پنځه (۵) لاملونه چې د جنسي اړيکو په وخت کې، ښځو ته د درد او ناراحتۍ لامل کيږي

هر کله چې د ښځې او خاوند ترمنځ جنسي اړيکې ترسره کيږي، نو هغه جنسي اړيکي چې يو ډول درد او د ناراحتۍ لامل کيږي په انکليسي کې ورته (Painful Intercourse) وايي او علمي نوم يېDyspareunia دی.

درد لرونکي جنسي اړيکې يا dyspareunia په خپله يو ډول جنسي ناروغي ده، چې رواني، حسي، روغتيايي او يا ښايي نور لاملونه ولري.

په دې لېکنه کې درته هه پنځه لاملونه په ګوته کوو، چې د جنسي اړيکو په وخت کې د ښځو لپاره د درد او ناراحتۍ لامل کيږي.

۱- وېره Fear: که چېرې له جنسي اړيکو وړاندې ويره شتون ولري او يا داسې احساس موجود وي چې جنسي اړيکې به درد لامل شي، نو د وجود (لګنې خاصرې عضلې) (Pelvic Floor Muscles) سختيږي او په خپل منځ کې سره ننوځي. د خاصرې لګن د ياد عضلو سختوالی په ښځو کې د جنسي اړيکو په وخت کې د درد لامل کيږي.

همدا ډول د نارينه فزيکي څېره، اندېښنې، تشويش، د ښځې او خاوند ترمنځ نامناسبې کورنۍ اړيکې ياد عضلو د سختوالي لامل دی.

۲- د هورمونونو په اساس وچوالی Hormonal Dryness: ښځينه تناسلي غړي هغه وچوالی پيدا کوي، چې له جنسي اړيکو وړاندې، جنسي تحريک او هڅونه نه وي، او يا هم د ځينو نارغيو په اساس تناسلي آله نشي کولای د جنسي اړيکو لپاره هورمون توليد کړي. د تناسلې آلې وچوالی په ښځو کې د جنسي يوځای کېدنې په وخت کې د درد او ناراحتۍ يو بل لامل شمېرل کيږي.

په ښځو کې د ماشوم له پيدايښت وروسته او هغه وخت چې ماشوم د مور شېدې خوري، د اېسټروجن هورمون اندازه کميږي، تناسلې آله وچوالی پيدا کوي او د درد لامل کيږي.
د ښځو د تناسلې آلې يا فرج د وچوالی يو لامل په صابون سره د هغې پرېمنځل دي، نو د وچوالی د مخنيوي لپاره غوره ده چې ياده برخه په صابون سره پرې نه مېنځل شي.

۳- د خاصرې لګن ډېر سختوالی Pelvic floor muscle over-activity: لکه څه ډول مو وړاندې يادونه وکړه، د جنسي اړيکوو په وخت کې د ښځو لپاره د درد پو عمده لامل، د خاصرې لګن د عضلاتو سخوتوالی دی، ياد سختوالی د وېرې او يا هم نورو مختلفو لاملونو له امله وي.

۴- د فرج او مقعد ترمنځ د برخې عمليات surgical incision of the perineum: د فرج او مقعد ترمنځ د برخې عملياتو ته episiotomy وايي. اپي زياتومي له عملياتو وروسته سخت او کلک ټپ پرېږدي، ياد عمليات هغه وخت ترسره کيږي چې د ماشوم په زېږون کې ستونزه شتون ولري، چې د جنسي يوځای کېدنې په وخت کې ياد ټپ هم ښځو ته د درد لامل کيږي.

۵- له زېږون وروسته جنسي اړيکې: د جنسي اړيکو په وخت کې د ښځو د درد يو بل لامل د ماشوم زېږون دی، په نوې څېړونو کې راغلي ده، چې په سلو کې ۴۵ سلنه ميرمنې له زېږون وروسته تر يو وخت لپاره د جنسي اړيکو په وخت کې د درد احساس کوي.

درملنه:
د يادو ټولو ستونزو د هواري په موخه غوره درملنه د ښځې او خاوند ترمنځ د ښې، ډاډمني او مينې فضاء شتون دی. ښځه بايد له خپل خاوند سره په داسې يو حالت کې جنسي اړيکې ولري چې ترمنځ يې روحي ستونزې، کورنۍ فشار او ويره موجوده نه وي.

له جنسو اړيکو مخکې يو غوره او ښه جنسي تحريک چې په انګليسي کې ورته (Payfore) وايي، بايد ترسره شي، نو شوني ده چې د کورني ژوند د جنسي اړيکو برخه به د خوښ ژوند لامل شي.

Similar Posts

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *