د خولې ناوړه بوی له منځه وړلو درې اسانه، ارزانه او طبیعي لارې؟
د خولې ناوړه بوی چې په طب کې هليټوسېس (Halitosis) بلل کېږي هغه روغتیايي حالت دی چې د نړۍ ۳۰ سلنه وگړي پرې اخته دي. دغه روغتیايي ستونزه د اغېزمنو کسانو پر ځان باور هم اغېزمنوي.
د خولې ناوړه بوی د مختلفو لاملونو له امله لکه د وریو ناروغي، د غاښونو سوري، د خولې کمزوري حفظ الصحه، سگرېټ څښل او داسې نور چې انسانو کې عام وي پېښېږي.
خو د خولې ناوړه بوی تر ټولو ستر لامل هغه باکتریا دي چې د غاښونو ترمنځ یا د ژبې شاتنۍ برخه کې ټوليږي.
د خولې ناوړه بوی کنټرولولو لپاره د خولې عمومي روغتیا او پاکوالي ته ځانگړې پاملرنه ډېره اړینه ده.
د خولې ناوړه بوی لپاره کورني درمل
۱ – د مڼې سرکه
د مڼې سرکه د تېزاب توازن برابرولو ځانگړنه لري چې له همدې امله د خولې ناوړه بوی لپاره ډېره اغېزناکه ثابتېږي.
لارښوونې:
یوه کاچوغه اومه او غیر فلټر شوې د مڼې سرکه یو گېلاس اوبو سره گډ کړئ،
له خوړلو وړاندې يي وڅښئ. د مڼې سرکه د خوړو په هضم کې مرسته او د خولې بد بوی درملوي.
۲ – لونگ
لونگ د باکتریا ضد هغه ځانگړنې لري چې د خولی بد بوی له منځه وړي.
لومړۍ کړنلاره:
تر ټولو اسانه کړنلاره دا ده چې څو دانې لونگ په خوله کې واچوئ،
او ښه يي وژوئ. د لونگ ژول به یوازې څو دقېقو کې د خولې بد بوی له منځه یوسي.
دوهمه کړنلاره:
دوهمه کړنلاره د لونگ چای جوړول دي. دغې موخې لپاره یو گېلاس اوبه وایشوئ،
یوه کاچوغه میده شوې لونگ په کې اضافه کړئ،
د ۵-۱۰ دقېقو پورې حرارت ورکړئ،
دغه چای وڅښئ او یا د ورځې دوه ځلي مو خوله پرې وومینځئ.
۳ – لیمو
لیمو هم د مېکروب او باکتریا ضد خواص لرلو له امله د خولې بد بویي له منځه وړلو کې د پام وړ مرسته کولای شي. له دې سربېره لیمو د باکتریا او د هغوی اغېز له منځه وړلو وړتیا هم لري. له همدې امله د خولې بد بوی له منځه وړلو لپاره لیمو وازموئ.
لارښوونې:
۱- یو گېلاس اوبو کې یو لیمو اوبه اضافه کړئ،
۲- خپله خوله د ټولو باکتریاو له منځه وړلو لپاره له دغه محلول سره وومینځئ.
کاپي…