که غواړئ چاغ شئ، لاندې نسخې وازمویئ!
په نړۍ کې زیاتره خلک له چاغوالي شکایت کوي، او د بېلا بېلو خوړو او ورزشونو په کولو سره غواړي خپل وزن کم کړي، او متخصصین هم د کم وزن ساتلو توصیه کوي، خو داسې خلک هم شتون لري چې د وزن کموالي له امله خورا ډیر اندیښمن دي.
که د وزن زیاتوالی ناروغي ده خو کموالی یې هم (چې له اندازې زیات کم شي) ناروغي بلل کیږي، ددې خپل حد وي، زمونږ په شاوخوا کې ډیر خلک شتون لري چې په طبیعي ډول یې وزن کم وي او د کمزورۍ احساس کوي، دغه خلک د چاغو خلکو په څېر له خپلې کمزورۍ اندیښمن وي، دوی د وزن زیاتولو لپاره ډول ډول درملنې او له حکیمي نسخو کار اخلي خو زیاتره وخت د ګټې پر ځای ورته زیان رسوي.
له دې امله دلته یو څو نسخې ستاسې مخې ته ږدو چې هم مو بدن روغ ساتي او هم له یوې اندازې پورې چاغ..:
خوراک مو زیات کړئ:
ښکاره خبره ده چې که تاسې د وزن زیاتوالی غواړئ لومړی مو خوراک کې بدلون راولئ، خو په تدریجي ډول، ځکه چې یو دم خوراک کې زیاتوالی معده کې ستونزې راولاړوي، لاندې خوراکونه مو مرسته کولای شي:
سپینې وریجې: د وزن زیاتولو لپاره تر ټولو ښه نسخه وریجې دي، وریجې په ډیره اسانۍ پخیږي او هم هر ځای کې په اسانۍ سره موندل کیږی، هغه څوک چې غواړي ځان چاغ کړي باید سپینو وریجو ته لومړیتوب ورکړي، ځکه چې زیړې وریجې په لوړه درجه فایبر لري او سپینې وریجو کې بیا فایبر د نشت برابر کم وي، (فایبر د انسان وزن کمولو کې مهم رول لري)، په یوه پیاله سپینو وریجو کې تقریبا ۱۸۰ کیلوري وي، چې د وزن په زیاتوالي کې مهم رول لوبوي.
وچه میوه: وچې میوو کې کیلوریز او پروټين په غټه کچه موجود وي، له دې کبله د وزن زیاتولو او بدن قوي کولو لپاره د وچو میوو خوراک تر ټولو غوره خوراک دی، چې د بدن چاغوالي سره د بدن روغتیا هم سالمه ساتي، ځینې داسې غوړ دوکاني خوراکونه لکه چیپس او نور.. چې په ښکاره ډول بدن چاغوي خو یو شمېر نورې ناروغۍ رامنځته کوي.
پروټین لرونکي خوراکونه: پروټین د بدن عضلات قوي کوي، او د عضلاتو قوي کېدل بدن کې د ډېر قوت ساتلو کې مرسته کوي، ځکه چې له خوراک کولو نه وروسته د هغې کنټرول او د بدن برخه ګرځول هم په کار وي او ددې لپاره د بدن دفاعي قوت اړین وي، چې د پروټین په واسطه ترسره کیږي، په پروټین لرونکو خوراکونو کې شیدې، هګۍ او ماهي شامل دي، او ددې سره سبزي او میوه هم په پروټینو کې شمېرل کیږي.
پنېر: پنېر ۷۰ سلنه د چاغوالي غذایي مواد لري، په یو ګرام پنېر کې ۹ ګرامه کیلوریز موجود وي، ځکه نو د وزن زیاتوالي لپاره له پنېر څخه بل ښه خواړه نشته، چې هم یې خوند ښه دی او هم وزن زیاتوي او هم د روغتیا لپاره ګټور دي.
ورزش:
خلک فکر کوي چې ورزش کول یوازې د چاغو کسانو لپاره اړین دی، دا غلط فکر دی، ورزش د هر ډوله انسان لپاره اړین دی، په دې سره د بدن داخلي نظام او عضلات په فعالیت او حرکت راځي، او په بدن کې د وینې ګردش ښه کوي، په ځانګړي ډول سهار وختي، چې د شپې خوب نه وروسته د بدن عضلات خلاصوي او نوې انرژي ورکوي، همدا ډول د هاضمې سیستم ښه کوي او ټوله ورځ انسان فعاله او چست وي، او په دې سره د بدن دفاعي سیستم قوي کیږي.
سربېره پر دې د چاغوالي نسخې پېل کولو سره سم مو د وزن اندازه اخلئ، ځکه چې دې سره تاسو ته د خوارۍ اندازه کیږي، که چیرې یې کوم فرق نه کاوه نو پوه شئ تاسې له کومې ناڅرګندې ناروغۍ سره مخ یئ، او یوه ښه ډاکټر ته رجوع وکړئ.