د وکوروالي کولو آداب وپیژنئ

 چي دحیض دئ هغه دنفاس یعنی کوچني دذوکړې وروسته دراتلونکې وینې هم دئ دحیض په وخت او نفاس کې به هم سړئ له خپلې ښځې سره نزدېکت نه کوي تر څو هغه ښه پاکه نه شي٬

عزل

دکوروالي یو صورت عزل دئ یعنی داسي ډول نزدېکت وکړل شي چي دښځې په شرمګاه کې مني توي نه سي زیاتره فقهاء دا مکروه ګڼي په دې باره کښي روایتونه مختلف دي دځينو څخه حراموالي او له ځینو څخه حلال کېدل او له ځينو څخه په کراهیت سره جواز ظاهیریږي او زیات صحیح دادئ چي دا له مکروهاتو څخه خالي نه دئ شا ولی الله رح چي دلومړۍ درجې دحدیث عالم دئ او دشریعت په رمزپوه دئ هغه هم دا آخیرنۍ رایې ته قائل دئ

( حجة البالغة اداب المباشرت)

که څه هم شارع علیه السلام دجماع دپاره څه خاص کیفیت او هیئت نه دئ ټاکلئ لیکن عالمانو ښودلي دي چي کوم هیئت او طریقه غوره او کومه طریقه نغاوړه ده٬ ابن قیم لیکلي دي چي تر ټولو غوره طریقه داده چي ښځه دې لاندې وي او سړئ دې پر سربېره وي اوپردې باندې ئې ډیر لطیف استدلال کړئ دئ چي په حدیث کې ښځه دنارینه فراش ګرځول شوې ده ددې غوښتنه ده چي ښځه به لاندې وي او قرآن کریم سړئ٬ قوام٬ ښودلئ دئ او قوامیت ددې غوښتنه کوي چي سړئ به ورباندې سربېره وي بل داچي قرآن کریم زوجین یودبل جامې ګرځولې دي یعنی ښځه او سړئ ئې یو دبل جامې ګرځولي دي په دې طریقه سره ښځه دفراش او سړئ دتلتک په صورت کښي وي او دادواړه یو دبل دپاره دجامې په ډول دي په دې طریقه کښي طبي فایدې هم شته دي او ترټولو زیات او ناوړه صورت دادئ چي سړئ ستوني ستغ پروت وي او ښځه

ورباندې سربېره پرته وي

( زادالمعاد ۱۷۴۲)

٬٬٬٬

په جماع کې دښځې حق

مسئله داده چي آیا له نارینه څخه ښځه دنزدېکت غوښتنه کولای شي اوپه دې صورت کښي جماع شرعا ورباندې واجبیږي او کنه؟ حنفیان او شافعیان په یوه خیال دي چي یوپلا جماع دښځې حق ده که یو پلا کوروالئ وشو نو بیا دښځې دجماع حق دهمیشه دپاره ساقط شو دامام احم رح په نزد جماع دښځې حق ده او که نارینه ته څه عذر نه وي نو پرده باندې دخپلې ښځې طبعي غوښتنه پوره کول واجب دئ او دغه زیات صحیح دئ دحضرت عمر رضی الله تعالی عنه دخلافت دزمانې واقعه مشهوره ده چي حضرت کعب رضی الله تعالی عنه داسي ډول خاوند ته امروکړو چي هغه دې هره څلورمه ورځ خامخا له خپلې ماینې سره جماع وکړي دغه دقیاس غوښتنه هم ده ولې که داسي ونه کړل شي نو دښځې دپاره سخت ضرر او پاک لمني ته ئې خطر شته٬ پاته شوه دا خبره چي جماع یواځې دنارینه حق دئ دښځې حق نه دئ نو داپه هیڅ ډول صحیح نه ښکاري ولې چي دنکاح په وسیله چي څه حقوق په ذمه سوي دي په هغه کښي ماینه او میړه دواړه شریک دي دغه وجه ده که له ماینې سره عزل کول یعنی نزدېکت نو له ماینې څخه اجازه اخیستل ضروري دي.

سرچینه: واسع ویب

Similar Posts

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *