د بریالیو خلکو ورځنی عادت
دا به تاسې له خپلو سیالانو مخکې کړي. د بریالیو خلکو ورځنی عادت به ستاسې نوښت زیات او تولید لوړ کړي. بیا به تاسې له لارې نه خطا کېږئ، تل به ګټونکي یئ.
دغه عادت یوه فکر پر اساس دی او زه یې دېرشو کالو راهیسې تدریسوم، په خپلو زیاتره کتابونو کې مې یادوونه کړې ده.
سهار چې تاسې ورزش کوئ، لومړی درسره څه کېږي، په دې اړه ډېر زیات علمي نظریات ورکړل شوي دي. سهار چې تاسې ورزش کوئ ستا په بدن کې اوکسيتوسین، سیروتونین، دوپامین او نور داسې مواد ترشح کېږي چې ستاسې د ماغزو سلولونو ته وده ورکوي. دا په دې معنا ده چې سهار د ورزش پر وخت تاسې په خپلو ماغزو کې د تکړهتوب درمل تولیدوئ. نو بریالي خلک همدا کار کوي؛ یعنې سهار وختي راپاڅېږي.
ما (د پنځو بجو ملګري) یو کتاب لیکلی دی. درته درسره د هغې لنډيز شریکوم. تاسې چې سهار پنځه بجې راویښ شئ، نو ځان ته یو ساعت وخت ورکوئ. دغه وخت زه (سپېڅلی ساعت) بولم. په دغه ساعت کې تاسې په دې نړۍ کې نه یئ. تاسې خپل موبایل نه ګورئ، ټکنالوجي درسره نږدې نه وي، خبرونه نه ګورئ، خبرې او چټ نه کوئ او خیالونه نه وینئ. په دې یوه ساعت کې تاسې د خپل ذهن، زړه، روغتیا او روح رغولو تمرین کوئ. له دې یوه ساعت وروسته په شپږ بجې به تاسې ځان بیخي بدل احساسوئ.
تاسې به وایئ چې (سهار پنځې بجې؟!) یو نوی فکر درځي. یو نوی فکر مو خوځوي. تاسې به دا فکر کوئ چې: (زه دا کار نشم کولای). که مو ذهن رښتیا هم له پلمو او بهانو ډک وي، نو وبه یئ چې: (زه ولاکه سهار وختي پاڅېدی شم، همداسې عادت شوی یم، هر څومره خواري چې وکړم، نشم پاڅېدی.) خو زه وایم چې ته دا کار کولای شې. زه یې درته د لندن پوهنتون د یوې څېړنې پر اساس وایم چې په ماغزو کې نوي عادت ته ځای ورکول ۶۶ ورځې نیسي. یعنې په ۶۶ ورځو کې ستاسې ماغزه اتومات له یوه کار سره عادت کېږي. ما په خپل ذهن کې یوه دا خبره کېنولې ده چې: هر بدلون په سر کې سخت، په منځ کې بې خونده او په اخر کې ښایسته وي. او که په اولو ورځو کې سهار وختي پاڅېدل سخت نه و، نو دا بدلون به دومره ارزښتمن نه وی.
زیاتره خلک به ښه تولیدت لري، ښه فکربڼه به لري، ښه کاروبارونه به لري، ښو شرکتونو سره به کارونه کوي، ادارې به یې ډېرې ښې وي، خو په نړې کې ډېر داسې خلک شته چې په سهار ۵ بجې نه شي پاڅېدی او همدا سهار وختي پاڅېدل تاسې تر هغوی غوره کوي او یو امتیاز درکوي. نوره نړۍ ډېره خوبۍ ده. کوم خلک چې سهار ۵ بجې راويښېږي، هغوی پوهېږي چې دا د ورځې تر ټولو آرام وخت دی. تاسې داسې وګڼئ چې سهار له ۵ تر ۶ یوه ساعت وخت تاسې خپل ځان ته ورکوئ. تاسې داسې یو ساعت فرض کړئ چې چوپتیا په کې خپره وي، تاسې په کې د آرام تازه ساه اخیستی شئ او فکر په کې کولای شئ.
سپارټایي پوځیانو به ویل: (څوک چې په تمرین کې ډېره خوله تویه کړي، په جنګ کې لږه وینه تویوي.) نو د سهر له ۵ تر ۶ بجو ستاسې سپېڅلی ساعت دی، په دې کې تاسې تمرین کوئ او بیا چې بهر نړۍ ته ورځئ، نو ډېره لږه وینه به تویوئ. تمرکز به مو ډېر وي. انرژي به مو ډېره وي او د ټولنې د لومړیتوبونو او ارزښتونو پرځیا به مو پر خپلو لومړیتوبونو او ارزښتونو تمرکز ډېر وي.