ليکنې

څنګه بد عادتونه پرېږدو؟ تر څو بريالي شو

پوهېږی پرېښودل یې دومره سخت نه دي لکه تاسو یې چې په اړه فکر کوی. که غواړی وزن کم کړی؛ خو د زیاتې ډوډۍ خوړل مو عادت وي، که غواړی سپما وکړی؛ خو زیاتې پیسې مصرفول مو عادت وي، که غواړی ډېر درس ووایاست؛ خو هره ورځ په ساعتونو وخت په بې ځایه کارونو تېروی او فکر کوی چې دغه څه ستاسې په مخ کې خنډ دي، نو دا له پامه وغورځوئ، ځکه دا هېڅ بهانه نه شي کېدای. دا یوازې ستاسو بد عادتونه دي او بس. که تاسې له ځان سره کلک هوډ ولری، کولای شی دا هر څه تر خپل کنټرول لاندې راولی، یوازې له ۳ تر ۴ اونیو وخت او یو څه تکلیف غواړي، له هغې وروسته ورسره عادت کېږي. که تاسو هم په ژوند کې له دغه ډول ستونزو سره لاس او ګرېوان وی، د دې پر ځای چې پر ځان غوسه شی او پښېماني وکړی، همدا اوس هم ناوخته نه دی. له ځان سره قاطع پرېکړه وکړئ او په ژوند کې مو بدلون راولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *