Category: روغتیا

  • د ځینو خلکو رګونه ولې د ځینو نورو په پرتله ډير پړسیدلي وي؟

    د ځینو خلکو رګونه ولې د ځینو نورو په پرتله ډير پړسیدلي وي؟

    رګونه د انسان په بدن کې د وینې د لیږد کار کوي چې تر ټولو اړین دي، په رګونو کې د وینې بندش یا خرابوالی د هرې ناروغۍ رامنځته کېدلو بیناد دی، د زړه، شکر، فالج، فشار، ویښتان تویېدل، ستړیا، ستومانتیا او داسې نورې ډيرې ناروغۍ په رګونو کې د وینې ناسم چلند له کبله رامنځته کیږي.

    خو ځینې کسان به مو لیدلي وي چې رګونه یې د نورو په پرتله ډیر پړسیدلي وي، که څه هم دې ته زیاتره خلک تر هغې پاملرنه نه کوي تر څو چې یې په سمدستي ډول د بدن رګونه وپړسیږي خو ددې ځینې لاملونو ته مو پام را اړوو.

    که چیرې مو په سمدستي ډول د لاس یا پښو رګونه وپړسیدل نو ډیر د فکر وړ خبره نه ده، په عام ډول پړسیدلي یا غټ رګونه د ښې روغتیا نښه ګڼل کیږي، خو ایا د رګونو پړسوب د کومې ناروغۍ خوا ته اشاره ورکوي؟

    لاملونه یې:

    پوستکی: ځینې مهال د سپین رنګه کسانو په پرتله د تور یا غنم رنګه کسانو د بدن رګونه زیات غټ یا پړسیدلي وي، همدا ډول د ډنګر کسانو رګونه هم نسبت چاغو ته ډیر پړسیدلي وي، د پوستکي نری والی هم یو لامل کیدلی شي، ویل کیږي چې د عمر په زیاتېدلو د پوستکي لاندې غوړ کمیږي چې له کبله یې رګونه په پوستکي غټ ښکاري، همدا لامل دی چې د کشرانو په پرتله د مشرانو رګونه ډیر زرغونه او پړسیدلي ښکاري، یوه بله په زړه پورې لامل دا هم کیدلی شي چې د ځینو خلکو رګونه په طبیعي ډول پوستکي ته ډیر نږدې وي.

    ورزش: د ورزش کولو پرمهال کله چې د بدن غړي په حرکت راشي او بدن کې وینه په چټکۍ سره حرکت پېل کړي د انسان رګونه زرغونه کیږي، او په رګونو کې د وینې چټکتیا او پوره رسېدل د غوره روغتیا نښه ده.

    امیندواري: د امیندوارو میرمنو د نورو په پرتله رګونه ډیر پړسیدلي وي، لامل یې دادی چې په دغه مهال کې رګونه په چټکۍ سره ګردش ته اړ کیږي، په اسانه اصطلاح چې د عامو میرمنو په پرتله د امیندوارو میرمنو رګونه زیات کار کوي چې له کبله یې رګونه پړسیږي، د بچي زیږیدلو نه وروسته عام حالت ته راځي.

    بدني کمزورتیا: په بدن کې د غوړ کچه کمېدل او یا نوره کمزورتیا د رګونو پړسیدلو لامل کیږي، د ډنګر او کمزورو کسانو د پوستکي لاندې غوړ کم وي چې رګونه یې د نورو په پرتله زیات پړسیدلي وي.

    یادونه: که د رګونو پړسیدلو پرمهال مو بدن کې د سینې درد، په ساه اخیستلو کې ستونزه، د رګونو شاوخوا پړسوب او ځینې نورې نښې څرګندې شي باید ډاکټر ته رجوع وکړل شي، ځکه چې دا د نورو ناروغیو خوا ته اشاره ده.

  • دوه اوونیو کې مو د پیازو اوبو په واسطه توی شوي ویښتان راشنه کړئ

    دوه اوونیو کې مو د پیازو اوبو په واسطه توی شوي ویښتان راشنه کړئ

    تازه پیاز یو له معجزه کوونکو خوړو څخه دي چې بې شمیره روغتيايي ګټې لري، د باکتریاو پر وړاندې سخت مبارزه کونکي او د بدن ډیرو برخو ته روغتیايي ګټې لري.

    اوسني وخت کې د ویښتانو توییدل معمول ګرځېدلی، هر ځوان او زوړ یې د مخنیوي لارې چارې لټوي، خو د امریکې د ډرمېټالوژي اکادیمۍ لخوا په یوه ترسره شوې څیړنه کې ویل شوي چې د پيازو اوبه کولای شي توی شوي ویښتان یوار بیا راشنه کړي.

    د یادې څیړنې له مخې زیاته شوې، که د پیازو اوبه د توی شوي ویښتانو بیخونو باندې واچول شي او یا هم د تیلو په څير په دغو اوبو یې بیخونه لامده کړل شي د وتلي ویښتانو راشنه کولو کې خورا زیاته مرسته کوي، یوازې دا نه؛ بلکه د توییدو مخه یې هم نیسي او له وخت وړاندې سپيندو مخنیوی هم کولای شي.

    له دې وړاندې یو شمېر څیړنو ثابته کړې، کوم مواد چې د ویښتانو اوږدېدلو پر وړاندې خنډونه جوړوي د هغې ختمولو لپاره هم پیاز یوه طبیعي نسخه ده، په پيازو کې داسې مواد موجود دي چې ويښتان له کمزورئ او ماتولو څخه ژغوري.

    لارې چارې يې:

    یوه دانه پياز به راواخلئ او له هغې به اوبه وباسئ، (که د پيازو بوی ډیر وي لیمو ورګډ کړئ)، او د توی شوي ویښتانو په بیخونو یې استعمال کړئ، خو پام مو وي چې د ویښتانو بیخ ته یې ښه پوره اثر ورسیږي، څه موده یې پریږدئ او بیا یې په یوه غوره شامپو پریمنځئ.

    دغه کار د دوه اوونیو لپاره پرلپسې په ورځ کې دوه وار تکرار کړئ توی شوي ویښتان به مو یو وار بیا راشنه او سپینوالی به یې له منځه ولاړ شي، خو که چیرې تاسې د پياز سره کوم ډول حساسیت لرئ باید له دغې لارې ځان وژغورئ.

    د یادونې ده چې پیاز د سر پخې په ختمولو کې هم خورا ښه اثر کوي، ځکه چې په دې کې اکسیډنټ ضد «Anti-Oxidant» مواد شتون لري، چې بېځایه ویښتان له منځه وړي او د سر د وینې جریان ښه کولو کې مرسته کوي.

  • له خوړو وروسته د معدې سوزش ستونزه لرئ؟ دلته یې حل لاره ولولئ!

    له خوړو وروسته د معدې سوزش ستونزه لرئ؟ دلته یې حل لاره ولولئ!

    زیاتره خلک له خوړو وروسته د معدې سوزش څخه شکایت کوي، دغه ستونزه نن سبا یو معمول ګرځېدلې ده، او دغه یو شمېر لاملونه لري، زیات مهال لوږه تېرول، زیات چای او څښل، سګریټ یا بله نشه کول، او داسې نور ډیر لاملونه شتون لري چې د معدې سوزش ورسره زیاتیږي او د سختو ستونزو او اندیښنو لامل کیږي.

    د معدې یا سینې تیزابیت یا سوزش څخه د ځان ژغورلو لپاره د «لونګ» استعمال ګټوره نسخه ده، لونګ د ښه بوی ترڅنګ یو شمېر ګټې لري او د بېلا بېلو ناروغیو مخنیوي کې خورا ګټور ثابتیږي.

    لونګ یو طبیعي بوټی دی چې د خوراک ترڅنګ په درملو، عطرو، تېلو او نورو ډیرو څیزونو کې استعمالیږي، لکه په وینه پاکولو کې مرسته کوي، د غاښونو درد، خیټې درد، سر درد، ستوني درد ختموي، د مخ پوستکی تازه کوي، د شکر ناروغۍ او وزن کمولو کې مرسته کوي.

    خو دلته یې د معدې تیزابیت او سوزش له منځه وړلو ګټې وړاندې کوو، لونګ ددومره بې شمېره ګټو ترڅنګ د معدې تیزابیت په مخنیوي کې خوار ښه رول لري.

    پوهان وایي چې لونګ په طبیعي ډول د خوړو په نالۍ کې ګاز رامنځته کېدلو مخه نیسي، له خوړو وروسته د لاچي او لونګ په خوله کې میده کول او بیا تېرول د معدې سوزش له منځه وړي او د تنفس بدبویي هم ختموي.

    د پوهانو په وینا دوی په یوه څيړنه کې له ۲۰۰ کسانو ازموینه ترسره کړه، دغې ۲۰۰ کسانو ته ویل شوي وو چې د هر خوړو نه وروسته د یوې میاشتې لپاره پرلپسې لونګ وخوري، په پایله کې پر دغو ازمویل شویو کسانو حیرانونکې ګټې ښکاره شوې، په ځانګړي ډول په دوی کې د معدې سوزش ستونزه بلکل له منځه ولاړه.

    د لونګ تېل هم د یو شمېر ناروغیو درمل دی، په ځانګړي ډول د ویښتانو لپاره، چې د اضافي ویښتانو له منځه وړلو او په سپین ویښتان تورولو کې مرسته کوي.

    د یوه عام ناروغ لپاره د لونګ استعمال باید د نسخې په شکل وشي او یا له استعمال مخکې له ډاکټر سره مشوره وشي، ځکه چې ددې همیشه استعمال او یا په استعمال کې ناغیړي یا بې باکي کول ممکن د نورو ناروغیو لامل وګرځي، ځکه که لونګ د کومې لارې نه پوزې ته داخل شي تنفس زیانمنوي.

  • ممپلي او حيرانوونکې ګټې يي

    ممپلي او حيرانوونکې ګټې يي

    اکثره خلک فکر کوي چې ممپلي به روغتيا ته تاوان رسوي نو د همدې لامله یې له ډیر خوراک څخه ځان ژغوري، خو دغه خواړه په یخنۍ کې له غوره خوند سربېره بې شمېره روغتيايي ګټې هم لري چې دلته مو د نمونې په ډول له څو ګټو سره اشنا کوو.

    ممپلي د سرطان په مخنیوي کې ګټور خواړه دي، هغه ستونزې چې د سرطان رامنځته کېدلو لامل کیږي د ممپلي خوړلو له لارې یې مخه نیولی شئ.

    ممپلي د هډوکو ځواکمنولو لپاره غوره میوه ده، په ممپلیو کې د پوټاشیم ماده زیاته کچه موندل کیږي چې هډوکي پياوړي کوي.

    ممپلي خوړلو سره غاښونه سپين او پیاوړي کیږي، ځکه چې په ممپلیو کې زنک «جست» او نور داسې منرالونه شتون لري چې د غاښونو پياوړولو لامل کیږي.

    ممپلي اعصاب پیاوړي کوي او حافظه ښه کوي، په ممپلیو کې د ویټامن بي ۳ ماده شتون لري چې په ځانګړي ډول اعصاب او حافظې ته تقویه ورکوي.

    ممپلي د سږو لپاره خورا ګټور دي، په دې کې داسې طبیعي منرالونه شتون لري چې سږو ته قوت ورکوي.

    ممپلي د وینې کولیسترول ټیټوي، دغه میوه له انرژۍ څخه ډکه ده، کمزورو او کم خونو خلکو ته په کار ده چې ممپلي وخوري، که څه هم زیات کالوري او غوړ لري خو بیا هم پوهان وایي چې ممپلي د وینې کولیسترول کچه له وزن زیاتولو پرته ټيټوي.

    د ممپلیو له غوړوالي خلک ویره کوي، خو ویل کیږي چې د نړۍ پر مخ د ممپلیو غوړ یو له غوره څخه دي، ځکه چې ددې په مرسته د کولیسترول کچه ټيټيږي او وزن کمولو کې مرسته کوي.

    همدا ډول څیړنو ښودلې چې ممپلي خوړل د زړه د ناروغیو لرونکو کسانو لپاره ګټور درمل دي، دغه راز ممپلي د شکر لپاره هم مفید دي او هغه کسان چې له دې ناروغۍ کړیږي باید ترې ګټه پورته کړي.

  • شین چای؛ د بې شمیرو ناروغیو یوازینۍ درمل یوه بله ګټه هم لري

    شین چای؛ د بې شمیرو ناروغیو یوازینۍ درمل یوه بله ګټه هم لري

    شین چای له سلګونو کلونو راهیسې د بې شمیرو ناروغیو د درمل په ډول استعمالیږي. خو اوس اروپا کې دغه مشروب د پوټکي د ناروغیو څخه خلاصون لپاره هم کارول کیږي.

    د جرمني یوې خپروونکي ادارې راپور پر بنسټ شین چای اوس د پوټکي مختلفو کریمونو جوړولو یوه اړینه برخه ده او د پوټکي لپاره استعمالیدونکي ټولو کریمونو کې استعمالیږي.

    د غیر طبیعي ښکلا لپاره استعمالیدونکي توکي تولیدوونکو اتحاديي مشر برګټ هوبر وویل چې په شین چای کې شته ویټامینونه، معدنیات او ځینې نور روغتیايي مواد د زخم رغولو خاصیت لري.

    نوموړی زیاته کړه چې شین چای د پوټکي روغتیا لپاره هم ډیر زیات ګټور دی ځکه چې په شین چا د چای د نورو ډولو په پرتله ځانګړی کیمیاوي عملیې نه ترسره کیږي د کوم پر بنسټ چې د دغې مشروب طبیعي خواص پر خپل ځای پاتې کیږي.

    په میونخ ښار کې د نورکاویر اسکول اف کاسمیټکس یو پروفیسر الیګزازنډرا کیزلر وايي چې په شین چای کې شته کلوروفیل د انسان پوټکی تازه ساتي او په شین چای کې شته کیفین بیا پوټکی ښکلی کوي.

    د شین چای یوه بله ګټه دا ده چې دغه مشروب کې شته ګټور ویټامینونه، منرالونه او نور ګټور مواد یوازې څو ساعتونو کې د انسان په بدن اثر کوي او د اوږدې مودې لپاره يي اثر پاتې کیږي.

  • لونګ د ٧  ناروغیو لپاره ګټوردی

    لونګ د ٧ ناروغیو لپاره ګټوردی

    لونګ دنړۍ په کچه له پخوانیـو اومشهورو مساله جاتو څخه شمیرل کیږی

    پردی سربیره ډیرښکلی بوی هم لری لونګ یوشمیرروغتیایی ګټی لری چی ډیرخلک تری خـبرهم نه دی

    لونګ هاضمی دستونزو لپاره ډیرښه دی دخـیټی پړسوب اوګازلپاره هم ګټوردی ان دمعدی دزخم لپاره هم ښه دی که دچاسـرګرځی یایی زړه بـدیږی اویودانه لونګ وخوری سر درد به یی لری شی

    لونګ دستونی دردلپاره ښه درملنه ده لامل یی دادی چی ډیر ښه تیل لری اودردکموی

    لونګ دغاښ درد لپاره اغیزناکه درمل دی دلونګو دانی میکروب ضـد اغیزلری اوپه عامه توګه دخـولی دپاکوالی لپاره کارول کــیږی

    لونګ دا وړتیا لری چی وینه له تسمم ذهرڅخه خلاصه کړی پردی سربیره په وینه کی دشکر اندازه کنترولوی

    دلونګو دوینی جریان ته سرعت وربښی له عقل سره مـرسته کوی چی دیوی ځانګړی موضـوع په اړه تمرکز وکړی دبی خوبی اوخــفګان مخه نیولای شـــی.

  • پنځه خوږې میوې چې د شکر ناروغ یې هم خوړلی شي

    پنځه خوږې میوې چې د شکر ناروغ یې هم خوړلی شي

    شکر د نړۍ تر ټولو چټکه خوریدونکې او زیاته اخته کېدونکې ناروغي ده، تازه راپورنه وايي چې اوسمهال په نړۍ کې تر ۴۵۰ ملیونو زیات کسان په دغه ناروغۍ اخته دي.

    شکر دوه ډوله ناروغۍ لري، کم شکر او زیات شکر، چې په یوه کې باید ناروغ خوږه وخوري خو په دویم ډول کې باید له خوږې څخه پرهیز وکړي، همدا ډول ډاکټران ناروغ له بېلا بېل څښاک څخه هم منع کوي.

    د شکر ناروغان یوازې په دغه ناروغۍ نه، بلکې ورسره په پښتورګو او زړه ناروغۍ او د چاغوالي ستونزو سره هم مخ کیږي، د همدې لامله ډاکټران ناروغ ته د زیاتې پاملرنې او ډول ډول تازه میوو نه خوړلو توصیه کوي.

    دلته هغه میوې وړاندې کوو چې د شکر ناروغ یې په خوړلو له کومو ستونزو سره نه مخ کیږي.

    امرود:

    امرود کې زیاته کچه فایبر موندل کیږي، دا په وینه کې شکر زیاتوالي ته نه پریږدي، امرود د هاضمې سیستم ښه کولو سربېره یو شمېر نورې روغتیایي ګټې لري.

    شفتالو:

    شفتالو په سلاد کې هم استعمالیږي، د شکر ناروغ کولای شي شفتالو بې له کومې ستونزې یا د شکر زیاتوالي فکر کولو څخه وخوري.

    کیوي:

    کیوي په میوو کې ځانګړی خوند لري، په دې کې ویټامن ای او سي دواړه شتون لري، کیوي په وینه کې د شکر کچه نه لوړوي.

    مڼه:

    هره ورځ سهار په نهاره یوه مڼه خوړل مو ډاکټر ته له ورتلو څخه ژغوري، په شکر ناروغۍ اخته کسان کولای شي مڼه وخوري، په دې کې فایبر موجود دي، همدا ډول د هاضمې سیستم غوره کولو کې هم مرسته کوي.

    مالټه:

    مالټې د شکر ناروغ لپاره غوره میوه ښودل شوې ده، په دې کې فایبر، ویټامن سي او پوټاشیم زیاته کچه موندل کیږي، چې د شکر ناروغ لپاره ښه دي.

  • میرګي ناروغي، نښې، لاملونه او درملنه

    میرګي ناروغي، نښې، لاملونه او درملنه

    ناروغي زیاتوي، لکه د شپې ناوخته بیده کېدل، ذهني فشار، ګرمي کېدل، د الکول استعمال او د تلویزون او کمپیوټر زیات استعمال.
    درملنه:
    د میرګي ناروغۍ درملنه ۷۰ سلنه په درمل سره شونې ده، او نور ۳۰ سلنه یې په احتیاطي ډول کنټرول کیدلای شي.
    لومړی لاندې ټکي په نظر کې ونیسئ!
    د میرګي ناروغ دې پوره خوب وکړي، ځکه بېخوبي اکثره ددې ناروغۍ د حملې لامل کیږي، همدا ډول ناروغ دې هڅه وکړي چې تیزې روښنایي کتلو او په تېز اواز د موسیقۍ اوریدلو څخه ډډه وکړي، او باید له سخت ورزشه هم ځان وژغوري.
    که چیرې ناروغ ښځینه وي، نو دغه ناروغي د حمل پر مهال هم ډېره پېښیږي، باید جدي پاملرنه ورته وشي.
    دویم د میرګي د له منځه وړلو لپاره لاندیني درمل استعمال کړئ!
    ددې لپاره یو څه پخوانی درمل لکه Sodium Valproate، Phenobarbitone، Carbamazepine او داسې نور درمل، او همدا ډول نوی درمل لکه Levitericetam او Lamotrigine او داسې نور درمل څخه ګټه پورته کړئ.
    د خوراک له لارې هم د میرګي درملنه شونې ده، لکه یو ځانګړی خوراک چې په اصطلاح Ketogenic Diet نومیږي، ورکول کیږي، او سربېره پر دې Vagal Nerve Stimulation او Epilepsy Surgery د لارو په واسطه هم ددې ناروغۍ درملنه شونې ده.
    په یاد ولرئ چې د میرګي ناروغي د درملنې وړ ناروغي ده، په دې وجه د میرګي ناروغ په ټولنه کې د عادي انسان په شان ژوند کولای شي، او په منظم ډول درمل اخیستل دغه ناروغي له منځه وړلی شي، د نړۍ پر مخ داسې ډیرې مشهورې څیرې شته چې د میرګي ناروغۍ سربېره یې هم ستر شهرت او نومونه خپل کړي دي.

  • له ساه بندۍ داسې ځان وژغورئ!

    له ساه بندۍ داسې ځان وژغورئ!

    كه ته د ساه لنډي په ناروغي اخته نه یې بل چاته یې وښيه، کېدای شي ته یې دروغتيا لامل شې او ثوابونه وګټې.

    د هغه چا لپاره چي د سالنډي په رنځ اخته وي، د الله تعالی په فضل يومخېز علاج.

    يو سوډانی انجنېر چي له ډېره وخته د سالنډي په رنځ اخته وو او د موسمونو د بدلون په مهال به یې دومره ځور زیات شو، چي د مرګ تمنا به یې کوله.

    هغه له دې علاج سره د الله تعالی په فضل او کرم يومخېز جوړ او روغ شو او له تاسو سره خپله مجربه نسخه پدې ډول شريکوي.

    “هغه وايي: دا نسخه مي ډېرو ناروغانو ته ښودلی، چي فائده یې ورسره شوي، په هغوی کي داسي ناروغان او ناروغاني هم وې چي هره ورځ به روغتون ته داکسيجن د اخېستلو لپاره بېول کېدل.

    (۶) شپږ دانې د تازه لونګو مېخونه به واخلې او ګول سرونه به ځېني غوڅ کړې، سرونه به پرېږدې او د لونګو پاته تنې به په نېم ګلاس نارمل اوبو کي ماښام واچوې سهار چي له خوبه راپاڅېدلې په تشه خېټه به هغه اوبه وڅښې.

    دا نسخه به پنځلس (۱۵) ورځي پرله پسې تکرار کړې .

    (ضروري يادونه)

    زه دا نه وايم چي سالنډي کموي، بلکه د الله تعالی په امر یې بالکل له مېنځه وړي.”

    دا ګټوره نسخه زياته شېر کړئ، يخ موسم په رارسېدلو دی کېدای شي، ستاسو دا وړوکی عمل د يو چا د روغتيا او نجات سبب شي.

  • زرغون رنګه خواړه او پر روغتیا یې اغېزې

    زرغون رنګه خواړه او پر روغتیا یې اغېزې

     

    ژباړه: حمیدالله حمیدي

    که مو په پخلنځي کې زرغون رنګه مېوې او سابه موجود وي نو پر خوښۍ سربېره مو روغتیا ته هم ګټه رسوي. دلته د هرې زرغون رنګه مېوې يا سبزۍ پر روغتيايي ګټو جلا جلا بحث کوو:

    کېوي

    د کېوي تر ټولو ښه ځانګړنه دا ده چې په زیاته کچه ويټامین سي لري. د تغذیې د برخې متخصصین وایي، که غواړی چې د بدن ويټامین سي مو پوره وي او له یخنۍ وژغورل شی، نو په خپل غذایي رژیم کې مو هرو مرو کېوي ته ځای ورکړئ.

    که څه هم چې کېوي د انرژۍ د ډېر توليد وړتيا نه لري، خو د (بي) ګروپ ويټامینو، ويټامین (ډي) او (اې) په لرلو سربېره معدني مواد لکه پوتاشیم، کلسیم، فاسفورس، مس او مګنېزیم هم لري.

    انګور

    انګور کولی شي چې له ګڼو ناروغیو مو وژغوري. انګور د ويټامین اې، سي او بي-۶ تر ټولو ښه سرچینه بلل کېږي چې په زیاته کچه پوتاشیم، کلسيم، اوسپنه، فاسفورس، مګنېزیم او سلينیم هم لري. انګور د ځوانۍ د اکسیر په نوم یادېږي. انګور زړه روغ ساتي او د وینې فشار تنظیموي، د انګورو په پوست کې شته انټي اکسیدان د دې مېوې ارزښت دوه برابره کوي.

    د انګورو خوړل مو له سرطان څخه ژغوري، قبضیت له منځه وړي او د کم خونۍ مخه نیسي.

    دولمه مرچ

    دولمه مرچ حافظه پیاوړې کوي.که فکر کوی چې حافظه مو کمزورې شوې او تمرکز مو را ټیټ شوی، نو دولمه مرچ یې تر ټولو ښه نسخه ده. په دولمه مرچو کې شته مګنېزیم د حافظې د پیاوړتیا لامل کېږي. دولمه مرچ د هغو سبو په ډله کې راځي چې له سلاد سره ګډېږي او خام خوړل کېږي. دغه سابه د انرژۍ د توليد وړتيا او په خپل ترکيب کې هېڅ راز غوړ نه لري.

    کاهو

    کاهو وزن کموي.کاهو د هغو سبو په ډله کې راځي چې په زیاته کچه فیبر لري او د چاغو کسانو لپاره یې ښېګڼه دا ده چې وزن کموي. د تغذیې متخصصین یې د هغو کسانو لپاره ډېر توصیه کوي چې غواړي غذایي رژیم ونیسي او وزن یې کم شي. کاهو د کمې کالورۍ لرونکو سبو په ډله کې راځي چې د وزن له کمېدو سره مرسته کوي.

    زیتون

    د امریکا د زړه ټولنه وایي، په ورځني ډول د څلورو زیتونو خوړل د زړه د سلامتیا لامل کېږي. دغه اندازه زیتون یو نیم ګرام غیر مشبوع غوړ لري چې په وینه کې د کولېسټرولو د تنظیم سبب ګرځي. زیتون مدیترانه یي خواړه بلل کېږي؛ ځکه د نړۍ په کچه تر ټولو ډېر زیتون په همدې سیمه کې کرل کېږي.

    بادرنګ

    بادرنګ په خپل ترکیب کې ۹۵ سلنه اوبه لري.که مو د بادرنګ له خوړلو سره نه وي جوړه، کولی شی د پوستکي د ښکلا لپاره یې وکاروئ؛ بادرنګ کولی شي د پوستکي التهاب له منځه یوسي او ښکلی یې کړي. د دې لپاره چې ښکلې څېره ولری، نو د بادرنګ له ماسک څخه ګټه واخلئ.

    دڼیا (ګشنیز)

    روغتیايي متخصصان وايي، ګشنیز اورۍ سالمې ساتي او د غاښونو د خرابېدو په مخنیوي کې هم ګټور دي.د یوناني طب له مخې، ګشنیز په طبي بوټو کې حسابيږي، وچ او سوړ طبیعت لري .

    دغه راز ګشنیز معده هم پیاوړې کوي او له خوړو سره د هغه کارول د هضم په پروسه کې اسانتیا راولي. د میندو د شیدو د زیاتېدا لامل ګرځي او د غاښونو د درد ارامولو لپاره د ګشنیز د دانو ژوول ګټه لري .

    پر دې سربېره ګشنیز اشتها راوړونکي هم دي.

    ګشنیز د خولې بد بوی لرې کوي او ډاکتران توصیه کوي چې د هوږې او پیازو له خوړو وروسته که په مناسبه اندازه ګشنیز وخوړل شي د خولې بوی ورکيږي.

    پالک

    پاخه شوي پالک تر ټولو ښه، قوي او مغذي خواړه دي؛ که څه هم چې پالک د کمې کالورۍ لرونکي خواړه بلل کېږي، خو د معدني موادو او ويټامینونو تر ټولو بډایه سرچینه هم په ګوته شوې ده. که په خپل غذایي رژیم کې پالک ولری، نو له چاغوالي مه وېرېږئ، که د بډوډو شګې نه لری کولی شی په اونۍ کې ان درې ځلې هم پالک وخوری.که مو کله اعصاب خرابېږي او یا مو په کورنۍ کې څوک دغه ستونزه لري، د پالکو خوړل دې نه هېروي؛ د پالکو خوړل اعصاب اراموي او ذهني توازن پیاوړی کوي.پالک هډوکي پیاوړي کوي.

    دا چې پالک په خپل ترکیب کې په زیاته کچه کلسيم او ويټامین (کا) لري، نو د هډوکو د پیاوړتیا او بیا رغولو لپاره ګټور ثابتېږي. هغه کسان چې اوس او یا مخکې یې کوم هډوکی مات شوی وي، په رغېدو کې يې د پالکو خوړل تر بل هر څه ورسره ښه مرسته کولی شي.

    معمولا،ً کله چې د انسان عمر زیاتېږي د بدن غړي یې هم ورسره ضعیفېږي چې له دې جملې یو یې سترګې دي، خو په پالکو کې شته (کارتنويدونه) هغه مواد دي چې سترګې ځوانې ساتي، کسي یې پر خپل حال پاتې کېږي او د سترګو له دید سره مرسته کوي.

    د پالکو د پخولو تر ټولو بده لار د پالک زیات اېشول، خو تر ټولو ښه لاره یې په کمو غوړیو کې سره کول دي؛ ځکه که پالک د ډېر وخت لپاره و اېشول شي پکې شته ټول مواد یې له منځه ځي، بیا نو یوه شنه ګیاه وي او بس.دا چې پالک نورو خوراکونو ته رنګ ورکوي نو په صنعت کې د رنګونو د تولید لپاره هم ترې کار اخیستل کېږي.

    پالک په خپل ترکیب کې د (اګزالات) په نوم کیمیایي ماده لري چې د بدن لپاره ګټوره ده، خو زیاته پیمانه یې په بډوډو او مثانه کې د ډبرې جوړېدو لامل ګرځي.

    نو د هغو کسانو لپاره چې بډوډي یې ډبرې تولیدوي، ډېر نه توصيه کېږي.

    روغتیاپالان په دې اند دي چې پالک د وچې ټوخلې لپاره تر ټولو ښه نسخه ده. دوی وایي، پالک د سرطان ضد خاصیت لري او د وینې د سرو کورویاتو له تولید سره مرسته کوي.

    پالک د پروستات، رحم، معدې او حنجرې سرطان له منځه وړي او په وینه کې د کولېسټرولو تنظیمول یې اصلي دنده ده.