Category: روغتیا

  • د ښه  او ارام خوب لپاره ۵ لارښوونې

    د ښه او ارام خوب لپاره ۵ لارښوونې

    نن سبا په نړۍ کې ډېر خلک د ښه خوب له نعمته بې برخې دي. د ژوند ډېر امکانات به لري خو خوب به نه ورخي یا به د یوه عادي او بېوزله کروندګر په شان ارام او دروند خونب نه شي کولی. د ښه خوب لپاره څېړونکو ۵ سپارښتنې کړي دي. که څه هم ځینې یې زموږ افغانانو سره ډېر ارتباط نه لري خو ځینې یې پر موږ هم تطبیق کېږي. دا پنځه سپارښتنې ولولئ:

    ١. کافئين
    ښایي ډیرو ته د شپې له خوا تر خوب مخکې د یوې پیالې قهوې یا چایو څښل خوندور وي، خو کیدای شي همدا ستاسې د بې خوبۍ یو دلیل وي. کافئین په بدن کې د هغو کیمیاوي موادو مخه نیسي چې خوب راوړي.
    د خوب یو کارپوه ډیو گیبسن چې د “خوب ویبپاڼې” بنسټ ایښونکی هم دی وایي دا بهتره ده چې د کافئین ورځنی مصرف راکم کړئ. هغه مشوره ورکوي چې “په کافئین باندې یو مشخص بندیز ولگوئ او د غرمې ډوډوۍ وروسته د کافئین څښاک بند کړئ. د هغه په وینا د ورځې د دوه پیالو قهوې نه زیات مه څښئ.
    ٢. سره غوښه
    سره غوښه د نورو خوراکونو په پرتله ډیر وخت نیسي چې هضم شي. کله چې ناوخته ډوډوۍ خورئ نو سپک شیان وخورئ. ښاغلی گیبسن وایي د دراندو شیانو د خوراک او د خوب کولو د وخت ترمنځ څلور ساعته واټن وساتئ. خو که د خوب دمخه وږي یاست نو په مستو، شیدو او سبزیو باندې گزاره وکړئ چې د پریشانۍ د راکمولو کلسیم لري او تاسې اراموي.
    ۳. خواږه
    ښایي د شپې ناوخته مو خوږو خوړلو ته هوس راشي، خو زیات خواږه خواړه ښایي داسې انرژي درکړي چې له امله یې ستاسې خوب گډوډ شي.
    میرمن ارتیس وایي د خوږو پر ځای د بیلابیلو حبوباتو نه جوړ شوي مواد وخورئ چې بوره په کې کمه ده او ستاسې د وینې په جریان کې د امینواسید په نامه اړین مواد زیاتوي چې د خوب سبب کیږي.
    ۴. مساله دار خواړه
    د خوب د چارو یوه کارپوهه لیزا ارتیس وايي چې د مساله دارو خواړو له خوړلو ډډه وکړي. د هغې په وینا د تریخوالي خصوصیت په مرچو کې کیدای شي تاسې ناراحته کړي.
    ښاغلی گیبسن بیا خبرداری ورکوي چې مساله دار خواړه کیدای شي ستاسې د بدن حرارت لوړ کړي او تاسې له ناراحتۍ سره مخامخ کړي چې دا کار ستاسې خوب گډوډوي.
    ۵. الکول
    الکول کیدای شي چې خوب ته یوه انگیزه شي خو کله یې چې اغیز یې په کمیدو شي ښه خوب نشي تضمین کولای.
    کارپوهان وایي الکول “په ژور خوب باندې منفي اثر کوي” په ځانگړې توگه د شپې په دوهمه نیمایي کې. پدې معنی چې ډیر امکان شته پدغه وخت کې د الکولو د استعمال په وجه زمونږ خوب گډوډ شي.
  • که پښتورګي ژغورۍ دا عادتونه پرېږدئ

    که پښتورګي ژغورۍ دا عادتونه پرېږدئ

    پښتورګي د انسان د روغتیا لپاره ډیر اړین دي او په بدن کې مهمې دندې په غاړه لري. پښتورګي له بدن څخه زهري مواد خارجوي، وینه فلټر کوي، مینرالونه جذبوي او اسیدونه خنثی کوي.

    د پښتورګو ناروغي تر څو کلونو پورې هم پټ پیدا کیدی شي ځکه که چیرې پښتورګي یوازې ۲۰٪ پاتې وي او نور له منځه تللی وي بیا هم خپل فعالیت ته ادامه ورکوي. له همدې امله د پښتورګو ناروغیو ته غلې ناروغي هم وايي.

    په کافي اندازه اوبه نه څښل

    پښتورګي د خپلو فعالیتونو ساتلو لپاره کافي اندازه اوبو ته اړتیا لري. په کافي اندازه اوبه نه څښل د دې لامل ګرځي چې زهرجن مواد په وینه کې ټول شي ځکه چې پښتورګي یوازې د اوبو په مرسته کولی شي زهرجن مواد له بدن څخه خارج کړي.

    ادرار ځنډول

    د زیات وخت لپاره ادرار ځنډول د ادرار فشار زیاتوي چې په پایله کې په پښتورګو کې د تیږې پیدا کیدو او یا هم په بشپړ ډول د پښتورګو کار پریښودلو لامل ګرځیدی شي.

    د مالګې زیات استعمال

    بدن خپل فعالیت ساتلو لپاره مالګه او سودیم ته اړتیا لري. خو ځینې خلک بیا له اندازې زیاته مالګه استعمالوي کوم چې په پښتورګو فشار اچوي او د وینې فشار اوچتوي. په ورځنی ډول باید له پنځو ګرامو څخه زیاته مالګه استعمال نشي.

    د بورې زیات استعمال

    هغه کسان چې په ورځنی ډول دوه یا له هغې څخه زیات خواږه مشروبات څښي د هغوی په ادرار کې پروټین د عامو خلکو پرتله زیات وي. په ادرار کې پروټین د پښتورګو فعالیت زیانمنوي او د مختلفو ناروغیو لامل ګرځي.

    د جاپان په پوهنتون کې په یوې شوې څیړنې کې څرګنده شوې چې په ورځنی ډول دوه او یا له هغې څخه زیات بوره لروونکي مشروبات څښل د پښتورګو د ناروغیو خطر زیاتوي.

    په ادرار کې د پروټین شتون د دې ښکارندوی دی چې پښتورګي زیانمنې شوي او خپل فعالیت په سمه توګه نشي ترسره کولی خو په دغه مرحله کې بیا هم پښتورګي د درملنې وړ وي .

    په کافي اندازه خوب نه کول

    د شپې لخوا په کافي اندازه او ارامه خوب نه یوازې دا چې د انسان روغتیا ته ډیر ګټور او اړین دی بلکه د پښتورګو لپاره هم ډیره ګټه لري. د پښتورګو حجرات د شپې له لوري بدلیږي چې له همدې امله په وخت نه ویده کیدل پښتورګي زیانمنوي.

    د منرالونو او ویټامینونو کموالی

    خپل خوړو کې د سبزیجاتو او میوو استعمال د بدن عمومي روغتیا او پښتورګو ته ډیره زیاته ګټه لري. کله چې بدن د مینرالونو او ویټامینونو له کموالي سره مخ شي نو په پښتورګو کې د تیږې پیدا کیدل او د پښتورګو د کار پریښودلو خطر زیاتیږي. مګنیزیم او ویټامین بي ۶ د پښتورګو د ناروغیو څخه مخنیوي په برخه کې مهم رول لوبوي.

  • تورتوتان او حيرانوونکې ګټې يي

    تورتوتان او حيرانوونکې ګټې يي

    کال کې د تورتوتانو په اړه يوه تر سره شوې تجربه ښيي، چې دغه توتان د عصبي سېسټم لپاره ښه پايله ورکوي او د دماغو ادراکي خواص غښتلي کوي. دغه تجربه د لومړي ځل لپاره پر موږکانو تر سره شوې او موندلې شوې ده چې هغه موږکان چې تورتان ورکړل شوي وو، نسبت هغوی ته چې نه وو ورکړل شوي، ادارکي خواص يې ډېر چمتو او فعال وو.

    تورتوتان له سي، کې او اې ويټامين څخه غني دي. دغه درې ويټامين د ښې روغتيا لپاره خپلې ځانګړې دندې لري. سي ويټامين چې تورتوتانو کې شته دی، د collagen په نوم  ماده لري او دغه ماده د هډوکي او کرپندوکي حرکات اسانه وي او له تخريب يې ساتي. دغه ويټامين دا ګټه هم لري چې ټپ/زخم  ور سره ژرجوړ  شي.

    اې ويټامين دا دنده لري، چې د سترګو ليد، هډوکي او غاښونه غښتلي وساتي او پوستکی روغتيايي ساتي. دغه ويټامين په طبيعي ډول په تورتوتانو کې ډېر شتون لري.

    درېيم ويټامين چې تورتوتان يې لري، ويټامين کې دی. کې ويټامين دا دنده لري چې وينه پرڼېدلو ته نه ورکوي. په لويه کې د تورتوتانو خوړل ستاسې وجود کې هغه تشې ډکوي چې ويټامين ورته اړتيا لري او بيا ويټامين د يو شمېر ناروغيو پر وړاندې ديوال جوړيږي.

  • یوه پخوانۍ کورنۍ نسخه که معده مو سوزي نو دغه ډول يي سوز ارام کړى

    یوه پخوانۍ کورنۍ نسخه که معده مو سوزي نو دغه ډول يي سوز ارام کړى

    یوه پخوانۍ کورنۍ نسخه چې خلک وايي، کله مو تروش او مساله لرونکي خواړه خوړلي وي نو بیا مو سینه او معده سوزي نو وايي شیدی څښل يې اراموي خو اوس ساینس دا خبره په ثبوت رسولي هغه څنګه؟ دلته يې لوستلی شئ.

    پیروي لرونکی شیدي یا بې پیروي دا دواړه د مرچ لرونکو مسالو او نورو عواملو له امله د معدې او سینې سوزیدنه کموي خو نور ټول یخ او ګرم مشروبات دا نشي کولائ چې د معدې سوزیدنه کمه کړي.

    د پنسلوانیا اسټیټ پوهنتون يو وړه څیړنه کړي په ۷۲ تنو.

    لومړی دغو کسانو ته مرچ لرونکي څښاک ورکړ بیا دغو کسانو ته قسماقسم څښاک ورکړل لکه اوبه، د الکولو پاک بیر، کاربونیټ لرونکي اوبه، کاکوکولا او په اخر کې شیدې ورکړي چې ټولو د شیدو سره د معدې نه سوزیدنی احساس وکړ.

    په مرچو کې يو مرکب شته چې کیپسیسن نومیږي کیپسیسن د معدې او خولې سوزول پیدا کوي، چې په شیدو کې یو ډول خاص پروټین شته چې دا بیا دا سوی کموي.

    پوهان وايي، چې الکول لرونکي څښاک او بئیر مطلب شراب د معدې سوزیدنه نه کموي بلکې نوره هم زیاتوي همدا ډول سوډا لرونکي مشروبات هم د معدې د سوي له کمولو سره مرسته نه کوي، لنډه دا چې هر رقم مرچو کې کیپسیسن شته او د دې علاج په شیدو کیږي.

  • د خېټې باد علت او درملنه یې

    د خېټې باد علت او درملنه یې

    ډاکتر مرجان

    په ګېډه کې د خوړو د ناهضمۍ له کبله په خېټه کې باد ټولیږي، او خېټه بړسیږي، چې دې ته د خېټې باد ویل کېږي

    اسباب:

    په معده کې التهاب، زخم او یا څه غوټه پېدا کېدل، د تریخي التهاب په خوړلو او څښلو کې زیاتوالی، ځینې وخت د غم او غوسې له کبله هم په معده کې خواړه نه هضمېږي او باد ترې پېداکېږي.

    نښې:

    خېټه پړسېږي، په زړه باندې بوج محسوسېږي، د زړه درزا زیاتېږي له ارږو سره باد خارجېږي.

    حفاظتي تدابیر:

    ۱بابد له سګریټ، نسوارو او پان څخه پرهېز وسي.

    ⑵ شیدې کوکاکولا، شربت، شړومبې دې لږ استعمال شي.

    ⑶ خواړه دې کم وخوړل سي، ځان دې ډېر نه مړوي لږ دې وږی وساتي.

    ⑷ خوړو خوړلو سملاسئ او یا په منځ کې اوبه مه څښئ، نیم یا یو ساعت وروسته اوبه وڅښئ.

    ⑸ خواړه په ورو، ورو ښه وژویئ او بیا یې تېر کړئ له ژر ژر خوړلو سره یو ارخ خواړه سم نه هضمېږي او له بل پلوه معدې ته هوا ننوځي.

    ⑹ هغه خواړه چې معدې کې باد پیداکوي لکه دال، مټر، رومي بانجان، پیاز، ګلپي، او داسې نور مه کاروئ.

    ⑺ له غرمنۍ ډوډۍ وروسته یو څه خوب کول پکار دي او ماښام تر ډوډۍ وروسته یو څه ګرځېدل لازم دي.

    درملنه:

    د دې ناروغان هضموونکي Enzymic دواګانې ګټه نه کوي، باید مسکن او د اعصابو مسکن Tranquilizer دواګانې ورکړل شي، مثلا تر خوړو وروسته Tab. Librium

    د ورځې درې ځلې یا Tap. Librox درې ځلې

    د اسهال لپاره Tab, Metronidiazole یا Tab. Flagyl

    که له باد سره سوی هم محسوسېږي. نو د تېزابیت ضد

    درمل لکه Tab. Trisil یا Tab. Syp. Semico د ورځې درې ځلې وروسته له خوړو او یا د اړتیا په وخت کې یوه ګولۍ یا دوه کاچوغې شربت ناروغ ته ورکړئ.

  • د سترګو دښه ليد لپاره درې اړين ويټامين چي بايد له ياده يي ونه باسى

    د سترګو دښه ليد لپاره درې اړين ويټامين چي بايد له ياده يي ونه باسى

    د خلکو منځ کې دا ډېره دود ده چې ګازرې د سترګو لپاره ګټورې دي؛ ځکه ګازرې اې ويټامين لري او اې ويټامين د سترګو لپاره ګټور دی. له اې ويټامين وراېخوا، سي او اي ويټامين هم د سترګو لپاره ضرور او ګټه لرونکي دي.

    که له يوې خوا پورته درې ويټامين د سترګو لپاره ګټې لري خو په کمښت سره يې د ګلوما په څېر د سترګو ناروغۍ پيدا کيږي او همدا ډول د سترګو ليد يا نظر تتيږي. مهمه دا ده چې د سترګو د روغتيا په پار يوازې پر اې ويټامين تکيه ونه کړئ؛ اي او سي ويټامين هم وخورئ، ترڅو بشپړ ليد ولرئ او د سترګو ناروغيو مخنېوی مو کړی وي.

    د اې ويټامين دنده دا ده چې د سترګو ليد په کمې روښنايۍ کې ښه ليدل وکړی شي او که چېرې وجود کې مو د اې ويټامين کم وي، نو بيا به د تيارې په خوارېدو سره ونه شی کولی چې يو څه ښه وګورئ. ګازرې، شنه پالک، خواږه کچالو او سره مرچ د اې ويټامين ښې سرچينې دي.

    اي ويټامين په لويه کې وجود ميکروبي کېدو ته نه ورکوي او بيا چې مسله ځانګړې د سترګو په اړه شي، نو اي ويټامين دا مرسته کوي، چې له سترګو به مو ميکروبي موجودات لېرې او پاک کړي. بادام، د لمرګلي دانې، غنم او جواري هغه خواړه دي چې له اي ويټاميڼ څخه غني دي.

    سي ويټامين سره به تر ډېره بلد ياست او هغه خواړه او ميوې به هم درمالومې وي، چې سي ويټامين لري. سي ويټامين سترګو لپاره دا ګټه لري، چې د UV په څېر له نورو مضرو وړانګو سترګې ساتي.

  • د خورما ډيري حيرانوونکې ګټې ښکاره شوي

    د خورما ډيري حيرانوونکې ګټې ښکاره شوي

    خورما (خرما) هغه صحي میوه چې د ډېرو ناروغیو درملنه کولای شي.

    خورما د متعددو ویتامینو، مینرال او فایبر په درلودل یو غني میوه دی. خورما قبضیت، د کولمو غیر منظم فعالیتونه، دزره ناروغي، کم خوني، اسهال، د نس سرطان، د جنسی اختلال یا کمزوری او همدارنګه نورې ناروغیو ته ګټه ور دی.

    دا خوندور میوه خپل ترکیب کې مهمي مینرال لکه کلسیم، سلفر (ګوګړ) وسپنه، پوټاشیم، فاسفورس، منګیزیم، مس او مګنیزیم لري چې ټول د وجود روغتیا ته ډېره ګټور دي. ځینې متخصصان په دی آنډ دي چې هر ورځ د خورما خوړل د خوړو یو متوازن رژیم ته مناسب او صحي دی. د خورما غني ترکیب د عضلاتو د تقویې لپاره ډېر غښتلي مواد دي. د نوې طبي څیرني پر بنسټ، اوسمهال دا قبول شوی دی چې خورما د نس سرطان ته ګټور دی. دغی ترڅنګ خورما ویتامینونه لکه تایمین، ریبوفلفین، نایسین، فولت، ویتامین A او ویتامین K لري. که څه هم د اسلامي کلچر د مخه مسلمانان خپل روژه په خورما ماتوي خو د خورما غني ترکیب د ډېرخوړلو نه مخنیوی کوي.

    خورما ډېر ښه منبع د انرژي، بوره او فایبر دی. فایبر د هاضمي سیستم (کولمه) په فعالیت کې خورا مهم او ضروري دی. د امریکا د سرطان ټولنه د ورځي ۲۰-۳۰ ګرام د فایبرمصرفول توصیه کوي چې د خورما خورل، دا اړتیا پوره کولای شي. د خورما ۱۰۰ګرام خپل ترکیب کې ۳۲٪ د ورځنې توصیه شوی فایبر لړي. هغه طبیعی خواږه چې په خورما کې شته د عادی خواږه (بوره) لپاره یوه ډېر ښه بدېل دی. دغه طبیعی خواږه نه یوازې ډېر ژر هضمیږي بلکه د وږیتوب احساس هم کموي. که د هغو خوارو توکې چې په خورما کې شته، وڅیرل شي دا میوه د مولټی

    ویتامین ګولي (تابلیت) په شان ماشومانو او مشرانو ته مناسب دی.

    د وسپني ډېر اعلی منبع:

     

    هغو کسان چې د کم خونی (Anemia) په ناروغي تشخیص شوي دي باید خورما ډېر وخوري، ځکه خورما د اوسپني ډېر ښه منبع دی. (100g) ګرام خورما، (0,90 g) وسپنه لري چې دا مقدار د ورځني (11%) سلنه سپارښتنه شوی، د اوسپني اړتیا پوره کوي. اوسپنه د ویني سور کرویات په مینځ کې د هموګلوبین یو برخه په توګه، هغه اکسیجن چې په وینه کې جریان لري تشخیص کوي. نوی ځوانان او امیدواری ښځې اوسپنه ته ډېره زیاته اړتیا لړي.

     

    د سترګو ویتامینونه:

    خورما خپل ترکیب کې لوتیین (lutein) او زیکسانتین (zeaxantine) لري چې دارنګه میوي اکثرآ د (سترګو ویتامین) په نوم یادیږي. لوتیین او زیکسانتین په ځانګری ټوګه د سترګو ریتینا (retina) او ماکولا (macula) ته ډېر مهم دي، ځکه دا دوي مادي د سترګو دید غښتلی کوي او د ماکولا هر هغه راپیښ شوي احتمالي صدمه چې کیدای شي د عمر په زیاتیدلو زیان مند شي، مخنیوی کوي.

    ویل کیږي که چېري یوه خورما د ورځي مصرف شي نور ستاسې سترګي به ټول عمر صحي او خوندي وي. خصوصا د شب کوري ستونزې لپاره ډېر ګټه وردی.

    د نس ناستي مخنیوی:

     

    خورما خپل ترکیب کې کلسیم هم لړي چې دنس ناستي په مخنیوی کې موثر ثابت شوی. د دې ترڅنګ، خورما د کولمو او خیطه د تجدید پروسه کې خورا موثر دي. د خورما دوامداره مصرف په معده او کبد کې، د ګته ورو باکتریا په تولیدولو کې مرسته کوي.

     

    د قبض درملنه:

    خورما معمولا د قبض ضد، خواره په ټوګه طبقه بندی شوی. لکه څنګه چې خورما د نس ناستی څخه مخنیوی کوي، همدارنګه دا میوه اورګانیزم سره مرسته کوي چې خواره ژر هضم او زهرګین مواد لري کړي. نو که چیري تاسئ غوارئ د قبض علاج وکړئ، باید د ماښام لخوا یو څو خورما واخلئ او بیا په اوبو کې خیشت کړئ.

    د شپي له مخه خورما یو خپل ځانګری جوس تولیدوي چې دا د قبضیت ضد لپاره خورا ګټور او دکولمو او معده فعالیت اسانوي. په امریکي کې خورما په وره بوتل کې ځای په ځای او د دارو په ټوګه ترې ګته اخیستل کیږي. (100gr) د خورما (8.5gr) فایبر لري. چون خورما خپل ترکیب کې د نورو ویتامینو ترڅنګ ویتامین (A1), ويتامين (B1,B2,B3,B5)، ویتامین سی او له ۲۰ نه پورته امینو اسید لړي دا ټول د هضم سیستم او د کاربوهایدریت د جذب په پروسه کې اسانتیا رامینځته کوي.

    د هدوکو سلامتیا او غښتلیتوب:

     

    مهمي منرال د خورما په ترکیب کې، د هدو کو د غښتلوالی لپاره عالی خواره دی او د هدوکو پوکي (osteoporosis) او درد لپاره ګټه ور دی. خورما خپل ترکیب کې سیلینیم، مګنیزیم، اوسپنه او منګنیز لري نور همدی له امله، دا ټول د صحي هدوکو وده لپاره ضروري دی، په ځانګری ټوګه د عمر په لوریدو، هدوکی په تدریجی ټوګه ضعیف کیږي نو باید خورما وخورئ ترڅو هدوکی مو تقویه او د هدوکو مقاومت مو لور شئ.

     

    خورما ولادت اسانولای شي:

    د یو څیرنه لمخه چې د اردن پوهنتون د ساینس او تکنالوجي څانګه کې ترسره شوی وه ښکاره کیږي چې د خورما مصرف څلور اونې مخکې د ولادت نه کولای شي درد تسکین، کم او خونریزي لږ کړي. هغه میرمني چې خورما مصرف کوي ولادت یي اسانه یې نظر په هغو میرمنو چې خورما نه مصرف کوي. همدارنګه خورما ښځي سره

    مرسته کوي چې د دیپریسشن یا د پریشاني کمیدو حالت ته ژر ولار شي او ماشوم ته د اړتیا په اندازه شدي تولید کړي.

    د وزن تنظیمول:

     

    سره دغي چې خورما ډېر زیات ویتامینونه خپل ترکیب کې لړي، سری ته د مرښت احساس وربښي او د وزن کمښت اسانوي. (طبعا خواږه خواره وروسته له ډوډی نه د خوارو متخصصین له خوا نه دی توصیه شوی او د چاغي لامل ګرځې. باید خواږه میوه او خواږه خواره یو ساعت وروسته له ډوډی څخه وخورل شي). که چیرې خورما په خالي معده وخوړل شي د کولمو فعالیتونو تنظیموي او د ویني د قند (ګلوکوز) سطح په تنظیمول کې ګټور دی. خورما خپل ترکیب کې کلسترول نلري، خو خپل ترکیب کې ډېر زیات بوره لري، نور له دی امله له حده زیات خورما خورل د وزن د زیاتیدلو لامل هم ګرځي، ځکه یو کیلو خورما ۳۰۰۰ کالوري لري.

     

    خورما زره تقویه کوي:

    هغه کسان چې کمزوری زره لري هغوي لپاره دا توصیه کیږي چې هر ورځ خورما وخوري. د شپي لخوا یو څو دانې خورما په یوه ګیلاس د اوبو کې لامده کړي او د سهار له خوا اوبه او خورما دواره سره میکس کړي، دا درملنه تاسئ کولای شي د ورځي څو وار تکرار کړي.

    د ویني لوړ فشار کمول:

     

    خورما (خرما) په خپل ترکیب کې ډېر کلسیم او لږ اندازه سوډیم لري.  ۵-۶ عادي خورماوې خپل ترکیب کې  ۸۰ ملی ګرام مګنیزیم، او مهم مینرالونه لري چې د ویني د شریان په پراخولو کې مرسته کولای شي. څیرنه ښي چې د ورځې ۳۷۰ ملی ګرام مګنیزیم د ویني فشار کمولای شي.

     

    د دماغی سکته په وراندی حمایه:

    یو د هغو اساسی ګتو نه چې خورما یې لري هغه د عصبي سیستم نورمال ساتل دی ځکه خپل ترکیب کې ډېر زیات پوتاشیم لري. د څیرنې په اساس د پوتاشیم په لوړه کچه مصرفول یعنی تقریبا (۴۰۰ ملی ګرام)، د دماغی سکتې، خطر تر ۴۰ سلنه پوري راکمولای شي.

    د ماغزه خواره:

    خورما فاسفورس لري چې ماغزو ته ډېر ګتور دی، له دی امله دا میوه هغو کسانو ته یې خوړل ډېر توصیه کیږي چې په ‌ذهني فعالیتونه بوخت دي.

    انرژي پارونکی:

     

    خورما طبیعي خواږه په شمول د ګلوکوز، سکروز او فرکتوز لري. د شدې او خورما ګډ ترکیب نه تاسو کولای شي په لوی کچه خواږه (بوره) چې دا میوه یې لري تر لاسه یې کړئ.

     

    د جنسي قدرت زیاتول:

     

    یو څو خورما د اوزه په شیدو کې د شپي په مخ خیشت کړئ، او د سهار له مخه خورما او لږ شیدې سره میکس او وروسته شات او هیل (یا هیل ته ورته نوري عطریني مسالې) وراضافه کړئ او وڅښئ. دواړه نارینه او ښځې کولای شي د خورما دغه ګډ مخلوط شوي خواړه مصرف کړي ځکه د انرژي د زیاتوالی او د بدن د غښتلي سبب کېږي.

     

    حساسیت:

    د خورما یو ډېر ارزښتناک خاصیت د سلفر(ګوګړ) شتون دی، چې د دغه عنصر شتون په خواره کې عام ندی خو له صحی ارخه ډېر ګټور دی او حساسیت او د موسمی حساسیت لپاره ګټور دی. د یوې څیرني له مخې چې په ۲۰۱۲ کال کې ترسره شوې وه، وایي چې عضوی یا اورګانیک سلفر(ګوګړ) ترکیب هغو کسانو ته چې د موسمی رینیت الرژی ستونزه لري، کولای شي پرهغو مثبت اغیزي وکړي چې تقریبا ۲۳ میلون وګړي په امریکا کې د دغه ناروغیو څخه ځورېږي. او خورما د سلفر په درلودلو یو ډېر ښه منبع د دغي ناروغیو د مخنیوی لپاره دی.

    که څه هم خورما ډېر غښتلی خواره دی خو پوتکی یې چسپناک دی چې ډېر ژر کولای شي ناولی ګرد او ناخالص مواد ځانته جذب کړي. نور پکار دی چې د خورما په انتخاب کې له دقت نه کار واخلو او هغو خورما مصرف کړو چې په کارتن کې راځې او یا که چیرې د وینځلو اړتیا یې درلود باید چې پریمنځل شي.

  • یخنۍ کې د پوستکي روغ ساتلو لپاره د ګیلسرین استعمال داسي وکړئ

    یخنۍ کې د پوستکي روغ ساتلو لپاره د ګیلسرین استعمال داسي وکړئ

    د یخنۍ په موسم کې د پوستکي ساتلو لپاره بېلا بېل کریمونه او لوشن استعمالیږي، خو ددې پر ځای چې پوستکي ته ګټه ورکړي تاوان هم وررسوي.

    د ګیلسرین استعمال او د ګلاب اوبه د پوستکي د ساتنې لپاره د پيړیو پخوانۍ نسخه ده، خلکو به له غسل وروسته یا د شپې له بېده کېدو وړاندې پر مخ، لاسونو او پښو استعمالول، چې د پوستکي ساتنې سربېره به یې نورې ګټې هم لرلې.

    په یخ موسم کې د بدن پوستکی خشک او وچ شي، چې نتیجتا بیا پوستکی چاودیږي او سوزي، ګیلسرین په عام ډول پوستکی له خشکۍ او وچوالي ساتي، خو د پوستکي په ښکلا او تازه ساتلو کې هم خورا ګټور دي، دلته یې ګټې ولولئ:

    پوستکی سپینوي

    د لیمو اوبه، ګیلسرین او د ګلابو اوبه په مناسبه اندازه ګډې کړئ او د شپې له بېده کېدو وړاندې يې پر مخ او لاسونو ښه ومښئ، سهار مو مخ او لاسونه پریمنځئ اثر به یې ډیر ژر وګورئ، خو د دوامداره ساتلو لپاره یې بیا بیا استعمال کړئ.

    خشکي له منځه وړي

    د پوستکي د تازه ساتلو او نرمښت لپاره د «شیدو کریم» کې ګیلسرین ګډ کړئ، پرمخ او لاسونو یې ولګوئ، تر لسو دقیقو یې پریږدئ بیا یې په ګرمو اوبو پریمنځئ، پوستکی به مو نرم او له خشکۍ/وچوالي وساتل شي.

    د مخ دانې ختموي

    ګیلسرین د باکتریاو ضد په توګه هم استعمالیږي، ددې لپاره که پرمخ مو دانې یا داغونه وي د ګیلسرین استعمال په مسلسله توګه وکړئ، همدا ډول د خولې پولۍ کېدلو لپاره هم د ګیلسرین استعمال غوره درمل دی.

    مخ روښانه او څلکوي

    ګیلسرین د بیسن یا شیدو کریم او صندل پوډرو کې ګډولو سره له دې کریم جوړ کړئ، پرمخ یې ووهئ او تر شلو  دقیقو یې پریږدئ بیا مو مخ په ګرمو اوبو پریمنځئ، د مخ پوستکی به مو تر و تازه، څلکیدار او روښانه شي، د لا ښې نتیجې لپاره په اوونۍ کې دوه واره دغه کریم استعمال کړئ.

    سربېره پر دې د ګیلسرین عام استعمال د مخ، لاسونو او پښو بلکې د ټول پوستکي لپاره غوره څيز دی، خو که د ګلابو په اوبو کې ګډ شي لا به ښه نتیجه ورکړي.

  • په تشو بولو کې وينه په څه معنا ده؟

    په تشو بولو کې وينه په څه معنا ده؟

    انسان د خپل ژوند په اوږدو کې مختلفې ناروغۍ تجربه کوي او يا یې هم ویني او په اړه یې پوهېږي. یو له دې ناروغيو څخه په تشو بولو (متیازو) کې د وینې راتلل دي. تاسو به ددې لیکنې تر پایه ددې ناروغۍ په اړه هر اړخیز معلومات ترلاسه کړئ.

    په تشو بولو کې د وينې راتګ
    کله ناکله ځينې ناروغۍ باید د کوچنيو علایمو په لیدلو سره معالجه شي. که داسې و نه شي، ممکن د ناروغ پر مرګ تمامه شي. یو له همدې ناروغيو څخه هيمچوریا “hematuria” ده. که د ناروغۍ علت سرطان او نورې خطرناکې مریضۍ وي، نو د مرګ ګواښ مو لوړ وي.
    په تشو بولو کې د سرو کروياتو “Red blood cells” موجوديت ته هيماچوريا وايي. دا ناروغي دوه عمده ډولونه لري، چې يو يې د درک وړ ده. موږ کولاى شو په سترګو سره په تشو متيازو (urine) کې وينه وګورو دې ډول ته په طبابت کې ګراس هيماچوريا ویل کېږي. بل ډول يې داسې ده، چې موږ نه شو کولاى په سترګو سره په تشو متيازو کې وينه ووينو؛ بلکې د مايکرسکوپ په واسطه تشخيصېږي، چې دې ډول ته يې مايکروسکوپيک هيماچوريا وايي. ددې ناروغۍ د مخنيوي لپاره اړینه ده، چې ځينې لاملونه یې هم وپېژنو.
    د هيماچوريا علتونه
    هره ناروغي ځينې لاملونه لري، چې د پیدا کېدو سبب یې کېږي. د تشو بولو له لارې د وینې د راتګ خپل لاملون لري، چې عمده علتونه یې په دې ډول دي:

    د پښتورګو او مثانې تيږې

    د پروستات کينسر

    دپښتورګو، مثانې او د تشو متيازو د پايپونو خيرى(UTI)

    ټروما يا ضربه

    د مثانې کينسر

    پښتورګو د سيسټونو ناروغي (Polycystic kidney disease)

    د پښتورګو کينسر

    د پښتورګو دګلوميرولونو

    د وينې د علقې يا پرنډ کيدو ناروغۍ(coagulopathy)

    التهاب(Glomerulonephritis)

    ـ Sickle cell anemia

    ـ (benign prostatic hyperplasia) BPH

    د پښتورګو د رګونو بنديدل(renal vein thrombosis)

    ډير ورزش هم ځينې وخت هيماچوريا سبب ګرځي، په ځانګړې توګه منډه وهل (Run) چې څو ورځې ورسته په خپله له منځه ځي.

    د پښتورګو ارثي التهاب (Alport’s disease)

    درملنه
    ددې ناروغۍ درملنه د ستونزې په ډول پورې اړه لري. روغتياپالان لومړی تشخیصوي چې ددې ستونزې اصلي لامل چرته دی، له هغه وروسته د ناروغۍ مطابق درمل تطبیقوي او مهمې سپارښتنې هم ورسره وی.

    مه هېروئ!
    نن سبا د پښتورګو او تشو متيازو له لارې ميکروبونه او ناروغۍ پیدا کېدل مخ په زياتېدو دي. لویه وجه یې دا ده، چې اکثره ناروغۍ تر ډيره له تشخيصه پټې پاتې کېږي، ځکه چې ځینې یې تر ډيره وخته نښې نښانې او علايم نه لري او ناروغ هغه وخت کلينيک ته مراجعه کوي چې غړي يې په تمامه معنا له کاره لويدلي وي. يو ښه مثال يې د پښتورګو ځينې تيږې دي چې تر ډېره وخته اغراض او علايم نه لري او بالاخره په هايدرونفروزس، پايونفروزس او د پښتورګو په خرابېدو سره پای مومي.
    ځينې وژونکې ناروغۍ بيا داسې دي، چې ناروغ په کې يوازې هيماچوريا لري، خو درد او نور علایم نلري. لکه د مثانې کينسر بالخصوص په ځوانانو کې. مګر اکثره ځوانان تر ډيره وخته د شرم له امله دغه حالت پټ ساتی. له امله يې داسې عادي کينسر، چې د بدن نورو برخو ته نه وي خپور شوى او د معالجې وړ وي، بيا په يو داسې حالت بدليږي چې علاج نه لري او د ناروغ په مرګ تمامېږي. یو له همداسې خطرناکو ستونزو څخه، هیمچوریا “hematuria” ده. که په تشو بولو کې مو وینه راځي دا د مختلفو وژونکو ناروغيو نښه ده، نو ژر تر ژره یې باید درملنه وشي.

  • د ژر انزال کېدو د مخنیوي لارې چارې

    د ژر انزال کېدو د مخنیوي لارې چارې

    په ګډه چاره کې ژر اننز، آل کېدل د نارينه و یوه لویه ستونزه ده، ډېری نارينه له دې څخه سخت کړېږي او ګڼو لارو چارو ته مراجعه کوي چې يوه حل لار پيدا کړي، ځکه چې دا مشکل ددوي د‌ ګډ ژوند رنګينتيا له منځه وړي او خپلې مېرمنې ته يې هم کم راولي د هغه ژوند هم تریخوي.
    ددې لوی علت د نارينه و د مهم غړ، ي حساسيت کمېدل دي، ددې لپاره پکار ده نارينه ډېر وخت هېڅ ډول ګډه چاره ترسره نکړي په هېڅ صورت په جن، سي شيانو کې چورت ونه وهي، حداقل ۴۵ ورځې دا کار وکړي ترڅو یې دا غړي بېرته خپل حساسیت ترلاسه کړي، له دې وروسته هم بايد د ډېری مودې لپاره ګډه چاره په مياشت کې يو يا دوه ځل ترسره کړي ترڅو يې ياد غړی په بشپړ ډول بېرته لومړي حالت ته راشي.