د واده اوله شپه کوروالي پر مهال د درد کمولو اسانه لارې

د واده لومړی شپه که د یوه لوري د ژوند یو د ترټولو خوږو شپو څخه وي ډ بل لوري بيا پدې شپه باندې د ښځې او خاوند لپاره يو نابلد نا آشنا او شايد هم درد ناک سفر پيل کېږي.

ډېر خلک داسې فکر کوي چې د واده په لومړۍ شپه به دوی د خپل ژوند ترټولو ښه کور ‌ والی کوي حال دا چې دا یوه ډېره لوړه توقع او هيله ده، په لومړۍ شپه چې دوه کاملاً نا بلد انسانان سره يو ځاي کېږي او په ځانګړي ډول د ښځې لپاره څه نا څه ویره شرم او د درد مسلې هم وي نو دا به ترټولو ښه کور. والي نه وي بلکې د وخت په تېرېدو ، يو بل سره بلد کېدو او په کور. والي کې د تجربې د پيدا کېدو وروسته به دا امکان رامنځته کېږي چې ترټولو ښه کور. والی تجربه شي.

له همدې کبله په لومړۍ شپه د درد د کمولو او يوې ښې فضا لپاره پکار ده انسان شرايط درک کړي خپل توقعات کم کړي او د وخت او حالاتو سره مناسب حرکت وکړي.

د درد د کمولو لپاره پکار ده په لومړۍ شپه باندې نارینه ډېر په ارامۍ مخته ولاړ شي، د چارې په پيل او جریان کې د خپلې میرمنې سره بايد خبرې وشي ترڅو هغه د کوم ناخوښه حالت په صورت کې د خبرو کولو جرت ولري

Similar Posts

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *