د ښځې هغه غلطي چې هېڅ خاوند یې بايد معاف نکړي
په ژوند کې ځینې شيان داسې دي چې بايد وبخښل شي، ځینې مسايل بيا داسې دي چې په هېڅ صورت ونه بخښل شي، که هرڅه وبخښل شي د ژوند چارې شړېږي او ټولې بدې پېښې بيا پېښېږي.
له همدې کبله په دې ليکنه کې مو ځینې داسې موارد راټول کړي دي چې هغوی بايد ونه بخښل شي، دلته دا دری موارد ستاسې مخې ته ږدو.
که مو مېرمنې په سخته ورځ کې يوازې پرېښودی، په سخته ورځ کې یې ستاسې سپکاوی وکړ نو دا ډول انسان د بخښلو لايق نه دی، بيا ورته فرصت مه ورکوي.
که مو ښځې ځینې بد خويونه درلودل او د وخت په تېرېدو یې بيا هم پکې کوم بدلون رانه وست نو ښکاري داسې چې هېڅ د بدلون هڅه نکوي.
که چېرې ستاسې مېرمنې ستاسې باور ته زيان ورساوه، ستاسې په وړاندې یې دروغ وويل نو تاسې ته توهین کوي او پکار ده چې داسې کسان ونه بخښل شي.