ليکنې

بريالی انسان څوک دی؟

بريالی انسان هغه دی چې برياليتوب وپيژني، د لاسته راوړلو لپاره يې مثبت ګام واخلي، د خپل دوست او دښمن په پيژندلو سره يې باعث ژوندی او مانع يې ليري کړي، د سالم عقل څخه په استفاده مثبت او منفي سره جلا کړي شروع شوي مثبت کار ته دوام ورکړي.

او په نوي کار باندي پيل وکړي، خپل عقلي ځیرکتیا او فکري ادراک په شرعي معنوي انرژۍ باندي قوي کړي د للهيت او خلوص په ګاڼه باندې خپل عمل ښايسته کړي او د اجابت لوړ مقام ته يې د مناجات پر زينه باندې پورته کړي پر ګناه باندي د اقرار کولو وروسته د توبې ټينګ تکل وکړي، پر نيکو کارونو باندي عملي تلوار وکړي، د الله پاک د قهر څخه دي ووېريږي، د رحمت هيله ده ولري او شريعت دي پر ځان نه جوړوي بلکي ځان دي پر شريعت باندي جوړ کړي.

لیکوال :مولوی نورالحق مظهری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *