ذهين ته د لوڅو فلمونو کتلو خطرناک زيان ښکاره شو

د امریکا د اعصابو د جراحي برخې غړي ډاکټر ډونالډ هیلټن د یوې څېړنې پایله داسې بیانوي؛هغه کسان چې د لوڅو فلمونو او انځورونو په کتلو روږدي دي،د مغز مخکینۍ برخه یې را ټوله ښکاري.دي همدا راز وایي: پورنوګرافۍ د انسان له مغز څخه د طبیعي خوند اغیزه اخلي او د انسان د قضاوت او معلومونې قوه یې په منفي ډول اغیزمنیږي چې پایله کې دا ډول انسانان ډېر ژر خوابدي او احساساتي کېږئ.
بلخوا یوې سروې روښانه کړې چې، له ۱۸ څخه بیا تر ۲۴ کالونو عمر لرونکي ځوانان په یوه عادي میاشت کې اویا په سلو کې داډول فلمونه او انځورونه ګوري،شل په سلو کې سړي په خپلو رسمي دفترونو کې دا ډول فلمونه او انځورونه ګوري.۶۸ میلیونه ځله په ورځ کې د دې ډول انځورونو، ویډیوګانو او ویبپاڼو لپاره په سرچ انجنونو کې لټون کېږي او دوه عشاریه پنځه میلیونه پورنو ګرافیک بریښنالیکونه د ورځې په نړۍ کې تبادله کېږي.

Similar Posts

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *