د جن،سي اړيکو په وخت کې، د زر انزال (مني وتلو) لامولونه او درملنه

د جنسي اړيکو په وخت کې، د زر انزال (مني وتلو) لامولونه او درملنه
ډاکټر نيک محمد ويال – د روهي وېب پاڼې څښتن
 
ډېری نارينه له دې ويرې واده نه کوي او په ځان داسې بې باوره وي، چې ښايي د جنسي اړيکو په وخت کې به زر انزال ته ورسيږي، اولاد به يې پيدا نه شي او يا به هم د خپلې ميرمنې پر وړاندې وشرميږي.

بيا ځينې نور کسان چې واده يې کړې وي او متاهل وي له همدې ويرې نه غواړي، له خپلې ښځې سره جنسي اړيکې ترسره کړي. دوی فکر کوي، چې د جنسي اړيکو په وخت د زر انزال ستونزه د شرم وړ خبره ده، چې بايد د ژوند له ملګرې (ښځې) څخه هم پټه وساتل شي او يا هڅه کوي، ترڅو داسې درمل وخوري، چې د جنسي اړيکو په وخت د انزال د زر ستونزې سره مخ نه شي.

خو دا بايد ذکر شي، چې هغه خلک چې له وخت مخکې انزال ته رسيږي، طعبي او غوره درملنه يې له خپلې ښځې سره د ستونزې شريک کول دي او په دې اړه تمرين کولو ته اړتيا ده.

۱- زر انزال څه ته وايي:
له وخت مخکې د مني وتلو ته په انګلېسي کې premature ejaculation وايي. دا هغه ستونزه ده، چې د جنسي تحريک او هڅونې سره سم، مخکې له دې چې جنسي نېږدوالی وکړي، انزال کيږي او مني يې بهر کيږي.

زر انزال يا PE هغه حالت دی، چې د خاوند او ښځې د توقع له وخت وړاندې خاوند انزال ته ورسيږي.

۲- د زر انزال يا premature ejaculation لاملونه:
– سېروټونېن serotonin: سېروټونېن يوه طعبي عصبي ماده ده، هر کله چې سېروټونېن په غېرې نارمل ډول سره په وجود کې شتون ولري او يا په دماغي سېسټم کې سېروټونېن له ستونزو سره مخ وي، نو په پايله کې نارينه له وخت مخکې انزال ته رسيږي او مني خارجيږي.

– روحي لامولونه: بېلا بېل روحي او ذهني فشارونه لکه ويره، په ځان بې باورۍ، کورنۍ ستونزې، اندېښنې، تشويش، له جنسي اړيکو وړاندې نه تحريک، د ښځې او خاوند ترمنځ بې له کومې مقدمي په سمد لاسه توګه د جنسي اړيکو تر سره کول او داسې نور هم، د زر انزال لاملونه کېدای شي.

– بيولوژيکي لامولونه: د نارينه د وجود د جنسي هورمونو ګډوډي، د تناسلي سېسټم ناروغۍ، د عصبي سېسټم ګډوډي، د تناسلي غړو ستړيا، د پروسټاټ غدې التهاب او نور هم د زر انزال لاملونه دي.

۳- د زر انزال يا premature ejaculation درملنه:
– د زر انزال ستونزه بايد د ژوند له ملګرې سره شريکه شي، د جنسي اړيکو په وخت کې د هڅه وشي، چې دومره تحریک رامنځ ته شي، ترڅو انزال ته نېږدې شي، بيا د انزال له کولو ډډه وشي. دا کړنه بايد په يوې اونۍ کې څو ځلې تکرار شي، ترڅو هغه عضلي چې د زر جنسي انزال لامل دي او سستې شوې دي، غښتلي او قوي شي.

– د کاندم څخه دې ګټه واخېستل شي. د جنسي اړيکو په وخت کې د کاندم اغوستل د نارينه هغه زيات تحريک او جنسي هڅونه کموي، چې د زر انزال سبب کيږي. د ښځينه تناسلي آلو سره د نارينه د تناسلي آلو مسقيمه لږېدنه د زر انزال لامل دی، خو که چېرې کاندم واغوستل شي نو هغه حساسيت چې د زر انزال سبب کيږي له منځه وړي.

– له لومړي انزال وروسته د دويم ځل لپاره انزال د يو څه اوږد وخت لپاره دوام کوي. کله چې په لومړی وار کوروالی يا جنسي اړيکې ترسره او د زر انزال ستونزه منځ ته راشي، نو د ويم ځل لپاره جنسي هڅونه کولی شي، چې انزال اوږد کړي.

– که چېرې د زر انزال يا وخت څخه مخکې د مني د خارجېدو ستونزه ډېر او جدي وي، نو غوره ده چې يورولوجېسټ يا د تکثري او تناسلي نارغيو له متخصص ډاکټر سره پرې وکتل شي او اړونده درمل يې وخوړل شي.

ډېری خلک د خپلو تناسلي نارغيو په اړه د شرم احساس کوي، تر دې چې هڅه کوي، دغه ناروغي له خپلې ښځې او متخصص ډاکتر څخه هم پټه وساتي. چې دغه ناوړه کړنه يې په ناروغي د جديت او ډېروالي لامل کيږي او په راتلونکې کې خپل کورنۍ ژوند د ځان لپاره تريخ او له ستونزو ډکوي.

Similar Posts

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *