د پښو د ګوتو منځونو خوړ ينېدو او خارخ لپاره اسانه درملنه
د پښو د ګوتو منځونو خرابېدل عموماً د يوه فنګس پواسطه منځ ته راځي او درملنه يې د فنګس ضد درملو ته اړتيا لري. پدې ناروغۍ کې د ګوتو منځونه پوستکي اچوي خارش کوي او له زخم جوړيدو وروسته سوخت کوي.
درملنه:
– د درملنې لپاره يې وړ وړ د فنګس ضد درمل د کريمو، سپرې او پوډرو په شکل وجود لري او تر ټولو موثر يې د Terbinafine په نامه ياديږي(د دغه درمل کريم او سپرې په ډيری هيوادونو کې د ډاکټر نسخې ته اړتيا نلري).
– د ګوتو منځونه بايد پاک او وچ و ساتل شي.
– جرابې بايد هره ورځ بدلې شي (پاکې او مېنځل شوې جرابې په پښو شي).
– هغه پايزار يا بوټونه بايد استعمال شي چې پښې پکې ډيري ګرمي او خوله نشي.