جن،سي اړیکو کې اورګازم يا خلاسيدنې پېژندل

اورګازم په دوه ډوله دی؛

لومړی واژینال یانې د مندکې د پارونې په وسیله او دویم کلیتورال یانې د جنسي غړي په سر برخه کې یوه برخه ده چې کلیتورس نومیږي د هغې برخې په پارولو سره ترسره کېږي یانې ښځې په همدې دوه ډوله پارولکیږي او اورګازم ته رسیږي. خو نورې بڼې یې لکه د جي په ټکي کې، د سینو له لارې، ذهني، څوګونی (یو په بل پسې) او په یوه مهال (واژینال) او (کلیتورال) هم پېښیږي چې وروستي ډول یې په مېرمنو کې ډېر پیاوړی ارګازم ګڼل کیږي. اورگازم انګلیسي کلیمه ده چې په پښتو ژبه کې د ژور جنسي خوند، سړېدو او جنسي فشارونو نه د وتلو په مانا کارول کیږې د اورگازم کلیمه نن سبا په علمي بحثونو کې عامه او خورا ډېره کارول کیږي د اورگازم بهیر د نارینه وو په پرتله په مېرمنو

کې خورا پېچلی دی.

مېرمنې ژور جنسي خوند یا هماغه اورگازم ته رسول ۱۰ تر۲۰ دقیقو وخت نیسي، یاني ډېر غځیږي او اورگازم ته د مېرمنو رسول خورا پيچلي او سخت دي دا ۱۰ تر ۲۰ دقیقې د اورگازم بهیر دی، نه اورگازم ته د رسېدو وخت، که څه هم اورگازم ته د رسولو وخت او معیار څرګند نه دی خو د ځانګړو مهارتونو په کارولو سره یې ځنډنی مهال رالنډولی شو، څېړنې ښیي چې د مېرمنو اورگازم د دواړو لورو له اروایي او عاطفي شرایطو سره تړاو لري، د نړۍ په کچه یوازې درې برخې مېرمنې د جنسي نیږدېوالي پر مهال په منظم ډول اورگازم ته رسیږي چې د جنسي فعالیت ډولونو ته په کتو سره یې د ژور جنسي خوند بېلابېلې درجې په ګوته کړي دي دا هم ثابته شوې چې د جنسي نیږدېوالي پر مهال ژور جنسي خوند ته نه رسېدل ښایي د ډېری جنسي ستونزو لامل شي، د ګډ ژوند ډېری ستونزې په جنسي اړیکو کې، اورگازم نه رسېدو پورې تړاو لري له جنسي او کورنیو ستونزو نه د مخنیوي په موخه نارینه باید د جنسي ژوند مهارتونه زده او مېرمنه اورگازم ته ورسوي ځکه اورگازم ته رسېدل پر ژور جنسي خوند سربېره د مینې، ریښتینولۍ او نوښت لامل هم ګرځي.

اورگازم په ټوله کې دوه ډوله دی:واژینال (دننه نی)، کلیتورال (باندنی). خو نورې بڼې یې لکه د جي په ټکي کې، د سینو له لارې، ذهني او څوګونی (یو په بل پسې) هم پېښیږي چې روستی ډول یې په مېرمنو کې ډېر پیاوړی اورگازم ګڼل کیږي. په مېرمنو کې اورگازم ته د رسېدو نښې: د مېرمنې د سینو څوکې ټینګې یا کلکیږي، کلیتوریس له وینو ډکیږي او په ځینو مېرمنو کې بیا د انزال مایع په بادېدو سره پای مومي.

Similar Posts

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *