د جن،سي اړيکې دګټو به خبر يي نن يي ددي خطرناک زيان څخه هم خبر شٸ

څېړونو ښودلې ده چې جنسي اړېکې ښايي د انسان د زړه د ودرېدو سبب شي، د زړه ناڅاپي درېدنه چې بې هوشۍ لامل کيږي د جنسي اړيکو پايله ده.
 
په څېړنو کې راغلي دي، چې د يو ساعت په موده کې، د ۴۵۵۷ د زړه درېدنې په پېښو کې، ۳۴ يې د جنسي يوځايوالې له امله رامنځ ته شوې دي چې په دې کې يې، ۲ په ښځو او پاتې ۳۲ يې په سړيو کې وې.
 
د سډیر- سینا د زړه انسټېټيوټ يو څېړونکی (سیمټ چغ) وايي، “جنسي اړيکې او جنسي يوځاي کېدنه د زړه درېدنې لپاره يو پټ لامل دی، چې د ناڅاپې زړه درېدنې سبب کيږي.”
 
زړه درېدنه د زړه له حملې سره توپير لري، د زړه په حمله کې د انسان زړه د وينې پمپ کول دروي او د مرګ سبب کيږي، خو زړه درېدنه د زړه حملې يو ډول دی، چې په کې زړه په ناڅاپي ډول ضربان ودروي او د بې هوشۍ يا Uncounciousness سبب کيږي.
 
د زړه حملې ته Heart Attak او زړه دريدنې ته Cardaic Arrest وايي، Cardiac Arrest په نويو څېړونو کې موندل شوی دی، پخوا جنسي اړيکې د زړه د حملې يا Heart Attak سره تړلې بلل کېدې خو اوس د جنسي اړيکو په پايله کې Cardaic Arrest منځ ته راځي نه د زړه حمله يا Heart Attak.

Similar Posts

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *