ليکنې
د پېغلتوب په دوره کې د نجونو ترټولو لویه اندیښنه دغه وي
اندېښنه داسې یو څه دي چې انسانان ورسره خامخا د ژوند په یوه برخه کې مخامخ کېږي، په ځوانۍ کې اندیښنې که څه هم ډېرې زیاتې نه وي خو بيا هم شتون لري او د انسان ژوند تر خپل تاثیر لاندې راولي، ځوانې نجونې او پېغلې هم ددې امر څخه نه دي مستثنی.
په پېغلتوب کې څه موده نجونې د خوښۍ او مستۍ دوره تجربه کوي خو کله چې د ځوانۍ وخت تېرېږي نو ورسره ددوی اندیښنې او د ځينې پروګرامونو او مسوليتونو احساس کوي، دا هرڅه ورو ورو د مستۍ له دورې وروسته د يوې بلې لړۍ پیل دی.
په دې دوره کې عموماً ښځې د خپل نوي ژوند په هکله تشویش پيل کوي، دوی د خپل ګډ ژوند دا چې څه وخت به واده کوي کله به یې کوي د څه ډول کس سره به یې کوي، ډول ډول اندیښنې کوي.