ليکنې

د پرمختګ لپاره (42) لارې چارې

ژباړه : عطا محمد میاخېل

۱ ـــ هره ورځ یو کتاب ولولئ .

۲ ـــ یوه نوې ژبه زده کړئ .

۳ ـــ یوه نوې بوختیا وټاکئ .

۴ ـــ یوه نوې ښوونیزه دوره وټاکئ .

۵ ـــ یوه الهام بښونکې کوټه را منځته کړئ .

۶ ـــ په خپله وېره او ډار باندې غلبه وکړئ .

۷ ـــ خپل مهارتونه لوړ کړئ .

۸ ـــ له خوبه ژر را ویښ شئ .

۹ ـــ د نرمښت اوونیز پروګرامونه ولرئ .

۱۰ ـــ د ځان له پاره د ژوند لارښود کتاب تدوین کړئ .

۱۱ ـــ په راتلونکې کې د ځان له پاره لیک ولیکئ .

۱۲ ـــ د خپلې هوساینې له سیمې څخه بهر شئ .

۱۳ ـــ یو کس وننګوئ .

۱۴ ـــ خپل کمزوري ټکي پیدا کړئ .

۱۵ ـــ د نورو نظرونه وپوښتئ .

۱۶ ـــ د کارونو په لېست باندې تمرکز وکړئ .

۱۷ ـــ د ځان له پاره ځیرکې موخې وټاکئ .

۱۸ ـــ خپل عیبونه ومنئ .

۱۹ ـــ د عمل ډګر ته ور ودانګئ .

۲۰ ـــ له هغو کسانو څخه، چې ستاسو له پاره الهام بښونکي دي، زده کړه وکړئ .

۲۱ ـــ یو بد عادت پرېږدئ .

۲۲ ـــ یو ښه عادت دود کړئ .

۲۳ ـــ له منفي فکر لرونکو کسانو څخه لرې شئ .

۲۴ ـــ زده کړئ، چې له سرسختو کسانو سره مقابله وکړئ .

۲۵ ـــ له خپلو دوستانو څخه یې زده کړئ .

۲۶ ـــ ورځنی یاد دښت ولرئ .

۲۷ ـــ د شخصي پرمختګ له پاره وېبلاګ ولیکئ .

۲۸ ـــ روزونکی ونیسئ .

۲۹ ـــ د انلاین خبرو اترو پروګرام له پاره کم وخت ورکړئ .

۳۰ ــــ شطرنج زده کړئ ( یا بله هره ستراتیژیکه لوبه ) .

۳۱ ـــ ټلویزیون کتل ودروئ .

۳۲ ـــ دېرش ورځنۍ ننګونې پیل کړئ .

۳۳ ـــ فکر وکړئ .

۳۴ ـــ د خبرو د فن صنفونو ته لاړ شئ . ( د ډېرو په وړاندې خبرې کول )

۳۵ ـــ په هره برخه کې له مشهورو کسانو سره آشنا شئ .

۳۶ ـــ تېر هېر کړئ .

۳۷ ـــ یوه پانګونه ترسره کړئ .

۳۸ ـــ په خپلو شاوخوا خلکو باندې مهربان واوسئ .

۳۹ ـــ د هغو کسانو زړونه لاسته راوړئ، کوم چې له تاسو څخه کرکه کوي .

۴۰ ـــ آرام وکړئ .

۴۱ ـــ لږ تر لږه په ورځ کې د فردي پراختیا په اړه یوه مقاله ولولئ .

۴۲ ـــ خپلې شخصي ودې ته ژمن واوسئ .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *