روغتيا

ايا خبر يي د سهار په چای مو هګۍ له دې خطرناکې ناروغۍ ژغوري

د سهار چای لپاره باید لومړنۍ انتخاب هګۍ وي، ځکه چې دغه خواړه هغه غذايي مواد لري چې انسان له مهمو ناروغیو ژغورلای شي.

نن غواړو د هګيو له ځینو مهمو ګټو سره مو اشنا کړو؛

۱. عصبي روغتیا لپاره ډېر اړین دی

هګۍ د کولین (Choline) نومې مواد غوره سرچینه ده چې د اعصابو انتقالي سیسټم په پیاوړتيا کې مهمه ونډه لري. هګۍ د اعصابو د روغتیا په ساتلو کې ډېره زیاته مرسته کوي. د هګۍ ژېړ خاصه اندازه فولیټ (Folate) لري چې عصبي حجرات فعاله ساتي او له دې سره د اعصابو فعالیت له پخوا چټک او زیاتوي. په هګیو کې شته ویټامین بي۱۲د اعصابو لپاره دفاعي سیسټم جوړوي.

۲. هډوکي پیاوړي کوئ

هګۍ د ویټامین ډي (Vitamin D) لپاره هم غوره منبع ده کوم چې په بدن کې د کلسیم جذبولو لپاره ډېر اړین دي. په دې سربېره په هګیو کې شته کلسیم (Calcium) او فاسفورس (Phosphorous) له بدنه اوستیوپروسېس (Osteoporosis) نومې مواد له منځه وړي او هډوکي لا پیاوړي او کلکوي.

۳. د بدن وزن په یو حالت ساتي

هګۍ زیاته اندازه پروټین لري چې په همدې اساس د هغو کسانو لپاره چې غواړي پیاوړي عضلې ولري یو غوره انتخاب دی. د هګۍ استعمال د زیات خواړه خوړلو مخه نیسي چې په دې ډول د اضافي وزن زیاتېدو په مخنیوي کې مرسته کوي.

۴. د نوکانو او وېښتانو لپاره ډېرې ګټورې دي

څېړنې ښيي چې هګۍ سلفر (Sulphur) لرونکي امینو اسیډ (Amino acid) لري چې نوکانو پیاوړي کولو سربېره وېښته هم پیاوړي او ښکلي کوي. په هګیو کې شته نور منرالونه لکه سلینیم (Selenium)، اوسپنه (Iron) او زینک (Zinc) د وېښتانو او نوکانو روغتیا لپاره ډېر زیات اړین دي.

۵. د سترګو لید زیاتوي

په هګیو کې لیوټین (Lutein) او زیاګزانټین (Zeaxanthin) نومي مواد شته چې د کروټینایډ (Carotenoids) ډولونه دي. دغه مواد د سترګو د لید په زیاتولو کې خاص اهمیت لري. پورتني مواد مو د سترګو له مختلو ناروغیو لکه د سترګې ګل (catract)، سترګو عدسيي له منځه تلل او ځینې نورو څخه مخنیوی کوي.

۶. د سینې سرطان خطر کموي

د مختلفو څېړنو په بنسټ په اوونۍ کې ۶ هګۍ خوړل په انسان کې ۴۴٪ د سینې د سرطان خطر کموي.

د سهار په چای هګۍ مه هېروئ

لیکواله : ډاکټر وړانګه اکبر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *