روغتيا

او وه مهمې خبرې چې د زړه، فالج او شکر ناروغۍ څخه مو ژغوري

امریکایي پوهانو د یوې نوې څيړنې له مخې هغه اوه خبرې چې د شکر، فالج او د زړه ناروغیو په مخنیوي کې ګټورې ثابتیږي وړاندې کړي دي.

پوهانو په دې برخه کې ۶۳ کلن تر ۷۵۰۰ زیاتو کسانو څخه ازموینه ترسره کړه، له دوی څخه د هغو عامو خبرو په اړه چې د روغتیا لپاره ګټورې ګڼل کیدې پوښتل شوي دي.

هغه اوه خبرې:

د پوهانو د وینا سره سم مناسب ورزش کول، مناسبه غذا خوړل، مناسب وزن ساتل، د کولیسترولو کچه په پام کې نېول، د وینې فشار نورمال ساتل، په وینه کې د ګلوکوز مناسبه اندازه او د سګریټ/نشې نه کول.

دوی باوري دي چې دغه اوه مهم څیزونو په ترسره کولو سره انسان د مرګ ګواښونکو ناروغیو لکه فالج، زړه حمله، شکر او نورې داسې ناروغۍ چې مرګونې ثابتیږي، په ژغورلو کې تر ډیرې اندازې مرسته کوي.

ددغې اوه څیزونو تفصیلات په ډائبیټولوجیا ژورنال کې خپاره شوي، خو ددې څخه څرګنده شوې چې دغه خبرې په پام کې نېول د راتلونکو لسو کالو لپاره د ۸۰ سلنه شکر ناورغۍ څخه د ژغورلو باور ورکوي.

په دغه سروی کې بالعکس هغه میرمنې چې یادې اوه خبرې یې په پام کې نه دي نیولي په دوی کې د شکر او زړه ناروغۍ ګواښ زیاته اندازه لیدل شوی دی.

په وینه کې شکر یا د ګلوکوز اندازه مناسبه ساتل د شکر ناروغیو څخه د لرې ساتلو اسانه نسخه ده، پوهان زیاتوي کې چیرې له دغو اوه خبرو څخه یې درې یا څلور په پام کې ونېول شي هم د شکر ستره کچه کمیږي، خو باید یو له دې څخه به یې ورزش اړین وي.

دا ډول پوهانو په یوه خوله دي چې ورزش بدن کې د بې شمېره ناروغیو په مخنیوي کې ګټور ثابتیږي، همدغه راز هر ډاکټر ناروغ ته د ورزش کولو مشوره ورکوي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې عمر یې له ۴۰ کالو زیات وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *