د پوستکي سپین داغونه او درملنه يي
ډاکتر او ناروغ باید پرې خبر وي.
Topical calcineurin inhibitors
(tacrolimus or pimecrolimus)
دا هم د مهلم په شکل شته، د پورتنۍ دوا په اندازه مؤثریت لري، جانبي عوارض یې لږ دی، په تېره بیا په ماشومانو کې استعمالیږي.
ځيني ډاکتران، دا دوه درمل همزمانه توصیه کوي. خو قیمت يې ډیر لوړ دی.
Calcipotriol
(A synthetic analog of vitamin D3)
دا دوا هم د ملهم په شکل موندل کېږي چې عمدتا د پوټکي د یوې بلې ناروغۍ لباره چې psoriasis نومیږي، استعمالیږي.
-د لمر د طبيعي وړانګو او ياهم د مصنوعي مخصوص څراغ په وړانګو سره د ډاکتر تر نظر لاندی د ماوف قسمت تداوي.
ـLaser:لږ شمیر ناروغان دLaser او tacrolimus ،دواړو په مرسته تداوي کیدی شي، خو ډیره ګټه یې لیدل شوې نه ده او هم ګران دی.
ځيني ناروغان چې د اوږدې مودې لپاره يو يا څو محدود داغونه لري، د جراحۍ په مرسته د يوه سالم ځای نه پوټکې قطع او ناروغ ځای ته پيونديږي.
Melanocyt grafting
يوه نوې تداوي ده چې د محدود او کوچنیو پابت داغونو لپاره، هغه داغونه چي اقلا د ۱۲ میاشتو لپاره ېي زیاتوالی موندلی نه وی، ګټورع ده. خو دا هم قیمتي او ګرانه تداوي ده.
دغه راز د پوټکي رنګول، د سينګار په موادو پوښل او يا هم دخال يا ټتو Tattooing په مرسته د پوټکي دايمي رنګه کول هم مستعمل دي.
ځيني خلک د مخصوصې دوا په مرسته د خپل بدن ټول طبيعي رنګ له منځه وړي او ټول پوټکی یې سپين او همرنګه شي.دا ډول درملنه هم ډیره ګرانه ده!