اوس مو اسانه جن،سي لیوالتیا په دي ډول طبيعي زیاته کړئ او
د هرځوان او د هر پاخه عمر لرونکي کس په ورځني ژوند کې ډېرې هيلې وي د هغې له جملي يې يو هم د سالم جنسي ځواک درلودل دي. نن صبا ډېری کسان ددې ستونزې سره مخامخ دي. اکثراً کسان په ځوانۍ او پاخه عمر کې د جنسي ځواک د ليوالتيا د کمښت او يا هم جنسي اړيکو د خوند نه ورکولو په بهانه په درملتونونو کې قسم قسم درمل او ملهمونه استعمالويتاسو ته موږ په دې ليکنه کې هغه لارې چارې درښايو چې په عملي کولو سره به يې خپله جنسي ليوالتيا زياته کړئ
۱: مختلفې ميوې وخورئمخکې مو وويل چې د جنسي ځواک د ليوالتيا د کموالي لپاره په درملتونونو کې قسم قسم ملهمونه او درمل موندل کېږي، او تاثير يې له جانبي عوارضو کم وي. ددې ستونزې د له منځه وړلو لپاره تر ټولو آسانه او له ضرر څخه پاکه لاره د ډول ډول ميوو خوړل دي. ميوې پخپل ترکيب کې هغه ويټامينونه منرالونه او نور معذي مواد لري چې وجود په ورځني ډول ورته اړتيا لري خو يو شمېر خاصې ميوې شته چې د جنسي ځواک په پياوړي کولو کې مرسته کوي لکه کيلهانځر ناک…
۲: شيريني او خواږه وخورئخواږه او شيريني د جن.سي علاقې د زياتوالي لپاره استعمالېږي د خواږو په خوړلو سره په وجود کې يو ډول کيمياوي مواد serotoninاو phenethylamine افرازېږي. همدرانګه خواږه په وجود کې د مزاج په برابرولو کې هم ونډه لري.
۳: ترکاري وخورئکه غواړئ چې ښه ماښامني او غوره جنسي اړيکي ولرئ په خواړو کې مو لږه اندازه هوږه او نانا آضافه کړئ د نانا بوی په وجود کې حسونه تنبه کوي، هوږه په خپل ترکيب کې Allicin په نوم مواد لري. همدا مواد په بدن کې د وينې جريان پياوړی کوي، چې د همدې له امله جنسي ځواک پياوړی کېږې. Ginko biloba نومی بوټی په وجود کې ژور خفګان تداوي کوي، او جنسي ځواک پياوړی کوي.
۴: په ځان باور ولرئموږ د خپل فکر زيږنده يو همدا راز هغه خوراکونه چې موږ يې په خپل ورځني ژوند کې خورو زموږ پر روغتيا اغېزه لري د غېرې صحي خوراکونو خوړل او د منظم سپورټ نه کول انسان د جنسي ليوالتيا د کموالي او وجود له مهمو معذي موادو، ويټامينونو او منرالونو دکمښت سره مخ کوي.
۵: الکول او نور نشه يي توکي مه استعمالوئد زياتو نشو کولو پر مهال انسان خپل هوش له لاسه ورکوي. که چېرې کوم څوک زيات الکول/شراب وڅښي، د هوش توازون يې ګډوډېږي او نشې کولای چې خپل ځان په واک کې کړي که غواړئ چې ښه جنسي ځواک ولرئ له دې بې مفيده شيانو لاس واخلئ.
۶: ذهني ارامتیا ترلاسه کړئذهني ناجوړتيا په جنسي اړيکو هم اغېزه رامنځته کوي. که يوڅوک ذهنان ستړۍ او جوړ نه وي، نشې کولای چې له جنسې اړيکو خوند واخلي د ذهني ارامتیا ترلاسه کولو لپاره له ملګرو سره يو ځای شئ،ښه کتاب ولولئ سپورټ ترسره کړئ
۷: له ډاکټر سره سلامشوره وکړئکه پوهېدای چې جنسي ليوالتيا مو هماغه د پخوا په څېر ده او په ځان کې مو کوم بدلون تر سترګو نه شو ژر له يوه مربوط ماهر ډاکټر سره مشوره وکړئ ډاکټر به درسره د ستونزې په مشخصه کولو کې مرسته وکړي.