هغه اته (۸) لاملونه چې د نارينه لپاره د جنسي اړيکو په وخت کې د درد او ناراحتی لامل کيږي
هغه اته (۸) لاملونه چې د نارينه لپاره د جنسي اړيکو په وخت کې د درد او ناراحتی لامل کيږي
ډاکټر نيک محمد ويال – د روهي وېب پاڼې بنسټګر او مسوول مدير
هر کله چې د ښځې او خاوند ترمنځ جنسي اړيکې ترسره کيږي، نو هغه جنسي اړيکي چې يو ډول درد او د ناراحتۍ لامل کيږي په انکليسي کې ورته (Painful Intercourse) وايي او علمي نوم يې Dyspareunia دی.
درد لرونکي جنسي اړيکې يا dyspareunia په خپله يو ډول جنسي ناروغي ده، چې رواني، حسي، روغتيايي او يا ښايي نور لاملونه ولري.
په دې لېکنه کې درته هغه اته لاملونه په ګوته کوو، چې د جنسي اړيکو په وخت کې د نارينه (سړيو) لپاره د درد او ناراحتۍ لامل کيږي.
۱- د پروستات غدې التهاب Prostatitis: د پروستات غده په نارينه او يا نورو تي لرونکو حيواناتو کې د تکثري سېستم غده ده، چې کابو ۳۰ سلنه مني ذخيره کولی شي. د پروستات د غدې التهاب او ميکروبې کېدنې ته Prostatitis وايي، د Prostatitis ناروغۍ له امله د نارينه د تناسلې آلې لاندې برخه پړسوب پيدا کوي، د اغېزمنې برخې د پوستکې رنګ هم سور وي.
کله چې نارينه ادرار (تشې متيازې) کوي او يا هم انزال ته رسيږي، نو تناسلي آله سخت درد کوي.
۲- د بولي يا ادراري برخو عفونې (ککړلېدنه) کېدنه Urinary tract infections: په Urinary tract کې پښتورګي، حالبين (له پښتورګو څخه تر مثانې پورې ۳۰ سنتې متره اوږده پيپونه)، مثانه او بولې مجرا شامله ده، چې ورته اطراحيه سېسټم هم وايي.
د Urinary tract له پورته برخو څخه چې هره يو زيانمنه شوې وي او يا کوم ډول ناروغي ولري، نو د نارينه لپاره د جنسي اړيکو په وخت کې د درد لامل کيږي او همدارنګه شونې ده چې يو شمېر ويرسونه او ناروغۍ د ژوند ملګرې ته هم ورسيږي.
۳- د مخمر ککړېدنه Yeast infections: مخمر يا Yeast يو ډول فنجي دی، چې د نارينه د تناسلي آلې د ميکروبي کېدو لامل کيږي. کله چې د مخمر ککړېدنه شتون ولري، نو د نارينه د تناسلي آلې سر خارښت کوي او د سوځېدنې احساس موجود وي، چې په پايله کې يې د نارينه لپاره جنسي اړيکې دردلرونکې وي.
۴- د بولې مجرا د پوستکي ناروغي Dermatitis: د صابون، شامپو، سپرې او نورو کمياوي شيانو پر وړاندې د نارينه تناسلي آله حساسيت يا الرجي پيدا کوي، ياد حساسيت د تناسلي آلې د پړسوب، سوروالي او درد لامل کيږي، چې د جنسي اړيکو په وخت کې درد او ميکروبي کېدنه منځ ته راتلی شي.
۵- هرپېس Herpes: د نارينه د تناسلې آلې بله خطرناکه ناروغي د هرپېس په نوم ده. په هرپېس کې د بولي مجرا په سر او يا لاندې برخه کې ټپ او زخم پيدا کيږي، نو غوره ده چې د يادې ناروغۍ په شتون کې د جنسي اړيکو له ترسره کولو ډډه وشي.
۶- پسارای سېس Psoriasis: پسارای سېس د بولي مجرا د پوستکي بله ناروغي ده، چې د بولي مجرا پوستکی خارښت کوي او سرې کوچنۍ دانۍ په بولي مجرا راپيدا کيږي. پسارای سېس جنسي اړيکو ته د درد او ناراحتی لامل کيږي، چې له درملنې وړاندې يې بايد له جنسي يوځای کېدنې مخنيوی وشي.
۷- فېموسېس Phimosis: په دې ناروغۍ کې د بولې مجرا د سر پوستکی زیات کش، سور، وچ او سخت وي، چې نارينه د جنسي اړيکو په جريان کې او پرته له جنسي اړيکو درد احساس کوي.
۸- پارا فېموسېس Paraphimosis: پارا فېموسېس د فېموسېس د ناروغۍ سخت ډول دی، په دې ناروغي کې د نارينه د تناسلي آلې پوستکی دومره وچ او سخت وي، چې د تناسلي آلې د سر په لورې نه کشکول کيږي، ياده ستونزه تر ډېره په هغه کسانو کې وي، چې سنت شوي Circumcise شوي نه وي.
درملنه:
پورته ذکر شوې ټولې ناروغۍ بېلا بېل لاملونه لري او په کورنۍ درملنه ښايي ستونزه نور هم ډېره شي، نو غوره ده چې له يورولوجېسټ Urologist ډاکټره سره پرې مشوره وشي او د ناروغۍ اړوند درمل خوړل شي.