په ګرمو اوبو حمام کولو له دغه حيرانوونکو ګټو خبر شى

د ډیرو بوختیاو له کبله ذهني خپګان/ډپریشن یوه عامه ناروغي ګرځېدلې ده، د پوهانو په وینا د نړۍ هر درېیم کس د ذهني فشار یا خپګان سره مخ دی، او دغه ناروغي د زیات کار او په ژوند کې د ډول ډول پېښو سره مخ کېدلو نه رامنځته کیږي.

پوهانو څیړنه ترسره کړې چې د بدني فعالیت او ورزش کولو سربېره په ګرمو اوبو غسل کول له انسان څخه د ذهني خپګان په له منځه وړلو کې مرسته کوي.

ددې لامل دا ښودل شوی چې په ګرمو اوبو غسل سره د انسان بدن د حرارت درجه نورمال حالت ته راشي، چې په مرسته یې له درمل او ورزش څخه هم ښه او چټک اغیز کوي.

د جرمني فرائبراګ پوهنتون پوهانو د یوې څيړنې له مخې له ۴۵ ناروغانو چې عمرونه یې په اوسط ډول ۴۸ کاله و ازموینه واخیسته، دوی په دغه ازموینه کې په ډپریشن او ذهني خپګان اخته ناروغان د دوه اوونیو لپاره په اوونۍ کې دوه واره په ګرمو اوبو غسل ورکړ او ورسره یې د ورزش سپارښتنه هم وکړه.

پوهان زیاتوي چې په ګرمو اوبو غسل کول د انسان د حرارت درجه نورمال او داخلي سیستم غوره کوي چې ورسره ذهني خپګان، فشار او ډپریشن کمیږي.

Similar Posts

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *