کرکټ

د محمد نبي زوی د اماراتو په ټيم کې لوبېږي، افغان کرکټ بورډ ورته ویلي چې

په ټولنيزو رسنيو کې دا خبر لاس په لاس کېږي چې د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم د تکړه لوبغاړي محمد نبي زوی حسن نبي ته د عربي متحده اماراتو له لوري وړانديز شوی دی ترڅو د هغوی په ټيم کې ولوبیږي.

تراوسه دا خبر کومې رسمي سرچينې نه دی تاييد کړی او دا مالومات هم نشته چې حسن نبي ته د اماراتو په کوم ځايي ټيم کې د لوبیدو وړانديز شوی که د اماراتو په کوم بل ټيم کې او که د اماراتو په ملي ټيم کې‌.

په ټولنيزو رسنيو کې د محمد نبي مینوالو پدې کار نيوکه کړې او ويلي یې دي چې هغه بايد د افغانستان په ۱۹ کلنو کې شامل شي خو د کرکټ مبصرین وايي چې حسن نبي ته په بېلابېلو کېمپونو کې چانس ورکړل شوی دی خو هغه ځان نه دی ثابت کړی چې د ۱۹ کلنو غړیتوب ترلاسه کړي.د بل لوري د کرکټ څارونکي وايي د افغانستان ملي ټيم نور هم میراثي کول د پلار څخه وروسته زوی ته سلسله اوږدول به هیڅ ښه تاثیر ونلري او دا به پخپله په حس نبي هم ستر فشار او تل به ددې نیوکې سره مخ وي چې د پلار په سترګو ټیم ته نیول شوی دی. له دې څخه ښه ده چې هملته اماراتو کې ولوبیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *