روغتيا

د ماشوم د زېږېدو وروسته د ښځې په بدن کې رامنځته کېدونکي بدلونونه ، ترټولو زيات

د ښځو له لوري د ماشوم د زېږولو وروسته په طبيعي ډول د هغوی بدن د يو لړ مهمو بدلونونو سره مخ کېږي، يو بل ژوند دې دنيا ته راوړل د يوې ښځې څخه یوه ډېره درنه بيه غواړي چې ادا یې کړي.
د ماشوم د زېږولو وروسته په خاص ډول د ښځينه و شرمګاه او ورسره خېټه د ښکاره فزيکي او غيرې فزيکي بدلون ښکار کېژي، د ښځينه و جن.سي شوق کمېږي، خسته ګي يې زياتېږي ، د ملا او د ملا څخه د باندينۍ برخې دردونه يې وخت نا وخت ځوروي او د شرمګاه وچ والی یې تر پخوا ډېرېږي.
د پورته بدلونونو په اساس يوه مېرمن د يوې نيمې نيولې تر دوه میاشتو وخت ته اړتيا لري چې خپل ژوند په نسبي نورمال يا احتیاطي نورمال ډول پيل کړي، له يوې نيمې يا دوو میاشتو وروسته ډېری ښځې کولی شي کور.والی وکړي او د ژوند عادي چارې نور پرمخ يوسي.
خو د يوې مېرمنې د بشپړ ډول رغېدو لپاره تر یو کال وخته ته اړتیا ليدل کېږي ددې لپاره چې د ښځې بدن تقريباً بېرته مخکې د تولد په شکل شي دې ته يو کال وخت او د لازمو چارو ترسره کولو ته اړتیا ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *