Category: ګډ ژوند

  • د کوروالي کولو  پر مهال اړینه دعا چي بايد وويل شي

    د کوروالي کولو پر مهال اړینه دعا چي بايد وويل شي

    کله چې یو مسلمان د خپلې مېرمنې سره خپلې طبعي او انساني غوښتنې په موخه کوروالی کوي که چېرې په دغه وخت کې اسلامي لارښوونو ته پاملرنه وشي نو له یوې خوا به یې خپله فطري غوښتنه تر سره کړې وي او له بلې خوا به یې یو لوی ثواب هم ګټلي وي په حدیث کې راځي چې؛
    ژباړه: له ابن عباس رض څخه روایت دی چې وایي: رسول الله ص وفرمایل: کله چې تاسو خپلو ښځو سره د کوروالي په وخت (بسم الله اللهم جنیناالشیطان وجنب الشیطان مارزقتنا) دعا ووایئ: نو که چېرې له دغه کوروالي څخه خدای پاک درته بچی درکړ هغه به (بچي) ته به شیطان زیان نشي
    رسولی.

    یادونه: داد عا د کوروالي څخه وړاندې ولولي او پر ځان یې چپ کړئ او که مو هېره شوې وه بیا یې د کوروالیي په منځ کې هم په زړه کې ویلئ شئ.

  • د ژر انزال کيدو ياخلاسيدو د مخنیوي لپاره څو ګټورې او مهمې لارې

    د ژر انزال کيدو ياخلاسيدو د مخنیوي لپاره څو ګټورې او مهمې لارې

    هغه کسان چې طبعاً خوښ اروايې حال يې سم، په کورنۍ، ټولنه او کاري چاپېريال کې يې روابط سم وي، موږ يو روغ انسان ورته ويلای شو؛ نو د هغه په خوښې کې يوازې کورنی چاپېريال، ملګري، امنيت، اقتصادي پياوړتيا، د مسووليتونو مهالوېش رول نه لري، بلکې په دې کې ځينې مهم ټکي دي چې د سم ژوند د جوړېدو او د انسان د نارمل کېدو وړ ګرځي.

    ژر انزال يا خلاصېدل زياتره وخت د روهي نا آرامی له وجهي کيږي.د ژر انزال څخه د مخنيوي لپاره لاندي کړني ښه په پوره توګه عملي کړی، ترسو له جنسي اړيکو څخه ښه خوند حاصل کړی.

    ذهني فشار يا خپګان څخه ځان خلاصول
    د جسمي يا فزيکي عمل (جماع) له شروع څخه تر مخه بايد تاسي کوم ذهني ټينشن يا خپګان و نه لري. کله چې تاسي کوټې ته داخليږی، د مصيبتونو اس مو دباندې تړئ او ښه په پيار او خوښحالی سره دا عمل پېل کړئ.

    د جماع له شروع نه مخکي کړني اجراکول
    له جنسي اړيکو نه مخکې وخت ډېر په مچولو، لمسولو او خبرو تېر کړي، چې ترسو تاسو ذهني ارام او هوسا کړي. يو کوچنی دلاس مساج د بعضو اندامو دا خو بيخي‌ جار سم.

    د جنسي قرابت په‌ وخت کي وقفې ‌کول
    د جماع کولو په‌ وخت کي کوچنی لنډي وقفې کول تر ټولو غوره طريقه ده چې د ژر انزال د مخنيوی کوي. کله چي تاسو د انزال و حالت ته رسېږی، نو په مکلمله توګه جنسي اړيکي وشکوي او يوه لنډه وقفه وکړي.

    خپل خوند‌ هېر کړي، و جانب طرف ته په خوند وربښلو کي ځان‌ مصروفه کول کله چي تاسو جماع کوی، خپل د ځان په‌ هکله هيڅ سوچ‌ مه کوئ، کوښښ وکړي چي و خپل جانب طرف په هکله فکر وکړئ.

    نوي طريقې اجرا کول
    جنسي اړيکې عمل يو دی خو خندونه يې بېل بېل دي.هر وخت په يو رقم شکل سره بايد اجرا نه شي. په طريقو کي خو مو تر ما تاسي ښه پکښې ماسټران ‌ياست. البته، طريقې ‌بايد اخلاقي او د اسلام په چوکاټ کي دننه وي. د بربنډو فلمونو طريقې خو بیخي غير اخلاقي وي‌. سر مو خلاص.

  • د جن،سي اړیکوډيري روغتیایي او مهمې ګټې وپيژندل شوي لومړى دا چي

    د جن،سي اړیکوډيري روغتیایي او مهمې ګټې وپيژندل شوي لومړى دا چي

    هر کله چې يوه ښځه او خاوند په ګډ ژوند کې له نورو چارو او مسوليتونو سره يوځای، يو فعال د یو ځای کیدنی ګډ ژوند هم ولري، نو د ژوند ګډ مزل به يې پوره بريالی وي. تر ډیره د ښځې او خاوند ترمنځ کوروالی د يو لورې په خوښه او غوښتنه او د بل لورې له خوا په اړ ډول باندې وي او يا هم دواړه يوازې د اولاد د منځ ته راوړلو لپاره کوروالی یا قربت کوي.

    د ښځې او خاوند ترمنځ يو همغږه ګډ کوروالی ژوند او یوځای کېدنه له نورو ډېرو برياوو سره لاندې پنځه ګټې هم ور په برخه کولی شي.

    ۱- کوروالی روحي فشار او اندېښنې له منځه وړي:قربت یا يوځای کېدنه د انسان مرکزي عصبي سېسټم او همدارنګه د پېټويټري غده هڅوي، ترڅو د (اندورفین) په نوم هورمون توليد کړي. اندورفین په طعبيي ډول د خوښ او خوشحاله احساس هورمون دی. په نيويارک کې د سټېټ پوهنتون له خوا په ترسره شويو څېړونو کې په ګوته شوېده، چې هغه ښځې چې په منظم ډول له خاوند سره یو ځای کیږی، روحي فشار او اندېښنې يې ډېرې کمې دي، د هغه ښځو په پرتله چې له واده وروسته کوروالی نه کوی او يايې هم شمېره ډېره کمه ده.۲- د ښځې او خاوند ترمنځ یو ځایوالی دواړه ځوان ساتي:هر کله چې ښځه او خاوند خوښ کورنۍ ژوند او یو ځای کیدنه ولري نو تر ډېره ځوان پاتې کيږي. څېړونو ښودلې ده، چې هغه جوړه چې په منظم ډول سره کوروالی کوی د خپل ريښتني عمر په پرتله ۱۲ کاله په ظاهري بڼه کې ځوان او تازه ښکاري. د کوروالی په ترسره کېدو د ځوان پاتې کېدو لامل په دې کې دی، چې کوروالی د اندېښنو مخنيوی کوي، د زړه ځينې ناروغۍ له منځه وړي او همدارنګه وجود ته د پوره انرژۍ په ورکړه کې مرسته کوي.

    ۳- کوروالی قربت د وجود دفاعي سېسټم غښتلی کوي:هغه کسان چې يوځای کېدنه په منظم او همغږه ډول ساتي، د وجود دفاعي سېسټم يې د هغه کسانو په پرتله ډېر غښتلی وي، چې کوروالی نه کوی. کوروالی د انسان په بدن کې د امينوګلوبين (immunoglobulin ) درجه لوړه ساتي.

    ۴- ج ن س یو ځای کیدنه په طعبيي ډول سره درد له منځه وړي:کله چې انسان د کوروالی په وسيله تحريک کيږي او مخکې له دې چې انزال ته ورسيږي، د انسان په بدن کې د اکسېټېسين (Oxytocin ) هورمون درجه له عادي حالت څخه پنځه برابره لوړيږي. اکسېټېسين هورومون د ملا درد، د بندونو درد او د مياشتنۍ ناروغۍ پر بنسټ د لېدنۍ ملا او خېټې درد له منځه وړي.

    ۵- همدا رنګه د ښځی او خاوند یوځای کیدنه د بې خوبۍ ښه درمل هم دیڅېړونو ښودله چې د کوروالی وروسته د ارامه او يو ښه خوب چانس ډېر وي. د ارامه ژوند لپاره بايد ښه د شپې خوب ولرو ترڅو له اندېښنو مو لېرې وساتي، هر کله چې کوروالی ا تر سره شي او انزال رامنځ ته شي، نو پرته درملو د ژور خوب احساس کيږي.

  • په کوروالي کې ځنډ د څه ښکارندوي کوي؟

    په کوروالي کې ځنډ د څه ښکارندوي کوي؟

    په مناسبه توګه کوروالی کولو سره ستاسو ځواک نه ختمیږي او د فزیکي او رواني ستړیا لامل هم نه کیږي، خو ډیر کوروالی کول بیا فزیکي او رواني قوت کموي او ډیر ژر د ستړیا لامل کیږي. که چیرې له جنسي اعضاؤ څخه ډیر کار واخیستل شي، نو تاسو به پخپله ستړي شئ، او لکه څنګه چې خورا ستړي اسونه څومره هم کوښښ وکړئ، هغه نه پورته کیږي. دا حالت د کوروالۍ د زیاتوالي هم دی، پدې حالت کې، د سړي عضو تناسل که ډیر سخت هم شي، هغه به نه اودریږي او دغه کس ته به ځان نامرد ښکاري. خو دا نامردي یوازې د لنډې مودې لپاره وي، کله چې یو کس د یو څه مودې وروسته کوروالی پیل کړي، نو نامردي پای ته رسیږي.

    اوس پوښتنه دا راپورته کیږي چې د کوروالۍ د وقفې حد څومره دی او څو ځله مناسب دی چې یوه صحتمنده جوړه پخپل نورمال ژوند کې کوروالی ولري؟
    په حقیقي مانا کې د کوروالی شمېر د میړه او ښځې عمر، د هغوی د واده موده، د هغوی فطرت، فزیکي ځواک، روغتیا او قد، رواني چلند، ټولنیز حالت، د ذات معیار، مسلک او د حیض دورې [د حیض دورې څخه تر ۱۵ ورځو پورې ښځې کوروالۍ ته ډیرې لیواله وي] پورې اړه لري، موسم لکه د پسرلی او مني په موسم کې خړې وريځې او غورېدونکی برېښنا، د موسم مستې یخنۍ، د ګرمۍ په موسم کې غرمنۍ باران او طوفان او په ګرمۍ کې د څوارلسمې سپوږمۍ شپه داسې حالات د جنسي خواهشاتو پوره کولو لپاره کافي دي.

    د واده وروسته په لومړیو ورځو کې اونیزې اړیکې تر ټولو ډیرې وي او له دې وروسته بیا په تدریج سره کمیږي. له ۴۵ څخه تر۵۰ کلنۍ پورې نارینه په اونۍ کې یو ځل او له ۶۰ څخه تر ۶۵ کلنۍ پورې نارینه په میاشت کې یو ځل کوروالی کوي. او ښځې د حیض له فراغت له امله هیڅ د کوروالۍ شوق نلري.
    زما د تجربې له مخې له یو څخه د بلې کوروالۍ اړیکې پورې باید لږترلږه یوه ورځ او شپه یانې ۲۴ ساعته وقفه په نظر کې ونیول شي، که څه هم دوی نوې واده شوې جوړه وي، له دې څخه ډیر ځله نه کوروالی غیري طبیعي ګڼل کیږي.

    خو د نوې واده شوې جوړې ته له واده وروسته تر څو ورځو پورې په یوه شپه کې له یو ځل څخه زیات کوروالی کول غيري طبیعي نه دي، ځکه چې یو سړی د یو ځل کوروالی کولو نه وروسته د دوهم ځلي کوروالی کولو لپاره اماده کیدو ته ډیر وخت ته اړتیا لري، او د انزال لپاره د لومړي ځل په پرتله تر اوږدې مودې پورې د کوروالۍ کولو اړتیا ده. نو که چیرې میرمن د لومړي ځل کوروالۍ سره په پوره توګه مطمینه نه وي، نو د دوهم ځلې سره د سړي اوږد انزال سره د میرمنې راضي کیدو چانس ډیریږي.
    ځینې هغه ​​نارینه چې په سرعت انزال اخته وي، هغوی په لاندې ډول وي. په لومړي کوروالۍ کې دوی نشي کولی خپل تناسلي اله د میرمنې په شرمګاه کې په سمه توګه داخل کړي، او خپل تناسلي اله د میرمنې شرمګاه ته په داخلولو سره سمدستي انزال کیږي.

    په ورته حالت کې که دغه کس بیا ځلي کوروالۍ پیل کړي نو هغه به بریالی شي، ځکه چې اوس به هغه د مداخلې موده اوږده شي، یانې هغه به ډیر وروسته مړاوی کیږي. چې له دې سره به د هغې میرمن د آرامۍ احساس وکړي او د هایټیریا یا ورته رواني ناروغیو څخه به پاکه شي، پدې حالت کې په یوه شپه کې له یو ځل څخه زیاتې جنسي اړیکې غیر طبیعي نه بلل کیږي.

  • د کوروالي کولو په وخت کي ښځې ولي خپلي سترګي پټوي؟

    د کوروالي کولو په وخت کي ښځې ولي خپلي سترګي پټوي؟

    د ډېرو کسانو لپاره دا جالبه ده چې پوه شي ولې به مطلق اکثریت د ګډې چارې په مهال خپلې سترګې پټوي، خو دا دومره سخت منطق هم نلري چې يو سړی دې ورباندې ځان پوه نشي کړی.

    مګر که په دې سبب څوک ځان پوهول غواړي لازمه ده چې د ښځو په هکله ښه دقيقه مطالعه او څار ولري، که نه بيا ورباندې دقیق پوهیدل يو څه ګران کار دی، که په روان پوهنه کې تکړه ياست بيا نو ورباندې راحت پوهېدئ شي چې ولې ښځې د ګډې چارې په مهال خپلې سترګې کلکې پټوي.

    د ګډې چارې په مهال ډېری ښځې په زور احساس کې وي، يوه خبره باید په ياد کړو چې ډېری هغه ښځې ددې چارې په مهال خپلې سترګې پټوي چې واقعا له دې چې چارې څخه خوند اخلي، هغه ښځې چې خوند نه اخلي ډېری یې دا ډول کوم کار نه ترسره کوي.

    د ډېر زيات خوند او سکون په مهال انسانان عموماً غواړي چې په دې خوند کې يوازې وي، يانې دا خوند صرف د ځان سره تجليل کول غواړي او نه غواړي چې بل هیڅ شی هم شتون ولري.

    له همدې کبله په داسې ژور خوند کې ښځې غواړي چې د خپل ځان سره يوازې پاتې شي او دا خوند په ټول وجود او روح سره حس کړي، له دې پرته ګرانه ده چې يو کس دې ځان کنټرول کړي، ډېری ښځې د واقعي خوند په مهال همدا کار کوي.

  • په يخه هوا کې ښځه د کوروالي څخه په دغه يوه سبب باندې لرې کېږي

    په يخه هوا کې ښځه د کوروالي څخه په دغه يوه سبب باندې لرې کېږي

    وخت د کوروالي په هکله د انسان په احساساتو باندې ژور تاثير لري، لکه څنکه چې ان د شپې او ورځې د انسان شهوت او جنسي غوښتنه فرق کوي په همدې شکل ګرمه هوا، سره هوا، ژمی او وړی ټول د انسان په جنسي غريزه باندې مهم تأثير لري.

    د انسان کرنې د هغه په چاپېريال پورې د ژوند په شرایطو پورې پوره پوره تړاو لري، د اوړي په موسم کې چې انسان کوم سهولت لري په ژمي کې هغه سهولت ګران دی.

    په ژمي کې د ښځو د کوروالي څخه زياته وېره په دې باندې کېږي چې دوی د حمام کولو حوصله نلري، عموماً په هغه کورونو کې چې امکانات کم وي اقتصاد کمزوری وي ښځې او نارينه دواړه ګرمو اوبو ته په کافي اندازه لاسرسی نلري.

    له همدې ښځې په دې موسم کې کوروالی کول ځانته د حمام کولو په مانا بولي او په دې يخ موسم کې نه غواړي هره ورځ یا ورځ وروسته کوروالی وکړي او حمام کولو ته مجبوره شي.

  • د واده اوله شپه کوروالي پر مهال د درد کمولو اسانه لارې

    د واده اوله شپه کوروالي پر مهال د درد کمولو اسانه لارې

    د واده لومړی شپه که د یوه لوري د ژوند یو د ترټولو خوږو شپو څخه وي ډ بل لوري بيا پدې شپه باندې د ښځې او خاوند لپاره يو نابلد نا آشنا او شايد هم درد ناک سفر پيل کېږي.

    ډېر خلک داسې فکر کوي چې د واده په لومړۍ شپه به دوی د خپل ژوند ترټولو ښه کور ‌ والی کوي حال دا چې دا یوه ډېره لوړه توقع او هيله ده، په لومړۍ شپه چې دوه کاملاً نا بلد انسانان سره يو ځاي کېږي او په ځانګړي ډول د ښځې لپاره څه نا څه ویره شرم او د درد مسلې هم وي نو دا به ترټولو ښه کور. والي نه وي بلکې د وخت په تېرېدو ، يو بل سره بلد کېدو او په کور. والي کې د تجربې د پيدا کېدو وروسته به دا امکان رامنځته کېږي چې ترټولو ښه کور. والی تجربه شي.

    له همدې کبله په لومړۍ شپه د درد د کمولو او يوې ښې فضا لپاره پکار ده انسان شرايط درک کړي خپل توقعات کم کړي او د وخت او حالاتو سره مناسب حرکت وکړي.

    د درد د کمولو لپاره پکار ده په لومړۍ شپه باندې نارینه ډېر په ارامۍ مخته ولاړ شي، د چارې په پيل او جریان کې د خپلې میرمنې سره بايد خبرې وشي ترڅو هغه د کوم ناخوښه حالت په صورت کې د خبرو کولو جرت ولري