په یوه ورځ ژوند بدل کړئ
که قوي اراده او د تصمیم نیونې قدرت نه لرئ مهرباني وکړئ پر لیکنې ویلو وخت مه ضایع کوئ، ښه دی د لیکني پرځای دي د ملګرو سره بانډار وکړې او ورځ په خندا تېره کړې. خفه نه شې ځکه حقیقت لږ تریخوالی لري، او زه دا خبره ځکه کوم چې ته د خپل ژوند د ستونزو پر حل او ښه ژوند لپاره وکولای شې ښه تصمیم ونیسې.
یوه ټوکه به وکم، وای یو چا کتاب لیکلی وو چې څنګه کولای شئ میلیونرشئ، د کتاب لیکوال بېچاره خپله دومره بې وسه وو چې د همدې عنوان کتاب د چاپ پیسې يې نه درلودې خو ده بل ته د میلیونر کېدو چل ورښوده ههههههه
خبره مې تر دې درته وکړه چې زه خو خپله هڅه کوم چې هره ورځ مي ژوند ښه تېر شي مګر زه هم له ستونزو، کړاوونو او مسایلو سره اکثره وخت مخ کېږم خو دومره بې جرئته نه یم چې کرار کښېنم او ستونزو ته ځان تسلیم کړم خیر راځئ خبرې لنډي وکړو او ګټه ډېره تر لاسه کړو.
ښه زما د لیکنې لوستونکې !! دا نو امکان لري چې په یوه ورځ ګډوډ ژوند ارام، له سهولتونو او خوندونو ډک او منظم شي؟ ته دلته لږ سوچ وکړه ایا داسي لاري وینې؟ لیکنه نوره مه وایه لږ فکر وکړه…………..
ښه حتمي دي فکر وکړ خو ستا فکر ته ځکه دلته اړتیا نه وه، ما د لیکني په لومړي سر کې درته وویل چي قوي اراده او تصمیم نیونه لرئ کنه؟ اصلي موضوع او حل هم همدادی چي ستاسي ژوند په یوه ورځ کې بدلولای شي.
په یوه ورځ کې ژوند بدل کړئ !! په دې مانا چې په یوه ورځ کې که تاسو قوي اراده ولرئ نو ښه پریکړې کولای شئ او تصمیم نیولای شي. هغه پریکړي چي ستاسو ژوند ته بدلون ورکوي.
لکه چې خبرې اوږدې شوې، وبخښئ نو !!
ټینګ تصمیم ونیسئ چې له دې وروسته به :
وخت بېځایه نه تېروئ ۲ د پیسو بېځایه لګښت به نه کوئ ۳ په اوونۍ کې به پرته له یوې ورځې نور د منظرو او میلو خیال نه ساتئ ۴ د کار کولو پرمهال به پوره حوصله او انرژي پیداکوئ ۵ له دې وروسته به له مشرانو سره مشورې کوئ، خبري به يې منئ ۶ فیسبوک او د ګېمونو استعمال به لږ کړئ، پر ځای به يې مطالعه کوئ، ۷ لمونځ او عبادت به پر وخت کوئ ۸ د خفه دوستانو د خوشحاله کولو هڅې به پیل کړئ ۹ په کورنۍ او ټولنه کې د ستونزو پېښېدو پرمهال به پوره حوصله، دقت ، پوهه او ښه تصمیم نیونه خپل عادت کړئ ۱۰ سهار به حتمې وختې له خوبه ویښېږئ ۱۱ که دنده لرئ نو په مینه به يې سرته رسوئ او که بیکاره یاست نو پر داسې لارو فکر وکړه چې څومره ژر دنده تر لاسه کولای شې ۱۲ درواغ ویل به مطلق بندوئ، البته که مو دا عادت درلود ۱۳ د پیسو سپما به کوئ ۱۴ په ټولنه کې به د اړیکو پر جوړېدو کار کوئ ۱۵ دا ځیني لارښوونې چې مي درته ولیکلې عملي کوئ به يې او ټولي پرېشانۍ او بېځایه سوچونه به پرېږدئ د نوي ژوند او بدلون هڅې به پیلوئ.
ما خو ویلي وه چي په یوه ورځ کې ژوند بدل کړئ تاسې خو یوازې په څو دقیقو کې بدل کړ البته که مو پورته مسایل رښتیا هم تعقیب کړل او قوي اراده او تصمیم مو درلود.
یوه مهمه خبره لا کومه نوره لیکنه نه اوږدوم !!
که تاسې خپله د ژوند د ښه کولو لپاره هڅه ونه کړئ، ستونزي حل نه کړئ، د ښې راتلونکې لپاره پلان ونه لرئ نو ډاډه اوسئ چې همداسي به پاته یاست نور خلک ستاسې د ژوند لپاره بیکاره نه دي چې کار وکړي، خپله لاس په کار شئ، د ارام او هوساه ژوند لپاره کیدای شي چي تکلیفونو سره هم مخ شئ خو تاسي به په پوره توان هر ډول ستونزه حل کړئ، که قوي اراده درلوده.
لیکنه نه اوږدوم. په مخه مو ښه