ولې له ډوډۍ خوړو وروسته خوب درځي؟
ډېر کله چې موږ ډوډۍ وخورو، سمدستي خوب راځي. ولې؟! ډاکتران وايي، کله چې تاسې خوراک کوی، نو په وجود کې مو د انسولین اندازه زیاتیږي. په وجود کې د انسولین په زیاتیدو سره په بدن کې د خوب هورمونونه هم افرازیږي او انسان ته خوب ورځي. پر دې سربېره، ډاکتران دا هم وايي چې د ډوډۍ خوړل او د هغې هضمول د وجود انرژي مصرفوي. د ډوډۍ ډېر خوړل او د هغې هضمول هم د وجود تقریباً ۶۰ تر ۷۰ سلنه انرژي مصرفوي. د انرژۍ مصرف له هغې وروسته کله چې د ډوډۍ خوړلو اندازه زیاته شي، ډېرېږي. څومره چې تاسې ډېر خوراک کوی، هومره ستاسې د وجود ډېره انرژي مصرفیږي. وجود ستړی کیږي او انسان د ستړیا احساس کوي او خوب ورځي. د دې ستونزې د حل لپاره یوازینۍ حللاره دا ده، چې تاسې لږ ډوډۍ وخورئ، خو د ورځې په بېلابېلو وختونو کې يې وخورئ. ډاکټران دا هم وایي چې په ډوډۍ خوړلو پسې سمدستي خوب کول په معده او کولمو کې د هضمیت ستونزې را پیدا کوي او د ځینو ناروغیو لامل هم کېږي. نو ښه ده چې له ډوډۍ وروسته قدم ووهئ، څو مو خواړه ښه هضم شي.