د دقيق فکر او سهې پرېکړې کولو له پاره بايد له پنځو منفي خويونو ځان وژغورو
او ستا د راتلونکي پلانونو له خنډ سره مخ کوي، الله جل جلاله تېر امتونه او دهغوی کړه وړه ياد وي او بيا وايي: تلک امة قدخلت لها ماکسبت و لکم ماکسبتم. . .و لا تسیلون عما کانو يعملون.
ژباړه: دا هم يو ولس ؤ چې تېر شوی دی، هغوی لره به هغوعملونو بدله وي چې کړي يې دي او تاسو لره به د هغه بدله وي چې کړي مودي او هغوی چې څه کول تاسو نه ترې پوښتل کيږي.
که چېري ته تېر ژوند غوره کړي او هغه څه کوی چې په تيره زمانه کې خلکو کول نو ژوند به دې په بشپړ ډول پخوانۍ بڼه ولري، د ژوندانه بېړۍ به دې تل د سمندر پر يوه غاړه ولاړه وي.
نو تېر ژوند غوره کول د ناکامۍ اصلي لامل دی، ځکه تېر ژوند هيڅکله بېرته نه ګراځي، موږ يوازې کولای شو له تېر وخت نه درس واخلو، له هغه څه نه ګټه پورته چې تر لاسه کړي مو دي او ترخې تجربې هېري کړو ترڅو د خپل ژوند اصلي موخې ترلاسه کړای شو.
عصبي متخصص “جون برينډر” وايي: “تېر هيڅکله د راتلونکې سره برابر نه دي. . . او دا يو څرګند حقيقت دی؛ نو مهمه دا ده چې ستاسره داسې ځواک وي چې تېر پرېږدی او د خپلو وړتياوو سره د حال ژوند غوره کړي”.
۴- د “زه” توری
په کائناتو کې تر ټولو غوره مخلوق انسان دی، الله تعالی پرده باندې بې شمېره وړيا نعمتونه لورولي دی او د دې په بدل کې الله تعالی انسان ته امر کړی دی چې تل د هغه عبادت وکړی او منندوی و اوسي. . .
نو انسان بايد تل خپل رب ته سر ټېټی اوسي، د هغه Y د بندګانو قدر وکړي او د لويې څخه ځان وساتي، د زه او زه يم پرځای بايد د ته او ته يې توری ډېر وکاروې. . .
هوښياران وايي: “که ته غواړې د نورو په زړونو کې ځای ونېسې؛ نو د هغوی قدر کوه”.
په نيويارک کې د تيلفون يو شرکت د دې د پاره يوه څېړنه وکړه چې معلومه کړې کوم توری په خبرو کې ډېر کارول کيږی، دوې ۵۰۰۰ تيلفونې خبری ثبت کړي. په دې کې ۳۹۹۰ هغه خبري وي چې تر ټول زيات پکې د “زه” توری کارول شوی و، لکه: زه په خپله، زه يوازې اودا سې نور. . .
نو هر انسان په خپل داخل کې يو غږ لری چې: د نړۍ پرمخ زه تر ټولو غوره انسان يم” هوښياران وايي: که خلکو ته د ځان ستاينه کوی؛ نو غوږ به درته نېسي اوکه د دوی ستاينه کوی؛ نو مينه به درسره ساتي”
نو بايد د “زه” توری لږ وکاروې او د “ته” په کارولو کې ډېر نيک اوسې.
۵- نيوکه
د هر انسان خپله ژبه په خپل ولکه کې وي، که دی غواړي ښه يې وکاروي؛ نو مېنوال به يې ډېر وي او په هره ناسته او ځای کې به ښه ياديږي، او څوک چې ژبه بې واکه کاروي او پر هر چا نيوکي کوي؛ نو تل به د نورو خلکو له خوا تر نيوکو لاندې راځي او زړه به يې تل خپه وي، نيوکه د بل زړه ازاروي، نيوکه ستا او د اورېدونکي ترمنځ ترينګلتيا زياتوي، نيوکه ستا او د ملګرو ترمنځ مينه له منځه وړي. هو ښياران وايي: “ژبه هډوکي نه لري؛ خو هډوکي ماتولای شی”
نو مخکې له دې چې پر چانيوکه وکړي لومړی د يوې شېبې د پاره انتظار وباسه او سوچ وکړه چې کېدای شي ستا نيوکه به ستا او د بل چا ترمنځ منفي احساسات و زيږوي. . . بيا چې کله غواړي پر هغه نيوکه وکړي ؛ نو له زړه نه دې هر ډول منفی سوچونه وباسه او د هغه په درې مثبتو خويونو کې سوچ وکړه او په هغه کې د وړې نيمګړتيا پر ځای لويه نيمګړتيا په نښه کړه او په ډېره نرمه او خوږه لهجه ورسره چلند وکړه؛ خو پام دې وي چې په کوم مجلس کې دې پر چا نيوکه وکړه په هغه مجلس کې د يوې نيوکي په بدل کې يې دوه ځله ستاينه هم وکړه، پر بل چا له نيوکي وروسته د هغه ستاينه کول ستا او د هغه ترمنځ باور زياتوي او هغه ته خپلي نيمګړتيا وي ور په ګوته کوي.