ليکنې

په ژوند کې د بریا لپاره د وخت مدیریت څومره مهم دی؟

د انسان په ژوند کې د وخت له تېرېدو پرته هیڅ بریا ممکنه وي. که تاسې غواړئ چې د ژوند ټول کارونه ترسره کړئ او یا هم ځینې کارونه ځنډوئ، نو پوه شئ چې ژوند مو د بدلون غوښتنه کوي او دا بدلون د وخت مدیریت دی.

د وخت مدیریت یو داسې بدلون دی چې کولی شي موږ په اسانۍ بریا ته ورسوي.

راځئ چې د وخت په مدیریت او ګټې یې وغږیږو، تر څو د بریا په لور روان واوسو.

د وخت مدیریت پدې مانا چې د ورځې فعالیتونو ته مهال وېش جوړ او د ورځې په جریان کې فعالیتونو ته داسې وخت ورکړو، تر څو ټول کارونه مو په سمه توګه ترسره شي.

که چېرې یو څوک خپل وخت په ښه توګه اداره کړي، کولی شي چې ډېر کارونه په لږ وخت کې ترسره کړي او له فشار کم څخه ځان وساتي، چې په راتلونکې کې د بریا لامل ګرځي.

د وخت مدیریت تاسو ته فرصت درکوي چې د ورځني ژوند سربېره نور داسې کارونه وکړئ چې ستاسو د خوښۍ او خوشحالۍ سبب شي.

هر هغه څوک چې خپل وخت په غوره توګه اداره کوي، کولی شي چې خپل اهداف په لنډ وخت کې تر لاسه کړي.

څۀ ډول وخت مدیریت کړو؟

راځئ چې د وخت د مدیریت د اساساتو پۀ اړه خبرې وکړو.

د اهدافو ټاکل:

د ځان له پاره هغه اهداف غوره کړئ، چې تر لاسه کولی یې شئ. د مثال په توګه: باید ډاډه شئ چې تاسو ټاکل شوي اهداف مو معلوم او هم لاسته راوړلو او هم د نوښت وړ دي.

لومړیتوب:

ورځنيو کارونو ته د اهمیت پر اساس لومړیتوب ورکړئ، یعنې هغه کارونه چې په ورځنيو چارو کې مهم دي او ژر تر ژره ترسره کیدو ته اړتیا لري مخکې او هغه کارونه چې سمدستي ورته اړتیا نه وي وروسته ترسره کړئ.

مهال وېش:

د خپلو مهمو او غیر ضروري کارونو له پاره وخت وټاکئ، تر څو هر کار په خپل وخت ترسره کړئ، چې دا کوچنۍ هڅه به مو له ډېرو احتمالي ستونزو څخه وژغوري.

د کارونو ترمنځ وقفه کول:

کله چې یو څوک په ورته وخت کې مختلف کارونه ترسره کوي، نو دا ستونزمنه کیږي چې په کوم کار تمرکز وکړي، نو د دې له پاره مهمه ده چې د کارونو تر منځ مناسبه وقفه واخلي. چې دا کار مو په خپلو فعالیتونو تمرکز زیاتوي، کۀ څۀ هم لږ وخت وي.

د ځان منظمول:

د خوب په کوټه جنتري د وخت د مدیریت له پاره وکاروئ او د هر کار له پاره یې نیټه په نښه کړئ. دغه راز په دې اړه فکر وکړئ چې کومه ورځ او کوم وخت ستاسو د کوم کار د بشپړولو لپاره مناسب دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *