په ښځو کې د جن،سي ستونزو لاملونه، نښې او درمنله

د اسلام مبارک دين امر کوي، چې نکاح ارزانه کړئ، نو زنا به قيمته او سخته شي. د دغه خبرې مطلب په دې کې دی، چې د هلک او جينۍ له بلوغ وروسته يې، مور او پلار بايد په دې لټه کې شي، چې په شرعي طريقي سره يې وادونه وکړي.

هر کله چې هلک او جيني سره واده کوي، نو دوی د ژوند يو ډېر مهم پړاو ته دننه کيږي، چې په ورځنۍ اصلاح ورته ګډ ژوند وايي. د ښځې او خاوند ګډ ژوند دوی، د دوی د اولادونو او هم دا ډول د ټولنې د ښې راتلونکې سبب کېدای شي. خو که چېرې په ګد ژوند کې ستونزې موجودې وي، نو اغېز به يې په ښځه او خاوند او هم دا ډول په اولادونو بد وي.

د ګډ ژوند له ستونزو څخه يوه ستونزه د ښځې او خاوند ترمنځ د جنسي اړيکو د سر ته رسولو په وخت کې، نه همغږۍ، په اجباري ډول د جنسي اړيکو سرته رسول، جنسي ستونزې، ويره او نور دي، چې کولی شي نوی پيل شوی ګد ژوند د تيارې په لورې يوسي. ښځې او خاوند دواړو ته په کار ده، چې د ژووند په ټولو برخو کې؛ په ځانګړې ډول په جنسي ستونزو او نا برابريو کې، د يو او بل په څنګ کې وي او پر وخت کې درملنه او حل پيدا کړي.

په دې لېکنه کې د جنسي اړيکو په وخت کې هغه ستونزې درته په ګوته کوو، چې ښځې ورسره مخ دي.
۱- جنسي ستونزه څه ته وايي؟
جنسي ستونزه هغه ستونزه ده، چې د ښو، مثبتو، همغږه، قانع او روغتيايي جنسي اړيکو مخنيوی کوی.

۲- په ښځو کې د جنسي ستونزو نښې – نښانې:
که څه هم په ښځو کې جنسي ستونزې له يوې تر بلې ښځې، او همدا ډول د عمر، ځای، کورني ژوند او نورو لاملونه په اساس توپير لرونکې دي، خو په عمومي ډول په ښځو کې د جنسي ستونزو څو نښې په لاندې ډول دي.
– د جنسي اړيکو د تر سره کولو په پار کمه او يا په مکمل ډول د جنسي اړيکو د نه ترسره کولو هيله.
– په مشکل ډول ښځه جنسي اړيکو ته هڅول او تحريک کيږي او يا د جنسي اړيکو د تر سره کولو هيله په کې مړاوې وي.
– د جنسي اړيکې وروسته ښځه جنسي اوج يا ارګازم ته نه رسيږي.
– د جنسي اړيکو په وخت کې، د درد حس او شتون.

۳- په ښځو کې د جنسي ستونزو لاملونه: مخکې له دې چې په ښځو کې د جنسي ستونزو په لاملونو خبرې وکړو، لومړی بايد په ښځو کې د جنسي ستونزو لاملونه په دوو لويو برخو ووېشو. چې يو يې فزيکي لاملونه دي او دويم هم روحي فشارونه او لاملونه دي. په عمومي ډول په ښځو د جنسي ستونزو لاملونه په لاندې ډول ښودلی شو.

– تريخ کورنۍ ژوند، اندېښنې، ذهني فشار، په تېر وخت کې ورسره د بدو پېښو لکه جنسي تيري او يا د جنسي زورونې خاطرې.
– د هورمونو ګډوډي، عصبي مشکل، په تناسلي سېسټم کې ستونزې او ناروغۍ.
– د ځينو ناروغيو څخه د درملو خوړل هم په ښځو کې جنسي ستونزې رامنځ ته کوي. د بلېګې په ډول دوينې د فشار او شکرې د ناروغۍ درمل د جنسي ستونزو لامل کېدای شي.

۴- په ښځو کې د جنسي ستونزو درملنه: تر ټولو غوره لاره دا ده، چې لومړۍ جنسي ستونزه تشخيص شي؛ چې روحي ده او که فزيکي؟ که چېرې په ښځه کې جنسي ستونزه د اندېښنو، ويرې، تشويش، روحي فشار، تريخ کورني ژوند، په ژوند کې د ناهيلۍ او نورو په وجه وي، نو بهتره درملنه يې دا ده، چې له خاوند سره دغه پورته ستونزې شريکې شي. خاوند ته په کار ده، چې په پوره پاملرنې سره د پورته يادو ستونزو په اړه فکر وکړي او د ژوند له ملګرې سره يې په داسې ډول حل کړي، چې نوموړې په ځان باور پيدا کړي او د ناهيلۍ له رنځ خلاصه شي.

که چېرې ستونزه روحي نه بلکې فزيکي وي، لکه د هورمونونو ګډوډي، عبصي مشکل، د تناسلي سېسټم ناروغۍ او نور، نو بيا غوره ده، چې په وخت سره له اړوند متخصص ډاکټر سره مشوره وشي، درمل وخوړل شي او د مخنيوي هڅه يې وشي.

که چېرې د ښځې او خاوند دواړو، جنسي ستونزو ته په کم نظر سره وکتل شي، نو لېرې نه ده، چې خو خوږ ګډ ژوند به د تيارو په لور ټيل وهي، هم به د ښځې او خاوند ګډ ژوند د نورو ستونزو ښکار شي او هم به يې اولادونه له رنګ – رنګ ستونزو سره مخ وي.

Similar Posts

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *