزي کتنځي کې کار وکړ او د تخصص د تر لاسه کولو پۀ موخه بلجیم هېواد ته ولېږل شوم تر تخصص اخېستلو وروسته مې د بروکسېل پۀ څلورو بېلابېلو روغتونونو کې کار وکړ.

    دا چې ما د طب پۀ ډګر کې تر نيمایي زیات عمر تېر کړی او بېلابېلو هېوادونو کې د ډول ډول ناروغانو سره مخامخ شوی یم، طبیعي خبره ده چې بډایي تجربې مې لاس ته راوړې دي.

    اوس غواړم چې په دې پاڼه کې ستاسو سره هغۀ تجربې شریکې کړم چې ما لاس ته راوړې نو زموږ د پاڼې لۀ ټولو لوستونکو او مینوالو څخه هیله کوم چې پاڼه د روغتیا او ثواب لپاره لۀ نورو سره شریکه (Share) کړي، پاڼه خؤښه (like) کړي او خپل ملګري دې هم پاڼې ته دعوت (Invite) کړي ترڅو لیکنې هغوی ته هم ورسېږي او لۀ خپلې روغتیا څخه برخمن شي.

  • جنسي روغتیا ولې او په څه ډول زیانمنېږي؟

    جنسي روغتیا ولې او په څه ډول زیانمنېږي؟

    ځينې داسې کارونه دي چې نارينه یې په پرلپسې ډول وکړي بیا داسې ستونزې پيدا کوي چې د حل لار يې بیا نه پیدا کیږی لومړی؛ په پرلپسې ډول موټک وهل د نارينه و جنسي روغتیا څه موده وروسته له خاورو سره خاورې کوي، البته دا د يوې ورځې کار نه دی، بلکې څو کلونو کار دی، دا کار د نارينه و د جنسي غړي سر حساس کوي او د نارينه و جنسي اراده او قوت صفر ته راکښته کوي.

    دوهم؛ د زيات وخت لپاره هر وخت په ډېرو ګرمو اوبو حمام کول، په پرلپسي ډول په ګرمو اوبو حمام ددې سبب کېږي چې د انسان هګۍ یا خصيې هم ګرمې شي، د زيات وخت لپاره د نارينه د هګيو ګرم پاتې کېدل د نارينه و ددې هګيو د منی تولید کولو قابليت له منځه وړی.

    دریم؛ تل جنسي فکرونه پالل، تل په خيال کې د يو چا سره ج سي اړیکې نيول تل دا ډول فلمونه ليدل ددې سبب کېږي چې د انسان جنسي اراده ختمه کړي، پدې مانا چې کله د انسان جنسي غړی پاڅي او بیا آرام شي، تسکین نشي دا ددې سبب کېږي چې د انسان کنټرول پخپل جنسي غړي ډېر کم شي.

  • آيا هره ورځ کور.والی ضرر لري؟ واده کړو لپاره حتمي ده

    آيا هره ورځ کور.والی ضرر لري؟ واده کړو لپاره حتمي ده

    د واده په لومړيو وختونو کې تقريباً هره ورځ کوروالی کول نورمال ګڼل کېږي، وروسته بیا ورو ورو دا شمېره را کمېږي مګر د عمر په راتلونکو برخو کې بيا داسې ورځې هم راځي چې ښځه او خاوند یو ځل بیا روزانه کوروالی کوي. په دې وختونو کې نو ښځه او خاوند چې دوی ورځنی کوروالی کوي ددې تشویش او پوښتنې سره مخ کېږي چې ايا هره ورځ کوروالی کول زيان نلري؟هره ورځ کوروالی کول ددې سبب کېدی شي چې د ښځې او خاوند نور ټولنيزو محدود کړي د نورو خلکو سره یې اړیکې محدودې کړي.څه موده وروسته ددې سبب کېدی شي چې جنسي اړيکه هغه خاص والی له لاسه ورکړي او په یوه عادي چاره بدله شي.

    کله چې د ښځې مياشتنی عادت وي نو په دې مهال یې د خاوند سره اړیکې خرابېدی شي. ځکه دوی په هره ورځ کوروالي عادت شوي اوس به ورته یوه اونۍ صبر کول ګران وي.

    يا که داسې شرايط رامنځته شي چې ښځه او خاوند د څه مودې لپاره د یو بل څخه لرې شي نو کېدی شي د جنسي اړیکې نشتون په داسې وختونو کې ځورونکی وي.

    د همدې کبله پکار ده چې په هر شي کې اوسط او اعتدال ته پام وشي افراط په حال کې پټ او ښکاره زيانونه لري او کولی شي چې ډېرې بدې پايلې رامنځته کړي.

  • د کوروالي کولو په خونه کې دا يو کار بلکل مه ترسره کوئ

    د کوروالي کولو په خونه کې دا يو کار بلکل مه ترسره کوئ

    په ګډ ژوند کې کوچني څيزونه هم زيات اهميت لري، دا چې دا يوه حساسه مسله ده له همدې کبله مجبور کوچنيو ټکو ته هم پکې پام وشي، ترڅو دواړه لوري د ګډې چارې څخه خوشحاله وي او دا چاره ورته یوه پراخه مانا ولري، داسې چې په هر ځل ترسره کولو یې دواړه لوري يو بل ته نور نېږدې شي او زړونه یې يو د بل سره نور وتړل شي.

    له همدې کبله په دې مسله کې کوچني تشریحات هم په پام کې نیول مهم رول لري، په ځانګړي ډول د ښځينه و لپاره چې مطلق اکثریت یې ډېرې زیاتې حساسې دي په دې مسله کې هر څه ټکي په ټکي مهم دي، کله چې بيا خبره د ګډې چارې کوټې يا اطاق ته راځي په دې وخت کې بيا نو بايد ترهرڅه زيات پام وشي، ځکه د ښځو لپاره ډېر زيات ارزښت او اهميت لري.

    په هغه کوټه کې چې ګډه چاره ترسره کوی هېڅ وخت جنجال، دعوې حسابونه مکوئ، ځکه ستاسې خبرې دا هرڅه يو فريکونسي لري او کله چې دا ډول ناوړه او ټيټې فريکونسۍ په یو ځای کې ډېری زیاتې راټولې شي په مستقيم ډول ستاسې په ذهن بد تاثير کوي، ددې ترڅنګ ښه به دا وي چې په دې اطاق کې زيات وخت تېر نکړی او صرف د خوب او ګډې چارې لپاره یې وکاروی ترڅو درته متفاوت وي.

  • دا خواړه مو د معدې تېزاب کموي

    دا خواړه مو د معدې تېزاب کموي

     

    د معدې تیزابیت یو له هغه ستونزو څخه ده، چې ګڼ خلک ترې وخت ناوخت زوریږي. د معدې د تیزابیت لاملونه ډیر دی. بیې وخته خوراک، له حد نه ډير خوړل، او د غذا ډول يې له اساسي علتونو څخه ګڼل کیږي.

    خو پوښتنه داده، چې کوم خواړه کولای شي، د معدې تیزابیت کم او یا هم ختم کړي؟!

    ۱ـ شومړه:

    شومړه، چې ځینې خلک يې لسي، شوملې، شړومبی او تروې هم بولي، د معدې تیزابیت ختمولای شي. یو ګیلاس شومړه له ډوډۍ خوړولو ورسته وڅښئ او د معدې تیزابیت تر ډيره راکم کړئ.

    ۲ـ زیره:

    زیره د هاضمي سیستم پیاوړی کوي او د غذا په هضم کې هم پوره مرسته کوي.

    ۳ـ د نعناع پاڼې:

    د نعناع (ویلني) پاڼې په هضم کې مرسته کوي او د معدې تیزابیت ختموي. له خوراک څه وروسته د نعناع یوه دوه پاڼې وژوئ او د معدې تیزابیت مو تداوي کړئ.

    ۴ـ ادرک:

    ادرک هم د معدې د تیزابیت سره مبارزه کوي. د هاضمي سیستم قوي کوي او د خوړو په هضم کې مرسته کوي.

    ۵ـ لاچي:

    لاچې (هل) هم د خولې بوې ښه کوي، هم د معدې تیزابیت له مینځه وړي. لږ لاچي په اوبو کې جوش کړئ او بیا يې وڅښئ.

    ۶ـ د مڼې جوس:

    د مڼې جوس هم د معدې تیزابیت ختمولای شي.

    ځینې نور خواړه هم ممکن اووسي، چې د معدې تیزابیت راکم کړي، خو پورته ذکر شوي، تر ټولو غوره ثابت شوي دي.

  • د کوم ګروپ وینې لرونکي واده سره کولای شي؟

    د کوم ګروپ وینې لرونکي واده سره کولای شي؟

    ډاکتر قدیم ارین

    د طب له نظره ځینې کسان باید له یو بل سره واده ونه کړي او په یو شمېر هیوادونو کې تر واده مخکې دوی وینه معاینه کوي او ګروپ یې معلوموي.

    Matching blood group for Marriage

    د طب له نظره د واده کولو لپاره د وینی ګروپ کتل او په راتلونکی کی د ولادي سو شکل یا بی اولادۍ څخه د مخنیوي په خاطر د وینې ګروپونو په هکله چې کوم یو مناسب دی او له چا سره باید واده وشي وړاندې کوم:

    که نارینه

    O+

    وي

    کولای سی

    O, A, B and AB

    سره واده وکړی

    که نارینه

    A وی

    کولاسی

    A and AB

    سره واده وکړی

    که نارینه B وی

    کولای سی

    B and AB

    سره واده وکړی

    که نارینه

    AB

    وی

    کولای سی

    یواځی

    AB سره واده وکړی

    که نارینه B

    وی

    د O او A

    سره واده نسی کولای

    که نارینه A وی

    نسی کولای

    O and B

    سره واده وکړی

    که نارینه AB وی

    نسی کولای

    O, B, A

    سره واده وکړی

  • د ډېر وخت لپاره کوروالی نکول د نارينه اعصابو ته دوه لوی مشکلات پيدا کوي

    د ډېر وخت لپاره کوروالی نکول د نارينه اعصابو ته دوه لوی مشکلات پيدا کوي

    ډېر خلک د جنسي اړیکو د نه ټینګولو په زیانونو باندې نه پوهېږي، د بل لوري خلک هم په خپله اراده باندې د جنسي اړیکو څخه انکاري نه وي، بلکې شرايط داسې وي چې دوی نشی کولی جنسی اړيکې ټينګې کړي او خپل حاجت رفعه کړي.

    په هر حال بېلابېل لاملونه شتون لري چې يو کس د اوږده مدت لپاره جنسي اړیکې ټينګې نه کړي، زيانونه يې دلته په منظم ډول بیانوو.

    د اوږده مهال لپاره کوروالی نه کول د انسان په مغزو باندې ترټولو زیات منفي تاثيرات پرېباسي، هغه کارونه چې د مغزو سره اړیکه لري هغوی په شديد ډول متاثره کېژي، د مثال په توګه حافظه کمزورې کېږي، ددې ډول کسانو د مغزو حجرې په سالم ډول وده نه کو‌ي.

    د عاجلو يا سختو حالاتو د کنټرول قابليت له لاسه ورکوي، کوم کسان چې د ډېر وخت لپاره کوروالی نه کوي هغوی ژر تر تاثیر لاندې راځي کله چې کوم عاجل حالت رامنځته شي او يا هم کوم لوی مشکل رامنځته شي په دوی باندې لاره ورکېږي د کنټرول او حل لارې قابلیت یې ډېر کم وي.

  • څنګه د ځوانۍ دانې تداوي کړئ؟ څو کورنۍ نسخې!

    څنګه د ځوانۍ دانې تداوي کړئ؟ څو کورنۍ نسخې!

    د ځوانۍ دانې یو طبیعي ناروغي بلل کیږي، چې په هر انسان د ځوانۍ پر وخت راخیژي، ددې په اړه هیڅ فکر نه دی پکار، او پخپله تداوي کیږي، خو که چیرې ستونزه جوړه کړي نو بیا یې په لاندې کورنۍ نسخو تداوي کولای شئ.

    هر وخت لاسونه پریمنځل: د انسان د بدن هغه اساسي اعضاء دي چې تر ټولو زیات کاروونکي دي، همدا ډول لاس په بدن کې له هر بل شي زیات جراثیم هم لري، او له یوه ځایه تر بله د همدې په واسطه بکتریاوې یا جراثیم خپریږي، نو لومړی پکار دي چې انسان باید د نظافت خیال وساتي.

    ځان پاک ساتل: په عام ډول انسان ته په کار دي چې خپل ځان پاک وساتي، په ځانګړي ډول هغه کس چې ناروغي ولري، ځکه د ناروغ جراثیم له بل هر چا چټک خپریږي، نو باید پکار دي چې د نظافت خیال وساتل شي او خیرن لاسونه پر دانو ونه وهل شي، نو ددې لپاره پکار دي چې په تړمو اوبو مخ لاس پریمنځل شي او عام صابون وکارول شي، همداسې اړینه ده چې د هر لمانځه لپاره اودس وشي او کوښښ وشي چې یخې اوبه استعمالې سي.

    بیکنګ پاوډر: بیکنګ پاوډر په اوبو کې خیشته کړئ، داسې چې مرهم ځیني جوړ شي، بیا یې پر دانو کیږدئ، (یوازي د دانو پر سر لږ لږ) د لسو دقیقو لپاره یې پریږدئ، بیا یې وروسته په یخو اوبو پریمنځئ، که دغې لارې درته ستونزه جوړوله بیا یې مه کاروئ.

    لیمو: لیمو ددانو لپاره مهم درمل دی، پر منځ یې نیم کړئ، بیا یې کرار کرار د دانو په سرونو ووهئ، وروسته یې په اوبو پریمنځئ، او له لمر څخه د یوې شیبې لپاره ځانونه وساتئ.

    غاښونو کریم: کریم د دانو پر سرونو کیږدئ، یو څه شیبه یې پریږدئ بیا یې پریمنځئ، پام مو وي چې کریم د ښې کمپنۍ وي او دانو ته مو نور ضرر ونه رسوي.

    شات وکاروئ: د ګوتې په سر لږ شات راواخلئ او پر دانو یې ووهئ، او تر هغو ورته منتظر اوسئ چی وچ شي، وروسته لس دقیقې نور انتظار شئ، بیا یې په ټینګو یخو پریمنځئ.

    اسپرین ګولۍ: د اسپرین ګولۍ په واسطه کولای شئ دانې ماتې کړئ، یوه ګولۍ به راواخلئ میده وړه به ځینی جوړ کړئ، بیا یې په لږ اوبو ووهی، چی ټینګ شي او مرهم ځینی جوړ شي، بیا یې پر دانو ووهئ، د لسو دقیقو لپاره یې پریږدئ او بیا یې پریمنځئ.

    همدا ډول د مخ دانو لپاره ډیرې اوبه څښل، ورزش کول، بدن خوله کول، او تر دې وروسته غسل کول هم اړین دي، او ددې په مخنیوي کې ګټور ثابتیدای شي.

    او که چیرې مو دانې په دې لارو ښې نه شوې، باید یوه ښه ډاکټر ته ورشئ، مشوره ورسره وکړئ او درملنه یې ترسره کړئ، او د تداوۍ پر وخت هیڅ غفلت مه کوئ، ځکه چې د ډیر خرابوالي په صورت کې دانې د سرطان ناروغۍ لامل هم کیدلای شي.

  • که د پښو له بدبويۍ کړیږئ نو لاندې طریقې تجربه کړئ

    که د پښو له بدبويۍ کړیږئ نو لاندې طریقې تجربه کړئ

    پښې بدبويي دوه لاملونه لري چې یو يي د بدن زیاته خوله کول او دوهم يي د باکتریا ځینې ډولونه دي. باکتریا په بدن کې ځینې ګازونه تولیدوي چې د پښو بدبویۍ لامل ګرځي.

    د پښو بدبويي له منځه وړلو لپاره لاندې لارې ډیر ګټور ثابتیدلی شي:

    ۱- اپسوم (Epsom) مالګه: اپسوم مالګه د پښو بدبويي له منځه وړلو سربیره د پښې درد هم اراموي.

    ضروري توکي:

    ۱/۲ پیاله اپسوم مالګه

    ۸ ګیلاسه ټړمې اوبه

    پښو وچولو لپاره ټوټه

    طریقه: ۲/۱ پیاله مالګې په ۸ ګیلاسه ګرمو اوبو کې واچوئ او خپل پښې د ۳۰ دقیقو لپاره دغه اوبو کې کیږدئ. دغه عمل د څه مودې لپاره د ورځې دوه ځلي تکرار کړئ.

    ۲- بکینګ سوډا (Baking Soda) او ستروس: بېکینګ سوډا د استعمال ډیر ځایونه لري خو د پښو په برخه کې معجزه کوي. بېکینګ سوډا په طبیعي ډول د پښو بدبويي له منځه وړي، مضر باکتریا ختموي او پښې په ارامولو کې مهمه ونډه لري.

    لیمو د بدن او پښو خوله کوم چې د پښو بدبويي سبب ګرځي مخه نیسي او انسان تازه کوي.

    ضروري توکي:

    ۱/۴ پیاله بېکینګ سوډا

    ۸ ګیلاسه اوبه

    د ۱ لیمو اوبه

    پښو وچولو لپاره ټوټه

    طریقه: ۱/۴ پیاله اوبه په یوه لوښي کې واچوئ او ۸ ګیلاسه ګرمې اوبه پرې زیاته کړئ. دغه محلول کې د یو لیمو اوبه زیاته کړئ او خپل پښې دغه اوبو کې ډوب کړئ. دغه عمل ۱۵-۲۰ دقیقو لپاره ادامه ورکړئ او بیا خپلې پښې وچې کړئ.