۸ کارونه چې د سخت ټوخي لامل کیږي!
د یخنۍ موسم له پېلیدو سره سم د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کې کوچنیان او هم لویان په نزله، زکام، ټوخي، تبه، ستوني درد، سینه او په دېته ورته ناروغیو اخته کیږي، چې یو له سختو او ستونزمنو ناروغیو څخه بلل کیږي.
په ژمي کې د ورښت نه شتون له کبله شاوخوا ۱۲سوو څخه زیات وایروسونه خپریږي، چې له کبله یې د زکام، نزله، تبه، ستوني درد، سینه او آن ټوخي ناروغۍ رامنځته کیږي، چې د څو ورځو له دوام او درمل وروسته وګړي نورمال حالت ته راځي.
خو کله چې ټوخی تر اوږدې مودې دوام وکړي، ناوړه پایلې لري، د جرمني د روغتیا تعلیم ټولنې ویلي، سخت ټوخی ګڼ شمېر لاملونه لري چې په لاندې ډول دي:
د یخنۍ زکام او نزله
ساه لنډي
سخت ټوخی (السعال الدیکي) یوه ساري ناروغي ده چې انسان په تنفس ناروغۍ اخته کوي
نمونیا (سینه بغل)
برونایټس (هغه هوایي لارې چې سږو ته هوا لیږدوي، دا د ټوخي لامل کیږي چې ډير وختونه بلغم رامنځته کوي، دا کولی شي د ساه لنډۍ، ټيټه تبه او د سینې سختوالي لامل شي
د حنجرې التهاب (اواز ټپ کېدل)
د سږو اوږدمهاله ناروغي
د سږو تومورونه
دغه راز د جرمني روغتیایي مرکز ټینګار کړی چې د سخت ټوخي پرمهال هرو مرو د ډاکټر سره مشوره وکړئ، په ځانګړي ډول هغه مهال چې ورسره لاندې نښې هم وموندل شي:
تبه
لړزیدل
ساه لنډي
ډیره خوله کول
په عضلاتو او غړو کې درد
سخته ستړیا
باید وویل شي چې د سینې دوامداره خرابوالی او اوږدمهاله ټوخی د وینې راتلو لامل کیږي او د نورو ناروغیو سربېره د سرطان لامل هم کېدلای شي، باید خپل خوراکي رژيم ته پام وکړئ او هرو مرو ډاکټر ته ورشئ.