هغه درمل چې ښځې يې د اميدوارۍ (حمل/ډکوالي) په وخت کې بايد ونه خوري (لومړۍ برخه)
ژباړه: ډاکټر نيک محمد ويال – د روهي وېب پاڼې بنسټګر او مسوول مدير
اميدوارو ښځو ته ډېر وخت مختلفې مشورې ورکول کيږي او دوی هم په دې فکر کې وي، چې کوم څېزونه تر سره کړي او کوم نه؛ کوم شيانو وخوري او کوم نه؛ کومه دوا ښه پايله ورکوي او کوم درمل بيا د مور او ماشوم لپاره ضرري دي؟
د مور او کورنۍ لپاره دواړه، د مور او ماشوم ژوند او روغتيا مهمه ده، او په همدې اړه اندېښنې لري.
په دې لېکنه درته هغه پنځلس درمل په ګوته کوو، چې د اميدوارۍ په وخت کې يې بايد له خوړلو څخه ډډه وشي.
۱- اسپيرين Aspirin ګولۍ: اسپيرين هغه درمل دي چې د سر دردۍ، تبې او ځينو نورو دردونو لپاره خوړل کيږي، دا درمل د يادو ناروغيو او ستونزو لپاره په رېښتيا هم ښه پايله ورکوي، خو د اميدوارۍ په وخت کې يې بايد له خوړلو څخه ډډه وشي.
د اميدوارۍ په وخت کې په ډېره اندازه د اسپيرين خوړل شونې ده، چې ارثي ستونزې لکه له پېداېښت وړاندې د جنين د زړه د رنګونو بندېدل، د جنين د زړه د ضربان د درېدو او نورو سبب شي.
۲- کافين Caffeine: کافين يو ډول خوړونکي او انرژي ورکونکي ماده ده، چې په قهوه، چاي، کاکائو او نور بوټو کې پيدا کيږي. کافين تحريک کوونکي درمل دي، چې د زړه ضربان زياتوي او پايله کې يې د وينې فشار هم زياتيږي. د اميدوارۍ په وخت کې د کافينو په ډېر شمېر سره خوړل له دې وجې نه دي ګتور، چې په عادي ډول د انسان وجود د دې وړتيا لري، چې کافين وخوري او د مېتابولېزم عمليه پرې ترسره شي، خو کله چې د اميدوارۍ په وخت کې کافين وخوړل شي، د وجود دننه جنين دا وړتيا نه لري چې په کافينو باندې د مېټابولېزم عمليه ترسره کړي.
د جنين زړه د تېز ضربان او د هغې له امله د وينې د لوړ فشار وړتيا نه لري، په کمه اندازه سره د کافينو خوړل کومه ستونزه منځ ته نه راوړي.
۳- د کرچک غواړي Castor Oil: د کاستور غواړي له نباتاتو څخه لاس ته راتلونکي غواړي دي، چې د صابون، پلاستيک او نورو شيانو په جوړولو کې ورڅخه ګټه اخېستل کيږي.
دغه غواړي د پوستکي لپاره کارول کيږي، ترڅو پوستکی غوړ، نرم، ښوي وساتي او د اضافي وېښتانو مخنيوی وکړي.
د اميدوارۍ په وخت د ځينې ميندو له خوا دغه غواړي په نس (خېټه) باندې وهل کيږي، ترڅو په خېټه کې پيدا شوې ګونځې هوارې کړي، چې په دې سره د نس پوستکی په خپل منځ کې سره ټوليږي او د جنين لپاره د مور رحم کوچنی او تنګيږي.
۴- Bismuth subsalicylate: دغه درمل د معدې د درد، ګاز او د معدې د جوش لپاره کارول کيږي. د اميداورۍ په وخت کې د يادو درملو خوړل ماشوم معيوب پيدا کوي او د جنين لپاره زهري دي.
د بېسمت سبسالېسېلېټ خوړل له د ماشوم له پيدا کېدو وروسته هم تر هغه وخته پورې غوره نه دي، ترڅو چې ماشوم د مور شيدې خوري، دا ځکه چې ياد درمل يوه اندازه زهري دي، نو د شيدو له لارې کولی شي د ماشوم وجود ته هم دننه شي.
۵- برامفېن – اراماين Bromphen-iramine: دغه دوا د زکام او مختلفو نورو حساسايتونو لپاره خوړل کيږي. دغه درمل د زړه ضربان ډېروي او د وجود اوبه کمه وي، د اميدوارۍ په وخت بايد د يادو درملو له خوړلو څخه ډډه وشي، ترڅو جنين له دغه ستونزو څخه خوندي وي.
۶- ايبوپروفن Ibuprofen: په ټوله نړۍ د درد وژنکي يا Painkiller مشهور درمل Ibuprofen دي. ايبوپروفن د درد او سوځېدنې مختلف ډولونه له منځه وړي، ياد درمل د ګولۍ، مايع او شربت په ډول په ټولو درملتونو او روغتونو کې پيدا کيږي.
کله چې د اميدوارۍ په وخت کې ايبوپروفن وخوړل شي، نو د جنين په بڼه او شکل باندې بد اغېز کوي او ماشوم بد شکله نړۍ ته راځي، نو په دې اساس پرته د ډاکټر له مشورې يې له خوړلو ډډه وکړئ.
۷- ناپروکسن Naproxen: ناپروکسن هم د التهاب، درد، د ټپ شوې برخې د سوځېدو او په لويه کې درد وژونکي يا Pain Killer درمل دي. هغه کسان چې، چې د زړه اړوند ناروغۍ، نفس تنګي، د معدې زخم لري بايد ناپروکس ونه خوري، اميدواري ښځې هم په دې لړ کې شاملې دي، چې د اميدوارۍ په وخت کې بايد د ناپروکسن له خوړلو ډډه وکړي.
د اميدوارو ميندو لپاره دا توصيه کيږي، چې په ډېره کمه اندزه دغه درمل وخوري او هغه هم د ډېر زيات ضرورت په وخت کې، د اميدوارۍ په لومړنيو درېيو مياشتو او همدا ډول کله چې ماشوم د مور شېدې خوري، بايد دغه درمل ونه خوړل شي.
۸- ايزوترتينوئين Isotretinoin: ايزوترتينوئين د پوستکي دوا ده، ايزوترتينوئين په پوستکي باندې د بخار، دانو او سوروالی لپاره کارول کيږي. د اميدوارۍ په وخت کې د يادې دوا خوړل د ماشوم په ظاهري څېره باندې اغېز کوي او دا شونتيا هم شته چې ماشوم له پيدا کېدو سره يوځای معيوب پيدا شي.
يادونه: که کمه په اندازه او د زياتې اړتيا په وخت کې پورته ذکر شوې درمل خوړل شي، نو ډېرې ستونزې منځ ته نه راوړي، خو که چېرې ميندې اميدوارې وي نو بيا د اميدوارۍ په وخت کې، د نورو نارغيو له پيدا کېدو سره غوره ده چې له اړوند ډاکټر سره پرې وګوري.
Category: روغتیا
-
هغه درمل چې ښځې يې د اميدوارۍ حمل په وخت کې بايد ونه خوري
-
لاسونو او پښې مو ولي پوستکې اچوي؟
ډېر ځلې به مو لېدلي وي چې لاسونه او پښې مو پوستکی اچوي، وچ وي او ځيني وخت خارښت هم کوي. دې حالت ته په انګلېسي کې (Skin Peeling) وايي او علمي نوم يې (desquamation) دی. دا ناروغي په لاسونو او پښو کې د مستقيم ټپ کېدو او يا هم د نورو داخلي نارغيو او د وجود له بې نظميمو څخه منځ ته راځي.
د پوستکې اچونه ښايي د وجود په يوه ځانګړي برخه کې وي او يا هم په ټول وجود کې، چې د ناروغۍ په ډول پوري تړاو لري.
که چېرې د مالوم ټپ او ژوبل کېدو پر بنست ياده ناروغي رامنځ ته شوې وي، نو درملنه يې آسانه ده. دا ځکه چې د ناروغۍ تشخيص له وړاندې شوی دی. خو که د وجود د داخلي بې نظميو او نارغيو په اساس مو وجود پوستکی اچوي، تر څو چې د داخلي نارغۍ درملنه نه وې تر سره شوي په ملهم، او کريم او يا نورو درملو سره يې درملنه نه کيږي.
لاملونه يې:
۱- لمرسوځېدنه: په لمر کې د UV وړانګو په نوم، وړانګې شتون لري. هغه خلک چې ډېر حساس پوستکی ولري نو يادې وړانګې، د دې سبب کيږي چې مخ او يا ټولې هغه برخه چې لمر پرې مستقيم لګيږي، پوستکی واچوي.
۲- اکزیما يا خارښت: د وجود هغه برخه چې خارښت کوي او د لاسونه په وسېله ګرول کيږي د پوستکي اچولو بل لامل دی.
۳- حساسيت يا الرجي: که چېري کوم کس الرجي ولري نو د ځينو شيانو په لېدلو اويا هم ورسره په لامس کېدو يې وجود پوستکي اچوي.
۴- فنجي: ځينې وخت يو ډول فنجي د انسان پښو او لاسونو ته لار پيدا کوي او د يادې ناروغۍ سبب کيږي.
۵- سرطان يا کنسر: د سرطان ناروغي هم د پښو او لاسونو د پوستکي توېدو لامل کيږي.
۶- د پوستکي وچووالی او د بوټونو پرځای په څپليو کې تګ او راتګ کول.
۷- د بلې ناروغۍ له امله: د ځينو درملو خوړل په وجود کې نورې ستونزې پیدا کوي چې عوراض جنابي او (Side Effects) ورته وايي. چې ممکن ده، ځينې درمل مو د پوستکې اچونې لامل شي.
۸- خو تر هرڅه ډېر د پستکي اچونې لامل د پوستکي وچوالی دی.
د پوستکې اچونې په اړه ځينې سپارښتنې:
۱- کله مو چې د وجود کومه برخه پوستکی اچوي نو هغه مه لرې کوئ. هر څومره چې تاسې راپورته شوې برخه لرې کوی، همدومره به نور هم زيايږي.
۲- که پوستکی اچونکي برخه خارښت کوي نو مه يې ګروئ، د ګرولو په وسيله ياده برخه ژوبله کيږي او ويرسونه د وجود داخل ته ځي.
۳- که چېرې د راپورته شوي پوستکي سره په تکليف وي، نو د لاس پرځاي يې په قيچي لرې غوڅ کړئ.
۴- پوستکی مو وچوالي ته مه ورکوئ، هر وخت يې مرطوب او لوند وساتئ.
۵- داسې ډودۍ وخورئ چې په ډېره شمېر د پروټينو، اوسپنې، اې، بي او سي ويټامينونو درلودونکي وي.
۶- بدرنګ دايروي ټوټه کړئ، او ټوټې يې په پوستکي ومښوئ. دا کړنه مو پوستکی په طعبيي ډول نرم او لوند ساتي. او که شوني وي د بدرنګ له ټوټو سره ګبين او زيتون هم يوځای کړئ. -
د خوراک پسې سمدستي چای څښلو لوى زیان ښکاره شو
یو امریکایی په یو راپور کې وويل چې خوراک پسې سمدستي چای څښل ډير زیانونه لري او باید لږ تر لږه تر دېرشو دقيقوڅښاک ونه شي.
راپور کې راغلي چې بدن ته بايد د وسپنې د جذبولو فرصت ورکړل شي. وسپنه په شنو سابو، لوبيا، دالونو، فاصلې، ماهي، چرګ، غوښه او غنمو کې پيدا کيږي. کله چې انسان غذا وخوري نو بايد معده پرېښودل شي، خوراک هضم کړي او بدن ترې خپله وسپنه واخلي.
خوراک سره يا ورپسې سمدستي چای د غذاء ګټي له منځه وړي او بدن نه شي کولای مطلوبه اندازه قوت واخلي. -
د وېښتانو د ښه روغتيا له پاره ۱۰ مهمې لارښوونې
ښکلي وېښتان د انسانانو د ښايست او جذابيت له پاره ډېر مهم بلل کيږي. خو وېښتان تر وېښتانو پوري فرق لري او ښه ساتنه يې ګټوره ثابتېدلای سي. د وېښتانو د ښه ساتنې له پاره څو وړانديزونه دلته ولولئ:
یو ښه بنسټ
ښايسته وېښتانو له پاره يو حتمي څيز د سر د پوستکي ښه روغتیا ده. که د سر پوستکی روغ نه وي نو د خانګرې او ورته ستونزو سبب ګرځي. د سر د پوست مالِش د وينو د ښه جريان او په دې توګه د وچو وېښتانو د مخنيوي سبب کيږي. د ځانګړو غوړو په مرسته د سر د پوست غوړول هم ګټور ثابتېدلای سي.
په سمه توګه د وېښتانو مينځل
د وېښتانو د مينځلو له مخي د هغوی ږمونځول هم ګټور ثابتېدلای سي. د شامپو يا صابن لګولو وروسته بايد وېښتان په ښه توګه په اوبو ومېنځل سي چي صابن يا شامپو پکښي پاته نه سي. په زياتو ګرمو اوبو مېنځل وېښتانو ته زيان اړولای سي.
کنډیشنر، فايده رسوي که نه؟
کنډيشنر شامپو ته ورته يو ډول هغه موادو ته ويل کيږي چي په شامپو د وېښتانو له مينځلو وروسته ورباندي بيا وېښتان مينځل کيږي. د کنډيشنر د استعمال وروسته لانده وېښتان په آسانه ږمونځيږي ولي چي دغه مواد پر وېښتانو يو ډول سطحه پرېږدي. خو د لندو وېښتانو ږمونځول بايد په ډېر احتياط وسي چي وېښتان مات نه کړي.
د وېښتانو وچول
په ټوال يا په ورته ټوکر د لندو وېښتانو وچول يا پکښي د وېښتانو پېچل د وېښتانو روغتيا ته زيان رسولای سي. په ډېره زياته ګرمه هوا د وېښتانو وچول هم ګټور نه وي. له همدې کبله يا خو په قدرتي توګه وېښتان دې تر پرېږدئ چي پخپله وچ سي او يا يې په کمه ګرمه درجه د وېښتانو د وچولو په برقي آله وچ کړئ.
د وېښتانو غوړول
د وېښتانو او د سر د جلد يا پوستکي غوړول یا مالِش کول ګټور ثابتېدلای سي. د بيلو بوټو غوړي د وېښتانو له پاره ګټه رسوي. خو څوک خپل کنډيشنر يا د وېښتانو د غوړولو مواد پخپله هم جوړولای سي. د بېلګي په توګه د اوکادو مېوې سره که څوک د لمرګل څو قاچوغي غوړي او د ليمبو لږ اوبه يوځای کړي نو ورڅخه وېښتانو ته ښه کنډيشنر جوړولای سي.
د وېښتانو ماتي څوکي
د وېښتانو د ماتېدو څو لاملونه وي. توند لمر، وچه هوا او د وېښتانو د وچوونکې برقي آلې زياته ګرمه هوا د وېښتانو د ماتېدو سبب ګرځېدلای سي. په دې ترڅ کي احتياط مفيد ثابتيږي.
د ږمونځولو طريقه
د وېښتانو د ږمونځولو له پاره د وېښتانو د ښه برس يا ږمونځي اهميت ډېر زيات وي. هغه برسونه چي له طبعي موادو څخه جوړ سوي وي، زيات ګټور وي. د ښه ږمونځي په مرسته د سر د جلد غوړي په ښه توګه تقسيمېدلای سي. ږمونځ او د وېښتانو برس بايد هميشه پاک وي.
د وېښتانو رنګول
د وېښتانو تقريبا ټول رنګونه کيمياوي اجزا لري. تر زيات وخت پوري د وېښتانو رنګ بدلوونکي رنګونه د وېښتانو تر بيخ پوري رسيږي او له همدې کبله زيانمن وي. که يو ځل پر وېښتانو نکرځي لګول سوي وي نو باندي په آېنده کي رنګ لګول زيانمن تمامېدلای سي.
متوازن خوراک
د وېښتانو د ښه صحت له پاره متوازنه غذا ډېره مهمه ده. په بدن کي د مهمو مالګو يا مينرلز او ويټامنونو کمښت پر وېښتانو هم منفي اغېز لري. سابه، کبان يا ماهي، ميوه او ورته ښه خوراک د ټول بدن او په همدې شان د وېښتانو د روغتیا له پاره ګټور وي.
سپورټ او آرام
دوامداره ذهني فشار د کورټيزول د زياتېدو لامل کيږي چي د دغه اغېز په مستقيمه توګه پر وېښتانو هم کیږي. محقيقين د دغې پدېدې په بشپړه پوهېدلو کي لا نه دي بريالي سوي. خو يوه خبره چي اوس لا روښانه ده، هغه دا ده چي سپورټ او اړين ارام د ذهني فشار په کمولو کي مرسته کوي چي د نورو ګتو تر څنګ وېښتان هم روغ ساتي.
-
د موږې هغه حيرانوونکې ګټې چي حيران به مو کړي
په تیرو وختونو کې ټولو پیژندل شويو طبیبانو د زیات شمیر ناروغیو لپاره هوګه د درمل په توګه کاروله. اوسنی ساینس هم ثابته کړې چې هوګه بې شمیره روغتیايي ګټې لري.
د هوږيروغتیاييګټوسرهاشناسی:
۱– اوومه هوګه د باکتریا ضد خاصیت لرلو سره د مثانې د ناروغیو مخه نیسي.
۲– په طبیعي ډول باکتریا له منځه وړي.
۳– په هوګې کې شته روغتیايي مرکبات د زړه د حملې مخه نیسي.
۴ـ د وینې فشار نورمالوي.
۵ـ د زړه د له منځه تللو څخه مخنیوی کوي.
۶ـ د سږو د سرطان مخه نیسي.
۷– د دماغو د سرطان څخه مخنیوی کوي.
۸– د پروستات د سرطان مخه نیسي.
۹– هوګه د الیسین (Allicine) نومې مواد لري کوم چې پیاوړی روغتیايي خواص لري.
۱۰– د ناروغیو په وړاندې مقاومت زیاتوي.
۱۱– د زکام په وړاندې تر ټولو ستر خنډ جوړوي.
۱۲– د کولسټرول د زیاتیدو مخه نیسي.
۱۳– په انسان کې د الزایمر د ناروغۍ میکروبونه وژني.
۱۴ـ د عقل د زوال څخه مخنیوی کوي.
۱۵– د انسان روغتیايي ستونزې حلولو سره عمر زیاتوي.
۱۶– له هوګې څخه جوړ شوي خواړه ورزشي وړتیاوې زیاتوي.
۱۷– له بدن څخه پیاوړی او غښتلی زهري مواد خارجوي.
۱۸– هډوکي غښتلی کوي او له ناروغیو څخه يي مخنیوی کوي.
۱۹ـ د اوسپنې میتابولیزم غښتلی کوي.
۲۰ ـ د وزن زیاتیدو حجرات کنټرولوي.
۲۱– د ښایسته او غوره ویښتانو په شنه کیدو کې له اندازې زیاته مرسته کوي.
۲۲– د ستونې درد لپاره: د هوګې یوه پلۍ دوه ټوټې کړئ او دواړو غومبورو کې يي ځای پر ځای کړئ. د هوګې د میده کولو هڅه وکړئ. په هوګې کې شته مرکبات په ستونې کې شته هغه باکتریاوې چې د ستونې د درد لامل شوی له منځه وړي.
۲۳– تازه هوګه خوړل د پوزې په خلاصولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.
۲۴– په هوګې کې شته د سلفر (Sulfur) مرکبات د پړسوب مخه نیسي. -
د مخ اضافي وېښتانود له منځه وړلو تر ټولو اسانه لار
ژباړه محمداکبرحقمل معینزی
په دې وروستیو کې د لېزر خبرې ډېرې کېږي، ډاکټران داسې دروغ اعلانونه خپروي، چې د دوی په وینا د لېزر په واسیطه د مخ اضافي وېښتان د تل لپاره له منځه وړل کېږي، خو په حقیقت کې داسې نه ده.
څېړنو ښودلې ده، چې د مخ اضافي وېښتان د تل لپاره په لېزر باندې له منځه نشي تلای؛ که چېرې یو کس په لېزر باندې د خپل مخ اضافي وېښتان له منځه وړي، نو له یو څه مودې وروسته به هرومرو په خپله بیا ځلې راخېژي.
د مخ او د بدن د نورو غړو اضافي وېښتان په راز راز لارو له منځه وړلای شو؛ لکه په کښلو او یا له اړوندو ښودل شوو خواړو او میوو څخه په ګټه اخیستنې سره.
که چېرې یې په داسې ډول وکاږو په کوم ډول، چې له رېښو سره را ووځي، نو د بیا ځل شنه کېدلو او راختلو موده به یې ځنډ وکړي او د څو ځلې په را ایستلو سره به په خپله له منځه ولاړ شي.
که غواړئ د مخ اضافي وېښتان مو له منځه یوسئ، نو د هګۍ سپین را واخلئ او د مخ پر اړونده برخه یې وموښئ، چې دا کولای شي د مخ د اضافي وېښتانو په له منځه وړلو کې درسره مرسته وکړي.
که غواړئ د مخ اضافي وېښتان مو له منځه یوسئ، نو یو څه اندازه بوره او اوړو په اوبو کې سره حل کړئ او پر مخ مو یې وموښئ، چې دا هم کولای شي د مخ د وېښتانو په له منځه وړلو کې درسره مرسته وکړي.
بل ځای ویل شوي، چې د هګۍ سپین، بوره او اوړه سره ګډ کړئ او تر هغې پورې یې ووهئ ترڅو یې چې د خمیرې شکل او جوړښت نه دی غوره کړئ او ورسته له هغې یې پر مخ وموښئ او تر هغې یې پرېږدئ ترڅو، چې وچ نه وي. په یاد ولرئ څو ځله دا کار تکرارول ددې لامل ګرځي، چې وېښتان مو له منځه یوسي.
بیا هم یادونه کوم، چې لېزر کولای شي د وېښتاو وده کمزورې کړي، خو د تل لپاره یې له منځه نشي وړلای. -
کد خندا ددغه 33 ګټو څخه که خبر شى حيران به شى
د خندا (۳۳ ) ګټې ژباړه: بخت جان ملګری ۱- خندا د انسان عمر زیاتوي. ۲- خندا انسان له رنګه ځوان ښایي. ۳- خندا د وینې فشار کموي. ۴- خندا انسان د معېدې له زخم ساتي. ۵- خندا د کورتېزول په نامه هورمونونه تولېدوي چې، په دې سره انسان ته د ناروغیو په مقابل کې قوت ورکوي. ۶- خندا د سروتنین او اندروفین هورنونه تولېد کوي چې، بیا انسان د خواښۍ احساس کوي. ۷- خندا د انسان د زړه درزه فغاله ساتي. ۸- خندا پوستکی سپينوي او تور داغونه لمنځه وړي. ۹- خندا مو خافېظه پیاوړې کوي او د زیات یاداښت لامل ګرځي. ۱۰- خندا روحیه پیاوړې کوي. ۱۱- خندا مو په ځان او نور باور زیاتوي. ۱۲- خندا انسان ته انرژي ورکوي او کار کولو ته یې چمتو کوي. ۱۳- خندا مو له نورو سره اړیکې ټینګوي او په دې سره مو په ټولنه کې یو ډول ننا باسي. ۱۴- خندا د انسان غېرې فعال یا اوده غړي راویښوي. ۱۵- خندا د انسان دفاعیي سېستم قوي کوي. ۱۶- خندا د وینې جریان تنظیموي. ۱۷- خندا مو د بدن د اعضاوو په برابرښت کې مرسته کوي. ۱۸-خندا د تنفسي سېستم لپاره ګټوره ده. ۱۹-خندا مو د ښه خوب څښتن کوي. ۲۰- خندا مو په تګ کې توپیر راولي. ۲۱- خندا د ویني شکر او کلسترول کموي. ۲۲- خندا مو بدن ته ارامتیا ورکوي. ۲۳- خندا سره مو مغز ښه کار کوي. ۲۴- خندا مو له دوستانو سره دوستي لا مضبوته وي. ۲۵- خندا مو له منفي فکرونو ژغوري. ۲۶- خندا وزن کموي. ۲۷- خندا یو ډول د مڼډې حرکت دی. ۲۸- خندا مو د غاښونو پاک ساتلو ته اړ باسي. ۲۹- خندا انسان ژوند ته هیلمند کوي. ۳۰- خندا د دوو کسانو تر منځ لڼډه فاصېله ده. ۳۱- خندا بې له دوا درد درمان کوي. ۳۲- خندا غمونه هېروي. ۳۳- خندا په ټوله کې د ژوند مالګه ده چې په دې سره مو ژوند له خواښیو اوهیلو ډکوي.
-
په ګرمو اوبو حمام کولو حيرانوونکو ګټو څخه خبر شٸ
د ډیرو بوختیاو له کبله ذهني خپګان/ډپریشن یوه عامه ناروغي ګرځېدلې ده، د پوهانو په وینا د نړۍ هر درېیم کس د ذهني فشار یا خپګان سره مخ دی، او دغه ناروغي د زیات کار او په ژوند کې د ډول ډول پېښو سره مخ کېدلو نه رامنځته کیږي.
پوهانو څیړنه ترسره کړې چې د بدني فعالیت او ورزش کولو سربېره په ګرمو اوبو غسل کول له انسان څخه د ذهني خپګان په له منځه وړلو کې مرسته کوي.
ددې لامل دا ښودل شوی چې په ګرمو اوبو غسل سره د انسان بدن د حرارت درجه نورمال حالت ته راشي، چې په مرسته یې له درمل او ورزش څخه هم ښه او چټک اغیز کوي.
د جرمني فرائبراګ پوهنتون پوهانو د یوې څيړنې له مخې له ۴۵ ناروغانو چې عمرونه یې په اوسط ډول ۴۸ کاله و ازموینه واخیسته، دوی په دغه ازموینه کې په ډپریشن او ذهني خپګان اخته ناروغان د دوه اوونیو لپاره په اوونۍ کې دوه واره په ګرمو اوبو غسل ورکړ او ورسره یې د ورزش سپارښتنه هم وکړه.
پوهان زیاتوي چې په ګرمو اوبو غسل کول د انسان د حرارت درجه نورمال او داخلي سیستم غوره کوي چې ورسره ذهني خپګان، فشار او ډپریشن کمیږي.
-
د مستو ۸ ګټې چې ټول باید په پوه شئ!
ایا د مستو له ګټو خبر یاست؟ ایا پدې پوهېږئ، چې دا هغه خوراک دی، چې نړۍ په هر دسترخوان باندې شته، څه ګټې لري؟
مستې: تومنه شوې شيدې مستې دي. او د شیدو ډېرې ښې ځانګړتیاوې پکې دي. دا خوراک چې ريښه یې د اروپا له ختیځ څخه ده. اوس د نړۍ د ټولو خلکو له خوا استعمالېږي. مستې لدې سره چې ښه خوند لري، د درملو قدرت هم لري، او د سلامتۍ له پاره بې شمېره ګټې لري.
مستې ډېر مغذي مواد لري، او د کلسیم یو لویه منبع ده. دا خوارک د بدن له ژوندي ارګانیسم جذبوي او د کلسیم له جذب سره مرسته کوي.
مستې همدارنګه د پروتینو یو ډول دی، چې په اسانۍ سره هضم کېږي. او نور ګټور مغذي مواد چې په مستو کې دی عبارت دي: ریبوفالوین، ویټامین ب۲، د ب ګروپ ټول ویټامینونه، اسید فولیک، اسید لاکتیک، پوتاشیم، فاسفورس او داسې نور…
د مستو ګټه او خواص د بدن له سلامتیا په دې اندازه ګټور دي، چې ډېری خلک له هغه نه خبر نه دي، په سلامتۍ په ورځني ژوند کې مصرفوي. د مستو ټولې هغه ډولونه چې نن سبا په پلورنځيو کې موجودې دي، ګټورې دي.
تر ټول ګټوره ټاکنه مستې دي، چې د ژوندیو او فعاله ارګانیسم درلودنکي دي. دا ډول مستې د پروبیوتیک مستو په نوم یادېږي.
۱ – مستې د غذا له هضم سره مرسته کوي.
مستې یوه خوارکي ماده ده، چې په اسانۍ سره هضمېږي. سربېره پردې ښې باکتریاوې یا هم پروبییوتکونه په مستو کې شته، چې د غذا په هضم کې مرسته کوي. مستې د هغو کسانو له پاره چې په بېلابېلو ناروغیو مبتلا دي. لکه: اسهال، معده دردي، ډېرې ورته توصیه کېږي.
په ورځينۍ توګه یو کاشوغه مستې له کمو غوړو لرونکې مستې چې د فعالو ارګانیسونو درلودنکي وي، چې وخوری تر څو مو معده ارامه شي، او معده به مو په ښه توګه فعالیت وکړي.
۲ – د بدن ایمني سیسټم پیاوړی کوي.
د څېړنو له مخې د بدن ایمني سلولونه هغه کسان چې د درېيو میاشتو په جریان کې دوه کیلو مستې چې د فعالو ارګانیسمونو درلودنکي وي، د هغو کسانو سره په پرتله چې هېڅ مستې نه خوري د هغوی بدن ډېر پیاوړی وي.
ګټورې باکتریاوې په بدن کې رامنځته کوي. او له بدن سره مرسته کوي، چې غذایي مودا جذب کړي او معده پیاوړې کوي. ټول دا عوامل د بدن ایمني سیستم پیاوړی کوي.
د بدن د دفاعي سیستم د پاوړي کېدو له پاره هره ورځ د فعالو ارګانیسمونو لرونکې مستې وخورئ.
۳ – مستې تاسې سره مرسته کوي، چې بدن وزن مو کم شي.
د مستو خوړل درسره مرسته کوي، چې ستاسې د بدن وزن په سرعت سره کم کړي. د مستو ګټورې باکتریاوې لکه پروبیوتیک د بدن د وازدو په ویلو کولو کې مرسته کوي، دا ددې لامل کېږي، چې غذا په ښه توګه هضم کړی. او د زیات وخت له پاره د لوږې احساس ونه کړی.
او سربېره پردې د کلسیم لوړه کچه چې په مستو کې موجوده ده، د بدن غوړو سره مو اړیکه رامنځته کوي او کورتیزول لږ ازاد کړي، او سر بېره پدې ستاسې د بدن وزن کموي. او همدارنګه امینو اسیدونه چې په مستو کې موجود دي، د بدن د غوړو په اوبه کولو کې مرسته کوي.څېړنو ته په کتو داسې ویل کېږي، کومې څېړنې چې په ۲۰۱۲ کال کې په امریکا کې د زړه په انجمن کې وشوې، هغه کسان چې د وینې د لوړ فشار په ناروغۍ باندې اخته وي، هغوی چې بې غوړو مستې خوري د هغو کسانو په پرتله چې مستې نه خوري ۳۱ سلنه کمه ده. په اکثر ډول هغه کسان چې نیمه کیلو مستې د ورځې وخوري، د وینې د لوړ فشار وېره یې په مکمل ډول له منځه ځي.
۵– کلسترول کموي.
د مستو له ځانګرتیاوو یوه دا ده، چې مستې د فعالو او ژوندیو ارګانیسمونو درلودنکي دي. چې د بدن د کلسترول په کموالي کې مرسته کوي. فعاله ارګانیسمونو چې په مستو کې موجود دي، د کلسترول پایې په بدن کې نړوي. پروبیوتکونو کوم چې په مستو کې موجود دي، دصفراوي اسیدو د کموالي سبب په بدن کې کېدی شي. چې دا ډله منرالونه هم د کلسترول په کمښت کې مرسته کوي. مستې په ځانګړې توګه هغه کسان چې د زړه په ناروغیو اخته دي، ډېرې ګټورې دي.
۶– د لوې کولمې د سرطان له اخته کېدو نه مخنیوی کوي.
مستې د لوې کولمې په سالمه ساتلو کې ډېره مرسته کولای شي. د لاکتوباسیلوس د لوې کولمې له پاره یوه ګټوره باکتریا ده. چې په مستو کې موجوده ده، مستې ددې باکتریا د په درلودلو سره د لویې کولمې د سالمه ستالو سره ډېره مرسته کولای شي. او په پایله کې د لوې کولمې د هر ډول ناروغیو د رامنځته کېدو مخنیوی کوي.
دا ډول ښې باکتریاوې میکروارګانیسمونه ددې مضرو باکتریاوو او د سرطاني حجرو د رامنځته کېدو مخنیوی کوي. او سرطاني حجرې ودې ته نه پرېږدي.
د لوې کولمې د سالمه ساتلو له پاره سهار وخته په نهاري مستې وخورئ.
۷– د هډوکي په پیاوړتیا کې مرسته کوي.
کلسیم، ویټامین ډي، فعاله او ژوندي ارګانیسمونه په مستو کې د هډوکو د سالمه ساتلو سره مرسته کوي او د هډوکي له منځه تلو ته نه پرېږدي. ددې له پاره مو چې هډوکي پیاوړي او کلک شي، نو ډېرې د ډي ویټامن لرونکي مستې وخورئ.
۸– د وېښتو د سالمه ساتلو سره مرسته کوي.
د مستو یو بله ځانګړنه دا ده، چې د وېښتو په سالمه او روغ ساتلو کې مرسته کوي. که مستې وخوری، نو نوره اړتیا نه شته چې قیمت بعیه دواګانې واخلی او په خپلو وېښتو یې مصرف کړی. مستې د اسید لاکتیک، پروتینو، کلسیم او نور ګټور غذایي موداو درلودنکي دي چې د وېښتو په سالمه او درخشانه ساتلو کې مرسته کوي.
مستې مو وېښتان ډېروي، د سر او وېښتو پخه له منځه وړي. او د وېښتو د بخار د له منځه وړلو له پاره مستې ډېرې ګټورې دي.
او که غواړی چې کلک او پیاوړې وېښته ولری نو له مستو سره مو خپل وېښته ومنځئ او د ۳۰ دقیقو له پاره په خپلو وېښتو پرېږدئ او وروسته یې له شامپو سره ومنځئ دا به مو د وېښتو په سالمه او روغ ساتلو کې مرسته وکړي.
ژباړن: شبیراحمد سلیمي نړیوال -
دشيدو او بادامو حيرانوونکې ګټې چي حيران به شى
شیدې او بادام د زړه د ناروغیو مخه نیسي
شیدې او بادام د سالم کلسټرول درلودونکي دي او په وجود کې د مضرو کلسټرولو مخه نیسي، همدا لامل دی چې د زړه ناروغۍ له منځه وړي. که په ورځني ډول بادام او شیدې وخوړل شي، د زړه له ناروغیو مو ساتي.
شیدې او بادام د وزن په کمېدو کې مرسته کوي
که غواړئ وزن مو کم شي او غذایي رژیم مو نیولی وي، نو شیدې او بادام له یاده مه باسئ، شیدې او بادام دواړه ۶۰ کالري انرژي لري چې د وزن د کموالي لپاره تر ټولو ښه ټاکنه ده.
شیدې او بادام هډوکي کلکوي
شیدې او بادام د کلسیم او ويټامینو تر ټولو ښه سرچینه ده چې په مستقیمه توګه د هډوکو په وده او پیاوړتیا کې ونډه اخلي.
سترګې روغې ساتي
شیدې او بادام په خپل ترکیب کې ويټامین اې، ډي او اي لري چې د سترګو له ځیر سره مرسته کوي. دغه راز کولی شي چې د نور پر وړاندې د سترګو مقاومت لوړ کړي.
پوست مو روغ ساتي
دا چې شیدې او بادام په لوړه کچه انتي اکسیدان او د اي ويټامین لري، نو د پوستکي د تازګۍ لامل کېږي. که په ورځني ډول وخوړل شي، د پوستکي له ښایست سره هم مرسته کوي.
عضلې مو پیاوړې کوي
شیدې او بادام د ويټامین ډي، اوسپنې او کلسیم په درلودو سره د عضلو د پیاوړتیا لپاره تر ټولو مناسب خواړه بلل کېږي.