چوره کيدل څه شی دی، څوک او ولي چوره کېږي؟
چوره هغه روغتيايي ستونزه ده چې، په هر عمر کې نارینه ته پيداکېږي. کله چې، په نس کې د کولمو يوه برخه له خپل عادي حالت څخه واوړي او بېځايه شي نو دې حالت ته hernia يا چوره ويل کېږي.
د کولموچوره تر نامه پورته، تر نامه کښته او يا هم له نامه سره جوخت رامنځته کېږي.
د ماشومانو چوره کېدل که د نامه په برخه کې وي او که ترنامه لاندې وي، بېلابېل لاملونه لري، لکه دوامداره قبضيت، خواګرځی، ډيره ژړا او داسې نور.
دغه ډول د ماشوم لپاره اوږد مهاله قبضيت، د صحرا ګښت پرمهال زور وهل، قوي ټوخی، له جګو ځايونو څخه ټوپ وهل او ډيره ژړا هم د چوره کېدو لامل کېدای شي، خو په غټانو خلکوکې دواړه ډوله چوره يوډول لاملونه لري“.
روغتيايي کارپوهان وايي چې، د چورې په حالت کې دکولمې يوه برخه له خپلې اصلي کړۍ څخه وزي او د سوري شوي پردې په خالي ځای کې ننوزي.
له دې امله په کولمه کې يو ډول بندوالی پيداکېږي چې، په دې ډول وينه او اکسېجن دکولمو ټولو برخو ته نه رسېږي.
د چورې پر مهال د درد او پاړسوب کچه د کولمو پرمخ د پردې د سوري په اندازې پورې اړه لري.
که چېري سوری لوی وي، نو ستونزې هم ډېري وي او که کوچنۍ وي نو ستونزې يې هم لږې وي، خو د وخت په تېرېدو سره کېدای شي چې، دغه ستونزې ډېرې شي.
په دغه وخت کې ناروغ ته سخت درد او کېدای شي چې، د هاضمې ستونزې هم پيداشي.
.چوره که دوجود په هره برخه کې وي، نو څرګندې نښې لري، د بېلګې په توګه که چېري چوره په نس کې وي نود نس په پورته ياکښته برخه کې او ياهم له نامه سره وي، يوډول پاړسوب پيداکېږي.
که ددغه پاړسوب برخه ورو ورو وموښل شي، نو بيرته خپل عادي حالت ته راګرځي، خو کېدای شي چې، دغه پاړسوب بيرته پيداشي“.
مثلاً چوره شوې برخه له رنګه شنه اوړي، پاړسوب پيداکوي چې، د وخت په تېرېدو سره يي پاړسوب ډېرېږي“.
اوس پوښتنه داده چې، د ناروغۍ د نښونښانو په ليدوسره بايد څه وکړو؟ په دغسي يوه حالت کې ځينې خلک کورني علاج ته مخه کوي.
چوره شوې برخه باندې سرچپه ږدو اوکه دکوم ماشوم نوم چوره شوی وي، نويوه د وسپنې سکه يې په ګېډه پورې ورتړو“. خو ډاکټر زمری بيا دغه تجربې نه مني او وايي:
”که چېري لويان او يا ماشومان چوره شي، نو خامخا دې ډاکټر ته ولاړ شي“.
خو اوس پوښتنه دا ده چې، څنګه کولای شو د ماشومانو اولويانو د چوره کېدو مخه ونيسو؟ ډاکټر زمری په دې باب وايي:
”ميندي او پلرونه بايدخپل ماشومان ټوپ وهلواو ډېرې ژړا ته پرې نه ږدي.
لويان بايد درانه شيان پورته نه کړي اوکه چېري يې پورته کوي، نوبايد په دواړو لاسونو يې پورته کړي.
که چېرې ماشومان قبضيت لري او يا ډېر ژاړي، نو بايد ژر ډاکټر ته يووړل شي. ماشومان بايد له لوړو ځايونو څخه ټوپ ونه وهي، د صحرا ګشت پروخت بايد ډېر زور ونه وهل شي.