د کچالو او لېمو ماسک مو لاسونه سپینوي
تر ډېره اړتيا نشته چې د لاسونو د توروالي له امله ډاکټر ته لاړ شئ او بېلابېل درمل پرې ووهئ. د کچالو او لېمو ماسک د ګڼ شمېر روغتیایي ګټو سربېره، د لاسونو پوستکی سپینوي، د لاسونو ګونځې له منځه وړي او لاسونه ښکلي کوي. هغه کسان چې د ښکلو لاسونو غوښتونکي دي، نو د کچالو او لېمو لۀ ماسک څخه دې ګټه پورته کړي، دغه يو طبیعي ماسک دی، چې پر لاسونو تور داغونه هم لۀ منځه وړي او د لاسونو ښکلا ته ګټه رسوي. تاسې کولی شئ چې له دغه ماسک څخه په ډېرې اسانۍ سره ګټه پورته کړئ:
د اړتیا وړ توکي:
– درې قاشوغې د لېمو اوبه
– یو کچالو
د جوړولو طریقه:
د دې ساده او اسانه ماسک د جوړولو طریقه داسې ده، چې کچالو ووېنځئ، له پاکولو وروسته یې په تراکش کې تراش کړئ، وروسته د لېمو اوبه ورسره یو ځای کړئ، بیا یې پر لاسونو ووهئ، له ۱۰ تر ۱۵ دقیقو یې پرېږدئ، له وچېدو څخه وروسته یې ووینځئ.