روغتيا

په لاس جن،سي تېرايستل او ناوړه زيانونه يي

فساد، بربنډو انځورونو، فلمونو، د ټولنې ناوړه کولتور او رواجونو د ټولنې یو ستره برخه انسانان له روحي کړکېچ سره مخ کړي دي.
د نویو څېړنو له مخې د شرقي ټولنې ۹۵ سلنه ځوانان په استمناء «موټک» روږدي دي، هغه ځوانان چې یو ځل په دې ناروغۍ اخته شي، بیا ترې ځان ساتل ورته ستونزمنېږي. ډېری خلک تر واده وروسته هم له دې وژونکي کاره ځان نه شي ژغورلای.
د دې کار له امله انسان خپل ځان له نورو سره یوځای وژني، لومړی خپل روح وژني او ورسره خپل سپرم له منځه وړي چې یو نسل پکې پروت دی.
دا کار د لاندې ناروغيو لامل ګرځي:
* د انسان وده له منځه وړي او د قد د لوړوالي مخه نیسي.
* د ملا درد او د ملا هډوکي پوده يا وراسته کوي.
* سترگې کمزورې کوي.
* د ملا د هډوکو انعطاف له منځه وړي او د ملا د هډوکو ماتېدو ګواښ زياتوي.
* د پروسټاټ سرطان خطر زیاتوي.
* په ادرار کې سوزش پیدا کوي.
* هغه خلک چې دا کار تر سره کوي، د هغو اولاودنه کمزوري او اندېښمن وي او نارمل انسانانو ته نه ورته کېږي او عصبي کمزوري ورسره مل وي .
* د انسان د وینې سپین کورویات له منځه ځي.
* د مخ پوستکی یې پخیږي چې له دې سره یې د مخ ښایست لطافت او نورانیت له منځه وړل کېږي.
* د انسان ذهني تمرکز له منځه ځي، روحي ګډوډي رامنځ ته کېږي.
* د انسان وجود ستړی کوي، په عضلاتو یې درد وي.
* اعصاب یي کمزوري کېږي.
* د لاسونو ثابت پاتېدل له منځه ځي، لاسونو لړزه پيدا کوي.
* په غوږونو کې د ډېر وخت لپاره شور او زوږ رامنځ ته کېږي.
* وېښتان يې تويېږي او د مخنيوي چانس يې کم وي.
* د هډوکو د تشوالي سبب ګرځي.
* د وینې له کمښت سره مخېږي چې دا يوه جدي ناروغي ده.
* خصیه هگۍ وړېږي.
* د کورواله پر مهال د ژر انزال سبب کېږي او دا بيا وروسته په رواني کشمکش اوړي.

په يادو شويو ستونزو کې ډېرې يې داسې دي چې يا علاج نه لري او يا هم په لوی سرخوږي بدلېږي، تر هغه يې چې درملنه کېږي، د انسان د له منځه تلو لامل وګرځي؛ نو مخکې له دې چې دا کار مو ووژني ځان ترې وژغورئ او په کلکه ډډه ترې وکړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *